سيد سميع الله راشد

No-IMG

سيد سميع الله راشد

د سيد سميع الله راشد لیکنی

پاسخی به هذیان ګویی عثمانزاده رئیس حزب دیموکرات تاجکستان در باره برادر مجاهد حکمتیار!

این جناب در شبکه شیطانی و تفرقه انداز (افغانستان انترنشنل) در جریان ګفتګو بسیار جرأت غیر اخلاقی نموده و برادر مجاهد حکمتیار را رباه لنګ خطاب کرده! به این آقای می ګویم: در باره برادر مجاهد مان از پدر بزرګ ات ( اتحاد جماهر شوری) بپرسید! که امروز آدرس اش در جغرافیه محدود به نام روسیه شهرت دارد! در باره شخصیت این ابر مرګ بی درنګ جواب خواهد داد که ( شیر مرد جهان اسلام). نام این ابر مرد در تاریخ بدنام پکت وارسا جستجو کنید! که به کدام نام شهرت دارد؟ شما که امروز ملت ما را به زور پدرت تهدید می کنی؛ آنان توان رویا روئی با ما ندارد آنها ما را شناخته! خو شما آنقدر احمق و جاهل هستید که تا همین حالا هم در این حقیقت پی نبردید که پدرت تسلیم شده ای برادر مجاهد حکمت یار هسته!...
نور ولوله

نړۍ د څومره بد سیرته او بد فرهنګه انسانانو په لاس لوېدلې ده؟!!

نه یواځې دا چې بایډن د متحده ایالاتو جمهور رئیس بلکې دا په نړیواله کچه د ستر اقتصادي، سیاسي او نظامي ځواک د رهبرۍ او قیادت یواځنئ موقف هم دئ. ولې د اخلاقو، تمدن او تهذیب له پلوه دومره ناروغ او ځوړ خلک دي، چې په شعوري توګه حیوان له ځان دروند ګني! نه یواځې دا چې حیوان ته ئې د خپل ځان مشابه آن تر ځان پراخ او غوره ځای جوړ کړئ؛ بلکې په دې حیوان د انساني جنس عفت هم ګواښي!!! دا خو لا څه چې آن د ډوډۍ په دسترخوان ئې هم شریک دئ!! د کورني نظام د نشتون له امله د ماشومانو سره د عاطفې او مینې غریزه هم په همدې حیوان مشبوع کوي! همداسې چې ماشوم خپل مور او پلار د عاطفې له مخې ښکلوي دوی دا کار له حیوان سره کوي!!! د ښځو حقوق او عفت د همدې حیوان تر سینه لاندې کوي!! نه یواځې دا...
نور ولوله

د فرانسې په جماجم موزیم کې څه ساتل کیږي؟!

جماجم (د کوپړیو موزیم) په فرانسه کې موقعیت لري. په یاد موزیم کې د ۴۰۰ هغو مسلمانو عالمانو د سر کوپړۍ ساتل کیږي، چې د فرانسوي استعمار په دور ۱۹۱۷ م کال کې په الجزایر، تونس، المغرب او موریتریا کې لومړئ شهیدان شوي او بیا ئې سرونه د افتخار په بڼه فرانسې ته وړل شوي او هلته ئې ترې ستر موزیم جوړ کړئ دئ. په کال ۱۸۵۲م د فرانسې عسکر د الجزایر الأغواط سیمې ته ور ننوتل او د یادې سمیې دریمه برخه وګړی چې زیاتره پکې عالمان ؤ په یوه شپه په اور کې واچول او وریت ئې کړل. په یاد هیواد کې د ۱۹۶۰ او ۱۹۶۶ کلونو تر مینځ د فرانسوی یرغلګرو له خوا ۱۹ اټومي بریدونه ترسره شول. ۲۷ نه تر ۱۰۰ زرو پورې کسان پکې په خاورو کې ورک او د شهیدانو تعداد له حسابه وتلی ؤ. ...
نور ولوله

آیا دا سپین سرې مور لومړی انسان بیا ښځه نه ده؟!!!

د غربي نړۍ استبداد، ظلم او وحشت په همدې مزین نقاب پوښل شوئ دئ. په اسلامي ملکونو کې تېر او روان بشري ناورین ئې په همدې دروغجن شعار له خلکو پټ ساتلی دی. د نړۍ ټول چاپي او تصویري مطبوعات ئې تر خپل ژور تأثیر لاندې را وستلي دي. د دوی په لاس هر رنګه ظلم او وحشت د بشر پالنې په نوم تر اذهانو رسیږي. د خپلو ناولو اهدافو لپاره هر جنایت ته د بشر دوستۍ نوم ورکوي. د دوی د بمونو لاندې وژل شوي، ښځې، ماشومان او بې دفاع وګړي نړیوال ترهګر یادیږي. او خپل ناروا جنګ ته د بشر پالنې پر بنسټ نړیوال مشروعیت وربښي. د نړۍ په کچه روان کشمکش په خاصه توګه د اسلامي نړۍ تنوریزه غېږه نه د کوم خاص تمدن او ایدیالوژۍ له آدرسه روان دئ او نه هم غربي ولسونو د روان نړیوال بشري ناورین پر دوسیه د صحت مهر اېښودلی. غربي ولسونه تر موږ زیات محکوم دي. هغوی په خپل ژوند...
نور ولوله

د قیادت پر وړاندې د سپاهي مسؤلیت!

اسلامي قیادتونه د مسلمانو ملتونو لپاره د اطمئنان پنډ څلي دي. همدا شان د اسلامي دعوت په خپراوي کې د ملاتیر حیثیت لري. د هغوئ بقا اسلامي دعوت له انقطاع ژغوري. ملتونه له تشتت او بېلوالي ژغوري او همدا شان د هغوی په یووالي کې خورا ګټور تمامیږي. هغه مسؤلیتونه چې د اسلامي حرکت یو لاروی ئې د خپل قیادت پر وړاندې لري خورا زیات او درانده دي. دلته یوازې یو مسؤلیت د رسول الله له مطهر سیرت د بېلګې په توګه را اخلو: د مکې قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت تصمیم ونیو، هغوی مصمم ؤ چې هر څومره زر دا روښانه څراغ تت کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شوم پلان پر وړاندې خورا حکیمانه تصمیم ونیو. هغه مبارک له مکې د وتلو پرېکړه وکړه. ترتیب ئې داسې جوړ کړ چې د سفر ټو...
نور ولوله

څه د پاسه د څلویښتو هیوادونو بربنډه غلامي د پاکستان په شکمنه غلامۍ پټه شوه!!!

دا جنابان د پاکستان سره په نمایشي ناسالم رقابت کې غواړي ځان د ملت خواخوږئ او محبوب معرفي کړي! د افغانستان په اوسني سلیقوي سیاست کې دا د مشهورتیا او مطرح کېدو لپاره د راز ټکئ دئ چې باید له دولتي سټېج د پاکستان په خلاف خوله وازه کړي، دا کار لومړئ محب کاوه چې څه ناڅه خپل اهداف ئې پرې خپل کړل! اوس طالح دا کار شروع کړئ، غواړي خپلې غږېزې ویډیوګانې په تاریخي آرشیف کې خوندي کړي، چې سبا ملت ووائي، چې همدا سړئ د هیواد د ملي منافعو یواځنئ وارث ؤ!!! سبا که ووژل شي هم نو به د ملت شهید وي؛ لکه نجیب!! لومړئ باید خپل موقف واضح کړم؛ تر څو د پنجابي ټاپه مو په تندي ونه لګیږي! د پاکستان د هر رنګه سیاسي او نظامي مداخلې دومره مخالف یم، چې فکر کوم په ټول ملت کې به دا درد یواځې&n...
نور ولوله

وائي فقر کفر نه دئ؛ خو سبب د کفر دئ!

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله دعاء کوله نو له کفر ورسته به ئې له فقر پنا غوښتله، مطلب دا چې له کفر ورسته لویه فتنه فقر ده. افغان ولس اوږده موده تر شدید فقر لاندې ژوند کړئ، د دوي ټول مادي او معنوي حقوق د بد سیرته غلامانو له خوا مستعمره شوي. علاوه پر دې  په داسې خطرناک جهل کې ساتل شوئ، چې تر اوسه د دوست او دښمن تر مینځ توپیر نشي کولای، زیات شمېر ئې د ژور جهل په نېشه کې د غربي اجیر ملېشو اتڼ ته ګډا کوي!  زیات شمېر بیا د افغانستان له اوږدې کشالې تجربه لري او نه غواړي خپله انرژي د بل چا د نا مشروع موخو په پار وکاروي. خو شدید فقر او د اولاد نفقې دې ته مجبور کړي، چې د یو چا نا مشروع غوښتنې په ځان ومني او د هغوي په دفاع کې سلاح غاړې ته واچوي. لا...
نور ولوله

د فلسطیني خبریالانو او افغان اسلامپالو حسابونه ولې بنديږي؟

وټس اپ ولې د لسګونه فلسطیني خبریالانو حسابونه "بند" کړي؟ فرانس پرېس خبري اژانس د فلسطیني خبریالانو له خولې ویلي، په غزه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ له نږدې یوولس ورځنۍ جګړې وروسته وټس اپ د لسګونه خبریالانو حسابونه بند کړي دي. په دوی کې دوه د فرانس خبري اژانس خبریالان دي چې په غزه کې یې کار کاوه. په قدس،‌ لوېدیځه تړانګه او غزه کې نورو خبریالانو هم ویلي چې د وټس اپ حسابونه یې بند شوي دي. په غزه کې د الجزیرې تلوېزیون خبریالانو ویلي، د وټس اپ حسابونه یې تر بندېدا او فیسبوک ته- چې د وټس اپ ملکیت لري، تر شکایت وروسته بېرته فعال شوي دي. د فلسطیني خبریالانو د ټولنې ...
نور ولوله

اخلاقي ناروغي که فحشا ته بلنه؟!

دا کس د کابل حکومت یو مقام بلل کیږي، په حکومت کې سم نیم سهم لري، په واز کومي له غلام جمهوریت د دفاع چېغې وهي او همدا شان ئې ارزښتونه د دین په ستنو ولاړ تلقینوي. په داسې حال کې چې د فیسبوک پر سمي پانه ئې داسې نشرات کیږي؛ چې په اصطلاح کوچه ګشت بې بندوبار ځوانان ئې هم په خپل آدرس له نشرولو شرمیږي. دا کار ئې له دوه معناوو خالي نه دئ؛ یو دا چې په افغاني ټولنه کې د بد اخلاقۍ درس ورکولو برنامه پر مخ وړي او همدا مأموریت ورته سپارل شوئ، تر څو زموږ د ملت یوه لویه کتله ځوانان  له همدې نه په الهام اخیستلو سره ورته نشرات په عمل کې ثابت کړي. ځکه دا تصویر تر شا د عملي بد اخلاقۍ برنامه تمثیلوي، هغوی وائي چې زموږ زمام ټیکه داران دا کار کوي نو موږ خو باید دا کار وکړو. اصلاً ئې اعتقادي اړخ ته توجه نه کوي او یا هم اعتقاداً ورته جواز ور...
نور ولوله

تمه ده چې ومنل شي!؟

موده مخکې مې د شهادت ورځپاڼې یو کلیکسون مطالعه کړ، په دې کوچني کلیکسون کې د د روسانو له شکست بیا د پرچم دولت تر سقوط پورې آن د مجاهدینو تر انتقالي دورې پورې د روانو جریاناتو په اړه بحثونه د رهبرانو طرحې او نظریات را غونډ شوي ؤ. د مطالعې په پیل کې مې نیت همدا ؤ، چې ځان پو کړم او په بشپړه توګه بېطرفه قضاوت وکړم، تر څو سپین او تور یو له بل سره جلا کړم. اخیرې برخې ته ورسېدم، د موقت ادارې پر سر د جهادي رهبرانو ناندرۍ د بحث مهم ټکي ؤ. د مطالعې په جریان کې عملي سحنې ته د ننه شوم، حالت مې په زهن کې یو وهشتناک انځور ترسیم کړ، تش په نوم د جهاد ټکه داران راته د تورې شپې غله وبرېښېدل، داسې چې د چوکۍ او اقتدار د لېونۍ مینې په جنون کې ډوب ؤ، د دې لېونۍ مینې جنون داسې نېشه کړي ؤ، چې موخې ته د رسېدو لپاره ئې له هیڅ رنګه ظلم، زیاتي او د ...
نور ولوله

د بشري نسل وژنې عاملین څوک دي؟، عثماني خلافت؛ که نړیوال کفر؟

دا پوښتنه په داسې حال کې د مسلمانو ځوانانو په ذهنونو کې را ولاړېږي، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پوره ۱۰۶ کاله تېرېږي، په داسې حال کې چې د جګړې لاملین هم کفري هیوادونه ؤ، د جګړې یو لورئ آلمان او متحدین ئې او بل لورئ روسیه، فرانسه او برطانیا ؤ. جګره په ۱۹۱۴ کال کې د بالکان په هیواد کې د المان او روسیې تر مینځ پیل شوه او ورپسې نور کفري هیوادونه د خپلو منافعو د حفظ په موخه جګړې ته ننوتل، یادې جګړې څلور کاله دوام وکړ، ۴۳ میلیونه کسان پکې ووژل شول، ۵۷ میلیونه کسان زخمي او په میلیونونه خلک معیوب او بې ځایه شول. عثماني خلافت د خپلې امپراطورۍ د قلمرو ساتلو په موخه د فاعي جګړې ته ور د ننه شو. د یاد خلافت غشي د آرمانیا د هغو عسکرو په وړاندې له لېندۍ ووتل چې غو ښتل ئې د عثماني خلافت لمنه ور ټوله کړي، په ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶ کلونو کې د آرمانیا ا...
نور ولوله

له غرور ډک تجاوز 11-7-2001 تر شرمناک شکست 11-7- 2021!

تریخ یادښت! د ښوونځي په دریم ټولګي کې مې زده کړې کولې، د خپل عمر په لسم پسرلي مې قدم اېښئ ؤ، خپلو درسونو ته مې خورا توجه کوله، له خپلې مور به مې د کورنۍ معلمې په توګه زده کړې کولې، د بی بی سی خپرونې خورا په درز کې روانې وې او همدا شان په دې وخت کې د مؤثق خبر معتبره مرجع پېژندل کېده، د امریکې د چاودنې خبرونه خورا ګرم ؤ، په مسجد کې ملا صاحب او په پوله دهقان خپله خوله پرې سړوله، بېلابېل نظرونه وړاندې کېدل، د وحشت یوه فضا خوره وه، دا خبره به راته ډیره درنه پرېوتله چې ( امریکا په افغانستان حمله کوي) زما ذهن به خورا ستړئ شو له مور به مې وپوښتل· امریکا په افغانستان کې څه کوي؟ مور به راته ویل: زویه دوی په مسلمان پسې راځي لکه روسان! د اسلام ورکول غواړي! خو دوی به هم لکه روسان داسې تباه شي! ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک