دوکتور عبد الحی قانت

No-IMG

دوکتور عبد الحی قانت

د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی

بایډن اوس په اوکراین کې عین لوبه کوي

‏ټرمپ د افغانستان په مسئله کې له امارت سره مذاکره وکړه خو د تړون بر خلاف یې په ټاکلې نېټه خپل عسکر له افغانستان څخه ونه ویستل. ټرمپ کوشش وکړ له افغانستان څخه عسکرو ویستلو موضوع د بایډن په غاړه واچوي. همداسې وشول، بایډن یې داسې انتخاب ته ودراوه چې د عسکرو له ویستلو پرته یې بله لاره نه درلوده. د امریکا د دې تاریخي ماتې پړه هم له دې پسې ثبت شوه. ‏ بایډن اوس په اوکراین کې عین لوبه کوي. څور ورځې وړاندې د بايډن ادارې له اوکراین څخه د روسیې خاورې ته ویشتونکو امریکايي توغندیو ته اجازه ورکړه. له تېرو دوه کلونو بایډن دا کار نه کوه او فکر یې کوه چې له دې سره به د جګړې سطحه ډېره پورته لاړه شي. دا چې اوس د اوکراین حکومت د جګړې د بایللو په حال کې دیو بایډن کوښښ کوي د اوکراین په مسئله کې له تاری...
نور ولوله

امریکایانو چې کله شوروي مات کړ فکر یې کاوه چې د نړۍ تلپاتې پاچاهي یې وګټله

‏امریکایانو چې کله شوروي مات کړ فکر یې کاوه چې د نړۍ تلپاتې پاچاهي یې وګټله. دوی په دې فکر ؤ چې څرنګه دا پاچاهي تل لپاره وساتي. دوی چې دغه هدف لپاره کوم وسائل استفاده کړل په ټولو کې یې تاریخي درسونه واخستل: ‏» جګړې: د اعمارو مطابق له ۱۹۹۰م څخه تر ۲۰۱۹م پورې امریکا په ۳۰ اشغالونو کې ښکېله شوې ده. له دې شمېرو له مخې په دې مرحله کې هر کال امریکا څه کم څلورو هیوادونو کې لاسوهنه کړې. له افغانستان تر عراق، لیبیا، سوریې او نورو ټولو هغوی هیوادونو کې چې امریکا په دغه وختونو کې جګړې وکړې د حل پر ځای یې نا امنۍ او بې ثباتیو کې پراخ لاس درلودلای. همداراز، د دوی په منطق دوی ځکه جګړه کوله چې د دغو هیوادونو مشرانو د بشر حقوق له پامه غورځولي ؤ، نتیجه دا شوه چې امریکایي جګړو په دې سیمو کې د...
نور ولوله

د امریکا ټاکنې: په نړۍ او افغانستان یې اغېزې او احتمالي بدلونونه

روانه میاشت د امریکا په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره کېږي چې نتایج به یې به امریکا په داخلي او بهرني سیاست خپل تأثیرات لري. دا چې دا ټاکنې ولې د امریکا د تاریخ مهمې او حساسې ټاکنې یادې شوي لوی بحث دی خو د راتلونکو احتمالاتو یو اساسي تحلیل د وخت اړتیا ده.  جو بایډن په خپله دوره کې د امریکا په داخلي سیاست کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي. دی وتوانېد په دې موده کې د اقتصادي پېشرفت، کار موندنې، اقلیتونو حقوقو او ځینو نورو مواردو کې کامیابې پالیسۍ پلی کړي خو ځینې موارد داسې دي چې راتلونکو ټاکنو لپاره یې د ډموکراتانو دا لاسته راوړنې تتې کړې دي: د بایډن له راتګ سره دوی په بهرني سیاست کې له درې لویو ننګونو سره مخ شو او تر دې دمه د دې درې واړو ...
نور ولوله

‏د لبنان له محور څخه د صهیونستي رژیم او حزب الله تر منځ د جګړې د سطحې لوړېدل

‏د لبنان له محور څخه د صهیونستي رژیم او حزب الله تر منځ د جګړې د سطحې لوړېدل دوه مهمې خبرې لري ‏» د حزب الله ډلې د څو مهمو مشرانو له وژلو وروسته په حسن نصر الله برید په دې مانا دی چې د حزب الله او رژیم تر منځ جګړه له محدود حالت څخه بالفعل ټکر ته داخلېږي. له تېرې دوشنبې راهیسې تر ننه پورې رژیم له ۷۰۰ زیات لبنانیان وژلي. هوايي عملیات پرله پسې روان دي او امکان شته چې رژیم د بفر (حایل) جوړولو لپاره د لبنان ځینو ساحو کې ځمکني عملیات هم پیل کړي. ‏»‌ د جګړې د دې نوي پړاؤ له تولو مهم او ستراتیژیک تأثیر پر امریکا او ایران دی. دا دوه هیوادونه په داسې حالت کې قرار لري چې له یو اړخه د جګړې میدان ته مستقیم ملاتړ ورکوي، له بلې خوا کوښښ‌ کوي چې جګړه داسې حالت ...
نور ولوله

د شل کلن اشغال لنډه کیسه

د شلمې پېړۍ سر کې امریکا په اول ځل د نړۍ سیاست ته راووتله.‌ دا مهال د دوی مخې ته څلور لوی سیالان پراته ول. له ټولو لومړی امپیریال آلمان‌ ؤ چې په اوله نړیواله جګړه کې له منځه ولاړ،‌ بیا نازي آلمان ؤ چې په دوهمې نړیواله جګړه کې د امریکا او ملګرو په مقابله کې مات شو،‌ له هغې وروسته امیریال جاپان ؤ چې امریکا ترې د خطر احساس کاوه، د هغې چاره یې د هستوي بمونو پر مټ کال ۱۹۴۵م کې وکړه. له دوهمې جګړې نه وروسته یواځې شوروي اتحاد او امریکا د نړۍ دوه لوی زبر ځواکونه پاته شو.‌  دا چې شوروي‌ او امریکا دواړو هستوي وسلې درلودلې او پوهېدل چې مخامخ جګړه د دواړو زبر ځواکونو په تاوان ده، سړه جګړه یې پیل کړه.‌ دوی د کوریا له درې کلنې جګړې راونیسه تر ویتنام، کیوبا او اف...
نور ولوله

امریکا اسرائیلي رژیم ته د غزې له خلکو د خپل کسات اخستلو سګنال ورکړی

د بلېنکن له خبرو دا مالومېږي چې امریکا صهیونستي رژیم ته د غزې له خلکو د خپل کسات اخستلو سګنال ورکړی خو‌ دا یې هم‌‌ په ډاګه کړه چې یهود به ونه غواړي غزه تل لپاره اشغال کړي. ښکاري داسې چې امریکایانو صهیونستي رژیم د خپلو تېرو تجربو په اساس له دې کاره منع کړی. ‏امریکا ښايي له ایران او د سیمې له غیر دولتي لوبغاړو (حوثیانو، حزب الله او عراقي مقاومت) پر غزې د عملیاتو د عکس العمل محاسبه کوي. ‏د بلېنکېن ننۍ خبرې د خبردارۍ او ګوتڅنډنې څخه ډکې وې. ده په غیر مستقیم ډول ایران ته وویل چې پرېږدئ اسرائيل د ۷ اکتوبر کسات واخلي؛ که مو ږغ وکړ، عکس العمل سره به مخ شئ. ‏امریکا په منځني ختیځ کې په خپلو نظامي تأسیساتو ا...
نور ولوله

دا چې نن غزه د نړۍ د لوی زبرځواک مقابله کوي د همدې مېرمنو د تربيې برکت دی

دا چې نن د بې وفا ګاونډیانو تر منځ زندۍ، ۲۵ میله نرۍ تیړانګه په قوي‌ معنویاتو د نړۍ د لوی زبر ځواک او د هغې د صهیونستي پروژې مقابله کوي، د ۳۵ کاله کورنۍ تربیې، روزنې او تعلیم برکت دی. دا هغه مېرمنې دي چې پرون یې یاسین، رنتیسي، جعبري او عیاش له دې مقدسې جګړې قربان کړل، نن یې ضیف، سنوار او ابو عبیده د آزادۍ مبارزې ته وړاندې کړي. دا چې نن دغزې مېرمنې، ماشومان او سپین ګیري د خپل مقاومت تر څنګ د صف مرصوص په شان ولاړ دي، د همدې مېرمنو د کورنۍ تربیې او معنوي ملاتړ برکت دی.  اسلام له داسې شعوري او تمدني فهم پرته د مکار دښمن مبارزه ناممکنه ده. ...
نور ولوله

د دوحې غوڼډې د بحث موارد بايد د نړی، سیمې او افغان حکومت تر منځ ګډې نکتې وی

  د نوي نړیوال ساختار له برکته د نړۍ لوی هیوادونه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې تقسیم دي. دوی د تېر په شان له افغانستان سره په تعامل کې مشترکات نلري. د ملکرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ قرارداد چې د غرب په کامل ملاتړ رامنځ ته شوی، روسیې او چین ممتنعه رایه ورکړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې له افغان حاکمیت سره له مشورې پرته هېڅ حل مؤثر نه بولي. د مئی ۲۰۲۳ او فروري ۲۰۲۴ دوحې غونډو په ډاګه کړه چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په برخه کې د لویو قدرتونو تر منځ هېڅ مشترک نشته. د دوحې دریمه غوڼډه هغه مهال کامیابېدلای شي چې ملګري ملتونه له داسې ایجنډا سره راوړاندې شي چې د بحث موارد یې د نړی، سیمې او افغا...
نور ولوله

د سیمې د هیوادونو ګټې او ننګونې د پخوا په پرتله ډېرې سره نږدې شوې دي

د اشغال له پای وروسته دوه طبعي پدیدې اسلامي امارت ته د پرمختګ او استقرار بې مخینې فرصتونه برابروي: ۱ اسلامي‌ امارت په داسې وخت کې حاکم نظام دی چې نړیوال حالت له لوی بدلون سره مخ دی. د امریکا په مشرۍ هغه غربي هیوادونه چې تېر شل کاله یې افغانستان کې نامشروع جګړه وکړه، د افغانستان په قضیې یې د ویټو قدرت له لاسه ورکړی.‌دوی نشي کولای د تېر په څېر ټوله نړۍ د افغانستان په مسئله کې له ځان سره ودروي. د سیمې د هیوادونو ګټې او ننګونې د پخوا په پرتله ډېرې سره نږدې شوې دي. د بدلون یوه بله مثبته نکته دا ده چې لویو قدرتونو لپاره افغانستان نور د هغه ستراتیژیک محور برخه نه ده چې دوی پکې د یو بل پر ضد جبهې جوړولې. دا میدان اوس ختیځې اروپا او سوېل شرقي آسیا ته بدل شوی دی. دا نوې معادلې افغانستان ت...
نور ولوله

د روسیې او امریکا + ناټو تر منځ کړکېچ خطرناکې مرحلې ته داخل شوی

له تېرو څو ورځو راهیسې د روسیې او امریکا + ناټو تر منځ کړکېچ خطرناکې مرحلې ته داخل شوی. امریکا څو ورځې وړاندې له ناټو سره یو ځای اوکراین ته شین سګنال ورکړ چې دوی کولای شي له امریکايي اسلحو په استفادې د روسیې په داخل کې نظامي عملیات وکړي. له دې مخکې امریکا +‌ناټو اوکراین ته په دې پلمه اسلحه ورکوله چې دوی وتوانېږي په خپله ځمکه د روسیې له پوځي پرمختګونو دفاع وکړي. د دې نوي پېشرفت مفهوم دا دی چې که اوکراین د روسیې په خاوره امریکايي اسلحې استفاده کړي دا به د امریکا او روسیې تر منځ  د عملي ټکر پیل ګڼل کېږي. روسیې نن د امریکا + ناټو دې څرګندونو ته په ځواب کې وویل چې که اوکراین د روسیې په خاوره له امریکايي اسلحو استفاده وکړي، دوی به د نړۍ په ګوټ کوټ کې م...
نور ولوله

روسیه او افغانستان: د نوي تعامل پړاؤ

له تزارې روسیې تر ۱۹۱۷م د بالشیویک انقلاب پورې افغانستان له روسیې سره د ګډو ګټو ژوند کړی. د تزارې روسیې په وخت کې افغانستان د استعماري انګلستان او روسیې تر منځ د دوی په اصطلاح د بفر رول اداء کړی خو زمونږ د افغانستان له زوایې مونږ دواړو امپراطوریو سره د متقابل احترام، مستقل بهرني سیاست او داخلي چارو کې د نه لاسوهنې په اصل اړیکو ته دوام ورکړی. دغه مهال مونږ په بهرني سیاست کې د بلانس/بې پرۍ/ناپیلوتوب او بې طرفۍ اصطلاحات هم کارول. د شلمې پیړۍ په ۶مه لسیزه روسانو د برژنیف دکتورین د “برژنیف امنیتي کمر بند” په محور تعریف کړ. دغه مهال له افغانستان څخه هم وغوښتل شول چې د دې امنیتي کمر بند برخه شي. افغان مفکر شهید موسی شفیق (رح) دا مهال د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ؤ. دا چې هغه وخت مونږ د...
نور ولوله

د نتن یاهو د جګړې کابینه د غزې په مدیریت کې پوره ناکامه ده

  ‏صهیونستي رژیم په غزه کې ځمکنیو عملیاتو لپاره دوه اهداف ټاکلي ؤ: ‏۱ د حماس نظامي ساختار، حکومتي چارچوب، تونلونه او شتمنۍ له منځه وړل. ‏۲ له حماس سره د صهیونستي رژیم بندیان را خلاصول.   ‏له جګړې ۲۳۳ ورځې وروسته: ‏۱ نن حماس په غزه کې روانې معرکې تر څنګ د صهیونستي رژیم په زړه تاریخي ګزار وکړ. له دومره مودې وروسته په داسې سخته جکړه کې له رفح څخه دې وار د صهیونستي رژیم پښې ولړزولې. حماس وتواند چې یهوادان د خپل رژیم په قدرت بې باوره کړي. حماس سیمې او نړې ته دا هم په ډاګه کړه چې د معادلې اساسي لوبغاړي دوی دي. دا ټول د دې څرګند مثال دی جګړه د حماس ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک