ممتاز جهانگير
د ممتاز جهانگير لیکنی
د اوکراین پر سر د نړۍوالو خپل منځي کشمکشونه نورو هیوادونو ته هم غځيږي
ښايي افغانانو ته به اوس دا ثابته شوې وي چې نړۍوال هیڅکله هم په افغانستان کې سیاسي، امنیتي، اجتماعي او اقتصادي ثبات نه غواړي او نه هم هغوی ته د افغانانو په خوښه يو خپلواک اسلامي نظام د منلو وړ دی. متأسفانه نړۍوال په افغانستان کې له نيابتي جګړو پرته له بل هیڅ څه سره علاقه نه لري. فعلاً په نړۍواله کچه د دې هڅه روانه ده چې څنګه يو ځل بيا په افغانستان کې د تېر په څېر د خپلو استخباراتي موخو د حصول زمينه برابره کړي. دوی هڅه کوي له همدې لارې او په اسانۍ له خپلو رقیبانو سره سیالي او زور ازموينه وکړي. له بده مرغه نړۍوال تر ډیره بريده په خپلو شومو موخو کې بريالي شوي دي. فعلاً دا اندېښنه هم موجوده ده چې د اوکراین پر سر د نړۍوالو خپل منځي کشمکشونه نورو هیوادونو ته هم وغځيږي. دې ته پر کتو اړتيا ده چې افغانان د نورو سیاستون...
نور ولوله
په ميونیخ کې نړیوالې غونډې د اوکراین د خلکو زړورتیا په ګوته کړه
په ميونیخ کې نړیوالې غونډې د اوکراین د خلکو زړورتیا په ګوته کړه او ویې ویل چې دوی د خپل ژوند، خپلې ازادۍ، او خاورې لپاره مبارزه کوي او موږ یې په کلکه ملاتړ کوو. خو له بده مرغه په بُن غونډه کې د افغانستان جګړه د ترهګرۍ او افراطیت په نوم تعريف شوې وه، په داسې حال کې چې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ټول افغانان له هر څه محروم شوي وو؛ پرته له جګړې او عام وژلو بل هیڅ حق يې نه درلود؛ الحمدلله افغانانو ډیر په شجاعت او میړانه خپله ازادي او خپلواکي ترلاسه کړه او نړېوال د خپلو نمایشي او دروغجنو شعارونو سره سم له یو تاریخي ماتې سره مخ شول.
...
نور ولوله
ناټو د اوکراین جګړه یوه نړیواله جګړه بولي
د مونیخ له امنیتي کنفرانس څخه داسې انګیرل کیږي چې ګواکې د اوکراین جګړې نړۍ بدله کړې ده. په دې غونډه کې ناټو د اوکراين جګړې ته نړيوالې جګړې نوم ورکړو. د اوکراین د جګړې پر سر د نړۍ د زبرځواکونو ترمنځ سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. په داسې حال کې چې د دې جګړې له کبله تر ټولو زیات اوروپايې هیوادونه له امنيتي او اقتصادي ګواښنو سره مخ دي. له بده مرغه د اوروپا ځيني هیوادونه واک او اختیار نه لري چې خپلو ستونزو لپاره په مستقل شکل د حل لاره ولټوي، یوازې په یو شکل نه یو شکل منحصر او لاس تړلي دي.
حقیقت دا دی چې روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې په اوکراین جګړه کې ماتې وخوري، که روسان په دې جګړه کې مات شول دا به د دوی لپاره یو تاریخي شکست وي او د تسلیمپدو په معنا به وي؛ ک...
نور ولوله
اوس هم ځينې پرديپال امرالله ناصالح ته په خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې کمپاين کوي
د امر ناصالح تر واکمنۍ لاندې ډیری نااهلو، مادیات پرستو، غولېدلو فراري ځوانانو او وکیلانو د خپلې غلامۍ د اثبات لپاره خپل قوم، ملت او ایمان ډېر په کمه بیه خرڅ کړ. آن تر دې چې ځینو «پخو پتیرو!!» د ناصالح بوين اصطلاحات ډېر په فخر کارول او دې هر یو یې د «روند سبز!!» کارتونه هم لرل. د کابل او پکتیا ځينو وکیلانو به ورته کمپاینونه کول. خو بده ورځ چې راغله ټولو کابل پرېښود او غرب ته وتښتېدل. اوس همدغه سرکوزی او فراري مخلوق يو ځل بيا لګیا دی او له اروپا او امریکا نه امر ناصالح ته په خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې کمپاين کوي.
دا که پرديپالنه، غلامي او وطن پلورنه نه وي، نور به څه وي؟
د دوی د حماقت او جهالت لپاره همدا کافي ده چې لا هم امر ناصالح خپل مشر بولي او کمپاينونه ورته کړي.
دې ا...
نور ولوله
دلته هر اشغال تر ماتې وروسته په کرار نه دی ناست، څو يې له افغانانو د خپلې ماتې غچ نه وي اخستی
دلته چې هر اشغال له يوې شرمېدلې تاريخي ماتې سره مخ شوی، تر هغو بيا په کرار نه دی ناست، څو يې له افغانانو د خپلې ماتې غچ نه وي اخستی.
حقیقت دا دی چې د نړۍ پرمختللي هیوادونو په خپلو استخباراتي ايجنسيو او مطبوعاتي اورګانونو باندې دومره پانګونه کړې چې سړی يې آن تصور هم نه شي کولای. هغوی په خپلو استخباراتي تکتیکونو او مهارتونو کې خورا ډېر مسلکي او فعال دي. دا بيخي واضح ده چې په فعلي شرایطو کې جګړه استخباراتي او مطبوعاتي ده؛ او نړۍوالو په هره برخه کې او د هر کار لپاره داسې افراد روزلي او په مهمو موقفونو کې يې داسې ځای پر ځای او نصب کړي چې په خپله همدا ګمارل شوي هم ډېر په دې نپوهېږي چې د څه لپاره او چاته لګیا دي؟ یوازې د خپلې مؤقتي ګټې او کاذب شهرت په نشه کې غرق دي او بس!...
نور ولوله
ملګري ملتونه وايي چې طالبان د ترهګرو ډلو په ځپلو کې پاتي راغلي
ملګري ملتونه وايي چې طالبان د ترهګرو ډلو په ځپلو کې پاتي راغلي، خو زه بيا پدې نظر يم چې طالبان له نړۍوالې ټولنې سره په دې تړون کې ځکه پاتي راغلي چې هغوی د همدغو ترهګرو ډلو حمایت او ملاتړ کوي او د افغانستان پر ضد په خپلو هیوادونو کې ورته ساتنه او روزنه کوي. هغوی ته يې د سیاسي او نظامي فعاليتونو لپاره رسمي دفترونه ورکړي، حتی سیاسي او نظامي مرستې تجهيزات او امکانات ورته برابروي.
د دې ټولو ناخوالو پشمول؛ متاسفانه زموږ غلطو، افراطي او جذباتي سياستونو او فېصلو هم افغانستان په بېلابېلو توطيو کې ښکیل کړی او پر لوی لاس مو دښمنانو ته د لاس وهنې موقع او فرصتونه برابر کړي.
موږ د خطر پر يو داسې نړېدونکي پاڼ ولاړ يو؛ چې که له عقل او سوچ نه کار وانخلو، نو غورځېدل م...
نور ولوله
امریکا او روس هر وخت د افغانستان د سیاسي وضعيت په رابطه خپلو کې جوړجاړی کړی
د امریکا او روسانو تر منځ سیاسي، اقتصادي، او نظامي رقابتونه او اختلافات په خپل ځای، پر هغو بحث نه کړو؛ خو له بده مرغه دغو نړۍوالو ابرقدرتونو هر وخت د افغانستان د سیاسي وضعيت او مسايلو په رابطه خپلو کې جوړجاړی او تفاهم کړی.
پدې مانا چې دوی په خپلو منځونو کې د کمزورو هېوادونو په رابطه د خپلو ملي، سیاسي او استخباراتي ګټو د تامين په خاطر په ډېری مواردو کې مشارکت لري. د همدې مشارکت او سيمه ايزو ګټو د حصول په خاطر دوی مجبور او مکلف دي چې خپلمنځي سیاسي او استخباراتي معاملې وکړي. د دوی لپاره په سیاست کې ناممکنه ده چې له راکړې ورکړې پرته خپلې مشترکې پروژې تطبیق کړي. له پورتني لنډ تحليل مې هدف دا دی چې افغانان باید د نړۍوالو سره یو خپلواکه او متوازنه سیاسي لاره اختیار کړي، ګنې خدای مکړه! د دو...
نور ولوله
د افغانانو تر منځ د يووالي او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړئ
هر مسلمان افغان بايد هڅه وکړي چې د خپل اسلامي مسؤلیت په دائره کې د افغانانو تر منځ د يووالي او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړي، نه دا چې په دې حساسو شېبو کې په تېرو تاریخي بدبختیو ځانونه مشغول وساتي.
دا هېڅ ښه سیاست او پالیسي نه ده چې د تاريخ په تېرو بدبختيو کې مصروف پاتې شو.
موږ د ماضي خلک نه یو چې د ماضي په اړه خپل نامعقول او نامناسب قضاوتونه وکړو او په ملت کې تشنج رامنځته کړو.
زموږ سياسي او اجتماعي مسؤلیت دا دی چې فعلا ټول تمرکز په ملت راټولونه، د حال پر سياست او د اقتصادي بحران په مخنېوي ورټول وکړو او له ستونزو د خلاصون لپاره معقولانه حل لارې ولټوو. خو له بده مرغه زموږ يو شمېر هېوادوال او په ټولنيزو رسنيو کې لږو ډېر مطرح سياسي اشخاص په ماضي کې بند پاتې دي او ټوله ورځ د تېر تاريخ په اړه لک...
نور ولوله
غربيان ډېر عجیب او پېچلی سیاست کوي، داسې چې د ډېرو پرې سر هم نه خلاصېږي
غربيان ډېر عجیب او پېچلی سیاست کوي، داسې چې د ډېرو پرې سر هم نه خلاصېږي. د ایران ملایان يې په خپل لاس راوستل، اقتدار ته يې ورسول او د مسلمانانو په مقابل کې يې استعمال کړل او کله چې هدف ترلاسه کړ، نو اوس يې په زور له اقتدار نه لرې کوي او په ضمن کې غواړي چې په خپل ملت کې يې بدنام کړي.
همدا اوس د امریکا ولسمشر جوبايډن په ډېرې سپين سترګۍ سره وايي چې موږ به ډیر زر ایران ازاد کړو. دا خبره عادي مه ګڼئ! د ایران ملایانو هر څه په واک او انحصار کې نېولي او همدې انحصار امريکايانو ته پلمه په لاس ورکړې چې د ايراني ملايانو د واکمنۍ پر ضد ايرانی ملت تحريک کړي.
د غرب له دې سياست نه زده کړه پکار ده، او نه چې په لوی لاس بيا امريکايانو ته د لاس وهنې فرصت په لاس ورکړل شي...
نور ولوله
له بده مرغه په فعلي حالاتو کې مسلمانانو او افغانانو د خپل عزت او بريا اصلي لاره ورکه کړې
اسلام څوارلس سوه کاله مخکې د نړۍ ټولو انسانانو او په ځانګړي ډول مسلمانانو ته د علم او تعلیم د زده کړې لارښوونه کړې. دا د اسلام او د لومړيو وختونو د مسلمانانو برکت دی چې نن نړېوال په لوړه سطحه ژوند لري.
د اسلام په تاریخ کې لومړی پوهنتون په ۸۴۱ میلادي کال کې د اروپا د اېټالیا سالرنو ښار کې د مسلمانانو له خوا تاسیس شو، حتی د همدې پوهنتون د محصلینو يونيفورم عربي جامې وې او همدغه عربي جامه وروسته د نړۍ په ټولو تعلیمي مرکزونو کې د فراعت په لباس بدل شو او لا تر اوسه ترې استفاده کیږي.
دوهم؛ په نړۍ کې تر ټولو پخوانی یا لومړی د القرویین پوهنتون دی (University of al-Qarawiyyin)
دا پوهنتون په هغه دوره کې چې د اسلام د زرین دور په...
نور ولوله
پردي پال او مجرمين يو ځل بيا داخلي جګړو ته لاره جوړوي
عجیبه ده په خدای؛
د سرتیرو دنده خو دا ده چې د هېواد او ملت له اسلامي او ملي ارزښتونو په تمامه معنا ساتنه وکړي، نه دا چې په هېواد او ملت خپل ځانونه ور تاوان کړي او په پای کې په تاريخي لحاظ خپل ځانونه له يو تور برخلیک سره مواجه کړي او د پرديو په فرمایش او د هغوی ګټو لپاره خپل ملت ووژني او بیا له خپلو بادارانو سره یو ځای له وطنه تېښته وکړي.
متأسفانه پردي پالو او فراري مجرمینو له بهره د خپلو بادارانو پر مټ د جمهوریت د پخوانيو ملېشو د ژغورنې په نوم تحریک او کمپاین په لار اچولی، څو د تېر په څېر یو ځل بیا د پرديو په واسطه هېواد کې د داخلي جګړو اورونه بل کړي. د هېواد ځمکنيو واقعیتونو ته په کتو سره د پردیو په لاس روزل شوې ملېشې په ملت کې هیڅ ځای او ارزښت نه لري؛ برعکس، له داسې حرکتونو نه...
نور ولوله
د اشغال پر وخت جمهوریتوالو او مقاومت جبهې له افغانانو سره نهايي زیات ظلم او لوی خیانت وکړ
سره له دې چې د اشغال پر وخت جمهوریتوالو او مقاومت جبهې له افغانانو سره نهايي زیات ظلم او لوی خیانت وکړ او بېدرېغه يې پر يوه او بله پلمه له تېغه تېر کړل او څه وخت چې د افغانستان اسلامي امارت له لورې ورته عمومي عفوه اعلان شوه، بيا يې هم له خپل خباثته لاس وانخیست او له بهره يې د خپلو بادارانو پر مټ د افغانستان اسلامي امارت پر ضد د دسيسو پر جوړولو شروع وکړه. که افغانستان اسلامي امارت وغواړي او دغه فراري لنډغران له سیاسي او اقتصادي ګواښونو سره مخ کړي، نو لومړی بايد هغه عامه، ملي او شتمني چې دوی په مختلفو لارو قتل او قتال، غارت او غصب سره را ټوله کړې، بايد ترې کنګل او بیت المال ته تسلیم کړي، څو مجبور شي د پردیو سیاستونو او د پرديو لپاره له جګړو لاس واخلي. د تقابل او مخالفت پر ځای له خپلو افغانانو سره بين الاف...
نور ولوله