دوکتور محمد يوسف سليم

No-IMG

دوکتور محمد يوسف سليم

د دوکتور محمد يوسف سليم لیکنی

افغانان

افغانان داسې خلک دي چې د ځمکې د مخ اوبه یې نورو ته بهیږې خو دوی په هر کور کې د څکلو د اوبو لپاره ژوري څاګانې کنلي دي او په وارداتي برښنا پرې اوبه راکاږي. که وارداتې بریښنا پرې قطع شي د څکلو لپاره اوبه هم نلري. افغانان داسې خلک دې چې دښتې يې شاړې او کورونه یې تیاره دې خو سیندونه یې نورو ته بهیږي او دوی پرې د زراعت او بریښنا لپاره بندونه نشې جوړولی. او که د ناکامورا په څیر کوم بهرنی خپل وطن پریږدې او دویته دښتې ابادې کړې وژني يې. افغانان داسې خلک دې چې درې ټریلیون ډالره د مختلفو طبیعي منابعو شتمني لري خو د ولږې له امله خپل بچیان او د بدن اعضا په نورو خرڅوي. افغانا...
نور ولوله

قرانکریم او د ایتونو تدریجې نزول

د قرانکریم ۶۲۳۶ ایتونه تقریبا د ۲۳ کلونو په موده کې نازل شوي دي. یعنې په متوسطه توګه په کال کې ۲۷۱, په میاشت کې ۲۳ او په هفته کې پنځه ایتونه نازل شوي دې. په دې اړوند, سورة الاسرا کې الله (ج) فرمایي "چې مونږ قران لږ, لږ او برخه, برخه رالیږلی دی چې ته یې ښه په مهلت او درنګ سره خلکو ته ووایي او دا قران مونږ په مرحلو نازل کړی دی." الاسرا, ۱۷: ۱۰۶ په سورة الفرقان کې د کافرانو ددې سوال په ځواب کې چې ولې قران پر محمد (ص) په یو ځل ټول نازل نشو, د ورو او تدریجې  نازلیدو حکمت داسې بیان شوی دی: " چې تر څو مونږ ستا زړه پرې ښه ټینګ او  تا پرې ښه پوه کړو. " په تدریجي نزول کې یو لوی حکمت دا ؤو چې صحابه...
نور ولوله

که عمر مو له پنځوس کلنۍ زیاد وې نو لاندې ټکو ته توجه وکړئ

د دوو شیانو څارنه وکړئ: د وینې فشار ته متوجه اوسئ د وینې شکر ته متوجه اوسئ. لاندی اوه شیان کم استعمالوۍ: مالګه خواږه قطیو کې ساتل شوې خواړه سره غوښه د شیدو څخه ایستل شوې خوراکې مواد لکه پیروی, کوچ, پنیر هغه غذاګانې چې د قوت او ودې لپاره خوړل کیږې ګاز لرونکې مایعات. درې شیان ډير خورئ: سبزیجات میوې وچې میوې. درې شیان هیر کړه: د عمر د کلونو شمیره...
نور ولوله

ولې په افغانستان کې پانګې وړې او خورې, ورې دې؟

په افغانستان کې د پانګې اوسنی انفرادې جوړښت کلتوري او اجتماعي عوامل لري چې ځنې يې په مختصره توګه په لاندې ډول دي: ۱ - په رواجې توګه افغانان دیته ترجیح ورکوې چې بل څوک له ځانه سره په کاروبار کې شریک نکړې. په تیره بیا چې پدې کاروبار کې د ګټې امکان زیاد وي. ۲ - د وړو, وړو مشارکو او مضاربو قراردادونه چې عموما د دوو یا دریو کسانو تر منځ کیږې د مشارکې او مضاربې د اصولو په اساس نه وي. په ملکیت, رأس المال, ګټه او تاوان کې د شریکانو فیصدي, د مشارکت یا مضاربت نه د وتلو لارې او نور مهم مسائل پکې مبهم وي. نو لدې امله اکثره مشارکې او مضاربې د طرفینو تر منځ نزاع ...
نور ولوله

بانکونه او د اسهامو بازار

په وروسته پاتې ملکونو کې بانکې سکتور د اسهامو د بازار په مقایسه ډير قوي او پرمختللی وې. د خلکو ډيرې پیسې له بانکونو سره پرتې وي. په پرمختللو او صنعتې ملکونو کې بیا د خلکو ډيرې پیسې په شرکتونو او د اسهامو په بازار کې وي. په افغانستان کې د تولید او صنعت د ودې لپاره لازم فزیکي, قانوني او مقرراتي بنسټونه موجود ندې. نو لدې امله د لویو او حتی متوسطو سهامې شرکتونو د منځته راتګ لپاره زمینه مساعده نده. د خلکو پیسې په عمومې توګه متفرقې او د کاروبار پانګې وړې, وړې دي. واړه داخلې تولیدات او صنعتونه دومره قوي ندې چې د نورو ملکونو د تولیداتو سره رقابت وکړي. په نتیجه کې وارداتې تجارت زیاته وده کوي. وارداتې تجارت بیا پخپل وار سره په داخل کې ...
نور ولوله

په افغانستان کې د پانګې د تشکیل او جوړښت اوسنی وضعیت

زمونږ په ملک کې د پانګې د تشکیل او جوړښت اوسنی وضعیت هغه کوچنیو, کوچنیو څاڅکو ته ورته دی چی خواره, واره دلته او هلته په کاڼو, پاڼو, بوټو, ونو او نورو شیانو پرتې دې. دا څاڅکي یا د بوټو, ونو په واسطه جذب شې, یا يې د لمر وړانګې بخار کړي یا په ځمکه بی قدره تویې شي. ددې څاڅکو د غونډيدو او ټولیدو لپاره لا تر اوسه داسې څه شوې ندې چې له هغوی ویالې یا سیندونه جوړ شي. ځنو ځایو کې پدې پانګو د یو کس کاروبار روان دی. ځنو ځایو کې یې بیا د یوې کورنۍ ټول غړي مصروف کړي دې. ډيرو لږو ځایو کې داسې شوي دې چې نورو ته یې هم د کار او شغل فرصتونه مساعد کړي دي. بانکونو هم دا واړه, واړه څاڅکې او راکدې وړې, وړې پیسې سره ر...
نور ولوله

ملي تجار او ازاد بازار

د ملي لفظ لږ تر لږه دوې معناوې لري. یوه معنی یي په ملک کې دننه ده چې د بین المللي یا نړیوال متقابل مفهوم ترې اخستل کیږي. د ملي بله معنی د وطن سره مینه ده. لدې امله چې دلته تجاران له نورو ملکونو خوراکي مواد او نور توکې راوړي نو دوی بین المللي تجاران دي. له بلې خوا دوی تجارت د خپلو ګټو لپاره کوي او اکثره بی کیفیته توکې او خوراکي مواد وارد او په خلکو یې په لوړ قیمت پلوري. په نتیجه کې دوی په ملک دننه هم د تولید او صنعت ملا ماته کړې ده. نو پدې اساس پدې دواړو معیارونو دوی ملي تجاران ندي. په همدې توګه پدې ملک کې ازاد بازار, نه په واقعي توګه ازاد او  نه هم بازار ...
نور ولوله

چارواکي که مسؤلین

پدې څو کلونو کې د پښتو ژبې د سوچه کولو په نوم د عربي الفاظو لپاره پښتو ټکي جوړ او رواج شوي دي. ایرانیانو له دې مخکې د فارسې ژبې څخه د عربي الفاظو د ویستلو لړۍ شروع کړې وه. په هره ژبه کې د نورو ژبو الفاظ شته او د هغه ژبې له علمي او ادبي غنا سره یې مرسته کړې ده. پښتو او دري ژبې هم له عربې ژبې ډير الفاظ راخېستې دي. عربي ژبې نه یوازې دا دواړې ژبې په علمي او ادبي لحاظه غني کړي دي بلکه ددې تر څنګ يې دواړه ژبې سره نږدې او زمونږ د ملي وحدت سره یې هم مرسته کړې ده. که له پښتو او دري ژبو عربي الفاظ وویستل شي او ځای يې په نوو جوړ شوو الفاظو ډک شي د دواړو ژبو ادبي او علمي غنا به کمه, د دواړو تر منځ به فاصله/واټن زیاد او ملي وحدت به مو هم ...
نور ولوله

د افغانستان د راتلونکي اسلامي حکومت په وړاندې دوه مهمې اقتصادي ننګونې

متاسفانه افغانستان له مودو راهیسي د ژورو اقتصادې ستونځو کړیږي. جګړې, اداري فساد, ازاد بازار, د اقتصادي بنسټونو نشتون, کمزوری صنعت او د تولیداتو ښکته سطحه, او نورو عواملو د ملک د اقتصادي پرمختګ مخه نیولي او پراخې بیکارۍ او فقر ته یې لاره هواره کړې وه/ده. خو هغه دوه مهمې ننګونې چې د راتلونکي اسلامي حکومت سملاسي توجه غواړي دادي: ۱ - د بانکي هجوم یا Bank Run مخنیوی. د تیرو څو هفتو راهیسې هغه خلک چې په بانکونو کې پیسې لري د روان سیاسي وضعیت له امله یا په بانکي نظام بې اعتماده شوي دي او یا هم غواړي بهر ته ولاړ شي. دوی غواړي چې خپلې پیسې له بانکونو راوکاږي...
نور ولوله

د کابل - جلال اباد سرک یا د په مرګ لاره د ترافیکي پیښو څو لاملونه او وړاندیزونه

له ډيرو کلونو راهیسې د کابل - جلال اباد په لاره تقریبا هره هفته د خونړیو پیښو خبرونه اورو. پرون په همدې لاره په یوه خونړي ټکر کې د نورو کسانو تر څنګ د ننګرهار د پوهنې د ریاست معاون استاذ سید عیسی خان او د هغه زوی او وراره هم خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ (الله ج دې د ټولو شهادت قبول کړي). په لاندې کرښو کې غواړم په مختصره توګه ددې ترافیکي پیښو ځنې عوامل په ګوته او څو وړاندیزونه وکړم. عوامل ۱- ددې لارې اکثره ډریوران د ډریورۍ په اخلاقو او قوانینو نپوهیږې. څه محدود ډریوران چې د ډریورۍ په اخلاقو او قوانینو پوهیږې, عمل پرې نه کوي. ۲ - اکثره ډریوران پ...
نور ولوله

د اجتماعی بدلونونو لار

په یوه ټولنه کی اجتماعې, اقتصادې او سیاسې تحولات او بدلونونه هغه وخت اغیرمن وې او مثبتی پایلې لري چی نوموړې بدلونونو خپله طبیعی لار وهلې وي. د تحولاتو میوه هغه وخت خوږه وې چې د وخت د مختلفو موسمونو په سړو او تودو کی ورو, ورو  پخه شې, په خپل مناسب وخت کی راټوله شې او په خلکو وویشل شي. هغه میوې چې د وخت له مخه راټولې شي, خامی وې. خامی میوې که په اومه شکل وخوړل شې او یا په مصنوعی توګه پخې شې, د انسان صحت ته ضرر رسوې. همدارنګه هغه تغیرات چې خلکو په طبیعي توګه نه وې منلې او په زوره پر هغوی تحمیل شوې وې, ملتونه او اولسونه په ډول, ډول اجتماعې, اقتصادې او سیاسې امراضو او مشکلاتو اخته کوي...
نور ولوله

د ټيل ماټيل رواج

تلویزیون ته ناست وو، حجره له مېلمنو ډکه وه، د کابل پاېلې اعلانېدې، زهٔ پکې ناکام وم، د ارام ساه مې واخیسته،  د دوه لارو پر منځ کې تر شته اضطراب او معلق او ځوړند حالته هغه بده او ناکامه لاره ښهٔ وي. د دندې په لټه شوم. ملګري مې پهٔ ذهن کې را وګرځول، د دوی موقف مې وتلهٔ، له ما سره په ملګرتیا/اړیکو باندې مې یې فکر وکړ... جوړ داسې یم، چې مثبت دې یم، ښهٔ نظر مې درلود، منفي انرجي به مې ولې خوروله؟ لیدل پېل شو. د جمهور رییس سلاکار استاد اسدالله غضنفر ته مې زنګ وکړ... استاد غضنفر مې استاد پاته شوی دی او په علم کې یې زموږ خاصه برخه کړې ده. استاد د تاریخ برخه او تاریخ ساز بنیادم دی، چې غږیږي، تهٔ وا کتابخانې ژبه کړې ده. مو...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟