د وحيدالله مصلح لیکنی

غزه او د صبر او مېړانې اوږد سفر، لنډ تأثر!

دا غزه ده، دلته د ازادۍ روحيه، جذبه او شعور پرونى او ابل پرونى نه دى، دا شعور او دا جذبه د اس-رائيل د اشغال نه مخکې هلته و او د اشغال په تمهيد کې واغږل شو او بيا چې د ازادۍ نورې چپي جبهې څومره ستړې کېدې نو د ازادۍ دا جبهه د مقاومت په تقابل کې غرونه غرونه دنګېده. غزه او څو پوښتنې! ايا کله تاسو ته پوښتنه پيدا شوې چې د اس-رائيل په دا روانې عام وژنې او جنوسايډ کې د غزې اوسېدونکي ولې کورونه نه پرېږدي، دوى ولې د اس-رائيلو په لارښوونه د غزې جنوب ته نه ځي؟ ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي د اس-رائيلي دولتي ترهګرو د تهديدونو سره سره ولې روغتونونه نه پرېږدي؟ هلته عام ولس ولې د مقاومت د غورځنګ پر ضد نه راپورته کېږي او ولې ورسره په سخته او اسانه کې همغږي دي؟ او ولې په ...
نور ولوله

غزه؛ ورک وجدان او د بشر شنډه عاطفه!

غزه د باليووډ وحشتناکو فلمونو ريښتينی ډګر دی، کله چې په تلوېزيون ګورې د ص-هيونېسټانو بنګنې ګرځي، لږ وروسته بيا د اس-رائيلۍ طيارې لوېدلي بمونه انګازې وکړي، د تلوېزيون د کمرې عدسيه تاوه شي او په تورو لوګيو کې پټ ړنګ کورونه فوکس کړي، همدا مهال چې موږ تور پورته شوي لوګي د يوې صحنې په شکل ګورو، همدا شېبه هلته مېرمنې، کوچنيان، زاړه او ځوانان په همدې لوګو کې لو لپه کېږي، وروسته چې ژغورونکي د ړنګو کورونو پلټنو ته ورځي نو دغه ستړي ستړي وګړي په لاسي لوډسپېکرونو کې غږونه کوي چې څوک ژوندي شته؟ تيږې او سېمټي تختې لټ په لټ اوړي او د انسانانو غوښې ترې شکول کېږي... اس-رائيل الوتکې راوالوځوي، پر غزې پاڼې وشيندي او ورته وايي چې د غزې جنوب ته لاړ شئ، يو شمېر وګړي پرې باور وکړي، بسونه ډک کړي او په مشخص شوي م...
نور ولوله

فلسطين او اسلامي نړۍ؛ ګوښې حکومتونه او څښتن ملتونه!

که د فلسطين په اړه د حکومتونو اړيکې د اس-رائيل او غرب له کانالونو فلټر کېږي، خو د ملتونو او ديني ادرسونو خبره جلا ده، دا په لسيزو غصب شوي ملتونه او دا په حدونو کې ساتل شوي ديني مراجع بيا هم د فلسطين د قضيې څښتنان دي. سره له دې چې د ازهر قيادت په وطنيو پېښو کې د پوځيانو د کودتا او استبداد ملاتړى پاتى شوى خو چې د غزې او فلسطينيانو بهادرۍ او غزاګانو ته په ډکه خوله دعا کوي او پرې وياړي؛ همدا د اقصى معنوي اړيکه او څښتنواله ده. د ازهر امام شيخ احمد  الطيب پر اسرائيل د ح-ماس د وروستيو بريدونو په اړه غبرګون يو ډېر مناسب او له مفاهيمو، عواطفو او انګېزو ډک غبرګون و، هغه وويل: موږ د فلسطين د وياړلي ولس زړونو او لاسونو ته متوسل کې...
نور ولوله

د حماس لوړپوړي چارواکي خالد القدو-مي د مقالې لنډيز!

ژباړه او لنډيز: وحيدالله مصلح   اسرائ-يليانو د فلسطين په مقابل کې يوه پېړۍ فاجعې او وحشتونه ترسره کړي دي، او نړيوالې ټولنې يې منافقانه ښه راغلاست کړی دی. داخلي او نړيوالې مؤلفې وروستي بري ته د نژدې کېدو څرګندونه کوي، دې بري ته تنها لږ وخت او د سختيو تحمل پاتې دی. مونږ په خپله د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو په لار کې بوخت يو، دا هغه حقونه دي چې نړيواله ټولنه يې مونږ ته په راستنولو کې ناکامه شوې ده. د همدې لپاره د "مسجد الاقصی" له شعار سره مبارزې ته ننوتي يو، تر څو نړۍ ته اعلان کړو چې دا مونږ يو چې له اشغالګرو سره مبارزه ترسيموو او له ص-هيونيستي جنايتونو سره د تعامل قوانين تدوينوو. ...
نور ولوله

د غزې بريدونه؛ سولېدلي سوالونه، ژوندي وضاحتونه!

په غزه او مجموع کې په فلسطين کې دوه جهتونه دي، يو فلسطيني ملت دى او بل له ټولې نړۍ را ټول شوي ص-هيونېسټان/اس-رائيليان دي، په بله معنى يو د فلسطين ملت دى او بل د فلسطين اشغالګران دي. دا دوه خوا په خوا ګاونډي هېوادونه او دولتونه نه دي. کله چې موږ د فلسطين او اس-رائيل د حالت خبره کوو له همدې پيل نه بايد د وطن د مالک او اشغالګر تصوير واضح وي که نه د فلسطين د قضيې په تحليل کې خطا کېږو. ح-ماس ولې بريد وکړ؟ دا بله ورځ که د ح-ماس غازيانو د اشغال دېوالونه وڅيرل او د زمکې، هوا او سمندر له لارې لسګونه کيلومتره اخوا د اشغال پر سينه وختل نو دوى کوم اشغالګر ځواک نه و، دوى د خپلې غصب شوې خاورې په طول کې تلل، دا د اسلامي لارښوونو، ملي عرف او ملګرو ملتونو د منشو...
نور ولوله

فلسطين او وزيرستانونه؛ د خونړيو زخمونو سرچپه تعبيرونه!

د ودان افغانستان ګوند پخواني مشر عبدالغفور لېوال د وزيرستان په اړه د هغه په اصطلاح کوشنۍ ليکنه "وزیرستان، د ستراتيژيکې لوبې خونړی زخم" کړې وه، په دې يادښت کې نوموړي د وزيرستان او فلسطين قضيې سره ورته بللې وې، د وزيرستان پېښو ته يې د فلسطين د حال لنډه مقدمه ايښې وه، او وروسته يې د وزيرستان پر پېښو تبصره کړې وه، په دې لنډ تأثر کې ما هڅه کړې چې د فلسطين او وزيرستان د قضيو خپلو خپلو تاريخي او نظرياتي ريښو ته ورشم او د عبدالغفور لېوال پر يادښت تنقيدي جاج له لوستونکو سره شريک کړم. د فلسطين په اړه د لېوال خبره له تناقضونو راوتلې مقدمه ده، نوموړى د عربي ملتپالنې په وړاندې د فلسطين خونړي زخم يادوي چې ګنې ښکېلاک دا زخم د عربي ملتپالنې د ماتې لپاره ايجاد کړ. د لېوال دا ادعا له دوه و تاريخي...
نور ولوله

ژوندون او يوبل ته په سنګر پراته ملګري!

يو وخت دې خلکو ډکي اغستي وو او په يوې قضيې کې يې ډۍ کولې، دا ټول په هغه پېښه کې يوه خوله وو، يو به ويل چې ياره مړ شې وه نانا ننا او بل به يې ويل چې ياره لوى شې وه لې لې لې، يو به يې سر ويلو او بل اخر. هغه پېښه د غازي امان الله خان په اړه د شيخ القرآن يو ځانګړى نظر و، او دوى په دې نظر شيخ نه بلکه يو لوى فکر او نظريه کنځله. په همغه توده کې د دوى د پَرې يو داسې کس چې فکراً له دوى سره و خو له شيخ سره يې هم يو ډول اړيکه ساتله، هغه په جلال اباد کې د دوى مجلس ته ورغلى و، دوى ټولو غازي ته کنځلې کولې، دې کس ورته وويل چې خپله ورته کنځلې کوئ او مولوي صاحب ته بيا د هغه په خبرو يوه خوله يئ او غندنې يې کوئ... هغوى ورته ويلي وو چې دا خو مولوي صاحب او غازي هسې يوه بهانه ده، مونږ اصلاً د دوى دا نظرياتي ج...
نور ولوله

ملت او امت؛ تحريکي زاويه!

په افغانستان کې د اسلامي نهضت د پيل په مشرتابه کې اصلاً قومي تفکر ځاى نه درلود، په دغه پاک نهضت کې پښتانه، تاجيک، ازبيک او نور په نظرياتي بنيادونو راټول شوي وو، خو کله چې نهضت د بېلابېلو عواملو له امله وويشل شو او د نهضت پر بستر تنظيمونه خواره شول سره له دې چې دوى د شوروي پر ضد د خپلواکۍ مبارزه د شورويانو د ماتولو په حد کې بريالۍ کړه خو د نجيب تر سقوط وروسته ډېرى يې له نظرياتي افقه د قومي ژورو په تيارو کې روان شول، دا د اسلامي نهضت ډېره ژوبله مرحله وه. اسلامي تحريک او د امت تصور! کله چې د اسلامي ويښتابه او اسلامي حرکت خبره کېږي نو هلته بيا طبيعاً له څو خبرو سره تعامل ته اړتيا پيدا کېږي، لومړنی هغه يې ارماني حالت دی، دا لرليد يا وېژن دی چې اسلامي حرکت يې ...
نور ولوله

اردوغان؛ د ترکي ملت پرلپسې انتخاب!

زه اردوغان ګورم، هغه خپل ملت ته تر برياليتوب وروسته وينا کوي، ډېر ستومانه معلومېږي او اواز يې ناست دی. دا هغه اردوغان دی چې خپل مقابل مد ته يې اوازونه سخت درانه وي، هغه چې کله له خپلو سيالانو سره ودرېږي نو تل تر سيال په لوړ موقف کې وي، د هر کبر ځواب په غرور ورکوي، هغه چې کله په لومړي ځل د اسرائيل ولسمشر شېمون پېرېز ته د فلسطيني کوچنيانو د قاتل په توګه خطاب کاوه او اواز يې په وار وار جيګېده دا د ترکيې د لومړيو سياسي جرائتونو پړاو وو، وروسته چې هغه له اسرائيلو سره د ترکيې اړيکې تر ټولو ښکته کچې ته ورسولې، د غزې، ټول فلسطين او اقصی قضيه يې مخته وړله نو په دې ټول کشمکش کې يې د امت ننګيالۍ استازولي کوله... اردوغان چې په کوم سترتوب له اروپايي او غربي سيالانو سره تقابل کوي دا هر څه د يوه عثماني سلطان د جلال شان دی، خو همدا اردو...
نور ولوله

اخواني مشرتابه او په وابسته محکمو کې اعدامونه!

د اخوان المسلمين مرشد عام دوکتور محمد بدېع، د اخوان سرپرست لارښود دوکتور محمود عزت، محمد البلتاجي، صفوت حجازي او يو شمېر نورو مشرانو د اعدام دوسيې د مصر ستر مفتي ته د هوکړې/رد په خاطر لېږل شوي دي. د اخوان المسلمين دغو مشرانو قضيه د "أحداث المنصة" په نوم يادېږي. پېښې او د محکمې معکوسې پلټنې! په ۲۰۱۳ جولای کې د مصر پوځ د مصر د سکولار سياسي ګوندونو په رضايت او تفاهم د مصري ولس پر انتخاب شوي حکومت کودتا وکړه، دفاع وزير عبدالفتاح السيسي د مصر منتخب ولسمشر زندان ته واچولو او خپل لاسپوڅی کودتايي رژيم يې اعلان کړ. په لسګونو زره مصري ولس په رابعه څلور لارې کې راټول شوی و، او له مصري کودتايي رژيمه يې غوښتنه کوله چې محمد مر...
نور ولوله

پټه خزانه او ناشناس؛ د قومي مريضانو حصار!

څلور کاله مخکې صبور سياسنګ له ناشناس سره بنډار کړى و او ناشناس چې مخ ماتې بنيه لري نو د سياسنګ تورو پوښتنو ته يې د سپينو پر ځاى تور ځوابونه ويل، يوې مريضې متعصبې حلقې ناشناس ته داد ورکولو او ناشناس د چکچکو په نشه کې تاريخ په کولنګونو وهلو، بېخي غير مسلکي کيندنې او بېخى غلچکي توږنې، ناشناس له علامه حبيبي سره د تربورولۍ هغه دښمنه رشته پالله او هغه په دغه بحث کې د وېلن رول ولوباوه. وروسته بيا ناشناس بي بي سي ته ځان په دغه بحث کې ډېر کم وښوده، ويې ويل چې د ده خبرې يوازې حدس او ګومان و، هغه وويل چې حتى پټه خزانه يې لوستې نه ده، هغه خپله دوکتورا هم ډېره سطحى وبلله او خپله علمي سويه يې د املوکو په تول کړه. ناشناس دا څو ورځې مخکې له حبيب هوتکي سره بيا ځلې پټه خز...
نور ولوله

دا درې ديکتاتوران؛ غرب او سکولارېستان چېرته دي؟

غرب له دې ديکتاتورانو سره ستونزه نه لري، خپل وطني سکولارېستان يې هم ورسره نه لري. تاسو دې انځور ته شئ: دا يو د مصر مستبد او کودتايي مشر جنرال سيسي دى، چې مصر يې ولکه کړى او پر ارواګانو او لوى زندان واکمني کوي. دا بل د شام د لسګونو کلونو ديکتاتور واکمن بشار دى چې د خپل ولس سوله ييزې مظاهرې يې دومره خوني وځپلې چې هغوى د ده د خونخوارې واکمنۍ پر ضد وسله وال قيام ته اړ شول، ده سوريه برباده کړه او خپل ملت يې وواژه او در په در يې کړ. دا دريم ظالمه نانځکه د تونس حکومت مشر قيس دى، دې د تونس پر ډيموکراسۍ کودتا وکړه، اساسي قانون يې معطل کړ، پارلمان يې ړنګ کړ او حکومت يې نسکور کړ، ده ګوندي پلورالېزم عملاً نابود کړ او د تونس د لوى فکري...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک