ديني او اسلامي ليکنې

د یوه خراساني او مکي ښایسته کیسه

     ابن جریر الطبري رحمه الله وایي: زه د حج موسم کې په مکه کې وم، د خراسان (تقریبا افغانستان) یو سړی مې ولید چې نارې یې وهلې: اې حاجیانو! اې د مکې خلکو! یوه کڅوړه رانه ورکه ده، په هغه کې زر دیناره دي! که چا پیدا کړې وي او رایې راکړي، الله دې اجرونه ورکړي، الله دې له جهنمه وساتي.      نو د مکې یو بوډا ورپورته شو، ورته ویې ویل: اې خراسانیه! زموږ د ښار (مکې) د خلکو سخت حالات دي، له اقتصادي پلوه ډېر کمزوري دي، د حج څو شپې ورځې دي، د ګټې لارې چارې نشته، که ستا د دینارونو کڅوړه کوم مسلمان او غریب بوډا پیدا کړې وي، هغه تا ته ستا کڅوړه درکړي، ته به څومره حلاله شکرانه ورکوې؟ خراساني ورته وویل: ه...
نور ولوله

ملائکې څنګه مري؟

الله تعالى په قرآن کریم کې فرمایي: كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ، وَيَبْقٰى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْإِكْرَامِ ژباړه: -هر څه چې پر دغې ځمکې باندې دي، فنا کېدونكي دي او یواځې ستا رب چې د جلال او درناوي خاوند دی، باقي پاتې كېدونكى دى. علامه ابن الجوزي رحمه الله په «بستان الواعظین و ریاض السامعین» کې لیکي: -کله چې اسرافیل علیه السلام د لومړي ځل لپاره د صور شپیلۍ پو کړي؛ نو ځمکه به د سختې زلزلې له امله ټوله اواره او برابره شي؛ د ځمکې ټول اوسېدونکي به هلاک شي؛ د...
نور ولوله

اروپا د ښځو حقوق او مساوات ؟؟!!

یوه سر سري او لنډه کتنه : ایا پوهیږئ په اروپایي اتحادیة کې یواځې بريتاينا، جرمني، هسپانيا، ایټالیا او سویزرلینډ  هر کال ۴۰ بلیونه یا ملیارده ډالر د ښځو د جنسي اړیکو نیولو له تجارت نه تر لاسه کوي؟ ایا پوهیږئ د شرقي اروپا نه هر کال په لسګونو زره انجوني چې د هرې یوې قیمت د ۴۰۰ ډالرو نه زیات نه وي اروپا ته وړل کیږي او هلته بیا هره یوه په لسګونه زره ډالر خرڅیږي. ایا دا درته چا ویلي ول چې د ده ښځو په حمل او نقل کې د اروپا پولیس ښکاره لاس لري؟ ایا خبر وئ چې اروپا کې د ۱۳ کالو انجونو د جنسي تسکین لپاره خپل ځایونه لري چې د شرقي اروپا څخه راړول شوي . ایا دا مو اږریدلي ...
نور ولوله

د الحاد په پوښتنو کي د گنگستيا پر ځای د اسلام په فضيلت کي ژور پام وکړئ

ددي پر ځاى چې د ملحدانو په پوښتنو کي ګنګس شى يا چرت پرت ځوابونو ويلو هڅه کوئ ډېره غوره ده چې د اسلام په هر حکم هر عبادت هره منعي باندي فکر وکړئ د هغو بې مثاله ګڼ شمير فردي، اجتماعي دنيوي، فکري بدني، اقتصادي، رواني رشتؤي فضيلتونه درک کړئ، تاسو يا د نړى هر پوهان به ونکړاى شي چي اسلام کي يک يو داسي حکم پيدا کړې چې هغه انسان او د انسان روان يا ټولني ته په رښتیا زيانمن وي دا اوس اوس تاسو هر يو خپل کلي کور کي پام وکړئ، دا مقدسه اسلامي عقيده ده چې زموږ تاسو نا لوستي سر بخود عجيب غريب ولس ئې له داخل څخه له ډېرو جرمونو ګناهونو بديو بد کاريو را تم کړي دي، که دا هم نه واى يا دا داخلي کنترول او عقيده هم زموږ ولس رب مکړه وبايلي مو تاسو څه فکر کوئ زموږ ...
نور ولوله

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو‌ ځینې علتونه! دویمه برخه

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو، یو بل علت د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله ده. د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ، دغه لوی واټن ددې سبب شوی دی، چې د مسلمانانو بشري او علمي پانګه، په ۲ برخو سره ووېشل شي، او بیا دغه دواړه علمي پانګونې، د یو او بل په ضد وکارول شي. که چېرې ښه په غور سره ځیر شو، نو دا به راته څرګنده شي، چې په ریښتیا سره د اسلام مخالفینو له دغې نقطې څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کړېده. د پوهنتون محصلین د مدرسو شاګردانو ته، او د مدرسې شاګردان د پوهنتون محصلینو ته، په ښه سترګه نه ګوري، او د اسلام مخالفینو په ډېره آسانه توګه د مسلمانانو علمي او بشري طاقت په ۲ برخو تقسیم کړی دی. حقیقت خو باید داسې وای، چې دغه دواړو ډلو، د اس...
نور ولوله

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځینې علتونه! - لومړی برخه

دغه تریخ حقیقت خو ټولو ته معلوم دی، چې بدبختانه په اوسني وخت کې مسلمانان ډېر بې اتفاقه دي، او دغه د بې اتفاقۍ ټکي ته په هر مجلس او هره غونډه کې اشاره کیږي. اما، شاید ټول مسلمانان په دغه خبره سره متفق وي، چې مسلمانان د ژوند په ډېرو برخو کې د نړۍ له ډېرو خلکو څخه وروسته پاته دي. ځینو یو ډول علتونه، او ځینو بل شانته علتونه وړاندې کړي دي. زه هم غواړم چې په خپل نوبت سره خپل نظر قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم. د یادونې وړ ده، چې د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ډېر علتونه دي، لېکن، یو تعداد خلک د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو اصلي علت د دین او سیاست یوځای کېدل ګڼي، او دوی په دغه فکر دي چې دین له سیاست څخه باید جدا شي. زه پخپله له دغه مف...
نور ولوله

ﺍﺳﺘﻐﻔﺎﺭ ﺟﻠﻮ ﻋﺬﺍﺏ الله ﺭﺍ ﻣﯽ ﮔﯿﺮﺩ!

صبور ظاهری   ﻣرﺩﯼ ﻧﺰﺩﺣﺴﻦ ﺑﺼﺮﯼ ( رحمه الله ) ﺁﻣﺪﻭﮔﻔﺖ: ﻣﺪﺗﯽ ﺍﺳﺖ ﺍﺯﺩﻭﺍﺝ ﮐﺮﺩه ﺍﻡ ﺍﻣﺎﺻﺎﺣﺐ ﻓﺮﺯﻧﺪﻧﺸﺪه ﺍﻡ . ﺍﻣﺎﻡ ﺣﺴﻦ ﺑﺼﺮﯼ ( رح ) ﻓﺮﻣﻮﺩﻧﺪ: ﺑﺮﻭ ﺍﺳﺘﻐﻔﺎﺭﺑﺴﯿﺎﺭﮐﻦ. ﺍﻭﺭﻓﺖ ﭼﻨﺪﻣﺎه ﺑﻌﺪﻭﻗﺘﯽ ﺩﻭﺑﺎﺭه ﺩﺭﻣﺠﻠﺲ ﺣﺴﻦ ﺑﺼﺮﯼ ( رح ) ﺣﺎﺿﺮﺷﺪﺍﻇﻬﺎﺭﺧﻮﺷﺤﺎﻟﯽ ﻧﻤﻮﺩه ﻭﮔﻔﺖ ﻫﻤﺴﺮﻡ ﺣﺎﻣﻠﻪ ﻫﺴﺖ. ﻣﺮﺩﯼ ﺩﯾﮕﺮﺑﻪ ﻧﺰﺩشﺁﻣﺪ ﻭﺍﺯﻓﻘﺮﻭﻧﺎﺩﺍﺭﯼ ﺷﮑﻮهﻧﻤﻮﺩﺣﺴﻦ ﺑﺼﺮﯼ ( رح ) ﻓﺮﻣﻮﺩﻧﺪﺑﺮﻭﺍﺳﺘﻐﻔﺎﺭﮐﻦ. ﮔﺮﻭﻫﯽ ﺩﯾﮕﺮﺁﻣﺪﻧﺪﻭﺍﺯﻗﺤﻄﯽ ﻭ ﺧﺸﮏ ﺳﺎﻟﯽ ﻭﻧﯿﺎﻣﺪﻥ ﺑﺎﺭﺍﻥ ﺷﮑﻮﻩ ﻧﻤﻮﺩﻧﺪﺣﺴﻦ ﺑﺼﺮﯼ ( رح ) ﻓﺮﻣﻮﺩﻧﺪ ﺑﺮﻭﯾﺪ ﺍﺳﺘﻐﻔﺎﺭ ﻧﻤﺎئيد. ﺣﺎﺿﺮﺍﻥ ﺩﺭﻣﺠﻠﺲ ﮔﻔﺘﻨﺪﻫﺮﮐﺴﯽ ﺑﺮﺍﯼ ﻫﺮﻣﺸﮑﻠﯽ ﻣﯽ ﺁﯾﺪﺷﻤﺎ ميفرمائيدﺍﺳﺘ...
نور ولوله

د ننه په کعبه شريفه کي چشي سته؟

مفتي عبد الحميد حماد   د پورتنۍ پوښتني د جواب اړوند لاندي خبري د يادولو وړ دي: ۱: د کعبې شريفي د ودانۍ مساحت تقريبا ۱۸۰ ميتره دئ. ۲: دننه په کعبه شريفه کي درې ميلان (ستونه) ولاړ دي، چي د مبارکي کوټې بام ورباندي تکيه دئ. البته رنګ يې خرمايي دئ. د يادولو وړ ده چي ياد ميلان د لرګي له جنسه دي ، ډېر کلک دي ، نهه ميتر لوړوالی لري ، د سرو زرو نقشې ورباندي سته او عبدالله بن زبير رضي الله عنه له لوري درول سوي دي. ددغو لرګو عمر ۱۳۵۰ کاله ښودل سوی دئ ، هر ميل بيا پر يوه مربع بنياد باندي تکيه دئ او د...
نور ولوله

د يو ګيلن لړم زهرو قيمت ۳۹ ميليونه امريکايي ډالر دی

د ځمکې په سر تر ټولو قيمت بيه مايع د لړم زهر دي. د ځينو افغان سوداګرو لخوا د جواز له اخيستلو وروسته له روزل شويو لړمانو څخه را ټول شوي زهر امريکا ته صادر شوي دي‌. د هر ګيلن لړم زهرو قيمت ۳۹ ميليونه امريکايي ډالر دی، چې د تولید په ډېرېدلو سره به د افغانستان د اقتصاد په ښه والي کې پاموړ رول ولوبوي. د لړم له زهرو څخه د‌ ناروغيو د علاج او بېلابېلو درملو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي. ...
نور ولوله

دېته مینه وایي!

یو صحابي ربیعة بن کعب رضي الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت کوي، د اوداسه اوبه ورته برابروي او نور کار ورته کوي، په دې وخت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته فرمایي: که څه اړتیا او ضرورت لرې راته ووایه، هغه د مینې مجسمه یواځې یو شی غواړي، نور هیڅ نه غواړي او هغه جنت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرتیا! لاندې د دوی دواړو لنډه خو له مینې ډکه مرکه لوستلی شئ: رسول الله صلی الله عليه وسلم : راته وایه څه غواړې؟ ربیعة بن کعب: جنت کې ستا ملګرتیا غواړم رسول الله صلی الله عليه وسلم: نور څه غواړې؟ ربیعة بن کعب: بس همدا غواړم... رسول الله صلی الله عليه وسلم: وبه شي، خو ډېر...
نور ولوله

له مرګ وروسته مور و پلار پالل

     د ابو موسی الأشعري رضي الله عنه زوی ابو بردة وایي: زه مدینې ته ولاړم، نو عبد الله بن عمر رضي الله عنهما راته راغی، هغه راته کړه: ته پوهېږې زه ولې درته راغلم؟ ما ورته وویل: نه، هغه راته وویل: ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي، هغه فرمایل: څوک چې مینه لري په قبر کې خپل پلار سره خپلوي وپالي نو له پلار وروسته دې د هغه له وروڼو او خپلوانو سره خپلوي وپالي. (ابن عمر زیاته کړه) او زما د پلار عمر او ستا د پلار (ابو موسی الاشعري) ترمنځ ورورګلوي او مینه وه، نو زه مینه لرم چې هغه وپالم.       عَنْ أَبِي بُرْدَةَ قَالَ: أَتَيْتُ الْمَدِينَةَ فَأَتَانِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ فَقَالَ: هَلْ تَ...
نور ولوله

استعاذه یا تعوذ - داستعاذي لمړی درس

استعاذه او تعوذ دواړه کلمې یوه معنی لري، لوستل د (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ). ژباړه : پناه وړم الله(جل جلاله) ته دشیطان رټلي شوي نه .  الله سبحانه وتعالی ته پناه وړم د رټلې شوي شیطانه. الله ته پناه وړم دهغه شریر شیطان له وسوسو او شرارته ، چې دالله سبحانه وتعالی له رحمتونو رټل او لرې شوی. پناه وړم الله سبحانه وتعالی ته د درټلې شوی شیطان څخه چې ماته په دنیاوي او اخروي امورو کې تاوان ونه رسوئ  او د ده له شریرو حرکتونو محفوظ شم.  په لمړي ځل داستعاذي لوستل ...
نور ولوله

ستر سباوون

د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مسعود میلاد لمانځل او که دخوږ نبي د سیرت روزنه؟ خرافات او ناروا کړنې په هر ځای که هغه مسجد کې وي، درمسال، کلیسا،کنیسه،اتش کده، بازار او که کور کې وي  ناروا  او ګناه دی. عبادت او بندګې چې په هرځای کې وي ثواب او روا دی. د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم)د مبارک میلاد په نوم یوشمیر مسلمانان سره راټول شي او هلته دسیرت درس ورکول کیږي او داسلام تاریخ بیانیږي، د دې بدي په څه کې ده او ولي تر سره نه شي. که دلیل داوي چې خپله حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) او صحابه ئې کرامو مولود شریف نه دې لمانځلی، او په همدې دلیل ټی...
نور ولوله

فوت نماز صبح

مولانا دوکتور نورالله کوثر   محدوده نماز صبح از هنگام طلوع فجر صادق تا طلوع آفتاب است. پس مادامیکه آفتاب طلوع نکرده باشد وقت نماز هنوز باقی است و می توان آنرا ادا نمود. اگر کسی در خواب بماند و هنگام بیدار شدن متوجه شود که خورشید طلوع کرده است، او باید بلافاصله و بدون تاخیر همان لحظه وضو بگیرد و نماز صبح را بخواند. اساساً تنها موردی که جایز است تا در آن نماز را قضا نمود، همین مورد (یعنی در خواب ماندن) و یا فراموش کردن به سبب مشغله ی فکری است، وگرنه در شریعت اسلام نماز قضا و یا قضا کردن نداریم زیرا پیامبر صلی الله علیه و سلم فر...
نور ولوله

ﺁﯾﺎ ﭼﯿﺰﯼ ﺑﻪ ﻧﺎﻡ " ﺍﺳﻼﻡ ﺳﯿﺎﺳﯽ " ﻭﺟﻮﺩ ﺩﺍﺭﺩ؟

ﺟﻨﮓ ﺗﺮﻣﯿﻨﻮﻟﻮﮊﯼ ﻫﺎ ﯾﺎ ﺍﺻﻄﻼﺣﺎﺕ؛ ﯾﮑﯽ ﺍﺯ ﺍﺑﻌﺎﺩ ﻭ ﻋﻨﺎﺻﺮ ﺟﻨﮓ ﻭ ﺗﻬﺎﺟﻢ ﻓﮑﺮﯼ ﺩﺭ ﻋﺼﺮ ﺣﺎﺿﺮ ﺍﺳﺖ . ﺟﻨﮓ ﻭ ﺗﻬﺎﺟﻢ ﻓﮑﺮﯼ؛ ﻣﺎﻧﻨﺪ ﺟﻨﮓ ﻭ ﺗﻬﺎﺟﻢ ﻧﻈﺎﻣﯽ، ﺭﻭﺍﻧﯽ، ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﯼ ﻭ ﻓﺮﻫﻨﮕﯽ، ﯾﮏ ﻭﺍﻗﻌﯿﺖ ﻏﯿﺮﻗﺎﺑﻞ ﺍﻧﮑﺎﺭ ﻣﯽ ﺑﺎﺷﺪ ﮐﻪ ﺩﺭ ﺑﺎﺭﻩ ﺁﻥ ﮐﺘﺎﺏ ﻫﺎ ﻭ ﻣﻘﺎﻻﺕ ﺑﯽ ﺷﻤﺎﺭ ﺑﻪ ﺯﺑﺎﻧﻬﺎﯼ ﻣﺨﺘﻠﻒ ﻧﻮﺷﺘﻪ ﺷﺪﻩ ﺍﺳﺖ . ﺍﺻﻄﻼﺣﺎﺕ ﻭ ﺗﺮﻣﯿﻨﻮﻟﻮﮊﯼ ﻫﺎﯾﯽ ﭼﻮﻥ ﺑﻨﯿﺎﺩﮔﺮﺍﯾﯽ، ﺍﻓﺮﺍﻃﯿﺖ، ﺗﺮﻭﺭﯾﺰﻡ، ﺍﺳﻼﻡ ﺳﯿﺎﺳﯽ ﻭ ﻭﺍﮊﻩ ﻫﺎﯼ ﺩﯾﮕﺮﯼ ﺍﺯﯾﻦ ﻗﺒﯿﻞ، ﻫﻤﻪ ﻓﺮﺁﻭﺭﺩﻩ ﻭ ﺗﻮﻟﯿﺪ ﺩﻭﺍﯾﺮ ﺑﺨﺼﻮﺻﯽ ﺩﺭ ﻏﺮﺏ ﺍﻧﺪ، ﮐﻪ ﺑﺮﺍﯼ ﺍﻫﺪﺍﻑ ﻣﺸﺨﺺ ﺩﺭ ﺭﻭﻧﺪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﺑﺎ ﺍﺳﻼﻡ ﻭ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻥ ﺑﻪ ﮐﺎﺭ ﮔﺮﻓﺘﻪ ﻣﯽ ﺷﻮﻧﺪ . ﺑﺴﯿﺎﺭﯼ ﺍﺯﯾﻦ ﺍﺻﻄﻼﺣﺎﺕ، ﺗﻌﺮﯾﻒ ﺩﻗﯿﻖ ﻭ ﺭﻭﺷﻦ ﻋﻠﻤﯽ ﻧﺪﺍﺭﻧﺪ؛ ﺗﺎ ﺟﺎﯾﮕﺎﻩ ﻭ ﺣﺪ ﻭ ﻣﺮﺯ ﻗﺎﻧﻮﻧﯽ ﻭ ﺳﯿﺎﺳﯽ ﺁﻧﻬﺎ ﺭﺍ ﻣﺸﺨﺺ ﺑﺴﺎﺯﺩ . ﻫﻤﭽﻨﺎﻥ ﺑﺮﺧﯽ ﺍﺯﯾﻦ ﺍﺻﻄﻼﺣﺎﺕ، ﻓﺎﻗﺪ ﻣﺪﻟﻮﻝ ﺩﻗﯿﻖ ﻋﻠﻤﯽ ﺍ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟