قاضي نجیب الله جامع

No-IMG

قاضي نجیب الله جامع

د قاضي نجیب الله جامع لیکنی

د امریکا ملت او کانګریس ته د متقی صاحب د لیک څو مهم ټکي!

۱. په داسې وخت کې چې نړۍ د افغان حکومت هر قرار او کردار ته بوڅ غوږونه نیولي، د افغانستان او خپل اختیاره نظام کورنی او بهرنی مخالفین د خپلی باطلی اداعا د اثبات له پاره هسي پلمی او بهانی غواړی، په داسې یو وخت کې ددې لیک لیکل او د امریکا د مشروعیت مهم رکن کانګریس له لارې د امریکایی ملت او دولت مخاطب ګرزول ډیر ژور، مهم او عمیق سوچ وو. ۲. دې لیک ته د افغان ـ امریکا جګړې د پای او د افغان ـ امریکا اړیکو د ۱۰۰مې کلیزی د مناسبت انتخاب، ددې ښوودنه کوی، چې نوی افغان حکومت د سیاسي نزاکتونو، ډیپلوماټیکو نورمونو، نړیوالو مناسبتونو او د یوه مشروع، مخلوع او د یوه ملت د استازی دولت بشپړ واکونه او ظ...
نور ولوله

داعش، د وحشت له عراقي رېښو تر خراسانی ماهیته! - لومړۍ برخه

داعش د مرخیړو په څیر په یوه شپه کې نه ده رامنځته شوې، او نه د سترګو په رپ کې د سوریی او عراق په څیر سیکولارو هیوادونو کې تر هرځای رسیدلی، بلکي ګډوډۍ، بدامنۍ، مذهبي تاوتریخوالې، ناوړه ارزونه، تیري، حذف، نړیوالې او سیمه ییزې لاسوهنې، له اسلام سره دښمنې دا او دیته ورته نور لاملونو داعش ته طلایی زمینه برابره کړه چې د پراختیا او پرمختګ لپاره د عراق او سوریي په دې پراخه سیمه کې خپل تخم وکري ـ ددې ترڅنګ په ۹۰ کلونو کې د کویټ جګړه، د ۲۱ پیړۍ په پیل کې پر عراق برید، د منځني ختیځ هیوادونو ته د امریکا مخامخ او غیری مستقیم ورتګ، هلته یی خونړۍ ګډوډۍ، د تورو وسلو او پیسو بازارونه رامنځته کړل، مذهبي، نژادي او قومي شخړو ته د لمن وهلو هڅې چې په عراق کې د شیعه او سني اختلاف ته...
نور ولوله

د افغانستان د ملي شناخت امتحان او د ډیپلوماسۍ دستګاه ملي ـ تاریخي فرض!

د فرانسي ولسمشر امانویل مکرون تیر کال د اروپایی ټولنی سرمشریزې ته په خطاب کې د چین اړوند وویل: کله چې د پاریس د اقلیم د بدلون د تړون خبره وی نو چین زموږ یو نږدی شریک دی، همدارنګه که د سوداګرۍ او اقتصادی تعاملاتو موضوع وی نو چین زموږ رقیب دی، ولی که د سیمه اییزو سیاستونه او امنیتي بحثونو خبره وی لکه د هندي پېسېفېک موضوع، بیا چین زموږ حریف دی. یانې اروپایی ټولنه که څه هم چین په سوداګرۍ کې یو بې خطره شریک ګڼي، ولي په نظامي او سیاسي حضور کې بیا د چین دریځ او رول ته د یوه سرسخت رقیب او حریف په سترګه ګورې. ځکه هم دغه اتحادیه هڅه کوي چې د خپلو ګټو او نفوذ د خوندیتابه لپاره په هند ـ اقیانوسیه سیمه کې تر ټولو ښه ګزینه هند غوره کړې...
نور ولوله

د اکټوبر ۷مه ـ د وحشت او اشغال کرغېړنه څپه!

له نن ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اکټوبر له ۷مې څخه ۲۰ کاله وړاندې امریکا د صلیبۍ نړۍ په مشرتابه په ګران افغانستان د انساني تاریخ تر ټولو وحشیانه، جنایتکارانه، ظالمانه او بې رحمانه یرغل وکړل. داسي یرغل چې د افغانانو د هویت او ارزښتونه د سپکولو هڅه یې وکړه، اشغالګرانه سیاستونو یې پلې کړل، په سلګونو زره ښځې، ماشومان او افغانان یې شهیدان او ټپیان کړل، د افغانانو د تسلیمولو او د اشغال یوغ د منلو په موخه یې د یوې شمیرنی له مخې ۸۰۳ زندانه جوړ کړې وو، باګرام او ګونتنامو خو په نړیواله کچه د امریکایې وحشت، جنایت او د افغانانو د مظلومیت، شکنجې او ربړولو تر ټولو مشهور چنګیزي نومونه دې. همدارنګه امریکا او متحدینو یې پر افغان انسان او افغان خاوره له...
نور ولوله

تاجکستان د بلې جګړې او فتنې محور ګرزي!

هغه مهال چې شامحمود هوتک د میرویس نیکه له تاریخي سپارښتنې سره سم، د واحد افغانستان د احیاء او عزت لښکر د اصفحان په لور مارش کړل، د اصفحان له نیولو سره زموږ لومړۍ د اوبو جګړه د توران له پان ترک نسل تورکانو سره رامنځته شوه. له دې تاریخي ټکر وروسته کله چې ابدال بابا د معاصر او لوی افغانستان د خوندیتابه دوکتورین ټاکل، نو عثماني دربار ته یې د هغوی د هغه بی ځایه اندېښنو د ځوابولو په موخه یو اوږد ډیپلوماټیک لیک چې له افغان خاورې به د عثماني خلافت مشروعیت او راج له ګواښ سره نه مخ کیږی ولیکل. ځکه د عثمان لمسیانو ویره لرله، چې افغانان د امت د خلافت بشپړ مذهبي، سیاسي، نظامي او د جغرافیوی عمق له دریځ څخه داسي صلاحیتونه او اهلیتونه لری، چې...
نور ولوله

د بی معاشه او نهر طالب ملامتونکو ته!

عموما هغه ټولني چې د بحران ښکار شي، ناامنۍ، جګړې او سیاسي ګړبړونه یې شاته پرې یښې وي. پدغسي ټولنو کې د لویو بدلونو په مهال چې نظام او د حکومتواله بڼه تغیر کوی نو له ګڼو ستونزو سره مخ وی. افغانستان هم نن د یوې ۴۳ کلني غمیزي، بدبختۍ او اړودوړو یو اوږد پرون پایته ورسول، داسي پرون چې دوه اشغاله، څو لاسپوڅې، تپل شوی او یا کمزوری حکومتونه یې د ناپایه مزل ترخه، بدخونده او له مطلقی بی وزلۍ سره مخ نن راته په میراث پریښوده. لری نه ځو، طالب ته د شل کلن اشغال له پای سره داسی ملت پاتی شو چې کال وړاندی د فراری غنی په مستند اعتراف تر ۹۰ سلنه ډیر وګړی یې د فقر تر کرښې لاندی قرار لرل، میلیونونه کورنی ...
نور ولوله

پنجشیر به نور د واحد او مقتدر افغانستان خوږ ګوته نه وی!

د تیرې اګسټ میاشتی په ۱۴مه نېټه طالبان د کابل تر دروازو ورسیدل، په هېواد کې د وینو، اهونو، دردونو، بمباردونو، چاپو، قیامتونو، بوړبوکیو او سراسری جګړو ټغر ټول شوی وو، مګر دوه خبرو لا هم زموږ زړونه ناکراره کړی وو او بشپړ اطمنان مو نه لرل. یو داچې څه باندی ۶۰۰۰ زره امریکایی یرغلګر لا هم د کابل په هوایی ډګر کې د انخلاء په نوم لکه د غرمی ګورم پنډ وو او بل د هندوکش د هسکو په تسلسل د افغانستان د ښکلاه او غرور له تړانګي پنجشیر څخه د وخت د تر ټولو بدرنګو او بدنامو کرایی لنډغرو له خوا ګران افغانستان په تجزیی، جګړې، وینو تویولو، انتقام او ماتولو ګواښل کېده. د آزادۍ په درشل ولاړ ولس د اشغالګرو له بی رحمو ا...
نور ولوله

فارسی ژبی اسراییلی ـ انګریزی رسنی د دویم مقاومت او احمد مسعود په خدمت کې!

له هغه ورځی راپدیخوا چې افغانانو د امریکایی اشغال پای ته رسیدل نور په ګوتو شمیرل او تازه د ډاکتر غنی ګډوله او ریشخند جمهوریت نسکور شوی وو. یوشمیر فارسی ژبو تلویزیونی چینلونو په شدت سره هڅه وکړله چې د افغانستان، افغانانو او طالبانو پرخلاف خپل زهرجن تبلغات او پروپاګندونه د امریکایی اشغال او د هغوی د یاغی او افغانستان ماتونکو باغی ډلو څخه په ښکاره او صریح ملاتړ سره په لاره واچوی. ترهغه ځای چې ما څارلی او په دې اړوند می د ډیری افغانانو څخه اوریدلی د ( افغانستان انترنیشنال ) په نوم یو تلویزیونی چینل چې تردې وړاندی یې یوازی د ایران او د ایران د مذهبی انقلاب خلاف خبرونه، تحلیلونه او بحثونه خپرول، د ډاکتر غنی د حکومت د چپه کېدو له ورځ...
نور ولوله

امریکا سوله غواړی که جګړه؟

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي. دده په خبره د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي. لویډ اسټین یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو مخنیوی وکړي. دا په داسي حال کې دي چې په تیره یوه اونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په ګډون په کابل کې د امریکا سفیر، د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي او ګڼو نورو امریکایی بنسټونو له طالبانو سره د دوحي د هوکړي د اسا...
نور ولوله

د ( CIA ) اندېښنو، د ویلیم برنز پښه تر کابله را وکاږله!

د امریکا د پټو استخباراتو اداره یا ( CIA ) یو له هغو امریکایی بنسټونو څخه دی چې د افغان ـ امریکا جګړې د پایته رسېدو له امله خورا سخته اندېښمنه دی. د جاسوسۍ او نظامي جګړو دا آداره د آیس ریاست د مالوماتو له مخي لږ تر لږه په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران د څار په موخه ۲۲۰۰۰ قراردادیان او ۱۷ د اطلاعاتو او عملیاتو داسي مرکزونه لری چې لوی شمیر یې د افغانستان په شمالي او سرحدی سیمو کې پراخ څارګریز فعالیتونه کوی. د دې ترڅنګ د اسرایيلو او بریټانیا د موساد او اېم ۶ استخباراتي ادارې هم د امریکایی استخباراتو ترڅنګ د ایران، چین او مرکزی اسیا هېوادونو د کنټرول او په ځانګړې توګه په...
نور ولوله

حسن البناء څه وکړل چې په مليونونو زړونو پاچاهي کوي؟

زه په جرءت سره ویلي شم چې لسګونه کلونه کېږی چې مسلمانانو دشهید امام حسن البناء په شان سړي هغه څوک چې په یو مهال څو ارزښتمندي ځانګړتیاوی لری نه دی لیدلي داسې څوک چې لوړي او روښانه موخې یې دامت او انسانیت دسوکالې له پاره لرلي. خلکو هغه پېژاند او دهغه په ریښتینولي یې ایمان لرلو او ماهم لکه دخلکو په شان هغه وپیژند که جامع خبره وغواړم دامام البنا اړوند یی وکړم داده چې (هغه په ټول وجود سره یعني (روح او جسم سره) د دالله ج له پاره ژوند کاوو . نن ۱۲ د فیبرورۍ چې برابره دی د همدغه ستر آنسان د مظلومانه شهادت له تلین سره، غواړم څو لنډې کرښې داسلام د تاریخ د لوري بدلوونکې څېری او دتاریخ د ترټولو ستر انقلابي...
نور ولوله

د مصریانو د فبرورۍ انقلاب، د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!

د مصر د تحریر میدان په همداسي یوه ورځ له هغو خلګو ډک وو چې د نیمي پیړۍ دیکتاتور یې په یوه سولیز ګام کې له واکه لری کړل. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ په ۱۱ نیټه، دیکتاتور حسنی مبارک له واکه استعفا ورکړه، نظامیانو د یوی ویناپاڼې له لاري د یوی ولسواکي ټولني د رامنځته کولو په موخه ژمنتیا وکړله. هغه چې بیا ټاکني وشوی، مصری ملت د اخوان المسلمین ګوند نوماند ډاکتر محمد مرسي د پوځ نوماند په خلاف د بریاه رایه وکاروله. لویدیځه نړۍ چې کله په مصر کې د سیاسي اسلامپالو دا عظیمه بریاه او د ډاکتر محمدمرسي تاریخی ګامونه د مصر او اسلامي نړۍ د بیا یوالي او الګو کېدلو په لار کې ولیدی، نو ا...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟