تعليم او تربيه

د جاپان ملت جوړونه، لوړ اقتصاد او با کلتوره ژوند له ښوونځي څخه سرچينه اخلي

ولي خان احمدزی   جاپان کې زده کړو د کیفيت په اړه به مو ډېر اؤریدلي وي؛ تر څو يې چې پهٔ خپلو سترګوو ونه ګورئ باور به مو ونشي. د دوی ملت جوړونه، لوړ اقتصاد، با کلتوره ژوند، هیواد ته ژمنتیا او هر څه چې لري يې له ښوونځي څخه سرچينه اخلي. هغه تیره اوونۍ یو ښوونځي ته بلل شوی وم، ما ته يې ځينې ځانګړنې ډیرې په زړه پورې وې. ۱. دلته وخت ډیر ارزښت لري، ښوونځي کې ټولګي د عمر په اساس ترتیب شوي وو. یعنې  له لومړي ټولګي څخه بیا تر فراغت پورې باید په زده کړو کې هيڅ وخت ضایع نشي. / دلته په پاليسي جوړولو دوه کال نه تیريږي. ۲. ښوونځي کې صفاکاران نه و...
نور ولوله

معلم او استاد صاحب؛ درې خبرې واوره او په غور يې واوره!

لومړۍ خبره: هر څوک که فساد او خيانت کوي؛ نو په مقابل کې يې څه شخصي منفعت ضرور ترلاسه کوي، مثلآ که مامور، ترافيک، پوليس، مستنطق، محقق، څارنوال، قاضي او .... فساد او خيانت کوي نو په مقابل کې د رشوت، کميشن، ونډې او ... په نوم يو څه ترلاسه کوي اما معلم او استاد که فساد او خيانت کوي؛ نو باور مې نه راځي چې کوم مالي او مادي منفعت دې حصول کړي، ځکه شاګرد او محصل هم لکه معلم او استاد د ټولنې يو ضعيف او بې اسرې قشر دی، لذا د څه لپاره فساد او د څه په مقابل کې خيانت، ولې يو لوی دنیوي او اخروي مسووليت؟ دوهمه خبره: د ټولو مفسداتو او خيانتونو بنسټ د معلم او استاد خيانت تشکيلوي. کله چې استاد خيانت کوي او يو نا اهله، ناکاره او غير متعهد کس ته ارتقاء ورکوي او د يو مسلکي او متخصص کس په توګه يې ټولنې ته وړاندي کوي؛ نو دغه د خيانت ا...
نور ولوله

تعليم د قدرت/ ځواک د يو مهم عنصر په توګه

پروفيسور جان میرشایمر د چين د راپورته کيدلو او د لويديځ په ځانګړې توګه آمريکا لپاره د يو جدي ګواښ د جوړيدلو تر عنوان لاندي د چين د قدرت په متشکله عناصرو باندي لکچر ورکاوه، هغه د نورو عواملو ترڅنک د چين نفوس د هغه هيواد د ځواک او پياوړتيا يو له عمده عناصرو ياد کړ او ښه اوږده تبصره يې پرې لرله. د لکچر په اخير کې يو ګډونوال پوښتنه ترې وکړه چې که نفوس د قدرت په تشکيل کې دومره اغيزمن دی؛ نو بيا بايد هند هم د چين په څير د قدرت يو قطب وګڼل شي او لويديځ ترې انديښنه ولري؟ پوهیږئ د جان ځواب څه وو او ولې ماته جالب وو؟ جان په ځواب کې ورته وويل: بلې؛ له شک پرته چې نفوس/ جمعيت د يو هيواد د ځواک په تشکيل او تدوين کې بنسټيز رول لوبوي اما په دې شرط چې نفوس د کميت تر څنګ د کيفيت او مطلو...
نور ولوله

د زده کوونکو د تشویق او هڅولو ۳۵ طریقې

عبد الحق وفا   ۱. زده کوونکو ته آفرین/شاباس ویل ۲. د اشارو او مسکا په ذریعه مننه کول ۳. د نورو زده کوونکو او تختې مخې ته پاڅول ۴. لاس پړقول ۵. سالم رقابت ته هڅول ۶. د ښوونځي په دهلېز کې د زده کوونکو د لاسي فعالیتونو جریده یا نوټس بورډ نصبول ۷. د لایقه زده کوونکو د عکسونو چارت د ښوونځي په دهلېز کې نصب کول ۸. د زده کوونکو ترمنځ سیالي جوړول ۹. کتابچې کې آفرین/شاباس/ماشاءالله/ډېر ښکلی او داسې نور تشویق...
نور ولوله

د هېواد مکتب او مدرسه له بلې زاويې

هيڅ خوند نه راکوي چې له يو کور، له يوې کوڅې او يا له يوه کلي واړه ماشومان سهار وختي ځينې د مکتب په عنوان روان شي او ځينې د مدرسې! د ماشومتوب مرحله ډېره حساسه مرحله ده، که تاسو فکر کړی وي په ماشومانو کې د (زما او ستا) منطق ډېر جدي وي، زما پلار ستا پلار، زما جامې او ستا جامې، زما کور او ستا کور... او دغسې نورې ماشومانه پرتلې په دوی کې ډېرې زياتې وي. دا چې دوی په دغه مرحله کې خپلې د زده کړې لارې هم جلا کړي او هر سهار له یو کور، يا له يوې کوڅې او يا له يو کلي په دوو مختلفو مسيرونو روان شي، نو له دغه ځایه د دوی په ذهن کې د مکتب او مدرسې د اختلاف تخم کرل کېږي چې په هيڅ صورت د يوې اسلامي ټولنې لپاره مناسب کار نه دی. مناسبه لار (ل...
نور ولوله

د دليل پر ځای يوازې نوم او آدرس ته مه ګورئ

د کويت د کوم پوهنتون د استاد په حواله مې يو چېرې عربي پوسټ لوستی و چې هغه د يوې قضيې په رابطه د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې د شيخ ابن باز او شيخ عثيمين په حواله او د شيخ ابن باز او شيخ عثيمين خبرې يې د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي (حفظه الله ورحمهم اللّٰه) په آدرس بدلې کړې او د پوهنتون محصلینو ته يې ورکړې چې دا ولولئ او خپل نظرونه مو راته وليکئ. مطلق اکثریت د محصلينو هغه خبرې تأييد کړې چې د شیخ ابن باز او شيخ عثيمين په حواله وې، خو اصل کې د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې وې او د دکتور قرضاوي او شيخ شعراوي خبرې يې کمزورې وبللې چې اصلا د شیخ ابن باز او شيخ عثيمين خبرې وې. (د يادونې وړ ده چې کويت کې هم اکثر پوهنتونونه لکه د سعودي؛ د سلفي منهج په نصاب تدريسېږي) ...
نور ولوله

د لوړو زده کړو د ښاغلي وزیر صاحب د پام وړ! - لومړۍ - برخه

لومړۍ - برخه ګرانه او قدرمنه وزیر صاحب! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي چې روغ او جوړ وې. یوه ورځ مې د تلویزیون له لارې د ستاسې ښاغلي دغه خبره واورېدله، چې تاسې غواړئ، چې د افغانستان پوهنتونونه د نړۍ په ستندرد برابر کړئ. دا یو ډېر په زړه پورې شعار دی، او د هغه د پلي کېدلو لپاره باید ټول علمي کدرونه لاس سره یو کړي، چې تر څو وکولای شي دغه ملي شعار په عمل کې پیاده کړي. ددې له کبله چې ما په افغانستان کې د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې هم درس ویلی، او هم مې ۶ کاله معلمي کړېده، او هم مې په امریکا کې د لږ وخت دپاره درس ویلی دی. همدارنګه، په انګلستان کې مې ماستری، او...
نور ولوله

له معلمانو گیله

نعمان دوست   مرحوم معلم صیب شمس الحق مې د اکا زوی و. د خپل وخت خواریکښ او تکړه ښوونکی و. موږ د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې اوسیدو؛ خو د ده دنده یو وخت آن په شبرغان کې وه. دا نو غالباً د داودخان د جمهوریت پای او د جمهوریت پرزونکیو ابتدا وه. د وخت حکومتونو د مامورینو معاشات، امتیازات او مصارف سنجولي ول، داسې نه وه چې خپله دې ازبکي پلو او ښوروا ته  تر لیچو لاسونه بډ وهي او د مامورینو له ژونده دې ناخبره وي. د همدې عاقلانه او منطقي سنجش برکت و چې معلم دې ته حاضریده چې په سلګونو کیلومتره لرې دنده په خوشالۍ اجرا کړي. معلم صیب چې به رخصتۍ کې کور ته راغی، نو دلته به د پخوانیو شاګردانو ...
نور ولوله

که زده کړې مو ودريدې هېواد مو نړيدی

    د موریټیوس (Mauritius) په نوم یو کوچنی افریقایي هیواد درپیژنم، په دې هیواد کې له ابتدایي زده کړو نیولې ان تر لوړو زده کړو پوري ټولې زده کړې حکومت خلکو ته وړیا برابروي، له ماشومانو تر لویانو ټول محصلین دولت پخپلو ترانسپورتي وسایلو کې له کورونو تر ښوونځیو او بېرته کورونو ته رسوي. موریټیوس د افریقا ترټولو شتمن هیواد دی، هلته له تعلیم سره صحت او روغتیا هم د ټولو هیوادوالو لپاره وړیا دي، ان د زړه د مختلفو ناروغۍو ګران بیه علاج هم دولت ټول ولس ته وړیا برابروي.     د موریټیوس هر وګړي عائد (19600$) دي، د دې هیواد  90% وکړي خپل کورونه لري او هلته د ځمکې او تعمیراتي موادو نرخونه ډېر ارزانه دي. دا هیواد افریقایي هیوادونو کې تر ټوبو شتمن ه...
نور ولوله

باید تعلیم معیاری و در تربیت توجه خاص صورت گیرد

تعلیم معیاری و تربیت سالم از چهره اصلی یک ملت نمایندگی میکند ، به هر اندازه‌ی که سطح علمی و تربیت بلند باشد به همان اندازه مردم به معراج عالی و ترقی گام گذاشته زندگی بهتر و خوب نصیب شان می شود در گذشته ها توجه جدی و قابل ستایش درین بخش مبذول نمی گردید متولیان امور برای اهداف و آرمانهای خاص خود در ساحاتی که از آن احتمال سود جوئی برای شان بود ، توجه میکردند . دانش و تجربه کافی  برای رسیدن به کرسی  ملاک نبود بلکه استفاده از رشوت و قدرت ،  بهترین گزینه دستیابی به گزینه های انتخابی پنداشته میشد که به همین دلیل کسانی راه پیدا میکردند که هیچ شایستگی نداشتند ، اصلا شایسته سالاری در نظام ، معیار پنداشته نمی شد حتی تا جائیکه تقلب در مقر ریاست جمهوری متولد شده ازآنجا در تمام تار و پود دولت ریشه دوانده ...
نور ولوله

په اخلاقی معلمانو کښي دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیاز!

انما بعثت معلما الحدیث د مځکي پر مخ په کوم یو ځاې کې چې د ښو اخلاقو کومه وړانګه او پلوشه شته، هغه یوازی د نبوت د کوم یو مطلع څخه راوزی اوبس. په نړۍ کښي داخلاقو داسی لوې لوې معلمان پېدا شول د هغوئ داخلاقو عملي مکتبونو ته د نړۍ لویو لویو قامونو دادب ګونډې ماتي کړې او په د غو مکتبونو کې یې له همدغو معلمانو څخه د آدابو او اخلاقو هغه سبقونه زده کړل چې ترننه پر هغو مکاتبو زرګونه کلونه تیرشول مګر د هغو درسونه نن هم د خلګو ټکې په ټکي یاد دي  او حقیقت همدا دی چې که نن هم چیرته د ښو اخلاقو کومه نمونه لیدل کیږی نو هغه د نبوی تعلیم دتیری صفحه یوه پاڼه ده؛ مګر یو تنقیدی نظر به موږ ته راوښودلی شي چې دې اخلاقي استادانو خپلو  منځو کې څه نسبت درلود؟   او د دوئ&...
نور ولوله

باید تعلیم معیاری و در تربیت توجه خاص صورت گیرد

تعلیم معیاری و تربیت سالم از چهره اصلی یک ملت نمایندگی میکند ، به هر اندازه‌ی که سطح علمی و تربیت بلند باشد به همان اندازه مردم به معراج عالی و ترقی گام گذاشته زندگی بهتر و خوب نصیب شان می شود در گذشته ها توجه جدی و قابل ستایش درین بخش مبذول نمی گردید متولیان امور برای اهداف و آرمانهای خاص خود در ساحاتی که از آن احتمال سود جوئی برای شان بود ، توجه میکردند . دانش و تجربه کافی  برای رسیدن به کرسی  ملاک نبود بلکه استفاده از رشوت و قدرت ،  بهترین گزینه دستیابی به گزینه های انتخابی پنداشته میشد که به همین دلیل کسانی راه پیدا میکردند که هیچ شایستگی نداشتند ، اصلا شایسته سالاری در نظام ، معیار پنداشته نمی شد حتی تا جائیکه تقلب در مقر ریاست جمهوری متولد شده ازآنجا در تمام تار و پود دولت ریشه دوانده ...
نور ولوله

حق تعلیم و تحصیل

حق تعلیم و تحصیل برای مرد و زن مسلمان است،  هیچ کس حق ندارد که مانع تحصیل زن و یا مرد گردد،  اما درک این مطلب ضروری است که باید رهنمود های دینی را  در نظر گرفته ، مطابق رهنمودهای دینی وارد موضوع شویم. نماز که یک فریضه اهم اسلامی است  اوقات مکروهه هم دارد،  حال برای طریقه ادای نماز و تعیین اوقات مکروهه دین رهنمود های دارد که باید حتما مراعات گردد در غیر آن ، آن نماز که خلاف رهنمودهای دین باشد  قبول نیست. برای به دست آوردن علم ، سفر زن و قرار گرفتن و یا سخن گفتن یک زن اجنبیه با یک مرد اجنبی نیز اسلام رهنمود ها ، دارد ، مسلمان مجبور است که ارشادات و اصول دین را حتما درین بخش نیز در نظر گیرد و موافق آن حرکت کند،  در دین اسلا...
نور ولوله

ښوونکی

یو ځل مې له خپل جاپاني ملګري نه پوښتنه وکړه: _ ستاسې په هیواد کې د ښونکي کومه ورځ ده او څنګه یې لمانځئ؟ زما پوښتنې ته یې په تعجب ځواب راکړ: – موږ د ښونکي په نوم کومه ورځ نه لرو. د ځواب په اوریدو یې زه حیران شوم! دا به رشتیا وایي؟! ماته فکر راولوید: " د اقتصاد، پوهې او تکنالوژۍ له پلوه په یو پرمختللي هیواد کې د معلم په اړه دومره بې تفاوتي"؟! له زدکړو وروسته یوه ورځ، جاپاني ملګري د مېلمستیا بلنه راکړه. دا چې کور یې...
نور ولوله

حکومت چلول او تعليم

که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين ډاکټران، فلسفيان او د ساينسدانانو ولسمشران ټاکل مهم ول نو. د نړۍ پرمختللی او نړيوال ځواک پاچا به ټرمپ غوندې بې عقل سړی نه ؤ بلکې په نړيواله سطحه مشهور مفکر نوم چومسکي، کارنل ويسټ، دينيل ډانيټ، مارتا نيسبيوم. او داسې نور سلګونه امريکايي فيلسوفان، ساينسدانان، او مفکرين به پاچايان ول نه ټرمپ، بوش، اوباما، کلنټن، او جو بايډن. که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين، فلسفيان ډاکټران او ساينسدانان ضروري ول نو د نړۍ پر مختللي هيواد بريتانيا کې به کاومي انتوني اپيا، سيمن بليک برن او نور لسګونه ژوندي ساينسدانان او مفکرين خو پرېده، هلته لسګونه نرو ساينسپوهان، او مفکرين شته نو بيا ولې د بوريس غوندې کم عقل د بلير غوندې احساساتي ولې مشران شول...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک