نائمه خادم

No-IMG

نائمه خادم

د نائمه خادم لیکنی

له نويو سترو اهلو علمي کادرونو بايد کابينه جوړه شي

زموږ د ټولۍ غړو به ويل چې طالبان مخکې له دې چې نظام ته سقوط ورکړي بايد 2 بنسټيز څه چمتو ولري 1-يو جامع اساسي قانون 2-دهمدي قانون دپلي کولو لپاره کم تر کم 100 اهل علمي کادرونه ددوى خياطانو به دا اصلاحي جدي او سر سخت اړيني مشوري هم د کفري مغزو خبري بللي نن ئې ټول شاهدان يو چې که طالبانو دا 2 څه تر وار پخوا چمتو لرلى او په لومړيو کي ستره رښتني اسلامي ملى اجتماع رابللي او اساسي قانون اعلان کړى واى دوهم له نويو سترو اهلو علمي کادرونو يې کابينه جوړه کړي واى دوى فقط د يوي سترى مقتدري عالي شورا په حيث دَ اجرايه او رهبرى شورا نظارت او واک په لاس کي اخيستى واى نن به نه تحرمونه، نه ګواښونه، نه له ک...
نور ولوله

کره پوهه دې له ټولنې ګوښه کوي

انديالي تا د بيلابيلو ټولنو له فرضياتو، رسوماتو او مقياسونو سره نه سمؤي نه پر ولس ګرانوي، برعکس به ستا څنګ خالي شي ځکه انديالي کره پکتونه (حقايق) درباندي درک کوي، داچې کره حقايق په الفاظو کې نه ځايږي په دې وجه به يا خاموش ياست يا به ستا په خبره هېڅوک نه پوهيږي، داچې ستا په خبرو نه پوهيږي نو پر  تا د ټولني دَ جاهل ترين يا بيهوده ترين کس ګمان کوي، دا ځکه چې زموږ د انسانانو په ټولنو کې ډيرى بلکه غوڅ ډيرى مقياسونه، معيارونه، رسومات، رواجونه او قوانين فقط زموږ د موجوداتي الم، زموږ د پنځو حواسو او زموږ د تشبهاتي فکر محصول دي، مګر انديالي لومړى کار دادى چې انسان تر پنځو حواسو، تشبهاتي حس او موجوداتي الم ها پلو اځوري (حضوري) يا ځاني سفر وکړي ځکه کره حقايق تر موجوداتي الم، پنځو حواسو او تشبهاتي حس ديخوا نه بلکه هاپ...
نور ولوله

زمونږ د هېواد لومړيتوبونه څه دي؟

د نن لومړيتوبونه زما په ليد کې 1- ژر تر ژره دَ علماؤ، مخؤرو، مشرانو رښتينې ستره اسلامي ملي اجتماع د لاندي موخو لپاره راغوښتل، ددې اجتماع نوم د افغان  عمومي اجتماع وي(د لوى جرګي اصطلاح نه وي) اجتماع ته بايد له هر ډول تعصب تبعض پرته د هيواد له ټولو قؤمونو څخه مخور عالمان، مشران، پوهان، استادان را وغوښتل شي او دَ 20 ورځو په اوږدو کي بايد لاندي کارونه وکړي الف : په يو اساسي قانون يا بنسټدود باندي توافق ب: د افغان عمومي اجتماع په توافق يو 3 کلن موقت حکومت او يوه اهل کابينه ټاکل ج: عالي شورا او رهبري شوراؤ تشکيل د هرې يوي ځانګړي دندې د: دري کلن حکومت ته د موخو لومړيتوبونه ټاکل چې کوم کوم کارونه بايد اول تر سره شي? ص :...
نور ولوله

ستره اسلامي او ملي اجتماع دې ملي بيرغ په اړه پريکړه وکړي

افغانستان کي نور هر څه حل او فصل شؤل فقط بيرغ پاته دى، زما خپل موقف د بيرغ په اړه دادى چې کله د سترو علماؤ، مشرانو، پوهانو رښتني واقعي ستره اجتماع جوړه شي او د اساسي قانون اصلاح تر سره شي همهغه ستره اسلامي او ملي اجتماع ته دې دا موضوع هم حواله شي هغوى دې له هره اړخه موضوع وڅيړي او داسي يو بيرغ دي وټاکي چې د علم، کمال، تاریخ، ملت، وحدت او ارزښتونو رښتنى سمبول يا نښه وي، او ټول افغانان د تل لپاره همهغه يو بيرغ وټاکي چې بيا بدل هم نشي هر افغان  ګوند کولى شي د خپل ګؤند لپاره د خپلي خؤښې بيرغ وټاکي مګر ملي اسلامي بيرغ به د ټولو متحدالمال يو وي هر هغه ګوند چي د راتلونکې اسلامي دولت له اساسي قانون سره معمولي ټکر وي بايد لغوه شي هر هغه ګؤند چي لږ تر لږه 3 ميليون افغانان پکي شموليت ونلري هغه ټول...
نور ولوله

د يوکراين جنګ کي دَ امریکا دفاعي سیستم مارکېټ له لاسه ورکړ

پوکراين څخه سمه د CIAاو MI6  مرکز جوړ وه چي حتا هرڅه کي مداخلت کاوه، ناټو او امریکا چې هر ډول اسلحي په هرچا  پلوري ستونزه نشته، خو چي روس س 400 دفاعي سيستم په هر هيواد پلورل پيل کړل نو ناټو او امریکا په هغه هيواد بنديزونه ولګول، حال  دا چې دفاعي سيستم توغندي دَ جنګ يا حملي او تباهي لپاره نه بلکه د ناټو او امریکا لاندي ټول څه تر خپل پوښښ لاندي راولى او نور د امریکا او ناټو دغه نظامي تجهیزات بي مانا شول څوک به ئې نړۍ کي نه اخلي ددي مانا دا شوه چې ناټو او امریکا به د  خپلو نظامي تجهزاتو ملا ماتونکي خساره ونشي زغملى ايف 16 جيټ, - ايف 17- ايف 35 - کروز - ډيزى کټر- کرسټل - تقريبا د ناټو او امریکا ټول تعرضاتي  نظامي تجهیزات د س 400 لپاره بى مانا دي...
نور ولوله

د حکومت او وزارتونو لپاره ماستر پلانونه

ځينې وايي تاسو يوازې سطحي او تخنيکي پلانونه وړاندېز کوئ ولي ماستر پلان نه خپرؤئ، جنابانو ماسترپلانونه فقط يوه برخه د نشر وړ وي نور محرم او د خپريدو وړ نه وي، دوهم که خاص ماستر پلانونه غواړئ د حزب اسلامي دفتر ته مراجعه وکړئ، کوم چې زه خپروم د همهغو پلانونو دېرې کوچنۍ ادنا برخې دي غرب، شرق او مضر همسايه ګان او دهغو داخلې غلامان ليونې نه دې چې د حزب اسلامي سر سخت مخالف دي، هغوى تر يوه بريده پوهېږي چې که فقط 5 کاله حزب اسلامي ته قدرت په لاس ورغى نو نه يوازي افغانستان به د تل لپاره خود کفا کړي بلکه ټول همسايه ګان به ئې محتاج او تر قرضو لاندي وي حزب اسلامي نه يوازي بهترين ماستر پلانونه لري بلکه د تيرو 30 کلونو په اوږدو کي د هر پلان لپاره خپل ژمن مؤمن کادرونه هم په نړۍ واله کچه روزلي دي ...
نور ولوله

هم اقتصاد هم خدمت هم امنيت

دا طرحه د حزب اسلامي لخوا تېرې فاسدي ادارې ته وړاندېز شوې هم وه، هغوى چون خپله د فساد منابع ول ځکه ئې نه کؤل، اوس ئې اسلامي دولت يا د طالبانو امارت ته بيا وړاندېز کؤم. امنيت ساتل اهليت صداقت او ژمنتيا غواړي! دا غږ ټول د سوداګري او نؤښت وزارت، يا د اړيکپالې (مخابراتو) وزارت بايد په 30 ورځې کې عملې کړي هر يو غږند يا مبايل د IMEI په نوم International Mobile Equipment Identity يعني د غږند وسيلې نړۍ وال پيژند ګنه ورته وايي په نوم داخل کې يوه پرزه لري دوه سيم کارته مبايل دوه لري، دري سيم کارته مبايل درۍ لري او 4 سيم کارته مبايل څلور لري. که غل ...
نور ولوله

د روغتيا وزارت د پام وړ هم ملي خزانې ته بچت؛ هم ولس ته سهولت

د روغتيا وزارت د پام وړ هم ملي خزانې ته بچت؛ هم ولس ته سهولت او هم د اداري فساد مخنيوې د روغتیا وزارت بايد په 60 ورځې کې دننه دا کار تر سره کړې له دې سره به د نا اهلو ډاکترانو فساد، د هېوادوالو روغتيا، ملي خزاني ته له تصور لؤړ عايدات، د کار ګړندتيا روڼتيا، له پاکستان او هند څخه د ناروغانو را تم کؤل په هېواد دننه د دېرو رنځورانو درملنه، د بې کيفيته فرمايشې درملو مخنېوى، د نا اهله يا خپل سره لابراتوارونو مخنېوى، د نوې نسل اهل روغ مغزه روغ بدنه روزنه دا ټول پکې تضمينېږي. دا اقدامات د لاندې وختونو لپاره پراخ اغېزمن دي 1- لنډمهاله ( د اوس روان وخت لپاره فوري) - طبي خدماتو ثبت او څار انلاين مشترک...
نور ولوله

د ملي اقتصاد او عايداتو لپاره د ترافيکو د رياست د پام وړ

که څوک اشتباه وکړي نه بايد ووهل وټکؤل يا تؤهين شي بلکه لاندي اقدامات وکړئ چي هم ملي بودجه زياته شې هم ټول لکه ګز په لار برابر شي 1- فورا لومړى په لس ورځي کې دننه د ټول افغانستان د موټرو لپاره چې تر شل کلونو کفايت وکړي سرور جوړ او له بار کوډ سره وصل کړئ موږ در سره مرسته کولى شو 2- اعلان وکړئ چې له فلان نيټي تر فلان نيټې پوري مو ټولو موټرونو بارکوډ سټيکر کارت له دننه په شيشه پوري نصب کړئ، که چا نسب نکړ کوچنى موتر 10 زره متوسط 15 زره غټ باربري پنځوس زره، غټ بس 40 زره جريمه دى 3- د سټيکرو نسب لپاره د هر ښار په وتلو او ننوتلو لارو چيک يوستو، تونلونو کي خپل پرسونل ودروئ، چې هر موټر مکمل اسناد، ملکيه، مشخصات سيستم کي درج او بارکوډ...
نور ولوله

د ملي اقتصاد او ملي پرمختګ لپاره د طالبانو د پام وړ اقدامات

1- په سګريټو بايد 5 برابره ماليه لؤړه شې، هر څوک چې په حکومتي شعبه کي سګريټ يا نسوار وکړي بايد جريمه شي که داکار تکرار وکړي بايد له وظيفي ليري شي. 2- هېڅ بهرنۍ لندې ميؤې ته صحي يا اقتصادي اړتیا نلرو که څوک ئې راوړي نو دري برابره بايد ماليه ورته لؤړه شي 3- ريډ بول، جينسينګ او داسي نورو مضرو مشروباتو ته هېڅ ډول اړتیا نشته ماليه ئې بايد 5 برابره لؤړه شي 4- پاپړ، پاکټي مضر د ماشومانو خوراکي توکي بايد سل سلنه واردؤل ممنوع شي 5- ترنګ، ميلک پيک، ملک شيک او داسي نور، او مختلف قسمه ملايې دا شيدي نه دي نه ملايې ده ډېر خطرناک مرضونه ورڅخه پيدا کيږي بايد وا...
نور ولوله

د حزب اسلامي او طالبانو د اختلاف يوازينۍ اساسي موضوع او حل

د انجنير امين کريم او ذبيح الله مجاهد بحث؛ د لومړې ځل لپاره د اپلاتون طرحه کړي حکومتي نظام اشرافي ضد سوفيسطايانو د نن مروج غربي نظام ډيموکراسي طرحه کړه، امارت پا اشرافي نظام بي له شک او ترديد څخه د اپلاتون زړه د اشرافيت نظريه ده چې انګلستان او ځيني هيوادونو په اصل منلي دى، د اپلاتون دويمه نظريه د ملي او عقيدوي ارزښتونو په چوکات کي نظام (جمهوريت) پوره يوه ګنټه مي د ذبح مجاهد صيب او انجنير کريم امين صىب سوال جواب استدلال واوريده که څه هم جناب ذبيح الله له ملي او اسلامي ادابو څخه يو څه په افراط سره کريم صيب ته ترخه ژبه وکاروله مګر په توله کي ښه شوه ددواړو دريځ ځانته معلوم کړو طالبان د ابلاتون د اشرافي نظام په تقليد باور لري که څه هم په غلطو رواياتو سره دغه اپلاتوني نظام ه...
نور ولوله

ايا سندرو او هنر ته اړتيا شته؟

نه يوازي زه بلکه زموږ ټول مرستندوى وروڼه خويندي له ډمبکو ډنګ ډونګ سره وران يو، مګر د ميډيا په اوسني دور کي د بل هيواد فرهنګي يرغل چي عموما د تلويزون ميډيا له لياري عام دى او ولس ورڅخه منع کول ساتل ناممکن دي، ځکه چې د خلکو افکار کترايزيشن کوي اړتيا لري يا خو بايد د وخت حکومت عاجل تکړه هنرمندان وروزي چې د خپل ولس کترايزيشن په مطلوب داسي ډول وکړي چې هم د بهرني فرهنګي يرغل دفاع شوي وي او هم د ولس خواهش مشبوع او هم ملي او حد اقل اسلامي او ژور علمي فکر پيدا کړى وي طالبان يا شل کلن انډوخر به ولي دا کار کوي? يو (طالب) د افغان دود، هنر فرهنګ، ژبي تاريخ د له منځه وړلو لپاره فکري روطب شوى او ټامي بيا د ټولو افغانانو افکار د هر چا لخوا اشغال کولو او هيواد دين وطن هرڅه پلورلو لپاره لنډه دا چې طالب د ټامي...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک