شرر ساپی

No-IMG

شرر ساپی

د شرر ساپی لیکنی

عراق: د دجلې سیند کې یو ښار راپیدا شوی چې 3,400 کاله لرغونتوب لري

په عراق کې د د جلې سیند بې ساری کم شوی دی، د کمېدو په سبب په کې یو ښار راپیدا شوی چې 3,400 کاله لرغونتوب لري، په دې ښار کې یوه کلا موندل شوې، چې د دیوالونو اوږدوالی یې ۶ متره ته رسیږي، بیلا بېل پوړونه لري، خټینې تختې په کې موندل شوي چې په مسماري لیک پرې لیکل شوي دي، له دې سربېره خټین لوښي هم په کې موند شوي دي. رسول الله علیه السلام د دجلې د اوبو د کمېدو وړاندوینه کړې او دا یې د قیامت له علامو څخه شمېرلی دی.  د ابوهریره څخه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (لا تَقُومُ السَّاعَةُ حتَّى يَحْسِرَ الفُراتُ عن جَبَلٍ مِن ذَهَبٍ، يَقْتَتِلُ النَّاسُ عليه، فيُقْتَلُ مِن كُلِّ مِائَةٍ تِس...
نور ولوله

د زینب رضی الله عنها د خاوند ابوالعاص د مړ کېدو انځور

په ادبي او هنرې ژبه ابوالعاص په خپله بستره کې پروت دی، احساسوي چې په لړو کې ژوند کوي، نه په ژوندیو کې او نه په پاتې شونو کې حساب دی، ترې چاپېره خلک ویني او په عین وخت کې هغه ملګري هم ویني چې په تلپاتې سفر ترې تللي دي. د هغې امامه لور، حسن او حسین ترمنځ يې توپير نشته چې په اننګیو یې اوښکې بهیږي او هغه دواړه ورته له درد نه په ډک نظر ورګوري، علي بن ابي طالب پرې ورټيټ شوی دی په ډېر لطافت يې پوښتي چې صحت يې څنګه دی. ماضي یې له حاضر سره ګډه شوې ده، مړي له ژوندیو او ژوند له مرګ سره ګډ شوی دی، په وجدان کې یې د فاطمې غږ وشرنګېده، علي بن ابو طالب ته سپارښتنه کوي او خپل روح خدای ته سپاري، ورته وایي د زینب خوږه لور دې د هغې له مړینې وروسته په نکاح کړي، دې غږ ورته انرژي ورکړه، مړاوې سترګې يې...
نور ولوله

عراق: د دجلې سیند کې یو ښار راپیدا شوی چې 3,400 کاله لرغونتوب لري

په عراق کې د دجلې سیند بې ساری کم شوی دی، د کمېدو په سبب په کې یو ښار راپیدا شوی چې 3,400 کاله لرغونتوب لري، په دې ښار کې یوه کلا موندل شوې، چې د دیوالونو اوږدوالی یې ۶ متره ته رسیږي، بیلا بېل پوړونه لري، خټینې تختې په کې موندل شوي چې په مسماري لیک پرې لیکل شوي دي، له دې سربېره خټین لوښي هم په کې موند شوي دي. رسول الله علیه السلام د دجلې د اوبو د کمېدو وړاندوینه کړې او دا یې د قیامت له علامو څخه شمېرلی دی.  د ابوهریره څخه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (لا تَقُومُ السَّاعَةُ حتَّى يَحْسِرَ الفُراتُ عن جَبَلٍ مِن ذَهَبٍ، يَقْتَتِلُ النَّاسُ عليه، فيُقْتَلُ مِن كُلِّ مِائَةٍ تِسْ...
نور ولوله

له دې کنډر نه انسان ماتیږي

د سقراط یو ګاونډی طبیب و، پاچا ته یې وویل چې سقراط په طبیبانو کې لومړۍ درجه طبیب نه دی، پاچا طبیب ته وویل، ته به راته دا څنګه ثابته کړې چې ته تر هغې ښه یې، طبیب وویل: زه به هغه ته زهر ورکړم او هغه به یې ماته، که هر چا د ځان علاج په خپله وکړ هغه لومړی مقام ګټلی دی، پاچا ورسره موافقه وکړه. ‏څلویښت ورخې وروسته، سیالي پیل شوه. سقراطـ درې غښتلي کسان راوغوښتل، د طبیب په مخکې یې په لوښي کې اوبه واړولې، و هره ورځ به دې کسانو د طبیب مخې ته دا اوبه ټکولې. د پېښې په ورځ سقراط د ګاونډې د زهرو جام په سر راواړوه، رنګ یې ژېړ شو، تبه پرې راغله خو ژر یې خپله درملنه وکړه، بیا یې د هغه زهرو ګیلاس طبیب ته ورکړ چې د ده په مخکې یې جوړ کړ، ک...
نور ولوله

د مکې فتحه - شپږمه برخه

((په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله علیه السلام د خپلو ملګرو سره د مکې په لور خوځيږي، قریش چې اورونه ویني وارخطا کیږي، فکر کوي چې د خزاعیان په مکه برید کوي، خو ابوسفیان وايي دا خزاعیان نه دي، د عباس بن عبدالمطلب غږ اوري، له ځان سره يې په قچره سپروي چې رسول الله علیه السلام ته یې بوځي، ابوسفیان خو پوره یویشت کاله له رسول الله علیه السلام سره دښمني وکړه، ایا اوس به يې رسول الله علیه السلام وبخښي؟! نور يې تاسې خپله ولولئ.)) عباس ابن عبدالمطلب مسلمان شوی و، خپل اسلام يې له خلکو پټ کړی و، څو په مکه کې د رسول الله _ﷺ_ استخباراتي دنده پرمخ يوسي. د بدر په ورځ رسول الله _ﷺ_ امر وکړ که عباس د مسلمانانو په لاس زنداني شي، بايد ونه وژل شي. دا نه چې د هغه تره و، رسول الله _ﷺ_ د...
نور ولوله

د مکې فتحه - پنځمه برخه

(دا برخه ډېر په زړه پورې ده،  په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په رمضان کې مکې ته روان شو، په لاره کې ګرمي زیاته وه، امر يې وکړه چې روژې وخورئ، دا به هم ولولئ چې عمربن الخطاب رضی الله عنه، د خ ټولو قومندان وټاکل شو، د حدیبې سوله يې په یاد شوه، اوس ورته د لمر په څېر روښانه شوه چې د حدیبې سوله لویه سوبه وه..... ) مسلمانان په رمضان کې روان شوي وو، رسول الله _ﷺ_ روژه ونيوله او خلکو هم روژه ونيوله، په لاره کې ورسره د بنواسد او د سليم قبيلو مسلمانان يو ځای شول، کله چې کديد ته ورسېدل، روژه يې ماته کړه ځکه چې ګرمي ډېره سخته وه، رسول الله _ﷺ_ ته خبر ورسېده چې خلکو روژه وخوړله، مازيګر د خپلې سپرلۍ په شا کيناست اوبه يې راوغوښتې، اول يې خپله وڅښلې او ...
نور ولوله

راځړوند پسونه ــ که راوړل شوي پسونه

تېره اونۍ مې د حماسي صیب د یوه بیان په اړه وضاحت ورکړ چې په دې اړه دې څېړنې وشي، نو دا به یوه لویه لاس ته راوړنه هم وي، خو په هغو خبرو هم ځينو بې منطقه او بې وجدانه خلکو وکنځلم، زه پوهیږم چې څوک کنځلې کوي، د خپل شخصیت تمثیل کوي، ډېرو دوستانو وویل چې دا خبره به درسره ومنو خو په قران که يې پسونه راباندې ومني. ما ورسره ژمنه وکړه چې دا خبره به زه څیړم، د خپلې ژمنې سره سم مې وڅېړله دا تاسې او دا راځړوند پسونه طبعا دا عکاسي او ویډيو راته هم ډېره پخوانۍ ښکاري، په دې کې د مرحوم حقاني په نقل قول وايي:(( په لمانځه ناست وم، له ځانه سره مې وویل چې اوس به مجاهدینو ته له کومه ډوډۍ راوړم، د چا دروازه به ټکوم، په دې چورت کې  وم، له اسمانه غږ راغی، ای جلال الدین حقاني فلانۍ ونې ته لاړ شه، چې ورغلم دوه پسونه چې پوستکي ترې و...
نور ولوله

د مکې فتحه - څلورمه برخه

(( په دې برخه کې به له حاطب بن ابی بلتعه سره د کړي کار په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند ووینئ، له هغې سر بېره به دا هم ولولئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی ابوسفیان بن الحارث له شل کاله دښمۍ وروسته رسول الله علیه السلام ته راځي چې مسلمان شي، رسول الله علیه السلام ورسره څه کوي؟)) رسول الله _ﷺ_ ته يې ليک راوړه، رسول الله _ﷺ_ حاطب راوغوښت، عمر ورسره ناست دی، ورته يې ليک وښود او ويې ويل:   ــ دا ليک پېژنې؟   ــ بلې. عمر په جديت وويل:   ــ ای د الله رسوله پرې مې ږده چې سره يې له تنې جلا کړم سړی منافق شوی دی....
نور ولوله

د مکې فتحه - دریمه برخه

رسول الله _ﷺ_ چې به د کومې غزا نېت وکړ، نو خلک به يې پرې نه خبرول، کله چې يې په مکه باندې د برېد نېت وکړ، ابوقتاده يې د اته کسيزې ډلې په مشرۍ چې محکم بن جثامه هم پکې و، د اضم  درې ته ولېږلو، څو خلک ګومان وکړي چې رسول الله _ﷺ_ دغه اړخ ته مخه کړې ده، نو ځکه يې خپل اسخباراتي مامورين دې خوا ته راستولي دي. ابوقتاده او ورسره ملګري يې روان شول، په دوی باندې عامربن الاضبط الاشجعي تېرېده، نو سلام يې پرې وکړ، ټولو ترې لاس ونيوه، خو محکم ورباندې د خپلې شخصي موخې په خاطر بريد وکړ، مړ يې کړ او سپرلۍ يې ترې واخيسته،  بيا روان شول، څو چې د اضم درې ته ورسېدل، بېرته مدينې ته راوګرځېدل چې رسول الله _ﷺ_ وويني. رسول الله _ﷺ_ عائشې ته وويل:...
نور ولوله

د مکې فتحه

( په دې برخه کې به ولولئ چې ابوسفیان مدینې ته رسیږي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره سوله وغځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو یارانو سره کیني،او بیا بېرته مکې ته راستنیږي، راځئ وګورو چې په دې سفر کې ابوسفیان څومره بریالی شو) ابوسفيان او غلام يې روان دي. غواړي چې مدينې ته د خزاعه له رسېدو وړاندې ورسيږي. ابوسفيان تمه لري چې تړون به نوی کړي او موده به یې وغځوي، ځکه چې که رسول الله -صلی الله عليه وسلم- په مکه باندې د بريد نېت وکړي، نو دوی به يې مخه ونه نيولی شي، يوازې سوله او تسليمېدنه ورپاتې پاتې ده. د خزاعه پلاوی له مدينې راستون شو، کله چې عسفان ته راورسېد، د ابوسفيان او د هغه له غلام سره مخ شول، نو ورته يې وويل...
نور ولوله

محمد رسول الله او ملګري يې

ليکوال: عبدالحميد جوده السحار ژباړن: شرر ساپی   د مکې فتحه لومړۍ برخه (( په دې برخه کې به ولولئ چې د حدیبې د سولې پر بنسټ خزاعه قبیله له رسول الله صلی الله علیه وسلم او بنو بکر له مشرکانو سره ودرېدله، بنو بکر له قریشو مرسته وغوښته او ۲۰ خزاعیان یې ووژل، نو په دې سره قریشو سوله ماته کړه، ابوسفیان مديني ته په لاره دی چې له رسول الله علیه السلام سره د سولې نيټه وغځوي، په لاره د امیه بن ابي الصلت په اړه فکر کوي چې د ابوسفیان ملګری و، د راهبانو جامې یې واغوستې او انتظار يې ویسته چې راتلونکی نبي همدی دی، نو کله چې په رسول الله علیه السلام وحې راغله، امیه ضد واخیست، ابوسفیان ته يې وویل، ما ټول عمر خلکو ته ویلي چې زه پيغمبر یم، که اوس ...
نور ولوله

عجیبه قوانین

 د قطار قانون : که ته په یو قطار کې ولاړ یې او دا قطار  ورو روان وي، دوهم قطار تر دې ګړندی وي، ته دوهم قطار ته اوړې،  وبه ګورې چې لومړی قطار له دوهم څخه ګړندی کیږي. -  د تلیفون ـ قانون : په ټول عمر کې به غلط نمبر مصروف رانه شي! -  د جوړولو ـ قانون_ : وروسته له هغې چې لاسونه دې غوړ شي سر به دې خارښ شروع کړي. -  د تجهيزاتوـ قانون : كه كوم شي درنه وغورځيږي تر هغې به رغړي، څو داسې ځای ته ورسیږي چې راخستل یې نه کیږي! -  الکترونکی_ قانون : کله چې ناسم شی میکانیک ته یوس...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک