ټولنيزې ليکنې
دا ډول ښېګڼې مسلمان ته د اخروي اجرونو ګټلو فرصتونه برابروي
په کابل کې له ارزان قيمت، د قلعهِزمانخان له لارې فروشګاه ته، واړه موټر له هر مسافر دېرش افغانۍ اخلي، درې نفره شا ته او دوه نفره په مخکې سيټ کې کېنوي، دا چې دا د روزي ګټلو وسايل دي؛ هر سړي د خپلې ګټې محاسبه له وړاندې کړې وي نو په غالب ګومان هر موټروان به هم په دغه لاين کې په يوه پېره د ۱۵۰ افغانيو ګټلو محاسبه له مخکې کړې وي.
له يو موټروان سره کېناستم، د درېیمې لسيزې د لومړنيو کلونو د عمر به و، په مخکې سيټ کې يوې مېرمنې د ناستې اجازه وغوښتله.
ده ورته دستي ځواب ورکړ چې د دوو سورليو کرايه به راکوئ.
مېرمن له ناستې منصرفه شوه، لږه شېبه وروسته يې وويل يو پنځوسی به درکړم.
ځوان خپله خبر...
نور ولوله
ثواب
ورته و يې ويل :
- ستر ثواب پکې دی ، بختور به يې سرته رسوي ...
ناستو خلکو دتائيد په دود سرونه ورسره وخوځول ...
د « صيب » خبره ورته ځکه د منلو وه چې ايډيال يې ؤ ؛ د صوفيانو د « پیر » په څېر ورته دروند ښکارېده ؛ او په عقيدت کې يې جنتونه ، ثوابونه او د خدای بلا نعمتونه مخې ته ولاړ وو !!
« صیب » د هغوی پر آند ولي الله ؤ ؛ بزرګ ؤ ، او پر ټولو مثبتياتو سمبال !!
يوه يې د وضاحت غوښتنې لپاره پر شونډو خبرې ور تاندې شوې :
...
نور ولوله
هر ځای چې اوسو، داسې انسان شو چې اصول او ایمانداري ومنو
که تاسو په هوټل کې چای کې شکره یا شیدې د هغې اندازه زیات کړي چې تاسو یې په خپل کور کې اچوي، نو دا ښکاره کوي چې ستاسو کې د فساد تمایل موجود دی.
که تاسو په رستوران یا عامه ځایونو کې ټشو پیپر، صابون یا خوشبويي د خپل کور په پرتله زیات کاروي، نو دا ښايي که تاسو ته فرصت درکړل شي، تاسو ممکن د حکومتي مال نه غیر قانوني توګه ګټه واخلې
که تاسو په ودونو یا پرانیستې بوفې کې تر هغه اندازه زيات خواړه اچوي چې تاسو یې نه شي خوړلی، یوازې دي لپاره چې د بل مبلغ يي بل څوک ورکوي، نو دا ښايي چې که کله تاسو ته د عامه پیسو څخه ګټه اخیستلو موقع درکړ شي، تاسو به دغه ډول معامله ورسره وکړي
که تاسو فکر کوي چې عام سړک نه اخیستل شوی پیسې یا کوم بل څيز ستاسو حق دی، نو دا ستاسو کې د غلا لومړنۍ نښ...
نور ولوله
پنځوس خيالات چي تفاهم ، تعامل او مثبتي بقا ضمانت کوي او اختلاف قبلولو فن دي چې تر ټولو زيات ورته افغانان ضرورت لري!!!
*زه هغه څوک نه يم چې ته يي.
* ضروري نده چې ته زما نظريه قبوله کړي
*دا لازمي نده چې څه ډول زه ليدلوری لرم ته يي هم ولري
*اختلاف د ژوند يوه فطري برخه ده.
*360 زاويي سره ليدلوری ممکن ندي.
*خلک درک کړه ترڅو ورسره ژوند وکړي نه لدي لپاره چې هغوي تبديل کړي
*د خلکو مختلفي رويي مثبتي او تکميلي وي
*هغه څه چې ستا لپاره موزون وي ضروري نده چې ما لپاره هم موزون وي
*حالات او واقعات په انسان کي بدلون راولي
*ستا درک کول هيڅ کله يواځې پدي معنا نوي چې زه ستا خبری سره متفق اوسم
* کوم څيز چې تا پريشانه کوي ضروري نده چې ما هم پريشانه کړي
...
نور ولوله
د مذهبیانو او سیکولرانو له پېغورونو ټولنیزي رسنۍ ډکي دي
محدود فردي جرائم ټولني ته منسوب کول او بیا هغه ټولنه او یا ئې تهذیب تر نقد لاندي راوستل انصاف نه دئ؛ دا عادي خبره ده چي په هره ټولنه کي جرمونه تر سترگو کېږي؛ ادارې هم همداسي وگڼئ! نه مدارس او مکاتب له جرائمو پاک دي او نه روغتون او نوري ورته ادارې؛ خو د دې معنی دا نه ده چي د یوه فردِ واحد د جرم په سبب دي هغه ادارې بدي وگڼل سي؛ لکه زموږ په ټولنه کي چي دا بې انصافي روانه هم ده؛ د مذهبیانو او سیکولرانو له پېغورونو ټولنیزي رسنۍ ډکي دي.
ممکن زموږ جاهلي ټولنه اوس د جرائمو له مخي تر غرب چندان کمه نه وي؛ البته چي پر موږ یو سرپوښ (پرده) پروت دئ؛ څوک مو له وضعیت څخه پوره خبر نه دي... د استناد وړ مراجع نه لرو د اصلاح خو لیري پرېږدئ! د مېرمنو په تړاؤ چي موږ په خپله ټولنه کي د کوم ظلم شاهدان یو؛ ما خو ...
نور ولوله
بېمهاره شهوات هېڅکله انسان ته خیر نه شي رسولی
د کورنیو اړتیاوې داسې یوې مرحلې ته رسېدلي چې اوس یو عادي کارګر هم تر هغې آرام نه احساسوي، تر څو چې د لویدیځ وروستي د ښکلا وسایل ونه لري!
پخوا به خلک د سخاوت او تقوا له مخې سیالي کوله، خو اوس سیالۍ بل لور ته تللې دي… زه دلته دا بحث نه کوم چې څه جایز دي او څه ناجایز، بس همدا د قرآن کریم حکم کافي دی:
“او هغه کسان چې کله مصرف کوي، نه اسراف کوي، نه بخل، بلکې د دې دواړو ترمنځ معتدل وي.” (الفرقان: ۶۷)
همداراز د رسول الله ﷺ دا اصل هم کافي دی:
“څومره چې دې زړه وي، خورئ، څومره چې مو زړه وي، جامې اغوندئ، خو تر هغو چې دوه خصلتونه مو ...
نور ولوله
آیا زه غل یم؟
قدرمن دکتور محمد الفقيه يوه ليکنه خپره کړې ده، خوند يې راکړ، نو پښتو ته مې واړوله، څو تاسو يې هم ولولئ. ليکلي يې دي:
یو سوډاني ورور ډېره په زړه پورې مقاله لیکلې چې سرلیک یې "آیا زه غل یم؟" دی. په دې مقاله کې هغه دوه پېښې یادې کړې دي چې ورسره مخ شوی و.
لومړۍ_پېښه:
دی لیکي:
ما په آیرلېنډ کې د طب پوهنځي امتحانونه ورکول. د امتحان فیس 309 پاونډه و، خو ما سره ماتې پیسې نه وې، نو ما 310 پاونډه ورکړل. امتحان مې ورکړ، وخت تېر شو، او بېرته خپل هېواد، سوډان، ته راغلم.
یو وخت مې د آیرلنډ نه یو لیک ترلاسه کړ. په لیک کې لیکل شوي وو:
...
نور ولوله
زما کور کی يواځې مور ده هغه هم مريضه ده
ملزم يو پنځلس کلن ماشوم وو ، د يوه سټور څخه د غلا پر مهال نيول شوي وه ، د تيښتې کوښښ پر وخت د ګارډ سره په کشمکش کي د سټور يوه شيشه هم ماته شوه .
قاضي د پوليس څخه د قضيې اوريدو ورسته د ملزم نه پوښتنه وکړه چې آيا واقعي تا غلا کړي ؟
ماشوم: هو ما يو پاکټ پنير او بريډ ( ډبل ډوډۍ) غلا کول
قاضي: ولي؟
ماشوم: زما ضرورت وه
قاضي: په پيسو به دي رانيولی واي؟
ماشوم: پيسې نه وي .
قاضي: د کور څخه به دي راوړي واي ؟
ماشوم: زما کور کی يواځې مور ده هغه هم مريضه ده ما بريډ او پنير هغه ته وړه .
قاضي: ته کوم کار نه کوي؟
ماشوم: په يوه کار واش کي مي کار کاوه يوه ورځ م...
نور ولوله
راځي يو څه واقعيت لوري ته زير شو!
✅ ستا د تکفين، تجهيز او خاوره سپارلو ورسته به اکثره خپلوانو توجه د يو شمېر ملمنو رخصتولو او يو شمير ته د خوراک او څښاک لوري ته شي چې ورسته به يو يو رخصتوي
✅ يوي هفتي تيريدو ورسته به مکتبونو ته د ماشومان تللو سلسله شروع شي
✅ دوه هفتو له تيريدو ورسته به د تعذيت کونکو خلکو تګ او راتګ سلسله هم بنده شی
✅ درې هفتو تيريدو ورسته به قبر ته د خپل خپلوانو او کورنی تل او راتلل د نشت سره برابر شی
✅ يوه مياشت تيريدو ورسته به بيا ځل په کور تلويزيون کتل پيل شي
✅ تقريبا يوه نيمه مياشت ورسته به ستا اولادونو او کورنی ته د فلمونه کتل ، بدلو اوريدل او ماشومان لپاره به کارټونه ليدل عادي شي
✅ ستا څلويښتي به د عادي ډوډي خوراک او شکلياتي ختم سره هم تيره شي....
نور ولوله
انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي
انسان اجتماعي مخلوق دی، په ټولنه کې د ښه ژوند لپاره مجبور دی لوړې ژورې وويني او ځان مخکې له مخکې دغو لوړو ژورو لپاره ذهنا چمتو وساتي، په انسانانو کې څوک چې څومره ډېر قانع دی، هومره به په رواني لحاظ خوښ وي، او څوک چې څومره بې قناعته وي، په هماغه اندازه به يې ذهني ناارامي ډېره وي.
انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي، ايثار او قرباني يې زده وي او بايد يې عملي کړي، ځکه چې دا د ژوند طبيعت او فطرت دی.
زه شخصاً په ډېرو مادي شيانو کې تنازل ته ذهنا آماده يم، البته يوازينی شی چې تنازل په کې نه شم کولای، هغه ذهني قناعت دی او په پټو سترګو په يو شي باور کول دي.
زما په نظر انسان بايد په دې بر...
نور ولوله
ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼهکوونکي خوښوي
له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې ما حتی له ډېرو ښو او نېکنامو خلکو دا اورېدلي چې نورو ته په توصیه کې وايي: ښه مه کوئ، بد نشته! له خپلو تجربو يې وايو، مونږ ته تل زمونږ ښېګڼې بدې شوې دي!!
مطلب ښکاره خلک هڅوي چې که له چا سره ښېګڼه ونه کړئ نو د خلکو له بدو به په امن کې ياست، او دا خبره اکثراً د خپلوانو او ملګرو په حق کې کېږي.
مګر دا خبره د قرآن کريم او د صحيحو احاديثو د صريحو لارښوونو خلاف ده، اللّٰه تعالی په عمومي ډول عام حکم فرمايي:
﴿وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾(١٩٥) البقرة
ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼهکوونکي خوښوي.
همدا ډول له هغه چا سره چې بدي راسره کوي، د هغوی په اړه د قر...
نور ولوله
كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ په ځمکه باندې هر څه فنا کېدونکي دي
ایمن العلی يو ۲۳ کلن اردنی ځوان دی، چې ډېر ښکلی، ښايسته او د سوشل ميډيا مشهوره شخص دی. هغه ټک ټوکر، بلاګر، او فېشن موډل دی، او په عرب نړۍ کې د ټرېنډ جوړوونکی ګڼل کېږي. هغه په انسټاګرام، سنيپ چیټ او ټک ټوک باندې لکونه فالووران لري، او د هغه يوه ويډيو ته په يوه ورځ کې له ۱۲ څخه تر ۱۵ لکه پورې کتنې ترلاسه کېږي. هغه په هر مشهور عرب ټلويزيوني چينل کې د مېلمه په توګه برخه اخلي، او په ۲۰۲۲ کې ورته د "ملك جمال الأردن" يعنې "د اردن د حسن بادشاه" لقب ورکړل شو.
په ۲۰۲۳ کې، هغه د اردن له هاشميه پوهنتون څخه د ماسټر سند ترلاسه کړ، او په فراغت مراسمو کې یې د خپلې ځانګړې ټوپۍ پر سر "ملك الإرادة" يعنې "د ارادې بادشاه" لیکلی و. د هغه دې ویډیو د لکونو خلکو خوښي ترلاسه...
نور ولوله
دا دنيا به دغه ډول روانه وي، دلته څوک ستا انتظار نه کوي
اسټریچر پر سر جنازه او فرش پر سر دسترخوان پروت دي، دا دنيا به دغه ډول روانه وي، دلته څوک ستا انتظار نه کوي، نه ستا د تدفین سره او نه له فاني دنیا څخه د رخصتيدو سره به څوک ستا لپاره خوراک پريږدي، له جنازي څخه به زيات ستا په خيرات کي حاضر وي، ستا په نشتون کي څوک ژوند نه پريږي، دا نړي به هماغه ډول روانه وي، دا څراغونه به روښانه او دا رونقونه به تازه وي،
آيا ته پدي يقين لري چې ستا له وفات ورسته ستا خپل او خپلوان، دوستان او احباب به له تا لپاره دومره عمل صالح وکړي چې ستا لپاره صدقه جاریه شي او ته وبښل شي ؟
دغه اولاد به ستا لپاره عمل وکړي چې ستا په وينا حتي لمونځ نه کوي؟
آيا دغه خپلوان به ستا لپاره صدقه جاریه شي چې حتي پر ژوندون درسره په ماديانو خفه وي؟
آيا دغه دوستان به درته څه وکړي چې ...
نور ولوله
آيا اجړاګان د مرګ وړ دي !؟
په انساني ټولنه کې يوه بد مرغي داده چې ځينې د لور په پيدايښت خفه کېږي او ځينې د نرښځي !! دا بد مرغي د نورو قومونو په نسبت په پښتنو کې زياته ده ؛ آن تر دې چې ډېری پلرونه د لور پيدايښت نه خوښوي ؛ خاصکر هغه خلک چې بديدار وي او / يا يې سر په سر لورانې پيدا شوې وي ؛ دوی هيڅکله د لور زېـږون نه خوښوي او حتا هغې مېرمنې ته په سپکه سترګه ګوري چې ؛ د دوی د انتظار خلاف لور زېـږوي !! د هغوی په آند ؛ ښځه کولی شي چې له الهي پرېکړې او طبي ايجاباتو پرته ، زوی و زېږوي ، او که يې پر زېـږون بريالۍ نه شي ؛ مېـړه يې حق لري چې و يې رټي ، او حتا زېـږولې لور ته يې هم په درنه سترګه ونه ګوري !! دا ډول مېـرمنې نه يواځې د ځينو نا اهلو مېـړونو له نظره مردودې وي ؛ لاچې د خاوند کورنۍ ته منسوب غړي يې هم سپکه تلي ، پېغورونه ور کوي...
نور ولوله
واده (شراکت) دی که (لباس)؟
کله چې مونږ وایو واده (شراکت) دی، دا معنا لري چې مېړه او ښځه هر څه په مساوي ډول سره شریکوي؛ مسئولیتونه، لګښتونه، مکلفیتونه، حقونه او نورې دندې... دغه مفهوم يعنې واده ته د (شراکت) رنګ او نوم ورکول د لویدیځ یا له بهرني فکر سره اړخ لګوي، چېرته چې د ازدواجي اړیکې په اړه د (شریک) اصطلاح ډېره کارول کېږي. دا اصطلاح (شریک) د نړۍ له خوا د ښځو او نارینه وو تر منځ د مساواتو (برابرۍ) د حرکتونو له پیل سره رواج شوه او دا مفهوم د ژوند په مادي برخه کې د سرمایهداري فلسفې څخه سرچینه اخلي، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، پانګونې او شخصي ملکیت په برخه کې. د لویدیځ ټولنیزو اړیکو دغه اصطلاح د سرمایهدارۍ له فکر څخه را اخیستې ده.
خو مونږ مسلمانان په دې باور نه یو چې واده شراکت دی او نه دا منو چې هر میړه د ...
نور ولوله