د وحيدالله مصلح لیکنی
د سليمان لايق شاعري؛ ارزښتي جاج!
لسيزې مخکې استاذ جليل ځلاند لاندې شعر ته طرز جوړ کړ او خپله يې وويلو، دا آهنګ وروسته بيا هر چا ترنم کړ خو په کوم انداز او جنون او په کومې ادا چې استاد ځلاند ويلی و هيچا بيا هغسې ونه ويلو:
ای شعله ی حزين
ای عشق آتشين
ای درد واپسين
اين شور تست يا که جنون سرشکها
يا شعر من که ميدهدم سوز جاودان
ديگر نبويمش
شبها نجويمش
رازی نگويمش
تا در فراق و ناله و درد و شکنجه ها
آهسته طی کنم ره خاموش رفتگان...
عشق د ژوند د خوږو ترخو برخه ده، څوک په کې لار ومومي او څوک په کې غرق شي او همدا غرق شوي په کې عاشقان وي، کله چې پر انسان دنيا تنګه شي، کله چې نه مور ته راز ويلای شې، نه دې پلار ناز...
نور ولوله
تنقيدي زاويه؛ د غني خبرې او جرګه!
استاد سياف دريځ ته راغی، د دولت رئيس يې مخاطب کړ: ته زيربنايي کارونو ته ډېره لېوالتيا لرې چې بندونه جوړ کړې، فابريکې جوړې کړې، د دې ملک اوبه چې بيرون ځي دا مهار کړې، دا به ټولې تاسو ته وليکل شي، خو دا يو يې هم ستاسو نوم تلپاتې کوي نه، که هر وخت تاسو وتوانېدئ چې دا د وينو بهير بند کړئ هلته به ستاسو نوم تلپاتی وي.
کله چې محمد اشرف غني دريځ ته راغی استاد سياف ته يې وويل چې استاد تاسو د افغانستان يو بنسټ يئ، خدای مو همېشه لره، او چغه يې کړه چې ان شاالله مونږ به وينه ختمه کړو...
غني د تېر په څېر د اوبو د مهار او بندولو ونه ويل، ځکه دا اوس يوه سولېدلې خبره ده، زمونږ اوبه د تېر په څېر نورو هېوادونو ته روانې دي، او حتی د تېرو اوو کلونو چې تر کرزي وروسته غني...
نور ولوله
لويه جرګه؛ ناډيموکراټيک او انحصاري بهير!
لويه جرګه که يو وخت د مشورې او ولسي رايې د حساب لويه مرجع وه، خو په اوسني عصر کې چې د ولس د رايو لپاره نوي ميکانيزمونه شته او رايه په کې دقيقه حسابېداى شي؛ د ولس په نوم د څو کسانو ناشفاف راټولول او بيا يې د ولس د استازو په نوم پر ولس تپل په دې مانا دي، چې يو څوک د ولس له رايو په فرار او فراغ کې د لويې ملي پرېکړې تابيا کوي، دا تابيا د انحصار بڼه ده او دا يوه غير ډيموکراټيکه پروسه ده؛ داسې چې نه يې د غړيو د ټاکلو لپاره کوم شفاف او ازاد رقابتي سېسټم او نه په کې د هېواد په کچه مطرح لوري او سيالان شته.
د اوسنۍ جرګې انتصابي حالت!
تاسو د اوسنۍ لويې جرګې غړي او تخنيکي کارکوونکي وګورئ، داسې ډېر هغه فېسبوک چلوونکي به په کې وګورئ چې په کنځلو يې فېسبوکونه زېړ شوي او پ...
نور ولوله
د فرعون وژونکى؛ لنډ تأثر!
دا فرعون بايد ووژل شي! د لايق صاحب دا تاريخي غوښتنه بيا امام الدين په ټول خلقي لياقت عملي کړه او فرعون يې له خپل آل الواد سره له تېغه تېر کړ، خو وروسته چې بيا دوى څومره افغانان له تېغه تېر کړل، دولت يې بې خاصيته او وشړولو او ملي اردو يې لومړى خلقي اردو کړه او بيا يې د قومي ملېشو په جوړولو او له ملت سره د جنګولو له امله د اردو بېخ او بنياد وويست، هغه دوى چې په کې له بسته ملت او د ملت پر ارزښتونو چپاوونه کول، دوى دا هر څه د همغه فرعون تر نسکورولو وروسته کول!
ما نن يو چا ته چې د فرعون د وژونکي پر مرګ خفه و او راته يې ويل چې د دې ملت به څه وايې چې د خپلو مشرانو خيال نه ساتي؛ وويل چې ملت څوک و؟ خو ملت زه وم، ته وې، زمونږ او ستاسو مېندې او پلرونه وو، کاکاګان او ماماګان وو، ترورګانې او خپلوانې و...
نور ولوله
خالص بابا؛ ولسي او حکومتي کليشې! لنډ تأثر...
زمونږ په تاريخ کې د لويو شخصيتونو لقبونه رسمي نه دي ورکول شوي، د افغانانو دا زيږ خوى او نامداحه مَړه سوله داسې ده چې د چا صفت په درباري فرمايشونو او نخرو کې نه مني، دا ورته غوړه مالي او يا يې نومولى بابا وړ نه ښکاري. احمد شاه بابا، عبدالرحمن بابا، زرغونه انا او ميرويس نيکه دا ټول په کوم رسمي فرمان نه دي تپل شوي، دا خو ولسي منښته وه چې دوى په کې بې نسبه باباګان شول.
دا نن چې مونږ د کوم قلندر او ملنګ بابا يادونه کوو دا ستره اروا په همداسې ولسي رنګ کې لګيا دى بابا کېږي، تاريخ او روايتونه به په راتلونکي کې يو مېړنى مشر او يو ستر نوم د خالص بابا په اختصار کې يادوي، دا په رسمي تپنې نه کېږي دا ولسي منښته ده او ورکړه ده...
زه په خپله پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مرحوم...
نور ولوله
داوودخان؛ د پرچميانو له کودتا د خلقيانو تر کودتا!
پاچا ايټاليې ته پر سفر بوخت وو، او دلته په ارګ کې د نظام د بدلون معامله د يحيی خان خپل لمسي رهبري کوله. خو هغه يوازې نه وو، تر شا يې د شوروي پر انټرناسيوناليستي ايډيالوژۍ پړسېدلي پوځي خوردضابطان ولاړ وو. دغو خوردضابطانو په نړيوال شوروي ليد کې افغاني ارزښتونه يو په يو او په تدريج کمونيستي انټرناسيونالېزم ته څملول، يوه سوسياليستي انقلاب پېښېدو ته د شاهي نظام يو مخيز له منځه وړلو په پرتله په شوروي ټيپ او د سوسياليستي افسرانو په مټ کودتا ډېره ارزانه او موثره وه. داوودخان کودتا وکړه او په دې ډول يې په هېواد کې نزدې تر څلورو لسيزو مسلط نسبي ثبات او سوله داسې ولړزوله چې بيا يې درزونو ته چا د امن کوشېر ور نه کړ..
داوودخان کورني کسات دومره پارولی وو چې د خپلې کورنۍ په وړاندې يې د شوروي پر تربيه شو...
نور ولوله
اياصوفيا؛ د ترکيې هويتي استحکام!
ترکيه هويتي استحکام خوا ته روانه ده، نن چې شپږ اتيا کاله وروسته ايا صوفيا بېرته مسجد کېږي، نو د نوبل جايزې ګټونکى ترکي اورهان پامک وايي، چې نن به سکولار ترکان د دې پرېکړې له امله وژاړي.
ايا صوفيا د سکولارېزم يو نماد و، نن چې پامک د کوم وير او ژړا خبره کوي دا د هغوى حق دى چې وژاړي ځکه دا د ترکيې هويتي بدلېدونکى منظر دى؛ هغه چې هغوى په کې لګيا دى مغلوبېږي.
دين د ننني انسان د هويت اساس جوړوي او د غرب د تمدني ټکرونو د نظريه پرداز سمويل هنټګټن د وينا له مخې د غرب او اسلامي نړۍ ستونزه غرب او اسلامي هېوادونه نه بلکه خپله مسيحيت او اسلام دى، دا خبره بيا د مسيحي بازنطين او اسلامي عثمانيه د شخړو په تاريخي بستر کې تر هر بل ځاى متوقع ده.
...
نور ولوله
ازادي او استبداد؛ د مرسي او سيسي ارزښتي جايزه!
په ۲۰۱۲ جون مياشت کې د محمد مرسي او جنرال شفيق تر منځ د جمهوري رياست لپاره توده سيالي روانه وه، هلته هم شفيق د نظاميانو انتخاب و او حتی ويل کېدل چې د ټاکنو د پايلې تر اعلان پورې د شفيق په ګټه د پوځ د موقف لارې سنجول کېدې، خو هغه مهال ولسي انقلابي ميلان سخت په ډېره لوړه څوکه و، له همدې امله محمد مرسي د مصري ملت د تر نيمايي ډېرو رايو په اخېستلو بريالی اعلان شو.
د محمد مرسي په اړه د تاريخ شاهدي دا ده، چې هغه د مصري ملت لومړنی او تر دې مهاله وروستنی ريښتينی ولسمشر و چې د مصري ملت په رايو جمهوري رياست ته ورسېد، هغه نه خو د مصري او نورې اسلامي نړۍ د مستبدو مشرانو په څېر په ۹۹ فيصدو رايو راغی او نه د بهرنيو نړيوالو ځواکونو په ضمانت کې معرفي شو، محمد مرسي په خپل دغه انداز کې د اخوان المسلمين جمهو...
نور ولوله