سردار ولي پښتونزوی

No-IMG

سردار ولي پښتونزوی

د سردار ولي پښتونزوی لیکنی

غوړه مرغه، کندهار؛ افغانستان

د تاریخ حیات افغاني د ليکوال  محمد_حیات_خان له خولې پخوانيو پښتنو ابادي سيمي ته [غوړه مرغه/مرغه] ويل، د مرغې څخه به موخه چمن او غوړ څخه موخه سمسور او شین وطن وو چي د دواړو کلمو مانا [شین چمن] دئ، پښتانه به د کسې له غره* څخه دغو ورشوګانو ته راتلل، نو د دوی د حيوناتو د روزني له پاره ئې ښه څړځايونه لرله. پښتني سيمو کي ماته لاندي مرغې مالومي دي: ۱-توبې مرغه؛ کندهار ۲-توره مرغه؛ پښين ۳-مرغه زکريازۍ؛ پښين ۴-مرغه کبزۍ؛ ږوب ۵-اسو مرغه؛؟ ۶-غوړه مرغه؛ زابل ۷...
نور ولوله

د ضحاک سوځېدلی ښار

د باميانو ښار ختيځ ته يوه نسواري او سوربخنه له تيږو جوړه کلا ښکاري چي د [ساک/ضحاک ښار] يې بولي چي شپږمه ميلادي پېړۍ کي جوړه سوې، دا چي په افغانستان، ايران او نورو سيمو کي د ضحاک په نامه افسانوي پاچا تېر سوی، ځيني فکر کوي چي دا به د همدې افسانوي پاچا ښار وي، خو افغان مورخين دا ښار د ساک ښار بولي چي په پښتنو کي ډېرې قبېلې ساکي منشا لري، لکه: سوریان، لودیان، غوریاخېل، دلزاک او حتی خپله د ساک په نامه یو پښتنه لویه قبېله د سيستان او هلمند ناوې ساکزي دي، همدارنګه د لوګر خروار، زرمت، شیوه کیو ته نږدې د ساکو کلي، پغمان بیکتوت، تګاو، لغمان او د هندوکش په جنوبي درو کي ساکان هم ژوند کوي. پارسي مورخين ضحاک د خندا یا مسکا کولو په مانا بولي او د  فردوسي_شاهنامې په ...
نور ولوله

نن د افغان انګلیس لومړۍ جګړې او افغانستان د خپلواکۍ جګړې یو ستر ملي مشرغازي عبدالله خان١٨١تلین دئ

نن د افغان-انګلیس لومړۍ جګړې او افغانستان د خپلواکۍ جګړې یو ستر ملي مشرغازي عبدالله خان١٨١تلین دئ. عبدالله خان د امير دوست محمد خان له تسليمېدو وروسته افغان پوځ منظم او د انګرېزانو پر وړاندي يې د ملي مبارزې ستره لويه جرګه وکړه. اڅکزی د انګرېزانو سره د مهرو بي بي جګړه کي شهيد سو... غازي عبدالله خان څوک وو؟ غازي عبدالله خان د احمدشاهي دفتر د مشر [شېردلخان  عرض_بيګي] لمسی او د [ سربلند_خان] زوی دئ چي دافغان انگرېز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲ع) د ملي مبارزينو د پاڅون په هغه غونډه کي ئې مشرتوب کاوه چي ډېر تاريخپوهان ئې د کابل بېړنۍ  لويه_جرگه بولي. دغه جرګه د انگرېزانو او  شاشجاع پر خلاف جوړه سوې وه او وروس...
نور ولوله

د کابل ښار تاريخي دېوالونه

د کابل ښار تاريخي دېوالونو ته سفر د کابل ښار د ارتل پول څخه تر بالاحصاره پوري له پخو خښتو او خټو څخه جوړ ښامار شکله دېوال غځېدلی چي له بده مرغه ډېري برخي ئې اوس تللی او يوازي يو کلوميټر پاته دئ. د ۶۴دقيقو په وخت تلونکې لار مو د غره سر ته رسوي، که څه هم زه سخت ستړی سوم خو يخ او واوره انسان اړوي چي تګ وکړي. دغه دېوال په تيرو ۳۰ کالو کي ٦٠٪ لاندي سوی او کورونه پر جوړېږي، ځيني برخي ئې د وروستيو اورښتونو له امله نړېدلي وې او پکښي انساني هډوکي هري خواته ښکاري، د غره په سر کي د يوه ځوان له خولې چي د جمهوريت پر مهال يوې جاپانۍ کمپنۍ دغه دېوال د چين د دېوال غوندي جوړاوه او د لسو کالو د سيلانيانو د تکټ ګټه ئې غوښتل خو دولت کي چارواکو ترې نيمه برخه غوښتل او...
نور ولوله

اورته/وړۍ اوبدل

افغانستان او پښتونخوا کي د وړيو د لاسي لمڅی اوبدلو صنعت لرغونی تاريخ لري، د پښتنو لمڅيو له ځانګړو انځورونو او ښکليو رنګونو څخه د تبت د نساجۍ کولتور ځانګړتياوې ليدل کيږي. ممکن پخوا پښتنونخوا کي د کوچيتوب په لومړي وخت کي له بادونو او بارانونو څخه د پناه وړلو او د ځان د تودولو په موخه وړۍ اوبدل، ورپسې د جامو د اوبدلو مهارت له بنسټيزو اړتياوو څخه يو مهم صنعت وګرځېد. د وړيو اوبدولو بهير ډېر پېچلی دی، دوه تنه اوبدونکي په ګډه په يوه مياشت کي يوازي د وړيو يو عام لاسي ګيټ بشپړولی سي. کندهار، ږوب، فراه، هلمند، قلات، روزګان، پښين او نږدې سيمو کي دې ته اورته وايي، تاسي يې څه بولی؟ ...
نور ولوله

د افغانستان امیر عبد الرحمن په ږوب کي

د افغانستان امیر عبد الرحمن په ۱۸۶۷ م کې وزیرستان څخه په سلیمان غرونو کې د شیرانو یو کلي کې ایسار شو. دی لیکي:  “هلته تش دوه کورونه وو، وریژې يې نه لرلې او یوه پسه، څلور چېلۍ (اوزې) او درې چرګان يې خرڅولو ته ساتلي وو. ما سره ۳۰۰ کسان پاتې وو، نور رانه بنو ته تللي وو. مونږ دا څاروي له کلي والو وپېرل او څه نا څه ګوزاره مو وکړه. په بله ورځ د ژوب کاکړو یو کلي ته ورسېدو. هلته مو اوړه، کؤچ، غوښه او پخ شوي خواړه واخیستل چې دوه ورځو لپاره بس وو او په راتلونکي کې به مو هم دغسې کول. وړاندې یو کلي “دیهه برنګ” کې مو خواړه او نور توکي واخیستل. خلکو راته هر ډول شیان د پلورلو لپاره راوړل او ټینګار يې کوو چې ترې واخلو. ما ورته...
نور ولوله

د تاريخ له عجايبو؛ د لرغوني مصريانو هديرې

په مصري ادبياتو کي وينا ده چي: "کله چي د مصريانو د هدیرې په لټه کي یاست، نو پوه سه چي د لویانو ذهنونه ننګوې...". د لرغوني مصريانو اټکل ۳۰۰۰کاله وړاندي وه چي د انساني ژوند د تمدن ځانګړی طلايي پېر ګڼل کېږي. لرغوني مصريان عربي تاريخونه فرعونيان هم بولي چي د مصر دغو فرعوني واکمنانو لویي ماڼۍ او محلونه درلودل او د ډېر شان او پرتم خاوندان ول. تاريخونه وايي چي هر فرعون چي به مړ سو، د هغه شتمني بايد د هغه سره په قبر کي پټه سوې وای، نو له دې امله چي غله ئې شتمني غلا نه کړي، د هغوی قبرونه په عوامو د مصري ريګونو په ډېر کښتو برخو کي ايښوول کېدل، دلته د احرام مصر سره نږدې...
نور ولوله

د تاريخ له عجايبو؛ د نړۍ لومړني اورجينل خلګ/او لومړنی ښاري دولت

له ننه شپږ نيم زره کاله وړاندي د اوسني عراق جنوب کي سومریانو يو ستر ښار ودان کړ چي د نړۍ لومړی متمدن ښار ګڼل کیږي[۶۵۰۰-۴۰۰۰ق-م]. سومریان د دوو رودونو (فرات او دجلې) تر منځ اوسېدونکی توکم وو. دوی د بابل په لرغوني ښار کي اوسېدل چي یو غني کلتور بنسټگر بلل کېدل. د سومري واکمنۍ له ړنگېدا وروسته ددې واکمنۍ سیمي د آشوري او بابلي واکمنیو برخه وگرځېده. سومري توکم داسي قوم و چي د نننۍ نړۍ له هيڅ قوم سره ئې ورته والی نه درلود. د هغوي ژبه هم ځانته ژبه وه. سومر د يو پخواني او لرغوني تمدن نوم دی. دوې همدغه تمدن خلکو ځان ته ونسانگيگا ويل چې مطلب يې [تور سرکي خلک] و. دوی د نړۍ يو له لومړيو مدنيتونو څخه دي، ...
نور ولوله

د احمدشاه بابا ويجاړ کور؛ د تير دولت تجارت، کمپاين او د نوي دولت بې غوري

د افغان امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لمړي سمت اړوند د سدوزو کوڅه کي په همهغه پخواني بڼه ولاړ دئ، تاريخ احمدشاهي کتاب په وينا دغه کور په ۱۷۵۴ع د بابا په امر د فني او تخصوصي کارګرانو (معمارانو) لخوا په بخارایي بڼه جوړ سوی چي ۱۴۳۸ متر مربع سايز لري چي په پخه څلورکنجه خښته، ګچو، نولوخ، ایرو او سره خاوره چي (سارو) ورته ویل کیده، او مهر به په لګول کېده؛ جوړ سوی. دغه ۲۶۰کاله لرونکې وداني درې منزله، اته (۸)خوني، يوه زیرخانه او پر سر يو دالان لري چي په دالان کي د بابا د ناستي ځاي هم معلوم چي ورته به [شاه نشین] په نامه سره يادېده. دالان چپه او راسته ته یو ډول دهلیزونه لري او دوهم منزل کي دواړو خواو ته ګوشکنان [غوږ نيونکي] لري چي د هر ګوشکن موظف به د بابا...
نور ولوله

د افغان تاريخ د پاره بد زيری

لطفآ دغه موضوع رسنیزه کړي، ګوندي د چاروتکو ډبرین زړه ته لار وکړي او ددې تاریخي جرم مخه ونیول سي!!! له څو ورځو اوازه وه چي د کندهار د ميرويس نيکه د کورنۍ دربار [نارنج تاريخي ماڼۍ] کي يوه ډله پر خپل سر مدرسه جوړیږي، د بده مرغه دغه خبره رشتيا سوه او د ازادۍ راډيو خبريال صادق رښتيني په يوه راپور کي ليکي: "ازادي رادیو د کندهار د زاړه ښار له سیمي داسي انځورونه تر لاسه کړي چې ښکاري د دې تاریخي ودانۍ په ساحه کې د یوې مدرسې د جوړیدو چاري روانې دي. په کندهار کې ط الب چارواکې په دې اړه په رسمي ډول څه نه وایي، خو یوې سرچينې ازادي رادیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دا مدرسه د ط البانو د حکومت د یوه لوړپوړي ...
نور ولوله

د کونړ سید محمود پاچا څوک وو؟

"سیدمحمود پاچا چې د کونړ په پاچا او نواب سره یې شهرت درلود د سید بهاالدین پاچا زوی او د سید نظیف الله پاچا لمسی دی. نوموړی د پشد د سیمې سید و چې د نسب شجره یې د حضرت پیغمبر لمسي حضرت امام حسین (رض) ته رسیږي. دی د سید جمال الدین افغان تربور کیږي نوموړی د سوات,بونیر او کونړ په سیمو کې د ۱۸۸۳ نه تر ۱۸۸۶پورې نوابي او پاچا هي درلودله. سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۶م کال پوری د کونړ حاکم و او دغا زي محمد اکبر خان سره يي نږدې اړيکي درلودې او د هغه د لور(درانۍ بي بي) سره يي واده هم کړی و.کله چې د۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت او ځواک په سر شخړې روانې وې نو سيد محمود پاچا د اميرشير علی خان ډیر ټینګ پلوی واو په ۱۸۷۰م کال کې چې کله امير شير علي خان خپله ديارلس کس...
نور ولوله

پل خشتي مسجد څومره پخوانی او چا جوړ کړی؟

کله چې د هجري کال په اوله پېړۍ کې عرب مسلمانان افغانستان ته داخل شول نو د حسن بصري په نوم یوه تابعي د مسجد تاداب تیګه کېښوده. بیا وروسته د سلطان تیمورشاه دراني لخوا په کال ۱۱۸۷ ه ق کې په اساسی ډول ورغول شو. تیمورشاه د کابل د سیند په سر یو معیاري پل د ګچو او پخو خښتو جوړ کړ ترڅو خلکو لپاره مسجد ته تلل اسانه شي چې هغه پلُ اوس هم د پلُ خشتي په نوم یادیږي. خو یو طرف د سلطان تیمورشاه اوږده سفرونه چې د نیشاپور' سند او پلوچستان په طرف وو او بل خپلمنځي اختلافات ددې لامل شول چې د مسجد کارونه په ټپه ودرېدل.  د تیمور شاه د مرګه وروسته د هغه زوی شاه زمان په کال ۱۷۹۸م کې د یاد مسجد نا تمام کارونه بشپړ کړل. د عبدالرحمن په وخت کې...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک