حمد الله فطرت
د حمد الله فطرت لیکنی
زه له الله څخه شرمیږم چې، هغه پر ما دومره کرم وکړ او زه دې ورباندی بخیلي وکړم
یوه ورځ عمر بن عبیدالله(چي په سخا کي یې ځانګړی شهرت درلود)بهرته راوتلی وو. پر لاره پر یوه باغ تیریدی چي، یو ځوان یې ولیدی چي د باغ د دیوال بیخ ته ناست دی ډوډۍ خوري. په دې کې یو سپی ددې ځوان خواته راغی، پر پښو یې سر کیښود او ورته کتل یې...ځوان یوه ګوله سپي ته وراچوله او یوه به یې پخپله خوړله... عمر ورته کتل؛ د ځوان دې کار ته فکر یووړ... ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: دا سپی ستا ده؟
: نه!
:نو بیا ولې یوه ګوله خپله خورې او بله سپي ته وراچوي؟!
: زه له خدایه شرمیږم، چې ډوډۍ خورم بل څوک راته ګوري او په ډوډۍ یې راګډ نه کړم...!
عمر ته د ځوان خبرو خوند ورکړ، ورته ویي ویل:...
نور ولوله
کاش چي د اُحد غر خبرې کولای
د احد غره که خبرې کولای شوای نو دې تلپاتي صحابي به د رسول الله ﷺ په اړه هغه ټولې کیسې کړې وای چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې یې مشاهده کړې وې.
احد به راته د رسول الله ﷺ د میړانې استقامت او ایثار هغه کیسې کړې وای چې د احد په غزا کې یې له خپل دین او اسلامي ریاست په دفاع کې تر سره کړې.
د هغه ﷺ له مبارک جسد څخه را بهیدلې وینې به یې یادې کړې وې
احد به موږ ته د حق او د باطل تر منځ هغه خونړۍ معرکه په خورا ښه توګه بیان کړې وای.
د غشو شڼا، د تورو خرپا او د کفر د لښکرو د سرکوبي بیان به یې کړی وو. ویلي به یې وو چې څنګه د اسلام لښکر د تجاوزګرو مشرکینو په دفاع کې لکه بنیان مرصوص محکم ودریدل، څرنګه یې په دې لاره کې سرونه نذرانه کړل...
نور ولوله
ولې رسول اللهﷺ خپله لکړه یا عصا حضرت عبدالله بن أونيس رضي الله عنه ته ورکړه!
د مکې په مشرکینو کې د هذيل قبیلي مشر خالد بن سفيان الهذيلي شاوخوا زر تنه تکړه ځوان جنګیالي را ټول کړل او د رسول الله ﷺ د ترور اراده یې درلوده.
دا خبر مدینې ته راورسیدی، رسول الله ﷺ چي دا خبر واوریدی موسک شو او ویې فرمایل: خالد الهذيلي زما د وژلو پلان جوړوي مګر په الله قسم چي زه به دی وژنم!!
څوک شته چې د خالد الهذيلي سر راوړي او جنت وګټي!
رسول الله ﷺ چي اعلان وکړ ټول صحابه رضوان الله علیهم له ځایونو نه پاڅیدل!
عبدالله بن أونیس غږ کړ ویل څوک چي یې سر راوړي د هغه انعام څه دی!؟
رسول الله ﷺ وفرمایل د هغه جایزه جنت دی!
عبدالله بن أونیس ویل بس زه یې ...
نور ولوله
سوق المناخة
د مدینې منورې هغه بازار دی چي د لومړي ځل لپاره یې رسول الله ﷺ بنسټ کیښود.
کله چي د مدینې منورې په عمومي بازار کي د یهودو له ناروا ټکسونو، د مالونو احتکار او لوړو قیمتونو څخه مسلمانان په تنګ شول نو رسول الله ﷺ د نبوي مسجد لویدیځ اړخ ته د مسجد غمامه څخه پیل او تر سقیفه بن ساعده پورې میداني د مسلمانانو لپاره د ځانګړي بازار په توګه انتخاب او نقشه یې جوړه کړه.
په دې بازار کې مسلمانان له هر رنګه ټکس او باج څخه پرته خپل توکي پیرل او پلورل، بازار ته به یې سهار د پلورلو توکي راوړل ترماښامه به یې پلورل... په دې اقتصادي ګام اوچتولو سره مسلمانانو وکولای شول د یهودو اقتصادي انحصار او مالي احتکار مات کړي.
دا بازار اوس هم شته او د م...
نور ولوله
پر مشرکینو د رسول الله ﷺ اقتصادي حصار
د بواط غزا - ۲هـ
په دې دره کي چي بـواط ورته وایي د رسول الله ﷺ دوهمه غزا همدلته واقع شوې وه.
دا سیمه د مدینې منورې شمال لویدیځ لوری ته پرته ده، دلته به د قریشو تجارتي کاروانونه تیریدل، ددې غزا د پېښیدلو سبب هم د قریشو هغه کاروان وو چې پر ۲۵۰۰ اوښانو مشتمل وو او سل تنه ساتونکي ورسره وو او له همدې لارې مکې ته روان وو، رسول الله ﷺ ته چې د کاروان دقیق خبر ورسیدی له دوه سوه کسیز لښکر سره له مدینې راووت؛ د لښکر بیرغ سپین وو او سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه پر اوږه اخیستی وه. د مسلمانانو لښکر دلته په وادي بواط کې مخه ورته ونیوله، خو د قریشو د کاروان څاروان چې امیه بن خلف وو له برید څخه خبر شو او د کاروان لاره یې بدله کړه...
...
نور ولوله
له صحابه کرامو سره د محمد ص مينه، مشوره او مالي مرسته کول
له (ذات الرقاع) څخه د راستنېدو پر مهال د رسول اللهﷺ او جابر بن عبدالله رضي الله عنه تر منځ له مکالمې او مجلس څخه دا ښه جوتيږي چي رسول اللهﷺ له خپلو اصحابانو سره څومره مينه درلوده او څنګه يي ددوي د ژوند په چارو ځان خبراوه، څرنګه مشورې يې ورکولې او څرنګه يې د هغوی مالي مرسته کوله.
راځئ دغه مکالمه په ګډه ولولو:
جابر بن عبدالله رضي الله عنه وايي:له رسول اللهﷺ سره (ذات الرقاع) غزا ته تللی وم، پر خپل کمزوري اوښ سپور وم، چي مزل پيل شو ورو ورو زما اوښ شاته پاتيده، تر دې چي له رسول اللهﷺ سره يوځای شوم راته ويې فرمايل: څه کيسه ده جابره! ولي دومرهوروسته پاتي يې؟
ورته ومې ويل: يا رسول الله ددې اوښ له کبله وروسته شوي يم. رسول اللهﷺ وفرمايل: خې يې کړه ما مې او...
نور ولوله
د قیس بن سعد (رض) لخوا د پور بخښل
قیس بن سعد بن عباده رضی الله عنهما:
قیس بن سعد(رض) ناروغ وو، ډیر لږ خپلوان یې عیادت او پوښتنې ته را غلي وو، قیس له خپلې ښځې څخه وپوښتل چي دا څه وجه ده هیڅوک پوښتنې ته رانغلل؟
هغې ورته وویل: پر اکثرو یې ستاسو پورونه باندې دي، نو ښایي شرمیږي به
قیس وویل: خدای دي دا مال ورک کړي چي له کبله یې نن زما دوستان زما پوښتنې ته نه راځي، او له دې وروسته یې یو کس ته وویل چي په ټوله مدینه کي اعلان وکړي؛ پر هرچا چي د قیس پیسې قرض باندي دي هغه یې وربخښلې...
تر ماښامه د عیادت کونکو د ګڼې ګوڼې له کبله د قیس د کور د دروازې چارچوب مات شو.
سخاوت د پیغمبر یاران
د سيرت له درېڅې
...
نور ولوله
د سیدالشهداء سیدنا حمزه رضی الله تعالی عنه د اسلام حماسي کیسه
(حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنه د رسول الله ﷺ تره او رضاعي ورور وو، چی یوازي دوه کاله ترې مشر وو.)
رسول الله ﷺ له صفا سره یوازې ناست وو چي ابو جهل راغی، د خدای دښمن خوږ پیغمبر ته ډیرې سپکې سپورې وویلې او په تیږه یې پر سر وویشت، ابوجهل د قریشو ټولۍ ته لاړ تر څو قریش پخپل دې پست عمل خبر کړي.
حمزه رضي الله عنه لینده په غاړه له ښکاره راروان وو، یوې مینځې دا صحنه لیدلې وه حمزه ته یې وویل: نن په حرم کې ابو جهل ستا وراره ته ډیرې سپکې سپورې وویلې، خو محمد یې هیڅ ځواب ورنکړ او ولاړ... حمزه چي دا مهال لا اسلام نه وو منلی خو رسول الله ﷺ سخت ورباندې ګران وو، سخت غوسه شو او په ابو جهل پسې ورغی، هغه د قریشو او خپلو خلګو په منځ کې...
نور ولوله
د خالد بن ولید رضی الله عنه د اسلام کیسه
یوه ورور پوښتنه کړې وه چې ګني خالد رضی الله عنه له فتح مکې وروسته مسلمان شوی که مخکې؟
خالد بن ولید له صلح حدیبیه وروسته او تر فتح مکې شپږ.میاشتې مخکې مسلمان شوی د مسلمانیدلو یې ډیره مشهوره کیسه ده.
کله چې له صلح وروسته مسلمانانو ته د صلحې له مخې دوباره د عمرې کولو اجازه وشوه، او مسلمانان مکې ته په احرامونو کې داخل شول نو خالد رضی الله عنه له مکې ووت ویل یې زه مسلمانان په مکه کې نشم کتلای... د خالد ورور ولید بن ولید دا مهال مسلمان شوی وو، رسول اللهﷺ له ولید څخه د خالد بن ولید پوښتنه وکړه هغه ورته کیسه وکړه چي هغه له مکې وتلی دی، رسول اللهﷺ وفرمایل: خالد یو هوښیار سړی دی، څنګه له دومره عقل سره بیا هم له اسلام نه لیري پاتي شوی، په الله قسم که دی موږ ته راغی موږ به یې اک...
نور ولوله
د روژې ۱۷مه د بدر غزا
په کثیب ریګن غره کې د اسلام لښکر ټوله شپه د الله په ځانګړي کرم په نا محسوس ډاډ سره خوب کړی وو، او بل خوا د لات او منات پیروانو ټوله شپه له ډار او هیبت څخه ویښه تیره کړې وه. عجیبه دا هم وه چې دلته پر مسلمانانو دشپې داسي ورو او پسته وور باران شوی وو چې نه یوازې دا په تکلیف کړي نه وو بلکه ریګونه یې تخته کړي وو، ډنډونه یې جوړ کړي وو چې مسلمانانو ترې د څښاک او اودسونو لپاره استفاده وکړه، خو همدې وریځې د مشرکینو پر سر داسي طوفاني باران اورولی وو چې د لښکر ټول نظم یې ګډوډ کړی وو.
د روژې اولسمه ورځ وه صفونه وتړل شول، رسول اللهﷺ پخپله غازیان پر صفونو برابرول او دا لومړی ځل وو چې عرب په صف کې منظم جنګیدل.
غښتلی فوځي او جنګي تکتیک:...
نور ولوله
دا قليب بدر دی
د بدر تر غزا وروسته د ابو جهل په شمول د مشرکینو د مشرانو مړي یې قلیب بدر په نوم کوهي ته ورواچول
رسول اللهﷺ د بدر میدان له ګټلو وروسته درې شپې نورې هم په بدر کي پاتي شو، له معرکې ګټلو وروسته سمدستي یې مدینې ته زیری ولیږی.
شهیدان یې د معرکې په میدان کي خاورو ته وسپارل او د مشرکینو مړي یې قلیب بدر کې امبار کړل.
بیا یې د مشرکینو د مشرانو نومونه یو یو اخیست او فرمایل یې: ایا تاسو هغه څه وموندل چې وعده درسره شوې وه؟؟
په الله قسم ما خو هغه څه وموندل چې الله یې وعده راکړې وه
صحابه و وپوښتل: ای د الله نبي ته له مړو سره خبرې کوې؟
رسول اللهﷺ وفرمایل: دوی اوري خو ځواب نشي راکولای بل روایت کي دي چي: ...
نور ولوله
د حضرت عمر رضی الله عنه دژوند یوه په زړه پورې کیسه
أمیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه غوښتل چې أم کلثوم د ابوبکر صدیق رضی الله عنه له لور سره نکاح وکړي، نو عایشې رضی الله عنها ته یې کس ورولیږی، هغه ډیره زیاته خوشاله شوه، ژر ورغله تر څو پر خپلې کشرې خور زیری وکړی چې أمیرالمؤمنین یې ځان ته غواړي... خو د أم کلثوم ځواب حیرانونکی وو: زه په عمر څه وکړم؟!!! هغه یو ځیږ طبع، سخت دریځه، او غوسه ناک انسان دی!!! په سر کې یې د رعیت له خیال او فکر پرته نور څه نشته!!! او زه ځوانه یم، زه غواړم له یوه همځولي سره واده وکړم، داسي ځوان چې مینه ناک وي او پرهیزګاره وي.
عائیشې رضی الله عنها ام کلثوم سخته ملامته کړه، ورته ویې ویل چې هغه یو ستر شخصیت دی، عمر! د مسلمانانو امیر!!!
ام کلثوم ته غوسه ورغله او ویې ویل: که ما مجبوروې او...
نور ولوله