ټولنيزې ليکنې

خيالي القاب او مونږ

د علم په ډګر کې د افراطي القابو کارول ناسم کار دی، دا کار د رسول الله صلی الله عليه په زمانه کې نه دی شوی، حال دا چې هغه وخت ډېر ستر ستر صحابه کرام رضوان الله عليهم موجود و، د راشده خلافت په جريان کې هم د دې کار خاص تاثير نه ليدل کېږي، بلکې د علميت په نسبت د کړنو پر اساس ایښودول شوي القاب په دوی کې ډېر مطرح و. تر ټولو مهم دا چې قرآن کريم خپله د ګڼو انبياء کرامو عليهم السلام يادونه کړې، مګر هغوی يې د علميت په نسبت په نيکو کړنو ډېر موصوف کړي دي، صديق، شکور، حنان، عبد، صابر، اواب، صالح او داسې نور اوصاف يې په مثال کې لوستلی شو. خو وروسته وروسته دا القاب په بل ډول مطرح شول، هرې طبقې په خپل داخل کې د القابو په کارولو کې نوي نوي اختراعات وکړل، د حديث، فقه، تصوف،...
نور ولوله

سوله د (حق) او (عدالت) له تأمين پرته نشي راتلى

څوك چې سوله غواړي بايد حق او عدالت ته غاړه كېږدي، تېرو تجربو وښوده چې بې عدالتي، د نورو پر حقوقو تېرى او د يوې وړې ټولگۍ له لوري د اقتدار انحصار په جگړي منتج كېږي. دوی هغه څوک دي چې هر وخت د سولې او د افغان ولس پر ضد له اشغال سره یو ځای شوي دي، بیا همدغه ملي خاینان د ولسونو په لاس له تور برخلیك سره مخامخ کیږي. که انسانان د ځان لپاره د الله رالېږل شوی قانون خوښ او په خپل ځان باندې لازم ومني، احکام یې عملي کړي، نو په ژوند کې به داسې خوښي سکون او اطمینان محسوس کړي، لکه یو کوچنی ماشوم چې د مور غیږ ته په رسیدو د سکون او آرام څخه برخمن شي. همدا شان د اسلامي نظام په حاکمیت کې د تمام انسانیت عزت ښکلا او خوښي پرته ده. خو له بده مرغه همدا اکثریت انسانان بیا د انسانا...
نور ولوله

د ځای تشخيص او پيژندل خورا ډير مهم دی

د سترې کښتۍ اينجن خراب شو ، ډېرو ميستريانو وس پرې وکړ چې جوړ يې کړي خو يوه هم ونشو کړای، بالاخره د کښتۍ مالکانو تصميم ونيو چې يو پخوانی تکړه ميستري چې کلونه يې د‌کښتۍ جوړولو او رغولو کار کړی ورته راولي. مستري يې راوست غټ له پانو او پېچکشونو ډک بکس يې په لاس کې دی ،د‌کښتۍ د اينجن په جوړولو لګيا شو ، د‌کښتۍ مالکان هم ورته ولاړ دي دده کار ګوري. مستري له خپل غټ بکس څڅه وړوکی سکورينچ را واخيست او  سوکه يې د اينجن يوه برخه دری څلور ځلې پری وټکوله (ووهله) ، اينجن يو دم چالان شو او کار يې پيل کړ ، يوه اوونۍ وروسته چې د‌مستري د حساب ورکولو وخت شو ،هغه لس زره ډالر غوښتل ، د‌کښتۍ مالکانو وويل د خدای لپاره د څه شي لس زره هغه خو ټکی کار هم ونه کړ، مازې يې سکورين...
نور ولوله

د حسن او حسين رضي الله عنهما مشرانو ته درنښت او هوښياري

روایت_کا چې حسن او حسین رضي الله عنهما چرته بوډا سړی ولید چې اودس یې کوه، خو په سنت طریقه برابر نه و، د نبوت د مدرسې روزلیو ځوانانو مناسب ونه بلله چې مشر او بوډا سړي ته ووایي: اودس دې صحي ونه کړ، باید داسې او هاسې یې وکړې، نو دې مشر ته د صحي اودس ورښودلو لپاره یې د درنښت او هوښیاري لاره برابره کړه.      دوی دواړو بوډا ته وویل موږ دواړه ستا مخکې اوړسونه کوو، ته راته ګوره چې زما اودس په سنت طریقه برابر دی او که زما د ورور،  زموږ فیصله به ته راکوې چې د کوم یوه اودس په سنت طریقه برابر ده.      بوډا ورته وویل: سمه ده، تاسو دواړه اودسونه وکړئ، هغوی دواړو یو په بل پسې اودسونه وکړل او بوډا دواړه څارل، هغوی چې کله اودسون...
نور ولوله

یو څوک هغه وخت د یوه شي په قدر پوهیږي چې هغه له لاسه ورکړي!

په ریښتیا سره چې یو څوک تر هغه وخته پورې د یوه شي په قدر نه پوهیږي، چې ترڅو هغه یې له لاسه نه وي ورکړی. د مور او پلار په قدر هغه څوک ښه پوهیږي، چې مور او پلار یې له دې فاني نړۍ څخه پخواه سترګې پټې کړې وي. اوس چې هر څومره لاسونه وټکوي، په درد به ونخوري، او کومه ګټه به ونلري. هغه وروڼه او خویندې، چې تر اوسه پورې دوی د مور او پلار، له ښکلي نعمته محروم نه دي، باید د الله(ج) شکرانه اداء کړي، او شپه او ورځ د خپلې مور او پلار په خدمت کې تېر کړي. کوښښ وکړي چې د دوی د لیدلو زیارت وکړي، او د امکان په صورت کې کوښښ وکړي، چې د دوی خدمت پخپل لاس وکړي. له دوی سره وخت تېر کړي، او کوښښ وکړي چې د دوی زړونو ته لاره پیدا کړي، او د دوی زړونه لاسته راوړي. اولادونه باید د خپل پل...
نور ولوله

د يو ورور مرسته له خپلې بېوزلې خور سره

کیسه_کا       یوه مېرمن کیسه کا چې کله مې کور پاک کړ ورور مې موبایل راته وکړ چې زه او مېرمن مې د کم وخت لپاره ستا لیدو ته درځو. دا زیاتوي زه پخلنځي ته ننوتلم، چې د هغو د مېلمستیا لپاره سمدستې څه شی تیار کړم، لنډه دا چې کور کې نور هیڅ هم نه وو څو دانې مالټې پرتې وې، له هغو نه مې ژر ژر دوه ګیلاسه یخ جوس تیار کړ.      کله چې هغوی راغلل او راننوتل، هغو سره مې د ورور خواښې هم وه! چې د لومړي ځل لپاره زموږ کره راتله، نو ما دوه ګیلاسه جوس مور او لور ته کېښودل او له اوبو ډک ګیلاس مې د ورور مخته کېښود، هغه ته مې وویل، زه پوهیږم چې تا ته سیون اپ خوند درکوي ... هغه چې یو غوړپ وکړ پوه شو چې اوبه دي، په دې وخت کې یې خواښې ورته وویل: زویه سیون اپ ز...
نور ولوله

لږ فکري اړخ ....!

په افغانستان کې وس مهال د ښځو لپاره 29  انجيوګانې يا شخصي مؤسسات کار کوي ، په دې کې د امريکا ، فرانس ، برطانيې او جرمني مؤسسات شامل دي ، حکومتي کچه باندې له دې هم زياتې دي ، دا مؤسسات ظاهرا شخصي دي البته تر شاه يې حکومتونه ولاړ دي ، په مختلفو ولايتونو کې په پراخه کچه فعاليت کوي ، هره مؤسسه په ميليونونو ډالرو باندې بوديجه لري ( هغه بيله خبره ده چې د دوئ کار د ښځو لباس پورې تړل شوی وي خو د طورخم او چمن په دروازه زرګونو مريضو خويندو ميندو ته د دوئ نظر کله هم نه ور اوړي ) ګوره ! زه تاته يو خبر وکړم ! دا مؤسساتو والا ليوني نه دي چې د يو چا د کور دروازه وټکوي او جينس پتلون ورکړي چې دا واغوندئ ، بلکه د غرب دا طريقه ده چې هغوئ هر چېرې ځي نو اول د هغه خلکو ذهن مطالعه کوي ب...
نور ولوله

جنسي زياتي ، جنسي فقر ، او حل لاره .....!

په پاکستان کې د موټروی( چې مشهور او محفوظ سړک بلل کېږي ) په غاړه يوې زنانه سره د اولادونو په مخکې جنسي زياتی وشو ، پاکستان کې لبرل مخلوقاتو غوغا راپورته کړې چې (پراسټيټيوشن دې ليګل شي ) يعنې په رضا باندې زنا کول دې قانوني وبلل شي،  دا خبره يوازې پاکستان پورې نه ده محدود بلکه نورو هېوادونو کې هم لبرل مخلوقات همدا چغې پورته کوي چې په رضا زنا کول دې قانوني شي ،  د لبرل مخلوقاتو په نزد د جنسي زياتي پيښو رامنځته کېدلو لوئ لامل جنسي فقر دی ، او جنسي فقر د اخلاص ( سکس )  نه کولو لامله کېږي ، که چېرې زنا عامه شي نو جنسي فقر به ختم شي , دا د لبرلانو ادعا ده ....! تر ټولو اول خبره دا چې دا يو ډېر متضاد دليل دی چې زنا دې عامه شي نو جنسي فقر به ختم شي ...
نور ولوله

په مناسب وخت کې مناسب اقدام کول!

په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، مناسب اقدام، ډېرې دنیوي ستونځې په ښه توګه حل کولای شي. نو لدې کبله، مناسب اقدام، په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، باید حتمي او ضروري، په لازمه توګه تر سره شي. غواړم، د پورتني عنوان د تاىٔید او تصدیق لپاره دغه لاندې مثالونه وړاندې کړم: ۱ – فرض کړئ، چې یو پلار او یا یوه مور، خپلو اولادو ته بې اندازې زیات ناز ورکوي، او دوی دواړه دغه شانته فکر کوي، چې د دوی اولادونه چې کله لوی شي، نو هغه به پخپله ښه شي. یعنې دواړه مور او پلار، په مناسب وخت کې، د خپل اولاد په تربیه کې، سم اقدام نکوي، نو لدې کبله، د دوی اولادونه، خدای مکړه، بې تربیې آموخته کیږي، او بیا هر ډول غمونه، او جګرخونۍ ګټه نکوي....
نور ولوله

جوان بنگله ديشی به اميد شگوفايي کشورش تسليم هيچ چالشی نمی شود

او تسلیم نشد و به امید رفاه کشورش به تلاشهای خود ادامه داد ، او فقط با نوک انگشتان پاهایش کار میکند جوان بنگلادیشی کریم فهیم که از یک مریضی نادر ژنتیکی رنج میبرد اما به امید شگوفایی میهنش تسلیم هیچ چالشی نمیشود کریم از یک خانواده فقیر در منطقه دورافتاده جنوب غربی ماگورا تبار زندگی میکند ، او 9 سالش بود که مریضی عاید حالش شد و در همان سال به همراه والدینش برای درمان به کشور همسایه خود هندوستان رفت. اما به دنبال برخی معاینات مقدماتی توسط هیئت پزشکی بیمارستان ، وی به دلیل کمبود پول مجبور شد بدون تکمیل آن به خانه برگردد. زمان می گذشت و وضعیت او روز به روز بدتر می شد. در یک مرحله در سال 2012 ، به جز دو انگشت دست راست ، کل بدن او غیرفعال شد. ...
نور ولوله

جادو و جادوگر !

عده يى به جادو و سِحر باور ندارند و عده يى هم در مذهب اسلام ، عيسويت و يهوديت و حتى مذاهب غير آسمانى چون هندو و سيك به اساس همان مؤلفه هاى مذهبى آن باور و عقيده دارند. در دين اسلام جادو و سحر روايت شده است و فاعل آنرا كافر و عامل اين عمل به گناه كبيره مرتكب ميشود ، عده يى به اساس روايات اسلامى روايت دارند، كه بر پيامبر گرامى "ص" نيز سحر و جادو صورت گرفته بود، عده يى از فارغين مكاتب عصرى بخصوص دكتوران طب ، سيكولران و حتى مسلمان هاى خوب مكتبى به آن باور ندارند. جادو گران زندگى خانوادگى را خراب و مختل ، عده يى را به اساس دشمنى و عداوت رسوا ، انسان ها را از لحاظ صحى و بدنى متضرر و حتى به كام مرگ مواجه ميكنند. خطر ناكترين آنرا "جادو سياه "...
نور ولوله

د مشرانو په قدر پوهېدل!

زه د پیام افغان د تلوېزیون د محترم مشر عمر خطاب، د سپینو خبرو پروګرام، په منظم ډول سره ګورم. یوه ورځ، عمر خطاب، د خپل تلویزیون له لارې، د یوه خپل ملګري له خولې، یوه کیسه وکړه، چې ان شاءالله، د ځینو وروڼو او خویندو دپاره به یو څه ګټه ولري. کیسه په لاندې ډول سره بیان شوه: د یوه ملک، یوه ډېر تکړه ملي قهرمان او مشر، د خپل ملک د آزادۍ په خاطر، د اشغالګرو په مقابل کې ډېر په اخلاص، او پاک نیت جنګېده. دغې مشر او ملي قهرمان، د دښمن قواوو ته ډېر ځاني او مالي تلفات، ورپېښ کړي وو. د دښمن اشغالګرې قواوې، د دغه نومیالي مشر او ملي قهرمان له لاسه تر پوزې راغلې وې. دښمن، هره وسیله پکار اچوله، تر څو دغه نومیالی قهرمان په خپل خورېدلي دام کې را ایسار کړي. لېکن، د دښمن...
نور ولوله

د‌ کوېټ تر ټولو شتمن سړي ناصر الخرافي قبر

په دا لاندې عکس کې چې کوم قبر وينئ دا د‌ کوېټ د تر ټولو شتمن سړي ناصر الخرافي دی. نوموړي د‌الخرافي په نامه د‌کمپنيو ګروپ درلود, ان په ۲۰۱۱ کې  يې څه باندې ۱۲ زره ميليونه ډالر سرمايه لرله ۳۳ د‌نفتو را اېستلو ستر ستر ماشينونه او چاڼ ماشينونه‌ يې لرل. د زېن (د کوېټ،منځني ختيځ او افريقا موبايل شبکې) نيمه ونډه دده وه. د شلو په شاوخوا کې اسمان څکې ودانۍ يې لرلې. د نړۍ په مشهورو هوټلونو لکه پيتزا هټ، کې اېف سي، ټي جي ای فرايډېز، هارډيز او نورو  کې شريک و. نو دومره ډېر هم د دنيا  او مال حرص مه کوئ، د خلکو په فکر کې او...
نور ولوله

موږ وخت سره نهايت بې باکه او بې پروا چلند کوو

... يو څه چې له ما نيولې په ډيری زلميانو کې يې وينم، د وخت بې دريغه ضايع کول او ناسم خيالات دي. موږ وخت سره نهايت بې باکه او بې پروا چلند کوو. له وخت نه په استفادې ځانونه پخپله په خپل لاس وژنو. تېره ورځ مو هسې عبث او نوی سهار راباندې پېټی وي. دا سلسله همداسې دوام مومي، بالاخره د يو داسې کاواکه ګړنګ پر غاړه مو ځان ته سوچ شي، چې ټولې لارې راباندې تړل شوي وي. هېڅ نه شو کولی، يوازې دومره چې خپلې ماضي ته په حسرت او افسوس شاته ور وګورو او د راتلونکي په اړه مو توان او ځواک بايللی وي؛ بې اسرې د زوال او لويدو انتظار کاږو. په خپل لاس خپل ځانونه مه وژنئ. د خپل ځان خون په غاړه مه اخلئ. پر ځان رحم وکړئ ـ وبال دی. خپل ځانونه وپېژنئ. ته پوهېږې! ته ...
نور ولوله

د افغان وطن د ځوانانو حال

تر هغه ځايه چې د خپلې ټولنې ځوان قشر ګورم، پرېشانه او سرګردانه مالوميږي. د مايوسئ په ټال کې بې سده زانګي. ځانونه پرې بوج او پېټی وي. دوی هم ندي ګرم. دې وطن کې حالات داسې راغلل چې خوښي مخ پر ځوړ او پريشاني پر لوړه روانه ده. دا حالت به تر اخره داسې دوام نه کوي. د خوښۍ زيري پر لار دي. ورځې اوړي رااوړي. تاسو هم لاس تر زنې مه کينئ. له فرصتونو اعظمي ګټه پورته کړئ. ظرفيتونه مو لوړ کړئ. پر ځان زيات کار وکړئ. خپل خيالات د شته وضعيت مطابق وساتئ، هڅه وکړئ چې بغاوت درنه ونکړي. ځانونه بوخت وساتئ. له شته امکاناتو استفاده وکړئ او پخپله ځانونه بوخت کړئ. د نېټ پيکيجونه يوازې په بېهوده شيانو مه مصرفوئ، ګوګل له ګټورو شيانو ډک دی، کله ناکله هلته هم سر ورښکاره کوئ. مطالعه وک...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک