نصر الله کليوال

No-IMG

نصر الله کليوال

نصر الله کليوال د لوگر ولايت اوسيدونکی دی،

د نصر الله کليوال لیکنی

ژوند په بریتانیا کې

په  بریتانیا کې د شمالي ایرلنډ ، سکاټلنډ ، او ویلز اختیار ورکړې ادارې شاملې دي چي له یو بل نه د صلاحیتونو ، مقرراتو او اجراتو له مخې مهم توپیرونه لري دا مهم توپیرونه په ګوته شوي خو په تفصیل ندي تشریح شوي. اختیار ورکړې ادارې کولاي شي چي د هغوي تر ذمه وارۍ لاندې ساحو کې دا ډول مواد ددې رسالې په وروستۍ برخه کې ورزیات کړي دا فرصت همدا رنګه ځینې محلي ادارو ته هم موقع ورکوي چي د محلي او ځانګړیو اړتیاؤ او فرصتونو په باره کې مواد پرې ور اضافه کړي. سملاسي اړتیاوې: په ټولنه کې د ننوتو لپاره د یو هیواد اصلي ژبه زده کول د کډوالو لپاره هر چیرې اصلي ترجیح ده او هغه د دې لپاره چي د یو هیواد د رواجونو په ...
نور ولوله

ښاغلی ارګ مشره څه شئ دې ساتلي؟

توره دې وکړه د ولایتونو سفرونه کوې هیله ده پیل ئې له ارګ وکړې د ولایتونو سفرونه او هلته هوا ګزول ستا خویونه دي موږ به ډیر بختور یوو چي داسې ولسمشر ولرو چي اجازه ورنکړي نور زموږ الوتکې په همسایګانو خرڅې شي خو دا خیالي غورې او پرشې زموږ نسلونه درسره نه مني که د الوتکو او اردو خرڅونکي درنه ورک وي نو ښاغلیه د مجاهدینو په استازیتوب له لومړي مرستیال سره حساب وکړه او د کمونستانو په استازیتوب د قول اردو قومندانانو او د ارګ ټیم سره حساب وکړه او د سیکولرانو په استازیتوب ئې له ځان سره وکړه البته که رښتیا کوې. ښاغلیه ارګ مشره : ته اول د هغو پیچور توغندیو ، سکاډ توغندیو، لونا توغندیو، اوراګانو دستګ...
نور ولوله

ژوند په بریتانیا کې - ایرلنډ: بغاوت او د سکاټي او انګلیسي کډوالو ځاي په ځاي کول

د ایرلنډ لوی اکثریت کاتولیکان وو ، پارلیمان ئې درلود خو کاتولیکان ترې یو مخ ایستل شوي وو . انګلستان د لومړی ځل لپاره د نورمانیانو (نورمن ) په وخت کې په ۱۱۷۰ کې د ایرلنډ نیول پیل کړل خو په راتلونکو څلور سوه (۴۰۰) کلونو کې انګلستان یواځې د ایرلنډ د محدودو ساحو په محفوظه نیونه بریالی شو. د پخوانیو انګلیسي اشغالوونکو اولاد تر تر شپاړسمې۱۶ پیړۍ پورې هلته ودونه وکړل ،د ایرلنډ دودونه ئې غوره کړل په سیلټي ژبه ، ګایلیک ئې خبرې کولې او انګلیسي ئې لومړنۍ ژبه نه هغوي کاتولیکان پاتې شول تر هغې روسته چي پراخ پاڅون ئې په ۱۵۹۸ کې ناکام شو دودیز مشران يې فرانسې، ایټالیا او هسپانیه ته وتښتیدل . پاچا جیمز پریکړه وکړه چي په ایرلنډ کې د سکاټي او ا...
نور ولوله

دوه سلطنتونه او یو پاچا

د انګلستان تخت د الیزابت تر ټولو نږدې خپلوان جیمز سټورټ ته ورکړل شو نوموړی د اعدام شوې سکاټۍ ملکې  میرې  زوی و چي د یوه سر سخت پروتسانت په توګه تربیه شوی و . هغه د سکاټلنډ شپږم ۶  جیمز و او د انګلستان لومړی جیمز شو انګلستان تل ورسره په جګړه کې و خو هیڅ وخت په دې نه و بریالی شوی چي سکاټلنډ په دایمي توګه اشغال او یا څملوي د انګلستان دې هڅو به یوازې دومره وکړل چي په یوه ویشل شوي ټولنه کې ئې سکاټۍ هیواد پالنه ئې رامنځ ته کړه . انګلیسان هم خورا قوي هیوادپال خلک وو ، د هسپانیا او کاتولیکو ګواښونو هم همدې ته ورته پایلې درلودلې سکاټیان په انګلیسانو کې محبوب نه وو ددوي د کلتور ، لهجې او بیلې انګریزي به پیښې کیدلې او توهی...
نور ولوله

ژوند او میرمنې په بریتانیا کې

ښځې په ننۍ بریتانیا کې. په بریتانیا کې میرمنې د نفوس په سلو کې ۵۱ ٪ او د کاري د قوې په سلو کې ۴۵٪ برخه جوړوي  د پخوانۍ بریتانیا په پرتله اوسنۍ بریتانیا کې ستر بدلون راغلی انجونه پوهنتونونو ته درومي د ښوونځیو او پوهنتونونو ازموینو کې تقریبا انجونه تر هلکانو په ښو نومرو فارغیږي او په پوهنتونونو کې تر نارینه و د ښځینوو شمیر زیات دی د ښځو د استخدام چانس تر پخوا ډیر زیات دی که څه هم ښځې اوس هم په دودیزو ساحو کې لکه روغتیاي پاملرنو مرکزونو ، ښوونه او روزنه ، سکرتریت او مغازو کې په وظیفو او کار بوختې دي خو قوي شواهد ښیۍ چي د چلن دا بڼه په چټکۍ په بدلیدو ده او ښځې ترپخوا په ډیرو پراخو برخو کې دندې ترسره کوي....
نور ولوله

بریتانیا او میرمنې په تیر او اوس کې

نولسمه (۱۹) پیړۍ په بریتانیا کې لوې کورنۍ وې لکه د افغانانو موجوده کورنۍ میرمنې،  نارینه ، انجونو او  ماشومانوپه څیر ټولو په ګډه د کور په چلولو کې مرسته کوله  که څه هم په اقتصادي لحاظ ښځې ډیرې مهمې وې لکه د افغانستان د میرمنو په څیر د  خپلو کورنیو له مشرانو( مور او پلار) ، میړنو ، ورونو او اولادونو سره یې د کور په  کار او بار، بزګري ، زراعت او نورو شاخه کارونو کې پراخه ونډه درلوده خو بریتانیا کې په قانون کې د میرمنو حقوقو له نارینه و ډیر کم و. تر ۱۸۵۷ پورې واده شوو ښځو حق نه درلود چي خپل میړه ته طلاق ورکړي ( افغانستان کې میرن میړه ته طلاق نشي ورکولاي د اسلام ددین د احکامو له مخې د طلاق حق نارینه سره خوندي ده البته ښځه کولای شي چي دطلا...
نور ولوله

د مطبوعاتو تنده لا همغسې ده چي وه

د مطبوعاتو تنده لا همغسې ده چي وه – آزاد بحث / څلورمه برخه د افغانستان مطبوعات له شلو کلونو د مخه په تصویري بڼه بیخي د نشت په حساب و خاصتآ د بیان د ازادۍ لپاره خو هیڅ نه و د کابل تلویزون له مجاهدینو د مخه په ډیر ساده ډول ځینې لویو ښارونو کې نشرات درلودل خو هیواد شمول نه و ځکه چي فریکانسي او سیګنال هغه وړتیا نه درلوده لکه کومه چي اړتیا وه او بل اوخ ته د افغانستان کې د برینښنا د نه شتون ستونزه بله مسله وه د دولت نشراتو یوه ستونزه دا وه چي هغوي عملآ محاهدینو سره په جګړه کې ښکیل و مجبورآ يې د نشراتو زیاته برخه یو اړخیزه ، ګوندیزه او تبلیغاتو ته ځانګړې کړې وه ځینې سریالونه، اعلانات، فلمونه، کارتونونه نشرول يې د لیدونکو لپاره زړه پورې و خو د افغانست...
نور ولوله

مدعي د خدای ج عرش ته نده تللی!

خوست: له روزه د مخه زما وراره د خوست پوهنتون ته تلو په ځدرانو تنګي کې د ملی اردو یونیفورم کې کسانو تکسي موتر درولی و له سوارلیو يې پوشتنې کړې وې یو کس ورته ویلي چي مسافر مه زوروی یونیفورم والا ورته ویلي و ته څه کاره یې ؟ جواب کې ورته ویلي وو زه د ملی اردو کارمند یم . وايی ته راکوز شه قومندان سره وغږیږه زما وراره ته یې هم ویلي و ته هم راشه لږ وړاندې بیولی و هغه دولتي کارمند ورته ویلي و قومندان مو کوم غره کې ناسته که څنګه؟ لدې سره سم یې د وهلو شروع په دواړو کړې وه دوه ساعته غره کې مزل پرې کړی و بیا یې هلته جدا جدا تحقیق ترې کړی و وراره مي ویل د هغه بل کس چیغې او فریاد مي اوریده خو لیده مي نه اخر کې یې چیغې هم ورکې شوې او زما د و...
نور ولوله

مونږ او يران – آزاد بحث – څلورمه برخه

ایران کې د افغان مسافرو د شهیدانولو سلسله نه لومړۍ ده او نه به اخیرنۍ شي تر اوسه سیند ته د اچول شوو افغانانو قضیه لا پاي ته نده رسیدلې داده ورپسې يې بله دردونکې پیښه تر سره کړه چي څو تنه افغانان په ډزو او بیا د موټر د اور اخیستو په پیښه کې ژوندي وسوځول شول دواړه پیښې د ایراني پولیسو له خوا وشوې رسمي یونیفورم یې تر شا وو کوم عام ایراني داجنایتونه ندي کړي له افغانانو سره دداسې ناوړه سلوک پیښې ایران کې د عامو ایرانیو او دولتي کسانو لخوا عادي خبرې دي هلته هیڅ افغان دا حق نلري چي د کوم جابر ایراني خلاف د پولیسو ماموریت او یا محکمې ته لاړ شي په داوړو حالاتو کې افغان بایلونکی دئ . ایران موږ سره نوې جګړې ته داخیل شوی یو خو موږ ساده خل...
نور ولوله

آزاد بحث

افغانستان کې د سیاسي احزابو او تحریکونو  ورو ورو د غیر موثریتوب راز همدې کې ده چي تشکیلاتي سمون او بدلون نه مومي بل طرف له زمان او حالاتو سره بدلون ته زړه  نه ورکوي که ډډه هم ورکړي نتیجه مثبته نه وي یا لا مخ په زوړ شي او یا دومره تر پردیو وتړل شي چي د خپل هیواد ، ولس او حتی د خپل ځان په ارتباط هم سالمه،ملي او خودمختاره پریکړه نشي کولاي پدې کودتاي حالت زموږ د هیواد کیڼ اړخي (کمونستان) ، ښیي لاسي یا ښي اړخي( اسلامي احزاب او تحریکونه) دیموکراتان او سیکولران  سیاستوال  ټول اخته وو او دي. ګوندونه او ډلې چی کوم شعار بدرګه کوي تر یوخت ډیر ښه وچلیږي خو د مبارزې زمان او وخت  یې چي تیر شي یا یې د شتون هغه اړتیاو...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟