تاريخي ليکنې

د « پنجده » اشغال

پنجده د ستراتيژیک اهميت او ښکلا  له کبله پاموړ او خورا شنه سیمه ده ، د غزنويانو په دور کې پنجده د نن پغمان او اريوب په څېر تکه شنه سيمه وه ، تر هغه دور وروسته هم ياد سيمه همداسې ښکلې پاتې وه ، سلطان مسعود غزنوي له ترکانو سره په جګړه کې تر ماتې وروسته  په همدې سيمه کې تم شو ، ددې معنا داده چې دې سيمې ستراتېژیک اهميت هم لاره . دا سيمه له ترکمنستان سره په پوله پرته او مرغاب ته نيږدې موقعيت لري . 139 کاله وړاندې  چې پر دې سيمه د روسانو لخوا د يرغل تابيا کېدله ؛ امير عبدالرحمن خان په راولپنډۍ کې له انګرېز حاکم  ( لرد فرین) سره ناست ؤ ، له هغه يې دا ډاډ هم واخيست چې پر پنجده باندې د روسانو د يرغل په صورت کې به انګرېزان ...
نور ولوله

د ميوند فاتح، غازي محمد ايوب خان

د بده مرغه د میوند د فتح په ورځ يوازي د ملالۍ نوم یاديږي، اوسنی افغان نسل باید متوجه وي چي د پخواني افغان پاچهانو د تربورګلوۍ له امله د ایوب تصویر قصداً پیکه ښوول کېده، له همدې امله د میوند د فتح په ورځ باید ایوب په یوه ځانګړي فصل وپېژندل سي. پوره ۱۴۴ کاله د مخه په نننۍ ورځ سهار د کندهار لوېدځ  ميوند په سوځنده دښته کي د  محمد_ایوب_خان تر مشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي وروسته جګړه افغانانو وګټله.  ايوب خان چي انگرېزان ئې د ميوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي، د  امير_شېر_علي_خان زوی وو چي مور يې د لالپورې د مومندو مشر، سعادت خان لور وه. هغه د ۱۸۸۱ع کال جولاى کي...
نور ولوله

د کنجوسی نړيوال ريکارډ جوړونکي ښځه

بويټي ګرين په,, ګنيز ورلډ ريکارډ,, کي د تاريخ تر ټولو کنجوس تريني ښځی او کاميابي سرمایه داری په حيث ثبت شوي هغه په 1834 کي د امريکا يوه سرمایه داره کورني وزيږده ، هغه د يوه سرمایه دار سړي  يواځينۍ لور وه ، په 21 کلنۍ کي پلار ومړ او په ميراث کي ورته 7.5 مليونه ډالر پاتي شول ، د پلار مرګ ورسته هغه نيويارک ته لاړه تر څو وال اسټريټ کي سرمایه ګزاری وکړي ، هغي ډير ژر د وال اسټريټ ملکي مقام او ټايټل حاصل کړ.. د هغي سرمایه تر 2.3 مليارده ډالره ورسېده ليکن دغي سرمايي باوجود انتهایي غربت ژوند تيراوو ، هغي د يوه مليونر سره واده وکړ بيا هم هغي به د دوکانونو څخه پاتي او ټوټي کيک او کوکيز د ارزاني پخاطر اخيستل ،هغي هره ورځ خپل سپي ته مفت هډوکي له قصابانو او دوکانونو غوښتل او راوړل ، يواځ...
نور ولوله

احمدشاه بابا چيري او څنګه ومړ؟

۲۵۲ کاله وړاندي په همدې ورځ د احمدشاه بابا د کندهار ښار ختيځ توبې غره کي د خپل يوه قومندان پر کور وروستۍ ساه وکښل، ياقوت شاه باوري او لومړی کس وو چي د مړيني خبر ئې پټ وساته، تېمورشاه ته ئې ليک ولېږه چي چابک کندهار ته راسي او د سلطنت واګي په لاس کي ونيسي، برخوردا اڅکزي د بابا مړی په يوه تسکره [د مړي وړلو تخته] کي وپېچه او دباندي خلګو ته ئې وويل چي بابا سخت ناروغ دئ، ياقوت او برخوردا به کله ناکله کټ ته نږدې سوه چي د بابا احوال واخلي، موخه ئې دا وه چي تېمورشاه رارسېږي، بايد د مړيني خبر ئې دباندي ونه وزي. د شفاهي روايتونو له مخه کله چي د اوسني افغانستان بنسټګر [ احمدشاه_بابا]په ځوانۍ کي د آس څخه د لوېدو له امله د پزي په ناروغي اخته سو، د ژوند په وروستيو شپو ورځو کي د پزي خوراړه (سرطان) ناروغي...
نور ولوله

سید محمود پاچا؛ د افغان تاريخ جالبه څېره

له نن څخه ۱۴۰ کاله پخوا د افغانستان د کونړ، بونير او سوات په سيمو کي د يوې ځايي سيدانو کورنۍ سيمه ايزه واکمني وه، ددې کورنۍ مشر سيد محمود پاچا وو، سواد ئې نه لاره خو خلګو د دوی د سادات له امله ورته احترام لاره، دا کورنۍ د سيد نظيف* په نامه سلسله لرله چي د سيد جماالدين افغان تربور کېده. محمود د ۱۸۸۳ـ۱۸۸۶ع پوري نوابي او پاچاهي درلودله، ماليه ئې خپله خوړله او مرکزي دولت ته ئې چندان ارزښت نه ورکاوه. کله چي محمود د وزير اکبرخان لور[درانی بي بي] ځان ته واده کړه نو د کابل لخوا هغه د کونړ او باجوړ حاکم وټاکل سو، د اميرشېرعلي خان سره ئې اړيکه ښه وه خو په ۱۸۹۶ع کال چي امير عبدالرحمن خان کونړ او نورستان د مرکزي دولت پوري تړله د کونړ د پشد سيدانو واکمني هم پای ته ورسېدله، سيد محمود پاچا په دې خبره بد...
نور ولوله

هرات، چشت شريف کي د غوري دورې مخ پر ورکېدو اثار

 اته پېړۍ وړاندي د افغان واکمن شهاب الدين غوري ښوونځی: د اوسني هرات په ختيځ کي يوه تنګه دره چشت شريف نومېږي، مځکه ئې کمه خو تاريخي ده. نهه سوه کاله پخوا دلته د خواجه ابدال چشتي يو مشهور صوفي تېر سوی چي اوس هم په امريکا، افريقا او اسيا ځانګړی ډول هند په اجمير کي د خواجه معين الدين چشتي په نامه پراخ پلويان لري.  کله چي د غوريانو دوهم واکمن شهاب الدين په ۱۱۷۳ع کال د  محمود_غزنوي پاته واکمني له منځه يوړه او هرات ئې خپله پلازمېنه وټاکله. نو ئې د نننۍ افغانستان په ډېرو برخو کي پلونه، منارونه، مساجد، مدرسې او فکري مکاتب چي ډېره برخه ئې د صوفي نرمو ادبياتو توليد وو، پيل کړه، دې لړ کي ئې همدلته چشت کي يوه خانقا، مدرسه...
نور ولوله

نن د پښتو ژبې او ادبیاتو د پلار، خوشال خټک د وفات ۳۳۵م تلين دئ

خوشال د پښتو ژبي شاعر، مبارز او ليکوال وو چي نږدې ۴۰ زره بیتونه لري او د ۱۷ اثرونو ليکوال دئ. خوشال د پښتنو د يوالي ارمان ګور ته يووړ، او لمسيان اوس هم د بې اتفاقۍ پر هغه ميدان چي ټول نارې وهي چي «راځئ يووالۍ وکړو» بې يووالي ولاړ دي. د خوشال خټک ژوند، کور، کلي او مرګ په اړه نوي روايات: له نن څخه ۴۵٠ کاله پخوا په پېښور ته نږدې کوهاټ کي د خټکو دوو پښو[بولاک او تري] يوه ستره خپل منځي جګړه وکړه، د تري ښاخ مشر اکوړه خان د خيبر پښتونخوا د پېښور او راولپېنډۍ ترمنځ لويي لاري ته نږدې یو کلی اباد چي اوس اکوړه خټک نومېږي، اکبر باچا ددې کلي مشر ملک اکوړه چي په سيمه کي بيا مشهور سو، ځان ته وغوښت او هيله ئې وښوده چي ددې سيمي د خټکو ماليه بايد هغه[م...
نور ولوله

د افغانستان يو نومورکی ډبرين مسجد، فراه؛ افغانستان

د افغانستان په جنوب لوېديځ کي د فراه ښار څخه ليري د پرچمن اولسوالۍ لاربند سیمه، ملکان کلي په رېګنه سيمه کي له پخواني برم لوېدلی یو ډبرين مسجد په رېګ نيم پټ ولاړ دئ. له مېټ ډوله پستو ډبرو څخه په ښكلي ډول پکښي د اسلامي هنر جالبي ليکني او سمبولونه رسم سوي دي، په داسي حال كي چي ظاهراً نور ساختماني مواد لكه پلستر او نور پكښي نه دي كار سوي. د ودانۍ ځای ۳۰ متره مربع او شاوخوا دوه زره مربع متره ساحه ده. ددې تاريخي ودانۍ [مسجد] د معمارۍ طرز ته په پام سره، د غوریانو سلطنت ته ځي چي په لسمه او یولسمه پیړۍ کي له افغانستان څخه هند ته ولاړل او هلته واک په لاس ورغلی. د ځايي خلګو د کيسو له مخه دغه تاريخي ود...
نور ولوله

کابل؛ د شهرارا باغ وروستۍ نخښه

۵۰۰ کاله وړاندي د بابر لخوا په کابل ښار کي د هغه د لور د پاره پر يوې غونډۍ پراخ باغ تيار سو، کله چي د احمدشاه بابا په وخت کي د کابل ښار ته دروازې جوړېدلې، ددې باغ دروازه د کابل ښار شمالي دروازه وټاکل سوه. د امير عبدالرحمن خان په دوره کي چي د کابل ښار څيره ټوله نوې سوه، د شهرارا باغ په منځ کي يو ستر برج او ماڼۍ جوړ سول چي تر ټول کابل ښار لوړ ښکارېده او ښکلې ګومبده لرونکې وداني هم ددې غونډۍ پر سر جوړه سوه، خو په سقاوي کي د حبيب الله کلکاني او وروسره درې سوه ملګرو لخوا چي د کابل له شمال څخه راغلل، اول همدې باغ ته ننوتل او د بريد په ترڅ کي ياد باغ وسوځول سو او ويجاړ سو. شهرارا برچ د کندهاري مهندس شاه اودل لخوا په شپږ کونجيزه شکل جوړ سوی چي څلور پوړه لري، له لو...
نور ولوله

زابل کلات؛ د کلات جنګي کلا او بالاحصار ته سفر

د  زابل ولايت مرکز کلات ښار په منځ کي کلا او بالاحصار د افغانستان د هغو کروړو کلاوو څخه يوه ده چي د جوړېدو کال ئې نه دئ کره، خو د امير تيمور لخوا د نړېدو خبره ئې تاريخي ارزښت ډېروي او ځيني ئې د سکندر په کلا هم يادوي. دغه کلا وروسته د شاه حسين هوتک لخوا ودانه او برجوره سوه خو د امير دوست محمد او وروڼو په جګړه کي بيا ورانه سوه، بيا د جوړي کولو وروسته بيرته ورغول سوه [ غبار]. د رواياتو د مخه چي د سردار شېرعلي خان په وخت کي برخليک ټاکونکی رول ته په پام سره ښايي د والي شېرعلي خان خان لخوا دلته نظامي [غونډ] اچول سوی وي؟ د يوې انګرېزي ليکني له مخه په دوهمه افغان انګليس جګړه کي دې کلا کي د انګرېزي لښکرو اوه زره تنه له دې امله اوسېدل چي د کابل لاري واورو بندي کړي وې، ليکوال له دې کل...
نور ولوله

غزني، افغانستان؛ د سلطان محمود غزنوي پر مقبره

په۹۷۱ع کال کي د افغانستان په غزني کي له پښتنې مور [فرخزاده] او ترک پلار [سبګتګين] څخه نامتو واکمن محمود غزنوي وزېږېد، له ۲۷کالو واکمنۍ وروسته ۱۰۳۰ع کال کي د يوې جګړې په ترڅ کي د ۵۸ کلونو په عمر ومړ ماپښين د کابينې په مخ کي ومړ او د هغه د وصيت سره سم د هغه په باغ کي ښخ او په غزنوي دفتر کي هغه په [امير ماضی] ياد سو. د غزنوي محمود مقبره لومړی تېمورشاه بابا جوړه کړه، خو يوې زوروري زلزلې ونړوله، بيا وروسته انګرېزانو اتلسمه پېړۍ کي پر افغانستان د يرغل پر مهال، زيارت ونړاوه او د انګرېزي فوځ د پنجاب فرقې د جټانو کنډک د زيارت لويه دروازه وکښل او هند ته ئې يوړل چي د سومنات دروازه ده، خو وروسته ښکاره سوه چي دا د سومنات دروازه نه وه. دغه دروازه اوس د هند په اګره کي د مغليه انګوري باغ سومنات ګېټ کي نس...
نور ولوله

هرات دروازه/شهیدان چوك؛ کندهار افغانستان

د کندهار ښار په منځ کي یو تاریخي ګمبده ده، هغه وخت چي انگرېزانو د اول وار د پاره (اپريل ١٨٣٩ع) افغانستان تر اشغال لاندي راوست، نو د ملك په مختلفو ښارو كي جنگونه ورسره كېدل او دغو جنگونو كرار كرار شدت پيدا او غازيانو د افغانستان په لويو ښارو كي پر انگرېزانو باندي شپه او ورڂ يوه كړې وه او دوی د خپل اشغال په ټوله مدت كي د وطن په كونج كونج كي د افغانانو د مسلسلو حملو او جنگو څخه په عذاب وه، تر څو په پاث كي هغه وخت چي وزير_محمداكبرخان د انگرېزانو سياسي نماينده ويليم مكناټن په كابل كي وواژه، نو انگرېزانو د افغانستان څخه وتلو ته غاړه كښېښووله.  خو په هلمند او كندهار كي جنگونو ادامه لرله چي په هلمند كي د اخترمحمدخان عليزي حملې پر انگرېزانو باندي او د نوموړي غازي جنګونه د يادوني او افتخار وړ ...
نور ولوله

۲۹م د مئي؛ د قسطینطنیې تاریخي‌ سوبه

  اسلامي تاریخ له سلګونو داسې سوبو ډک دی چې هره یوه یې ځان سره د یو لوی تمدن د راپورته کېدو بلها شی خوندورې کیسې لري. هغه تمدن چې د حجاز په کوڅو کې د خدای د محبوب (ص) په ورځ او شپه کوششونو، سختیو او تکلیفونو رامنځ ته شو، نن یوه نوستالژیا ده. مونږ دغه تاریخ د یو ناول په څېر لولو، خوند ترې اخلو، اوښکې ورته تویوو او ارمان کوو چې کاش مونږ هم د اناتولیا، حلب، اندلس، بغداد، دمشق او حجاز په وخت کې ژوند کړای وای. دغسې محکوم ژوند چې نن یې اسلامي نړۍ په دغه پوست مدرنته عصر کې کوي، د هېڅ چا پر ځان نه لورېږي. مونږ په رواني لحاظ حق لرو چې د خپل تمدن د تاریخي شهامتونو په کیسو خپل غرور تغذیه کړو. له دغې بې شمېره میړانو څخه یوه د قسطنطینېې فتحه ده.‌ هغه چې د خدای پاک محبوب یې پوځ او د...
نور ولوله

غوړه مرغه، کندهار؛ افغانستان

د تاریخ حیات افغاني د ليکوال  محمد_حیات_خان له خولې پخوانيو پښتنو ابادي سيمي ته [غوړه مرغه/مرغه] ويل، د مرغې څخه به موخه چمن او غوړ څخه موخه سمسور او شین وطن وو چي د دواړو کلمو مانا [شین چمن] دئ، پښتانه به د کسې له غره* څخه دغو ورشوګانو ته راتلل، نو د دوی د حيوناتو د روزني له پاره ئې ښه څړځايونه لرله. پښتني سيمو کي ماته لاندي مرغې مالومي دي: ۱-توبې مرغه؛ کندهار ۲-توره مرغه؛ پښين ۳-مرغه زکريازۍ؛ پښين ۴-مرغه کبزۍ؛ ږوب ۵-اسو مرغه؛؟ ۶-غوړه مرغه؛ زابل ۷...
نور ولوله

د ضحاک سوځېدلی ښار

د باميانو ښار ختيځ ته يوه نسواري او سوربخنه له تيږو جوړه کلا ښکاري چي د [ساک/ضحاک ښار] يې بولي چي شپږمه ميلادي پېړۍ کي جوړه سوې، دا چي په افغانستان، ايران او نورو سيمو کي د ضحاک په نامه افسانوي پاچا تېر سوی، ځيني فکر کوي چي دا به د همدې افسانوي پاچا ښار وي، خو افغان مورخين دا ښار د ساک ښار بولي چي په پښتنو کي ډېرې قبېلې ساکي منشا لري، لکه: سوریان، لودیان، غوریاخېل، دلزاک او حتی خپله د ساک په نامه یو پښتنه لویه قبېله د سيستان او هلمند ناوې ساکزي دي، همدارنګه د لوګر خروار، زرمت، شیوه کیو ته نږدې د ساکو کلي، پغمان بیکتوت، تګاو، لغمان او د هندوکش په جنوبي درو کي ساکان هم ژوند کوي. پارسي مورخين ضحاک د خندا یا مسکا کولو په مانا بولي او د  فردوسي_شاهنامې په ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک