ديني او اسلامي ليکنې

د دين او دنيا تر منځ د جلاوالي خبره که د منحرفو اديانو په اړه کېږي، ځای نيسي

خو د اسلام مبارك دين په اړه که څوک دا خبره کوي نو دلته دوه خبرې دي، يا به دا خبره د اسلام هغه مخالف کوي چې د اسلام له جوهري تعريف څخه بې خبره دی او يا د اسلام په اړه ورته ناسمه تشريح رسېدلې ده. او يا به دا خبره د اسلام هغه ميراثي مدافع کوي چې اصلاً د دنيا په اړه يې ديد راهبانه دی. واقعيت دا دی چې اسلام داسې يو الهي او د انسانانو د فردي او اجتماعي ژوند تنظيموونکی، جامع او شامل قانون دی چې په همدې دنيا کې د انسانانو ژوند ورځ تر بلې د پرمختګ او اسانتياو طرف ته سوق کوي او بيا د همدې دنيا د اعمالو په تناسب ورسره په آخرت کې د خپل عدل، فضل او رحم معامله کوي. دين_او_دنيا له_بلې_زاويې ...
نور ولوله

شش عمل وصفات که پابندی به آن مومنان را به بهشت فِردوس مُتوصل میسازد

شش عمل وصفات حمیده یی که پابندی به آن مومنان را به به اعلی' درجه بهشت یعنی به بهشت فِردوس مُتوصل میسازد : اِقتباس وترجمه از سوره المومنون ( آیات ۱ - ۱۱ ) ۱ - کسانیکه خاشعانه ( باتواضع وفروتنی وخوف وخشیت خُدا ) نماز را اداء میکنند . یعنی ( شخص نمازگذار تمرکز فکری داشته وبداند که دربرابر چی ذات ذوالجلالی ایستاد هست وچی عملی را دارد انجام میدهد ) . ۲ - کسانیکه اعمال وحرکات لهو ولعب وسایرچیزهای بیهوده و باطل را ترک وخود را ازآنها حفظ میدارند . ۳ - آنانیکه زکات فرضی را بامراعات شرایط آن اداء ...
نور ولوله

الله تعالی د بنده امتحان په مختلفو طريقو اخلي

الله تعالی د بنده امتحان په مختلفو طريقو اخلي، ځينې وخت د بنده د حوصلې امتحان اخلي، بنده په سختۍ کې مبتلا وي او دعا غواړي خو دی چې د کومې ابتلاء رفع کيدل غواړي هغه نه کېږي، اکثره وخت يو امتحان لسګونو کلونو ته ورسېږي..! ځينې وخت بنده بې حوصلې شي او الله تعالی نه ګيله وکړي چې ولې زما دعا نه قبلوې؟ تر څو به زه په دې ابتلاء کې ګير يم ؟ هر کله چې په تاسو دا حالت راشي يو څو خبرو ته توجه وکړئ . - اول دا چې موږ د الله تعالی بندګان يو او بنده حکم نشي کولی بلکه خپل عرض آقا ته وړاندې کولی شي، که چېرې موږ دا فکر وکړو چې الله تعالی بايد زما د خواهش مطابق هره دعا قبوله کړي او که قبوله يې نکړي نو د خفګان او ګيلي احساس وکړو نو دا په اصل کې...
نور ولوله

له لمانځه غفلت او ځنډول

خپله موضوع کې ښایسته او له زړه وتلې کرښې    د لمانځه ناوخته کیدا په دې د شرم خبره راته ښکاري چې د لمانځه لپاره دا وخت ما نه دی ټاکلی او نه زه د وخت ټاکني وړتیا لرم، د لمانځه لپاره دا وخت هغه ذات ټاکلی چې موږ او ټول مخلوقات یې پیدا کړي دي، هغه مخلوقات چې عظمت، پراخې، ژوروالي، ښکلا، ډېرښت، عجیبه محکموالي، نعمتونو او معجزو ته یې؛ انساني عقل هک پک پاتې کیږي! هماغه ذات زما نه غواړي چې حضور ته یې ودریږم، خبرې ورسره وکړم او زارۍ ورته وکړم.     او زه څه کوم؟ زه ډېر ځله د لمانځه لپاره دا ټاکلی وخت له خپلو نورو چارو وروسته کوم! ان تردې چې لمونځ اخیري وخت ته ورسوم! ان ډېر لږ اهمیته او سپک کارونه هم له لمانځه مخته کړم! الله تعالی زما نه غواړي (سره له دې چې زه د هغو ...
نور ولوله

در بابِ سنتِ نبوی

فائده : چندی پیش در یک برنامهء تلویزیونی شرکت کردم، گرچند در چنین برنامه ها که قبلاً ضبط میشود سخنها از سوی هئیت مدیره نظر به آنچه اقتضای برنامه مینامند تقدیم وتأخیر میشود، با آنهم نمیشود از مزایای آن چشم پوشید. شنیدم تعدادی در جایی "ترضِّی" من ـ رضی الله عنه ـ بر بزرگان صحابه را خلاف "آدابِ بحث بیطرفانه" شمرده اند. اول که من فکر نمیکنم چیزی بنام بحث بیطرفانه ی وجود داشته باشد، وقتی متباحث به تحلیل وتجزیهء یک موضوع میپردازد و فکر میکند که انصاف را رعایت کرده است یعنی که در طرفی از تایید ورد موضوع واقع شده است. اینکه گفته شود بدون هیچ نوع تمایلی بحث بیطرفانه میکند خلاف حقیقت است، بلکه از جملهء لغویات وعبث...
نور ولوله

د اهل سنت څلورو مشهورو امامانو ټولو علی العموم د تکفير په مسئله کې ډېر احتياط کړی دی

د اهل سنت په څلورو مشهورو امامانو کې ټولو علی العموم خو امام أبو حنيفه رحمه الله علی الخصوص د تکفير په مسئله کې ډېر احتياط کړی دی، د امام ابوحنيفه رحمه الله شاګردانو د همدې احتياط پر اساس په اعتقادي مسائلو کې دلائل په دوو ډولونو (قطعي الثبوت او ظني الثبوت) ويشلي دي، بيا يې يوازې له قطعي الثبوت دلايلو انکار کوونکي کافر بللي دي، ځکه چې دا ډول دليل؛ اورېدونکو او لوستونکو ته يقيني علم افاده کوي او څوک چې له يو يقين افاده کوونکي دليل نه انکار کوي، نو دا ډول انکار د هغه ايمان عکس/ضد دی چې د يقيني دلايلو پر اساس يو چاته حاصلېږي چې علماء کرام ورته تصديق بالقب وايي. د يادونې وړ ده چې قطعي الثبوت دليل قرآن کريم او متواترو احاديثو ته ويل کېږي. همدا رنګه يې هغه دلايل چې ثبوت يې د أغلب ګومان پر اساس و...
نور ولوله

د شوال المکرم میاشت

د نکاح لپاره مستحبه دی نه منحوسه. داشهر الحج لمړۍ میاشت. د اشهرالحرم مقدمه. لیکوال: احمد الله عاطفي قال الله(عزوجل): إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ...(التوبه:۳۶) ژباړه:یقیناً چې دالله خواته او دالله په کتاب کي دمیاشتو شمېر دولس میاشتي دي له همغي ورځي چي آسمانونه او زمکه ئې پیدا کړل. شوال المکرم میاشت دهجري قمري کال لسمه میاشت دی. شوال معنی : کوم لورته دسفر سامان تړل . عربان به په دې میاشت کې د...
نور ولوله

په انسان د شیطان سلطه

هر بنده سره دپیدایښت له اولي ورځي شیطان ملګری کیږي تر هغه چې له دې دنیا ولاړ شي،په دغه ټول وخت کې شیطان د بنده ګمرا کولو او بې لاري کولو نه یوه شیبه غفلت نه کوي، داسي ملګرتیا لکه چې د ده خپله وینه په رګونو کې ګرځي. عن صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَيٍّ رضي الله عنها قالت: قال النبي(صلی الله علیه وسلم):إنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنْ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّمِ. (متفق علیه) ژباړه: رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمايلي: یقیناً شیطان د بني آدم د ویني دجریان په ځایو کې ګرځي (لکه څنګه چې وینه په رګونو کې تګ راتګ کوي) له اُم المؤمنین سیده صفیه بنت حی(رضی الله عنها) نه امام بخاري او امام مسلم (رحمهما) سر بېره نورو محدثینو هم روایت لري چې فرم...
نور ولوله

فرق عرف با شریعت و دین

آیا انواع لباس ها، ماندن لنگی بر سر، گذاشتن ریش و ...از جمله اموری نیستند که شامل عرف جامعه است و با گذشت زمان و تغییر شرایط دگرگون می شوند؟ برای اینکه مفهوم دقیق عرف را دریابیم توجه شما را به دیدگاه های علمای قدیم مسلمانان و دانشمندان معاصر جلب می نمایم ؛ ۱- تعریف عرف از دیدگاه دانشمندان مسلمان در قدیم : برای رسیدن به این هدف به آرأ مجتهدین بزرگ جهان اسلام مراجعه می کنیم فکر می کنم قبل از شناختن مجتهدین بزرگ نمی توان به اهمیت و جایگاه عرف در آرأ آن ها پی ببریم. مجتهدین بزرگ اسلام و معنی اصطلاحی اجتهاد ؛ علما اجتهاد را چنین تعریف می کنند "راه دیگری برای آگاهی و استنباط و قبول مطالب این است که نه از ...
نور ولوله

دجال

ژباړه: اکرام واحدي   س: دجال چېرته اوسېږي؟ ج: په داسې یوه جزیره کې چې الله ج ته معلومه ده. س: دجال چې را ووځي څو ورځې ژوند به یې وي؟ ج: ۴۰ ورځې. س: د دې ورځو اوږدوالی به څومره وي؟ ج: اوله ورځ به یې د کال، دوهمه ورځ د میاشت، درېمه ورځ د یوې اونۍ او باقي ورځې به یې د عادي ورځو په څېر وي. س: دجال سره به څه شی وي؟ ج: جنت او دوزخ  یا دوه نهرونه به ورسره وي په یو کې به یخې اوبه وي او بل کې جوش. س: ایا د دجال جنت او دوزخ به حقیقي وي؟ ج: نه، بلکه جنت به یې دوزخ او دوز...
نور ولوله

د قیامت د ورځې د محکمې ځینې قوانین مخکې له دې چې له دغه لویې محکمې سره مخ شئ، باید ویې پېژنې

شيراز خان    1- دوسیي به پټې او سري نه وي ﷽ (ونُخرِجُ لَهُ يَوْمَ القِيامَةِ كِتابا يَلقاهُ مَنْشُورًا)... ورځ په قیامت به ورته خپل کتاب غوړیدلی راوباسو.  2- د سختو امنیتي تدابرو لاندې به وي: ﷽ ( وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ )... هر څوک په داسې حال کې راځی چې یو شړونکی او یو شاهد ورکونکی ورسره وي.  3-ظلم هیڅ امکان نه لري ﷽ (وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ).. ... ...
نور ولوله

خدا کیست و در کجاست؟

از روزگاریکه حضرت آدم (ع) و مادر همهٔ ما بیبی هوا پا به زمین نهاده اند و نسل شان گسترش یافت این سوال در ذهن آن ها وجود داشت زیرا اولین کسی که دین را به اولاد و نواده گان خود تعلیم داد و آموخت حضرت آدم (ع) بود این موضوع به این معنی است که اولأ اولین کسی در بارهٔ دین و خدا و آخرت صحبت کرد حضرت آدم بود و ثانیأ همین قسمیکه انسان ها دارای غرایز فطری متعدد هستند و همین غرایز است که در صورت رشد هر کدام آن ها به اثر مساعدت شرایط بیرونی راه و روش و شخصیت انسان ها را مشخص می کنند. غریزه جاه طلبی، غریزه حب مال، غریزه قهر و غضب، غریزه لطف و رحمت و عاطفه، غریزه شهوانی و.... بالاخره غریزه خدا پرستی. و همچنان استعداد قدرت تفکر، استعداد قدرت حافظه، استعداد قدرت تخیل که عامل اصلی همه خلاقیت ها، ابتکارات بشر در همه عرصه های علوم گشته و جه...
نور ولوله

معاملات په جبر او اکراه

په مجموعي توګه معاملات درې ډوله دي،چې په ځینوکې ئې په شرعي توګه د ژبې وینا سره دزړه خوښه او رضأ داعتبار وړوي، په ځینوکې یواځي په ژبه اقرار شرط وي نه دزړه خوشحالي،چې دا ټول روا او جائز دي،بلکې عبادت دی چې دانصاف لمن پرې نه ښودل شي دریم هغه چې رضأ وي خو تر شا ئې اکراه او مجبوریت وي چې دا ډول معاملات فاسد او ناروا دي. لمړی: هغه چې په اکراه او جبر تحمیل شي. دویم:هغه چې پرته له خوښېۍ په اقرارتر سره شي. دریم: هغه معاملات چې رضأ او خوښه پکې شامل وي. معاملات په جبراواکراه قال الله تبارک وتعالی: يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَأۡكُلُوٓاْ أَمۡوَٰلَكُم بَيۡنَكُم بِٱلۡبَٰطِلِ إِلَّآ أ...
نور ولوله

قران ښکلا ده

    څوک چې قران زده او عملي کړي د هغه انسان عمل او خویونه به خوندور او ښایسته یي، داسې لکه یو ودان او ښایسته کور. او که چا قران نه یې زده کړی او هیڅ یې یاد نه یي د هغه انسان عمل او اخلاق به کمزوری او بدرنګه یي، لکه یو وران ویجاړ کور.    حدیث کې راغلي د چا په زړه کې چې قران نه یي؛ هغه لکه خراب او وران کور داسې دی. عن ابن عباس رضي الله عنهما، قالَ: قالَ رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: إنَّ الَّذِي لَيْسَ في جَوْفِهِ شَيْءٌ مِنَ القُرْآنِ كَالبَيْتِ الخَرِبِ. رواه الترمذي واحمد والدارمي    زموږ د پرېمانه وګړو زړونه له قرانه تش دي او هغه چې قران په کې دی؛ ډېری یې له عمله تش دي ... موږ هر یو باید پر ځان وژاړو او د اصلاح هڅه وکړو....
نور ولوله

د الله جل جلاله شناخت یا پېژندنه

زمونږ برداشت دا دی چې د الله جل جلاله شناخت دا دی چې ووایې وحده لا شریک له، یا دا چې دا دا یې ذاتي صفات دی او دا یې فعلي. خو زما په اند بهترین شناخت د خالق دا دی چې ته یې مخلوق وپېژنې. یعنې له خلقت څخه ته خالق وپېژنې. مونږ چې قرآن ته رجوع وکړو وینو، کله چې په لومړي ځل وحې په سرور کاینات صلی الله وسلم نازلیږي په لومړي وار ورته وایي چې ولوله د هغه ذات په نامه چې هستي یې خلق کړه ور پسې ورته وایي: هغه ذات چې انسان یې له یوې ټوټې وینې څخه پیدا کړ. دلته وینو چې الله جل جلاله خپل وحدانیت، الهویت نه ور ته تعریفوي بلکې شروع له خلقت د هستۍ ور پسې د خپله انسان خلقت ته یې متوجه کوي....
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک