معلوماتي ليکنې
ماشوم ته د تي وروکولو ګټې
ماشوم ته ګټې:
- ماشومان له انتانونو او مېکروبي ناروغيو څخه ژغوري
- د اسهال او استفراق پيښې را کموي
- هر هغه وخت چې د ماشوم ضرورت شي د مور شيدې تازه د حرارت په هغه درجه اماده وي چې د ماشوم اړتيا وي
- خاص د ماشوم لپاره جوړي شوې دي
- کله چې ماشوم لوی شي د چاغۍ او د زړه ناروغيو خطر يې نسبتاً کم وي
- له مور سره يې اړيکي پياوړي کيږي
مور ته ګټې:
- د تيو او تخمدان د سرطان خطر را کموي
- د هډوکو د کمزوري ...
نور ولوله
مغز لوړ او پياوړي کړئ
خپل لؤړ دماغ ګړندي کولو لپاره 10 پياوړې تګلاري
1- که مجرد يو بايد هر ډؤل څوسن(جنسې) تحريک کونکي عمل، سوچ، ليدلو، اوريدلو د لاس خواري کښلو څخه شديده منع وکړو. او که ودګني يو نو له جنسي افراطه ځان بچ کړو.
2- هڅه وکړئ په اوداسه وګرزئ، خپل لمونځونه په سؤکه، دَ حواسو په سکوت او د غړو په سکون د سوچ په بشپړ تمرکز سره کوى او باور ولرى چې ستاسو هر اجرا شوى لفظ يو سالم وايبريشن يا ارتعاش دى او ستاسو له پرانا (لؤړې کايناتي انرژۍ) او ستر ژواک (ستر کايناتي مدبرانه انرژۍ) سره وصلؤې يا نښلؤې، د بل لمانځه تر وخته پر تاسو د ارتعاشاتو څلا را تاو کيږي دغه ارتعاشات به له هغو منفي ارتعاشاتو ممانعت کوي چې پر موږ کي ناسم سوچونه، تکلونه او بلاخر...
نور ولوله
د چګتال ماشين د فریکونسۍ، ريدم او انرژي په بڼه خپله ژبه لري
چګتال په دوامداره توګه تاسو او ستاسو افکارو ته ځواب ورکوي.
فکرونه د بل بدن څخه پټ ساتل کیدی شي ... مګر له چګتال څخه نه، او نه چګتال کوم ريدم يا ارتعاش ته بې غبرګونه تم کيږي.
چګتال تاسو ته د هغه څه چې تاسو ئې ارادي، عملي، تحريري يا تقريري ريدم، پريکانس او ارتعاش نقش کوى، په پرتله ډیر څه درکوي چې تاسو یې په اړه فکر کوئ.
ددې بېلګه داده يو غنم وکره 313 غنم درکوي، يو تخم زهر وکره ټول پټى نيسې
دېته آريانا د تعویض يا ورکړنيالي قانون وايي.
کله چې څوک د چګتال بنسټدود زده کړي چې اساس يې 12 مادي خاښونه 114 مادي دي او د چګتال د قانون د ملا تير جوړوي ځکه هغه کس ته آريان...
نور ولوله
یو ملیون کاله مخکې جوړ شوی، ۳۰ کیلو متره اوږد پل
دا پل یو ملیون کاله د مخه جوړ شوی او تر 30 کیلومترو ډیر اوږد دی ... د سپوږمکۍ عکسونه د ادم پل کشف کوي.
د ناسا لخوا د اوبو لاندې د یو لرغوني پل اخیستل شویو عکسونو په پراخه کچه پوښتنې راولاړې کړي دي، دا پل هند او سریلانکا سره نښلوي
پوښتنې دا دي: دا ۳۰ کیلومتره اوږد پل چا جوړکړی دی؟ د جوړولو لامل یې څه و؟ ایا انسان جوړ کړی، که په طبیعي ډول رامنځ ته شوی دی؟
دا پل له لرغونو وختونو راهیسې د "راما پل" یا "راما سیتو یا ادم پل" په نوم پیژندل شوی دی. دا پل د هند د پامپان ټاپو څخه پیل کیږي او د سریلانکا د منار په ټاپو پای ته رسیږي.
تاسې یې په اړه څه نظر لرئ؟
...
نور ولوله
په آګست مياشت کې لاندې هوايي ډګرونه تر ټولو ډېر مصروف او د ډېرو مساپرو کوربانه وو
په پای ته رسېدونکې آګست مياشت کې لاندې نړۍوال هوايي ډګرونه تر ټولو ډېر مصروف او د ډېرو مساپرو کوربانه وو:
دوبۍ نړۍوال هوايي ډګر، 4 ميليونه
د لندن هيټرو، 3.4 ميليونه
د هالنډ امسټرډام، 3.15 ميليونه
د پاريس شارل ډيګول، 3.13 ميليونه
د ترکيې استانبول، 2.9 ميليونه
د جرمني فرانکفورټ، 2.8 ميليونه
سرچينه: Sky News Arabic
...
نور ولوله
د لمر وهل
زموږ او ستاسو وجود په کېمياوي تعاملونو ولاړ ده چې عموماً د حرارت په ۳۷ درجو کې صورت نېسي. که واوره وي او که د اوړي سور لمر خو د انسان بدن کوښښ کوي چې د وجود داخلي د حرارت درجه ۳۷ و ساتي. هر هغه وخت چې د انسان بدن ډير ګرم شي وجود د حرارت د درجې د را کښته کولو په موخه دوه کاره کوي. لومړی پوستکې ته نېږدې واړه رګونه خلاصوي او بيا مالګه او اوبه د خولو په څير خوشي کوي. لدغې لاري وجود د حرارت درجه تر ډیره حده را کښته کولای شي. خو د وړو رګونو خلاصول د ويني فشار راکښته کوي او د زياتو اوبو او مالګي له لاسه ورکول په بدن کې د مهمو اجزاوو انډول خرابوي. که دغه حالت دوام وکړي انسان ته لاندې اعراض پيدا کيږي.
- سر چرخي او د ستوماني احساس
- کانګي يا د...
نور ولوله
جيمز ويب د کايناتو ابتدا راباندې ويني
د جيمز ويب فضايي ټيليسکوپ يوه حيرانوونکې او فوق العاده ځانګړنه دا ده چې د کايناتو په خورا ليرې او ژورو څنډو کې د موجودو ستورو په اړه به نوي معلومات راکړي. د کايناتو عمر 13.8 ميليارده کاله دی، يعنې تر بيګ بينګ يا لويې چاودنې وروسته 13.8 ميليارده کاله تېر شوي. ستورپوهنه وايي چې د کايناتو لومړني او تر ټولو پخواني ستوري تر بيګ بينګ 150 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي. هابل ټيليسکوپ کولای شول هغه لومړني ستوري وويني چې د کايناتو تر تخليق 500 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي وو خو جيمز ويب د خپلو خورا ځواکمنو هيندارو او پېچلي ساينسي جوړښت په برکت کولای شي د کايناتو تر تخليق 200 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي لومړني ستوري وويني، هغه ستوري چې رڼا او ځلا يې زموږ تر لمر 100 ميليونه وارې زياته ده. دا په دې معنا ده چې جيمز ويب مو د کايناتو د تخل...
نور ولوله
د جيمز ويب د انځورونو په ليدو به د نړۍ ټول اوسېدونکي اوښکې توی کړي!
توماس زوربوګن:
د جيمز ويب د انځورونو په ليدو به د نړۍ ټول اوسېدونکي اوښکې توی کړي!
توماس زوربوګن د ناسا د علمي ماموريتونو سرپرست دی او دا خبره يې په يوه خبري کنفرانس کې کړې. نوموړي ويلي، زموږ ټيم چې د جيمز ويب فضايي ټيليسکوپ لومړني انځورونه وليدل، تقريباً د ټولو اوښکې ورته وبهېدې. دی وايي:
دې انځورونو موږ ټول احساساتي کړي يو. سخته ده چې کايناتو ته له يوې نوې درېڅې وګورې او تر تاثير لاندې يې رانشې. دا په رښتيا احساساتي شېبه ده چې ووينې طبيعت ناڅاپه خپل ځينې رازونه درته افشا کوي. زما هيله دا ده چې تاسې ټول د دې انځورونو په اړه سر له اوسه خيالپردازي وکړئ او ليدو ته يې منتظر شئ.
د ناسا مدي...
نور ولوله
مریخ ته ورته ځمکه او د ناواهو قبیله- Navajo Tribe
که زه د امریکا د اریزونا او نیومکسیکو ایالتونو ته تللی نه وای، ښايي تر ډېره به په دې نپوهېدم چې د نړۍ یو پرمختللی هېواد متحده ایالتونه «څه باندې ۵۷۰ داسې قبیلې هم لري چې لا هم د خپلو قبیلوي اصولو، ارزښتونو، دودونو، روایتونو او قومي جرګه ګیو» په اساس ورځنۍ چارې مخې ته وړي، البته دا هغه قبیلې دي چې حکومت یې په رسمیت پېژني. همدغه راز، په دې به هم نپوهېدم چې د ځمکې په سر هم مریخ ته ورته ځینې ښکلې او طبعي سیمې شته. ما تر دې دمه د امریکا د ۵۰ ایالتونو له جملې څخه ۲۷ ایالتونو ته سفرونه کړي او د خلکو ژوند او چارې مې لیدلې او تجربه کړې دي. په سفر کې سړی نوي شیان ګوري او زده کوي. د اریزونا په ایالت کې مې د لویې تاریخي او مشهورې درې [Grand Canyon] له لیدلو وروسته شپه د نیومکسیو ایالت د...
نور ولوله
ایا ډېجیټل یا برښنایي اشکال او جوړښتونه مال او پیسې دي؟
تر ټولو لومړی د پکتیکا, پکتیا اوخوست په ولایتونو کې د وروستیو زلزلو قربانیانو ته د الله (ج) څخه د مغفرت غوښتنه کوم, کورنیو ته یې صبر جمیل غواړم او لکه د ټول افغان اولس په څير ځان ورسره پدي لوی غم کې شریک بولم.
ډيجېټ په لغت کې عدد او رقم ته وایي.
ډېجیټل د بریښنایي تکنالوجۍ په واسطه د اعدادو او ارقامو یا ډيټا د تولید, ذخیرې او پروسیس په نتیجه کې یو رامنځته شوی جوړښت او شکل دی چې فزیکي موجودیت نه لري.
نوموړي ډېجيټلي جوړښتونه او ارقام هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې نورو ته يې د استعمال حق ورکړل شي, د خاصو شمیرو په واسطه مشخص او په ډيجیټلي توګه یې د ساتلو او ذخیره کیدو امکان وي. چې پدې صورت کې اخستونکی یې د استعمال او په بل چا د پلو...
نور ولوله
امريکا د نړۍ د سرو زرو تر ټولو ډېر احتياطي ذخاير لري
امريکا د نړۍ د سرو زرو تر ټولو ډېر احتياطي ذخاير لري چې اندازه يې ۸۱۳۳ ټنو ته رسيږي. لاندې هېوادونه ورپسې دي:
آلمان ۳۳۵۹ ټنه،
ایټاليا ۲۴۵۲ ټنه،
فرانسه ۲۴۳۶ ټنه،
روسيه ۲۳۰۲ ټنه،
چين ۱۹۴۸ ټنه،
سويس ۱۰۴۰ ټنه،
جاپان ۸۴۶ ټنه،
هند ۷۴۴ ټنه
هالنډ ۶۱۲ ټنه.
څه موده وړاندې مې لوستي وو چې چين اوس هڅه کوي له نورې نړۍ سره په تجارتي راکړه ورکړه کې د نغدو پيسو پر ځای سره زر ترلاسه کړي ځکه سره زر يوازينۍ شتمني ده چې په هېڅ حالت کې خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي.
...
نور ولوله
طرز خوابيدن سالم
ډاکتر سيد حجت الله هاشمی
امروزه بسیاری از افراد از درد کمر و یا زانو و گردن، معده و يا نفس تنګي هنګام خواب شکایت دارند و اغلب ریشه اصلی مشکل خود را نمی دانند.اغلب این مشکلات به نحوه خوابیدن و درست قرار گرفتن در محل خواب ارتباط دارد. خواب خوب برای سلامت ضروری است و حالت خواب خوب می تواند منجر به خواب بهتر و کاهش علایم درد مفاصل و عضلات شود
بدترین طرزخوابیدن : روی شکم
این طرز میتواند برای کمر و گردنتان مضر باشد و انحنای طبیعی ستون فقراتتان را به هم بریزد.
خوابیدن روی شکم به مفصلها و ماهیچههایتان فشار میآورد و باعث ایجاد درد، کرختی، گزگز و خوابرفتگی اندامهایتان م...
نور ولوله
د مار چيچل
په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.
هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غوټه کېدو اختلالات منځ ته راوړلای شي چې کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي.
له ناروغ سره بايد څه وکړئ؟
- مړ مار او يا هم د هغه عکسونه يا ويډيو جوړه کړئ او له ناروغ سره يې روغتون ته را وړئ تر څو ډاکټران د مار نوع و پېژني. د مار د نوعې پېژندل په درملنه کې ډير ستر رول لري. خو که مار چا مړ نکړ ناروغ ي...
نور ولوله
سرطان یوه ناروغي نه بلکې بی حسي یا انتاني ناروغي ده !!!
ژباړه: عبدالرشید عالمي
په ماسکو کې د اوش دولتي طبي پوهنتون، د سرطان متخصص؛ ګوپتا پرساد ریډي (بي وي) وايي، سرطان یوه وژونکې ناروغي نه ده، بلکې خلک یې یوازې د بې غورۍ له امله مري. د هغه په وينا، که يوازې دوه لارې مراعت شي، سرطان ناروغي له منځه تلای شي او طریقې یې دا دي:-
1- لومړی د شکرې هر ډول خواړه پریږدئ ځکه، که ستاسو په بدن کې بوره نه وي، د سرطان حجرې به په طبیعي یا قدرتي توګه ورک شي.
2- په یو ګیلاس ګرمو اوبو کې یوه کاشوغه د لیمو اوبه ګډ کړئ او د سهار په 3 بجو یي په خالي معده وڅښئ او تر دری ساعتونو پوري هيڅ ډول خواړه مه خورئ سرطان به ورک شي.
...
نور ولوله
د طب په ډگر کی یو نوی د سرطان ضد کشف شوی نباتي ریښه
روان چوپان
طبی ساینس پوهانو دیو نبات هغه ریښه موندلې ده چې یوازې په (48) ساعتونو کې د سرطان 98%حجرې وژني!
ــ دا ریښه له پخوانیو وختونو راهیسې د بېلابېلو روغتیایي ګټو له پاره په درملو کې کارول کیږي، له دې عامو واښو څخه ښه ګټه اخیستل هغه څه دي چې طبي څېړونکي یې "کشفولو" ته خورا لېواله دې، کوم چې د سرطان درملنې احتمال دی.
دا قوي ریښه د وینې او معافیت سیسټم رامینځته کوي، د پروسټاټ، سږو او نورو سرطانونو درملنه د کیموتراپي په پرتله ښه ده، د کاناډا په اونټاریو کې د وینډسر سیمه ییز سرطان مرکز څخه د ډاکټر کیرولین هام په وینا د Dandelion (قاسدک) ریښې استخراج یوازینی شی و چې...
نور ولوله