د سردار ولي پښتونزوی لیکنی

افغان عارف، خطيب، ليکوال او شاعر خواجه عبدالله انصاري

د ابو ايوب انصاري له اولادې ۱۰۵۰ع کي هرات ږېږېدلی عبدالله انصاري د اسلامي تاريخ صوفيانه او موزون نثر مخکښ بلل کېږي، هغه لومړی شخص وو چي شعر او نثر يې گډ کړل. په مسجع خواږه نثر يې ليکني وکړې او بيا نورو هم د ده د لاري پيروي وکړه. همدارنګه هغه هرات کي د فني نثر بنسټ کښېښوده چي وروسته بيا شېخ سعدي ارتقا ورکړه او گلستان يې په همدې بنسټ وليک. خواجه عبدالله انصاري که له يوې خوا مفسر، محدث، عالم، عارف، صوفي او د طريقت خاوند و، له بلي خوا نوميالی ليکوال او ښه شاعر هم وو چي خپل آثار يې په عربي او دري ژبو ليکلي دي چي ځيني يې په دې توگه دي: ...
نور ولوله

د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع

بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي] په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي. ...
نور ولوله

زرګر

پخوا به پښتني سيمو کي د کاله څو ډلي په کليو ګرځېدل او خپل ټاکلی کار ئې مخ ته وړی. ۱- طبيبان/او يا هم نايان به د ماشومانو په سنتولو ... ۲-سيدان به په غنمو ټولولو پسي... چي صحراوو کي ئې [من] بولي... ۳-اهنګر به د لوښو رنګولو او رغولو د پاره ۴-زرګر به د زرو پلورلو او جوړولو دپاره... ۵-منجاری/سوداګر چي په يوه خورجين کي به ئې ښاري سودا وه... ۶-پښ/اوستاکار به...
نور ولوله

د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع

بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي] په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي. ...
نور ولوله

سردار شېرعلي/ والي شيرعلي خان؛ ۱۸۸۰ع

د امیر شېرعلي خان د وفات څخه وروسته د هغه زوی یعقوب خان په ۱۸۷۹ع کال کي د خپلي کابينې په ترڅ کي د کندهار والي شېرعلي خان [د امير شېرعلي خان د اکا ارواښاد  مهردل_خان_مشرقي زوی] وټاکه. روايت دئ چي کله د امير یعقوب په امر د کندهار د واليتوب د پاره شېرعلي خان ټاکل کېده، انګرېزانو هم په دې پروګرام کي شرکت لاره [دې وخت کي انګرېزان د دوهم افغان انګرېز جنګ پر وخت کندهار کي وه] او پروګرام کي شربت او پتاسې پر سپين ږيرو او مشرانو د مبارکۍ د پاره وويشل سوه، خو شېرعلي خان د انګرېز تر حمايه لاندي يو کال ناکام ولايت وکړ او وروسته د تل له پاره د افغانستانه ووت او په کراچي کي میشت، مړ او پسي ښخ سو. د کندهار ټولي سيمي د انګرېزي پوځ له خوا ...
نور ولوله

تاريخي يادښتونه؛ د تاريخ غله

د کابل موزیم تر ۱۹۹۱ع کال پوري د سلو زرو په شاوخوا کي تاریخي ارزښتمندي ډبري، د ګاډو ټولګه، د ډېرو کلونو په اوږدو کي د افغانستان واکمنانو ته د مختلفو هیوادونو له خوا ډالۍ او نور ډول-ډول اثار ساتل. په دې ټولګه کي ګران بیه او مردک ضد ګاډۍ هم وې چي جوزف اسټالین [د شوروی د وخت مشر] او د دوهمی نړیوالی جګړې ګټونکو محمدظاهرشاه ته سپارلي وې. [اندریا برونو او سیون کنراد] دوه تنه د (یمیویژن اژانس) انځورګرانو ددې ګاډیو راپور جوړ کړی چي پوهاوی ئې دردونکی دئ. راپور ليکي: "د کابل ميوزيم مخ ته؛ هغه ځای چي په هغه کي ګاډي ساتل کیدلې، د روسانو د تیري په موده کي ویجاړ سو او په ۱۹۹۱ع کال کي [یونسکو] د طبعي پیښو څخه ددې تاریخي اثارو د ساتلو لپ...
نور ولوله

تاريخي يادښتونه؛ افغان یهودان ۱۹۰۰ع

Jews in Afghanistan around 1900. تاریخ ليکي چي له ميلادي کاله ۵۲۰ کاله پخوا د پارس اوسني ايران ختيځ لوري ته اتيا زره يهود د غزنه او ګور غور په سيمو کي د بخت النصر د لښکر سره مشت سول، کرار کرار دوی د تجارت په برخه کي په افغاني ټولنه کي ستر ځای وموند، د شلمي پېړۍ په سر کي، درې ځایه [بلخ، کابل او هرات] د دوی شمېر اته زره تنه ښوول سوی دئ. افغانستان کي د یهودو بحث هغه وخت نړيوال سو چي په ۱۹۴۶ع کال په غور کي يوه یهودي هديره کشف سوه چي عبري او پارسي ډبرليکونه ئې ۷۵۲ع کال ته رسېدل، دې خبري افغاني يهود وهڅول چي له نړيوالو یهودي ټولنو سره نږدې سي. ورپسې په ۱۹۵۰ع کال کي یه...
نور ولوله

نړيوال تاريخ؛ بغداد چي بغداد وو

بغداد د عراق اوسنۍ پلازمېني ته وايي چي د نړۍ ښکلی او خونړی ښار هم ګڼل کېږي. بغداد [په فارسي ژبه د خدای سوغات معنی لري] د ساسانیانو د واک پر مهال [۱۷سوه کاله د مخه] یو کوچنی کلی وو چي هغوی ډېر حساب نه پر کاوه. په ۶۵۰ع کال د عرب اردو له ساساني حکمرانانو دغه ځای ونيو. په ۷۶۲ع کال د عباس خلیفه  المنصور د دجله د سیند نژدې خپل مقر بغداد ښار تاسیس کړ. خلیفه المنصور دغه ښارته د  مدینة_السلام نوم ورکړ. په دې وخت کي بغداد د عباسی دولت مهم مرکز سو. دغه ښار په ۹۴۶ع کال د فارس پوځ لخوا ونیول سو خو پکښي تر عربو ښې او جالبي ودانۍ، پلونه، کتابتونونه او نور معاصر اثار ودان سوه. په خواشينۍ سره چي په ۱۲۵۸ع کال د چنګیزخان لمسي هلاکوخان ...
نور ولوله

کندهار، موذن خانه، ۱۹۰۸ع کال

د  احمدشاه_بابا په دوره کي د افغانستان مشهورو او لويو مساجدو ته ځانګړي موذن خانې جوړي سوې چي پکښي يوازي  اذان کېده او دولت به د هيواد نامتو قاريانو او موذنانو ته تنخوا ورکوله او دا به اکثره د کورنۍ پر بنسټ وې، یعني چي يو څوک به مړ سو بيا ئې هغه ځای زوی ته ورکاوه، د کندهار د خرقې شريفي موذن خانه تر ټولو د ودانۍ له اړخه ښايسته او لوړه وه او اذان به ئې د ښار ټولو برخو ته په اسانۍ رسېده[البت سپيکرونه هغه وخت نه وه]، دغه موذن خانه د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي د مسجد په سرای ګډه سوه او اوس وجود نه لري. د کندهار د موذن خانې مسولين بيلابېل وه خو د ملا عبدالرحمن په نامه کس د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرق...
نور ولوله

د محمدزو د ستر نيکه محمد نیکه قبر، ارغسان، کندهار افغانستان

د (۱۵۹۱ع) په شاوخوا کي کندهار د  ارغسان په جنوب ختیځ [سندرزو/برج کلی] کي یو مشر او هوښيار سړی ژوند کاوه چي [محمد] نومېدی. هغه د پښتنو د درانو د ټبر د ځيرک پښې د [بارکزي] مشر زوی وو چي د کندهار د سیمي د بارکزو مشر وو او له همدې کبله د هغه اولاده [محمدزی] چي سوونو کاله ئې پر پښتنو واکمني کړې ده؛ پښتانه شاهي ټبر وايي، که څه هم محمد په ارغسان کي اوسېده خو د محمدزو مرکز د هلمند پرغاړه په ګرشک کي د بارکزو ناوه وه.[و ګ: حيات افغاني]  محمد_نیکه چي د محمدزو د قبیلې مورث اعلی بلل سوی دئ، پر مقبره يې ارواښاد ظاهرشاه ستره ډبرينه شنخته جوړه کړه، د مجاهدينو پر مهال د شپې يوه ډله راغلل تر څو دغه ډبره يوسي، خو ددې کلي يوه کس ... دغه...
نور ولوله

هلمند، افغانستان، د سردار مددخان ساګزي مقبر

له نن څخه ۲۴۰ کاله وړاندي د هلمند په سيمه کي د يوه سردار نوم ډېر ليدل کېږي چي ددې سمي د لښکر مشرتوب ئې کاوه او په احمدشاهي لښکر کي تر سردار جهان خان پوپلزي وروسته سردار مدد خان ساکزی لوی سپهسالار او تکړه نظامي کس وو. د مدد خان اصلي نوم دلاور خان دئ، پلار یې د احمدشاهي عصر اوڅار رکن دلدارخان نومېدی چي د شاه پسند خان په لقب ویاړلی وو. کله چي د تېمورشاه په دوره کي د کشمير مرتضى خان او زمان خان پاڅون وکړ، تېمور د هغوی د ټکولو د پاره د سردار مددخان ساکزى په مشرتوب ۳۰زره کسيز لښکر ولېږه، د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو تر منځ څو ورځي پرلپسې سختو جګړو توانونه واړول خو يوې خوا ته هم برى په برخه نه سو، نو س...
نور ولوله

د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور

د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور/ The Last Man:  له نن څخه ټيګ ۱۸۰کاله د مخه په همدې ورځ [۱۸۴۲ع جنوري ۱۴] د افغان انګرېز د لومړی جګړې پر وخت چي انګرېزانو د يرغل په نيت کابل ته ۱۶۵۰۰ عسکر بيولي وه، يوازينی ژوندی کس همدغه پر اس سپور کس وو چي [ ډاکټر_برايډن] نومېږي او په نړيوال تاريخ کي دغه تابلو په [د کابل څخه راوتل] يادېږي چي د لومړۍ افغان انګریز جنګ تر ټولو مشهوره رسامۍ ده او په برتانیه کي یو موزيم کې ساتل کیږی. په دې کال په افغانستان کي سختي واوري سوي وې، دا چي اکثره انګرېزي جنګيالي د ګرم هند څخه له پنجابيانو، سيکانو او بنګاليانو سره ملګري افغانستان ته تللی وه، د افغانانو په ځانګړي ډول پښ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟