عبد السلام ايوبي

No-IMG

عبد السلام ايوبي

د عبد السلام ايوبي لیکنی

د خوشالۍ پرمهال د دريا وهل

د يو ورور د پوښتنې په تړاو! د نبوي احادیثو په رڼا کې د موسیقۍ د هر راز الاتو استعمال د نارینه لپاره مطلقا ناروا دى. البته د زنانو لپاره د دريا وهلو جواز درې ځايه وارد دى: 1/ د کوزدې يا واده پرمهال، دا خبره د ربيع بنت معوذ رضي الله عنها له حديث څخه ثابته ده په صحيح البخاري کې (4852) نمبر حديث. 2/ د اختر پرمهال، داخبره د عائشې رضي الله عنها په روايت کې ثابت ده په صحيح البخاري حديث نمبر(944)او صحيح مسلم حديث نمبر(892) کې. 3/ د مسافر...
نور ولوله

مومن به د خير کونجى وي نه د شر!

  انس بن مالک رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي هغه فرمايي : ( ځنې له خلکو د خېر کونجيانې او د شر مخه نيونکي دي، او ځنې بيا د شر کونجيانې او د خېر مخه نيونکي دي، نو خوشحالى ده هغه چا لره چې د خير کونجى او د شر مخه نيونکى وى).   السلسلة الصحيحة :1332 * د مومن معامله به د الله سره هم د خير وي، صحيح عقيده، او نېک عمل. * د مومن معامله به د الله له مخلوق سره هم د خېر وي، کوشش به کوي چې د الله مخلوق ته يې خېر ورسېږي او له شره يې بچ پاتې شي. ا...
نور ولوله

د خېر ښېګڼې پرمهال نبوي تګلاره!

* د ستونزې د درک کولو احساس په ځان کې پېدا کول * له درک روسته بيا د متعلقه شخص څخه د ستونزې لامل پوښتل. * بيا د مشکل په  حل کې مناسب اقدام کول * بيا له مرستې روسته بدل او شهرت ته نه په تمه کېدل موسى عليه السلام په مدين کې د شعيب عليه السلام د لورګانو سره د مرستې پرمهال چې له کوم تکتيک څخه کار واخيست، قرآن د هغې په هکله فرمايي : * ( و وجد من دونهم امرأتين تذودان) (ويې موندل لدې خلکو اخوا دوه ښځې چې خپل مالونه يې له خړوبولو منع کول)...
نور ولوله

د صحابه و ملیاردر شتمن، خو زاهد شخصیت!

د عام الفيل څخه لس کاله روسته په مکه مکرمه کې د قريشو د (بنى زهره) خاندان کې وزېږېد، د نبى عليه السلام له ماماخیلو څخه وه. * يو له هغه لومړنيو مسلمانانو څخه و چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په لاس د بعثت په لومړى کال د هغه څخه دوه ورځې روسته د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو. * يو له عشره مبشره و څخه وه. * دعمر رضي الله عنه د له شهادت څخه روسته د راتلونکی خليفه د انتخاب د شپږکسيزي کمېټې یو مهم غړى وه. * حبشې ته يي هم هجرت کړى وه، او بيا روسته ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟