نور احمد عايل

No-IMG

نور احمد عايل

د نور احمد عايل لیکنی

يوه دقيقه مطالعه!

که په دالان او پخلنځي کې د ماخوستن او سبا لپاره خواړه لرئ، جامې هم په تن لرئ. کور ،سرپناه او د ويده کېدو لپاره ځای هم لرئ نو تاسې د دنيا له نيمايي خلکو څخه شتمن يئ! که همدا اوس په بټوه کې روپۍ لرئ او د سودا و چکر  لپاره مو په صندوق کې هم څو بچت روپکۍ درسره غوټه کړې وي، نو تاسې د‌ دنيا له ۷۵ فيصده خلکو شتمن يئ! که ژوندي يئ، او په روغتون کې م بستر نه يئ نو تاسې د هغو ميليونونو کسانو په پرتله چې په دې اوونۍ کې د عزرايل په ليست کې ليکل شوي د خدای له خاصې مهرباني څخه برخمن يئ ! که تاسې دا  پېغام په اساني وينئ ،لوستلي يې شئ او پرې پوهېږئ هم ،نو تاسې له ...
نور ولوله

يوه ډېېېېېره جالبه کيسه

لسګونه کاله مخکې د ټيلګراف په زمانه کې چې لا د کروندې ماشينونه نه و عام شوي، د امريکا په يوه کليواله سيمه کې يوه زاړه سړي ژوند کاوه، غوښتل يې چې د‌کچالانو د کرلو لپاره خپله ځمکه شدياره کړي، خو دا کار ډېر سخت و، ځکه سپين ږيري کار نشوای کولای او يوازينی زوی چې له ده سره يې کومک کاوه په زندان کې بندي و. زاړه سړي زوی ته د ټيلګراف په يوه څنډه کې خپل حالت بيان کړ او زندان ته يې ور ولېږه. ګرانه زويه! سږکال مې ولاکه چندان خونده وي، جېب سلف نه وهي، ادې دې هم ناروغه ده، پخوا خو به ښه و،تا به د‌کچالانو د کرلو لپاره پټی راته اړاوه ، سږ دې زه او مور بيخي سره په يوه تا يوو ، ګومان نه کوم چې د‌...
نور ولوله

په برازيل کې هرزنداني چې که په زندان کې يو کتاب پوره مطالعه کړي، څلور ورځې بنديخانه یې کمېږي!!!

د برازيل په زندانونو کې بنديان کولای شي، هغه کتابونه چې په ادبياتو، ساينس،فلسفې او نورو علومو پورې اړوند وي ولولي او د خپل بند موده راکمه کړي، يانې کولای شي، هربندي خپل قيد په کال کې په حد اکثر ۱۲ کتابونو ۴۸ ورځې بند راکم کړي. دوی کولای شي، په يوې ښکلې موضوع باندې د مقالې په ليکلو هم خپل د بند دوره راټيټه کړي، خو شرط پکې دادی، چې مقاله دې څومره ارزښت لري، څومره دې پکې پراګرافونه، او د سمې ليکنې طرز مراعت کړی دی او څومره لمن ليکونه دې ورکړي .هرڅومره دې چې سمه ليکنه کړې وه هغومره دې بند راټيټېږي. ...
نور ولوله

ښه استعداد درلودل د شتمن کېدو باعث نه کېږي!

د هغې څېړنې له مخې چې د ۲۰۱۶ په اواخرو کې د امريکا د اوهايو پوهنتون څېړونکو سرته رسولې ده، او پکې د ځيرکي، استعداد او وړتيا درلودل او د هغې رابطه یې شتمن کېدو سره پکې څېړلې ، دې پايلې ته رسېدلي چې زيات استعداد، درسي او کاري تکړه توب د يوه فرد د مالي مشکلاتو مخه نشي نيولي. په داسې حال کې چې پخوانۍ ټولې انګېرنې داسې وې چې يو سړی ښه استعداد ، لوړې اي کيو درلودونکی پوه او ځېرک وي بايد ښه شتمن هم وي او يا ښه شته لاس ته راوړي. ښايي يو علت یې د ډېرو ځيرکو کسانو په باره کې دا وي چې دوی زياتره يو مشترک صفت لري چې د پيسو او شتو د راغونډولو او پيدا کولو په اړه بې تفاوته دي، د خوندي کولو په فکر کې نه دي ، شتمن کېدو ته لومړيتوب نه ورکوي او...
نور ولوله

ولې د غرمې او ماسپښين لخوا په موټر کې سړي ته ډېر خوب ورځي؟

ولې لمر داسې خوب راولي؟ او هېڅ مو له وس څخه نه کېږي ستړی او خسته مو کړي؟ ستاسې بدن په نورمال ډول هڅه کوي چې خپله داخلي تودوخي درجه د ۳۷ سانتي ګريډ په حدودو کې وساتي، خو کله چې د لمر د وړانګو په مقابل کې مخامخ قرار ولرئ، ستاسې د بدن داخلي فعاليت چټک کېږي چې تاسې سوړ وساتي، او د زړه درزا او د بدن ميتابوليزم کچه مو تېزېږي، دا فعاليتونه سربېره پردې چې تاسې خولې کوي، او د بدن اوبه او پتاشيم مو له وجود څخه باسي، د خوب د راتللو لامل هم کېږي، او له بلې خوا ګرمي د وريدي رګونو د ازادېدو لامل کېږي، او د وينې فشار مو ټيټېږي او له امله مو مغزو ته وينه او اکسيجن کم رسېږي او د خوب د راتللو او ستړيا لامل کېږي. دا د خوب راتللو حس د غرمې ډوډۍ له خوړلو وروسته ډېرېږي و...
نور ولوله

د يوې عراقي مېرمنې لومړي وزير ته جالب ليک

يوې عراقي مېرمنې د‌عراق لومړي وزير ته ليکلی وړاندیز لېږلی چې ډېر جالب دی ، دا‌مېرمن لومري وزير ته لیکي: راځئ ۴ کاله پارلمان رخصت کړو او د وکيلانو مياشتنی معاش د پيورو غواوو اخيستلو ته ځانګړی کړو ۲۷۵ د ولسي جرګې استازي لرو چې د‌هر يوه معاش لس ميليونه ديناره دی د هرې متوسطې پيورې غوا بيه يو ميلیون دينار ده يانې د يوه وکيل په مياشتي معاش موږ ۱۰ غواوې اخيستلی شو چې په مياشت کې ټولې  ۳۷۵۰ پيورې  غواوې کېږي.  په کال کې په دې‌معاشونو ۴۵۰۰۰ غواوې اخيستلی شو،چې په عادي‌ډول يو ميليون لېتره شيدې ترې رالوشل کېږي...
نور ولوله

د سړيو جغرافيه

نارينه د ۱۴ تر ۱۸ کلنۍ پورې لکه شمالي کوريا داسې وي غورځې پرځې او سرغړونې ډېرې کوي خو  قدرت او زور نه لري. له ۱۸ تر ۲۰ کلنۍ لکه هندوستان داسې وي د ژوند‌کولو لپاره څلور لارې د ځان په وړاندې ويني يا پوهنتون يا پوځ يا ډېر وخت عاشق کېږي يا ژوند هسې په بيستو کې پرې تېر شي. له ۲۰ تر ۲۷ کلنۍ پورې لکه کاناډا داسې وي ډېر خون ګرم او مهربانه د هرې جينکۍ لپاره ژر د منلو او قبلېدا وېزا صادروي د ۳۷ او ۳۲ کلنۍ تر منځ لکه ترکيه داسې وي په دې مانا چې په دام کې نښتي دی ...
نور ولوله

ونې چې زړې او وچې شي له ځينو څخه يې امساګانې جوړې شي

ونې چې زړې او وچې شي له ځينو څخه يې امساګانې جوړې شي او د يوه په ملا کړوپ انسان لاسنيوی وکړي ځينو څخه يې د تبر لاستي جوړ شي د خپل نسل د پرې کولو لپاره. له ځينو څخه يې د اورلګيت خلي جوړ شي د خپل ټبر د سوځېدلو لپاره. او........... ځينو څخه د ښوونځي تختې جوړې شي د تعليم او فکر د روزلو لپاره. که تاسې ونې وئ له کوم ګروپ څخه به وئ؟ هيچا ځانته دا انتخاب ندی کړی چې په څنګه قيافه کې ،په کومه کورنۍ کې،او په څه شرايطو دنيا ته راشي. هيڅوک د هيڅ شي لپاره مه مسخره کوئ او مه يې تحقيروئ...
نور ولوله

هغه کوچنۍ سيمه چې د نړۍ ۸۰۰ ژبې پکې ویل کېږي!

تازه، تازه اپډېټ شوي د ژبو اطلس (A New York City Atlas) له مخې دا سيمه د امریکا  په نيويارک کې کوينز سيمه  ده ، چې د نړۍ د هرې سيمې يوه ژوندۍ ژبه پکې ويل کېږي، په دې سيمه کې د دنيا له زياترو سيمو راغلي د بېلابېلو ژبو، توکم، رنګ او دين  خلک سره په ګاونډيتوب کې اوسېږي او په دې بېلابېلو ژبو په خپل منځ کې خبرې اترې کوي. ددې ژبو او خلکو په اړه د معلوماتو د موندلو لپاره دوی په نيويارک او امريکا کې د ژبو له سيمه ييزو ادارو ددې ژبو د ويونکو د همغږي له ټولنو او له اړوندو نړيوالو ادارو څخه معلومات راټول کړي دي. ...
نور ولوله

ايمپتيempathy يانې خپل ځان د نورو پر ځای درول يا د نورو له ليدلوري نړۍ ته کتل

مثلن يوې مور خپل کوچنی ماشوم په چکر روان کړی ،مور يې ښه خوشحاله ده خو زوی يې په چيغو چيغو ژاړي، مور يې په لومړيو کې د ژړا په لامل نه پوهېږي خو کله چې ځان د ماشوم په ځای دروي او د ماشوم له ديد څخه نړۍ ته ګوري پوهېږي چې ماشوم په دې بيروبار کې يوازې د خلکو پښې ويني او له دې ټيټې زاويې څخه نړۍ ته کتل ډېر ستړي کوونکي دي. هرڅومره چې د ايمپتي ځواک په تاسې کې ډېرېږي هغومره له نورو سره ښه او صمیمانه ارتباط نيولی شئ څېړونکي په دې باور دي چې تر ډېره د کورنيو مشکلاتو حل چې د يو بل په نه درک کولو ولاړ وي په (ايمپتي) پورې ارتباط لري. که مور يا پلار يئ خپل ځان د خپلو ماشومانو له ليدلوري وګورئ ايا دا...
نور ولوله

سوپرايګو چې ځينې ورته وجدان، د ګناه وجدان او ځينې يې اخلآقيات بولي

            سوپرايګو چې ځينې ورته وجدان، د ګناه وجدان او ځينې يې اخلآقيات بولي، خو هر نوم چې لري ،هغې تنبيې، چوخولو او خبراوي ته ويل کېږي چې تاسې له ناسمو کړنو او اشتباه ګانو راګرځوي د مثال په توګه نه مو پرېږدي چې غير قانوني ،غير اخلاقي او بې رحمه کار وکړئ. سل شکونه او وسوسې مو زړه ته در اچوي  او له ناسم کار څخه مو منع کوي او که مو وکړ ملامتوي مو او ځان پړ بولئ، ځان ګناه ګار بولئ، سخت پېښمانه يئ او ان که کوم کار مو نه وي کړی لا له وړاندې يې چې په اړه سوچ کوئ وترېږئ او له ځان سره وايئ نه،نه قطعن دا کار نه کوم ډېره بده ده. ځينې ارواپوهان...
نور ولوله

د شپې چې څومره ستوري په اسمان کې وينو

د شپې چې څومره ستوري په اسمان کې وينو ، د دوی ټولو  رڼا او ځلېدا چې موږ  ته رارسېږي له‌دوی څخه لسګونه، سلګونه او زرګونه کاله پخوا راوتلې ده دا چې له‌موږ څخه يې فاصله ډېره ده رڼا يې لا په فضا کې را روانه ده,  او په دوی کې کېدای شي اوس تغييرات راغلی وي او يا کېدای شي مړه شوي وي، خو زموږ راتلونکي نسلونه به ننني تغييرات په سترګو پکې ويني. دبېلګې په توګه  Vega ستوری له‌ موږ څخه ۲۵ نوري کال يا   ۲۳۶۵۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰کيلومتره فاصله لري چې ډېره زياته فاصله ده او هغه رڼا چې له دې ستوري څځه راوتلې او موږ يې نن سبا وينوو له دې ستوري څخه ۲۵ کاله پخوا راوتلې ده.. بل مثال دا ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟