د سردار ولي پښتونزوی لیکنی

موږ له خپلواکۍ د مخه او وروسته

دوه لنډ تاريخي يادښتونه... پوره يو سل يو کاله وړاندي په همدې ورځو کي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [ ګلیډ_سټون] اړ سو چي متارکه* اعلان [د تاوتریخوالي کمېدل] او د سولي غوښتنه وکړي. د سولي د خبرو د پاره افغانان او انګرېزان د اګست په ۸ نيټه په راولپنډۍ کي کښېنستل. خبرو کي د انګرېزانو لخوا د صوبه سرحد مشر وزیر [هیملټن ګرانټ (د سرحد صوبې مشر او د بريتانوي پلاوي مشر)] کمشنر [جان سیفي] جنرال [نوبری] او د قلات (ب...
نور ولوله

واخان دره، د افغانستان پزه

د  واخان سل کلوميټره دره چي تاريخ ئې [اِشکاشِم/د ورېښمو لار] هم ليکي، د مارکو پولو په مشهوره سفرنامه کي هم ځای لري او اوس د  بدخشان ولايت ختيځ اولسوالي ده چي اوسېدونکي ئې څلوېښت زره نفوس لري او په واخانيانو ياديږي. تاريخ راته وايي چي ۲۵۰۰ کاله وړاندي واخي/واخيان ټبر د خپلو مالونو په وښو پسي واخان ته ولاړل او هلته له ډېري مودې وروسته پسي واخيان سول. د اسلام د راتګ سره هغوی اسماعيلي شعيه ګان سول چي وروسته ئې اکثره سنيان سول. ويل کېږي چي د واخان خلک کله چي د سلجوقيانو قوي وزیر په ایران او سوریه کې په حشاشین (Assassins) یا اسماعيليا...
نور ولوله

د افغان بيرغ شاليد

د افغانانو د بيرغ تاريخ اريايانو ته رسېږي، فردوسي شاهنامه د اريايانو په اړه ليکي چي د هغوۍ بيرغ سپين رنګ او د سيمرغ عکس لاره، وروسته د افغانستان لرغوني او لومړي باچا [يما] ورباندي ملي ترانه هم وليکل چي په مهابارت [لرغوني مذهبي کتاب] کي راغلې ده. له اسلام راتلو وروسته پښتنو په عباسي او غزنوي دبارونو کي خپل بيرغونه لرله چي ددوی ته به سپېڅلي وه او هر څوک به چي حج ته تلی، بيرغ ئې د تقدس د پاره کعبې ته استول. د محمود غزنوي (۹۷۱-۱۰۳۰) په دوره کي پښتنو قومونو بيل-بيل بيرغ لاره چي قومي جنډۍ يې بلله. هر قوم ځان ته بيرغ لاره او د يوې قبيلې د خېلونو حساب هم په بيرغونو کيږي. ...
نور ولوله

د ميوند د ورځي په اړه؛ ملالۍ، څوک، چيري او څنګه اتله سوه؟

پوره ۱۴۱ کاله د مخه په نننۍ ورځ، د۱۸۸۰ع کال د جولای ۲۷ د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار لوېدځ  ميوند په سوځنده دښته کي د  محمد_ایوب_خان تر مشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي افغان ښځو هم پکښي ګډون لاره. د نړۍ په دې مشهوره جګړه کي د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي [ ملالۍ]نومېده. ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوګياڼو کارېز وه چي د شفاهي رواياتو او قبر د جوړښت له امله په ونه دنګه پېغله ښکاري. سهار پيل سوې خونړۍ جګړه په داسي حال کي غرمې ته ورسېده چي ايوب خان د ځان ماته پکښي حتمي وبلله، د دريو زرو انګرېزي او ملاتړي هندي ځواک په وړاندي اوس يوازي پن...
نور ولوله

کوچيان په تاريخ کي

کوچېان هم د نورو افغانانو په څېر ددې سيمي اصلي او بومي اوسيدونکي دي، هغه وخت چي کرهڼي وده نه وه کړې، د دنيا زياتره قومونه او مليتونه په مالدارۍ مشغول و او له همدې لاري يې خپل ژوند پر مخ بېوه؛ پخوانيو اريايانو، کوشانيانو «کوچانيانو» او يفتليانو «ابداليانو» هم زياته مالداري درلوده او د اوسني افغانستان په شمالي پراخه ورشو کي يې خپلي رمې او ګلې پوولې. ساکان (سها ک، سکستان، سجستان، سیستان) هم مالداره وه په ژمي تودو او په اوړي کي به ايلبندنو او غرنيو لوړو سيمو ته ختل او خپلي رمې به يې له ځان سره بېولې، د غور پاچايان هم ډېر مالداره و، هغوی به هم ډېرې رمې ساتلې او د حکمتونو زياته برخه يې په مالداري چلېده.  ...
نور ولوله

آی خانم؛ د افغانستان یو لرغونی او جالب ښار

کله چي ستر سکندر له ميلاده ۳۳۰ کاله د مخه افغانستان پخپله امپراتوري راوست، دې وخت کي د سکندر يوناني امپراتورۍ د یونان له خلیج څخه تر هیمالیا پوري مساحت لاره او پکښي ۱۰۰۰ستر ښارونه وه چي پکښي مشهور ئې [ای خانم ښار] وو چي د اوسني افغانستان په شمال کي د تخار د امو او کوکچې سیندونه سره یو ځا...
نور ولوله

د تاريخ له عجايبو د نړۍ تر ټولو خرافاتي/غُول پاچا

 سلطان_حسین_شاه_صفوي د اوسني ايران او د صفویانو نهم او وروستنی پادشاه وو. نوموړی ۲۹ کاله حکومت وکړ چي په ۱۷۲۲مع کال د افغان  شاه_محمود_هوتک لخوا د اصفهان د نیولو وروسته د نوموړی حکومت پای ته ورسېد. تاريخ راته وايي چي حسين د نړۍ يو له بې عقلو خلګو وو، هغه د پلار له مړيني وروسته واک ته د رسېدو په ورځ هوښياران ټول وشړل او پر ځای يې په زرګونو جادوګر، فال نیونکي، خوب ليدونکي او د اوس په څېر چاپلوسان وګومارل. د رسمي دربار په ورځ به په زرګونو ماران، سمسارې او ګڼ نور حيوانان او د هغوۍ پوستکي په مختلفو غوړيو غوړېدل او هر کار ځانګړي مفهوم لاره، خوب ليدونکو ملايانو به خوبونه ويل او وروسته به دول...
نور ولوله

د افغانانو جوړ توپک (جزايل)

د افغانانو جوړ توپک [جزايل]/ Afghan Jezail Rifle اټکل دوې پېړۍ پخوا زموږ نیکونو د دښمن مقابله په خپل لاس جوړ کړو توپکونو کوله چي جزايل [د ښکار تازي] نومېده او اکثره د کابل او کندهار په اهنګرخانو کي جوړېده، دا توپکونه طبیعتاً د افغانانو له بدني جوړښت سره سمون درلود؛ اوږده، ظریف، رسا نښه ویشتونکي، ساده او په عین حال کي خطرناکه هم وه. دا چي ياد توپکونه لاسي جوړ وه او هر اهنګر او استاد پکښي خپله سلیقه پاللي وه؛ اوږدوالی یې ۱۸۰ سنټي مټره او ۱۵۰ مټرو پوري یې رسا نښه ويشته، خو انګریزي مسکټ توپکونو له ۵۰ څخه تر ۷۵ متره پورې هدف ویشته، انګریزي توپکونه په کارخانو کي تولیدېدل او د شکل او ډيزاین له مخه یو...
نور ولوله

د افغان تاريخ نوم ورکې څېره؛ ازاد خان افغان

ازادخان افغان چي بهرنيو سرچينو په ازاد سلېمانخېل او او غلجي ياد کړی، د سلېمان خان زوی وو چي د افغانستان د غزني د اندړو په سيمه كي په ۱۷۰۵ع كال زېږېدلى دى چي اوس ئې يوازي يوه کلا ولاړه ده. کله چي په ۱۷۳۷ع کال کي ايراني نادر کندهار ونيو نو پښتنو ئې د  ميرويس_نيکه په مشرتوب پر ضد پراخ پاڅون وکړ، ددې پاڅون د جرګو کار د ميرويس نيکه او فوځي مشرتوب  سيدال_خان_ناصر او ازاد خان سلېمانخېل کاوه، کله چي پښتنو ايرانی  ګورګين [کندهار والي] وواژه، نو ازاد خان له لس زرو/اته زرو پښتنو سره اصفهان ته ولاړ او هلته مېشت سو. څرنګه چي ازاد خان يو عيار وو او هم د نادر د وژلو وروسته ايران کي دريو کسانو د...
نور ولوله

فريدون کلا، فراه افغانستان

په تاريخي اسنادو کي د فريدون کلا د فراه لرغوني ښار وو چي د ځينو په عقيده د فراه ښار د [فريدون کياني] په واسطه اباد سوی دئ او په همدې سبب د فراه نوم په هغې ناحيې ايښوول سوی دئ چي د  سيستان يو له مشهورو ښاورنو څخه وو٭ د فريدون کلا[د فراه پخوانی ښار] د فراه رود په غاړه ۹۹ برجه لرونکې د اومو خښتو جوړه کلا ده چي پخوا يې ګردچاپېره لوی فصيل/کلا لرله او هغې کلا کلک برجونه، خندقونه او دوې ستري دروازې لرلې چي د وخت د پوځي جوړښت له نظره يو مأمون ځای وو ...
نور ولوله

د شاه مشهد مدرسه

د غوري دورې شاه مشد مدرسه او مسجد د غوريانو د واک يوه غوره او حيرانوونکې وداني وه چي په دې ورستيو [۱۹۷۰ع/۱۳۴۸ل]کي موږ په خبر سو او اوس په بشپړه توګه ړنګېدونکې ده. د  بادغيس د  بالامرغاب سيند پر غاړه دغه مدرسه چي په لس کاله جوړه سوې وه، [۱۱۸۱ع] د سيمي په کچه د ډيلي او هرات له مدارسو وروسته لويه مدرسه وه. د غټو پخو خښتو جوړه دغه مدرسه د مغولي تاړاک پر مهال ونړول سوه او د غوري دورې يو لوی هنر ئې ولوټه      د دېوالي کتيبو له دوعاګانو څخه ښکاري چي ښايي د کومي ښځي/ملکې په امر/مشرتوب جوړه سوې وي، او د شاه مشد/مشهد په نامه ښايي له دې امله يادېږي چي ددې دورې يو نامتو نقاش او بنا/استاد [شاه مشد] ن...
نور ولوله

دافغان تاريخ هېښونکي څېرې شفيع ديوانه

کله چي د  ډاکټرنجيب الله له سقوط وروسته مجددي او بيا وروسته رباني ته واک په لاس ورغلی نو خونړۍ کورنۍ جګړه پيل سوه چي دواړه لوري مجاهدين وه. سګوان قومندان، چرسي قومندان، شرابي قومندان او داسي نورو پکښي افتخاري نومونه پيدا کړه. د مزاري تر قوماندې لاندي د [ حزب وحدت] ګوند جګړه مار د شفيع دېوانه په نامه قومندان لاره چي وحشت ئې تاريخ لړزوي. د نوموي قومندان په لاس وژنه، رقص مرده، د ښځو بي عزتي او د هغوی څخه په ژوندون سيني پرې کول، او په ډله يز ډول جنسي تيری ورځنی خبره وه چي اکثره ئې د پښتنو په وړاندي تر سره کېده، په وړاندي ئې د استاد سياف ډله چي اکثريت ئې پښتانه وه، ورته عمل د مزاري د هزاره ډلي سره وکړل، چي يو ئې دهغه وخت د دوی...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟