تاريخي ليکنې

امير عبدالرحمن خان: زما دښمنان ځواکمن، ملت مي کمزوری او دوستان مي ټمبلان (لټان) وه

سرچينه: The Amir,s Visit to India عبدالرحمن خان د ۱۸۸۰- ۱۹۰۱ع پوري د افغانستان امير وو چي افغان تاريخ کي د يوه داسي ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چي هېواد ئې له هغو ناخوالو او گډوډيو وروسته چي د افغان-انگرېز له دوهمې جگړې وروسته رامنځ ته سوي وې، بېرته د افغان دولت واک له سره ورغاوه، تر دې وروسته افغانستان د انګرېزانو د پوځي جنګ څخه بېغمه سو، خو له بده مرغه د هغوی په سياسي جنګ کي وموښت چي په پايله کي د ډيورنډ_تړون په تحميل سره د انګرېزانو د زړه بړاس ووت او افغانستان د درېيم ځل له پاره قینچي سو. په همدې مناسبت په ځينو برتانوي آثارو او خپرونو کي دا خبره ذکر سوې، چي “هيڅ يوه اولس انګلستان ته دومره ناګومانه سوغاتونه نه دي ورکړي، لکه افغانانو چي ورته تقديم کړي دي…...
نور ولوله

په نړۍ کې تر ټولو بد چانسه سرتېری!!

 کيونګ جونګ يانګ Yang Kyoungjong د کوريا ۱۸ کلن سرتېری و، په ۱۹۳۸ زېږدي کال کې چې کله جاپان کوريا لاندې کړه ، جاپاني سرتېرو کيونګ جونګ يانګ اجباري عسکري ته اړ کړ. د جاپان پوځ کيونګ له شوروي سره د مقابلې لپاره نوموړی جنګي جبهو ته ولېږه، يو څه موده وروسته د روسي سرتېرو له لوري ونيول شو، روسي پوځ په ۱۹۴۲ زېږدي کال کې نوموړی له نازي جرمني سره د مقابلې لپاره ختيځ جرمني ته ولېږه، له بده مرغه کيونګ په ۱۹۴۳ زېږدي کال کې جرمني سرتېرو ونيو او په همدې کال جرمني سرتېرو نوموړی له متحدينو سره د مقابلې لپاره د نرماندي سواحلو ته ولېږه، بيا هم کيونګ په ۱۹۴۴ زېږدي کال کې د متحدينو له خوا ( امريکایی ځواکونو ) له خوا ونيول شو . په ۱۹۴۵ زېږدي کال کې...
نور ولوله

د بشري تاريخ تر ټولو خندونکی جگړه

په بشري  تاريخ کې يو تر ټولو  خندونکی جنګ چې  شاوخوا دېرش زره سرتېرو پکې ګډون کړی و او له سلو څخه د زياتو کسانو په مړينه پای ته ورسېده ، هغه په ۱۹۲۵ زېږدي کال کې د يونان او بلغاريا تر منځ جنګ و.  ددې جګړې عامل  د يوه يوناني سرتېري سپی و، چې د سرتېري له لاسه یې پړی شکولی او د يونان او بلغاريا تر منځ  پر پوله بلغاريا ته ور اوښتی و، سرتېري پسې منډې کړې  او له پولې  پسې ور اوښتی ، له هغې خوا پرې د بلغاريا  پوله ساتو سرتېرو ډزې کړې او عسکر يې وژلی . سمدستي  يوناني پوځ په بلغاريا حمله وکړه او د هغو سرحدي ښار یې ترې ونيو ، او د الوتکو په وسيله د  پيترېچ ښار بمبارولو ته ځان جوړاوه چې ملګرو ملتونو  سازمان چې  په هغه وخت کې (ليګ اف نېشنز ) نومېده مداخله وکړه د ښکېلو ...
نور ولوله

نړيوال تاريخ: نړيوال ډېر بچي زېږونکی پاچا

نړيوال تاريخ راته وايي چي د مراکش پاچا [مولا سماعیل ابن شریف(علوي)] چي د #ميرويس_نيکه هم عصره او تر ۱۷۲۷ع کال پوري د مراکش يو ديکتاتور ټولواک وو؛ دومره د جنسي اړيکو مينه وال وو چي د شاوخوا [۱۰۱۴]يو زر و څوارلس ماشومانو پلار سو، د نړيوال ريکارډ د کتاب له خولې چي ده څلور ماينې او [۵۰۰] مينځي لرلې چي له هغوى سره ئې له ۵۷کالو تېرولو وروسته تر شا [۸۸۸] لوڼي او زامن پاته سول. په مينځو کي چي اکثره ئې دده په خوښه سره يو ځای سوي وې، د هسپانيې، ترکيې، انګلستان او عربو ښځو ډېري وې، هغه د اولادونو د پاره يو دفتر لاره او د هر ماشوم په پيدا کېدو بايد يو دولتي کور ورته جوړ سوی وای چي په دفتري ژبه کي ئې ورته [سجلماسه] ويله. ويل کېږي چي په دې وخت کي اروپايانو ډېر مشهوري غل...
نور ولوله

نامه دوکتور بلتاجی برای دختر شهيد خود اسماء البلتاجی

درست شش سال پیش بتاریخ ۱۳ اگست سال۲۰۱۴م نامه یکی ازرهبران تحریک اخوان المسلمین محمد البلتاجی اززندان بنام دخترشهید (۱۷) ساله اش ( اسماء البلتاجی ) که درمیدان رابعه العدویه قاهره ( مصر) توسط فایرمرمی عساکربی رحم حکومت کودتاچی عبدالفتاح السیسی به شهادت رسید .  (شاید نامه های زیادی را مطالعه و یا هم  نوشته باشید، مگر امروز نامه یک پدر را که بنام دختر شهید خود نوشته مطالعه کنید-  نامه یک رهبر اخوان المسلمین محمد البلتاجی که بنام دختر شهید 17 ساله اش (اسما البلتاجی)  نوشته مطالعه نمایید کسیکه در مصر به شکل  ظالمانه مورد هدف گلوله قرار گرفت.) جان پدر!  ای استاد محترم!  من ...
نور ولوله

٢١ فير مرمى توپ !

معمولاً جشن هاى آزادى كشور ها را با رژه نظامى و ٢١ فير توپ تجليل و اجرا مى كنند كه اين رسم از قديم الايام در كشور ما نيز معمول بوده است؛ ولى در كشور بيچاره ما سال ها است كه جشن ها را در پناهگاه ها و بدور از انظار عامه تجليل و قدر دانى دارند، آنچه آحاد و شاخص بود كه امسال آنرا با "١٤ فير " راكت پراگنده و مخرب اجرا كردند كه متاسفانه اين ١٤ فير راكت و يا به اصطلاح روز هاى پيشين " توپ " در محوطه ارگ ٧ تن از افراد بى گناه را مجروح و تلفات ديگرى هم با خود داشته است.  از ايام كودكى از اينكه طفل تيز هوش و كنجكاوى بودم ،  نزد من اين سوال مطرح بحث بود كه چرا در جشن ها با "٢١ فير توپ "  و با انفجار باروت مرمى توپ ، البته بدون تلفات جانى در جشن ها استقبال...
نور ولوله

موږ له خپلواکۍ د مخه او اوروسته

دوه لنډ تاريخي يادښتونه... پوره يو سل او يو کاله وړاندي په همدې ورځو کي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [#ګلیډ_سټون] اړ سو چي متارکه اعلان او د سولي غوښتنه وکړي. د سولي د خبرو د پاره افغانان او انګرېزان د اګست په ۸ نيټه په راولپنډۍ کي کښېنستل. خبرو کي د انګرېزانو لخوا د صوبه سرحد مشر وزیر [هیملټن ګرانټ (د سرحد صوبې مشر او د بريتانوي پلاوي مشر)] کمشنر [جان سیفي] جنرال [نوبری] او د قلات (بلوچستان) [نواب شمس شاه] شامل وو. د افغانانو لخوا ع...
نور ولوله

درې ننگيالي بلوڅان چې ۸۴ انگريزي يرغلگر يې په يوازې ځان ووژل

روايت دئ چي د افغان انګليس په دوهمي جګړې  ۱۸۷۹-۱۸۸۰ع په دوران کي دې دريو مري بلوڅو د انګریزانو خلاف جنګ کي له یوه غره څخه په ګټه انګرېزي يرغلګر تر بريد لاندي ونيول. دوی درې وتوانېدل چي په یوازي سر ۸۳ انګریزان په نخښه او ووژني، چي بالاخره په کال ۱۸۹۱ع کال ونيول سول او په تورو اوبو کي له زندان او شکنجو وروسته انګریزانو اعدام کړه. په دې څلور کلنه مبارزه کي انګرېزانو د دوی پر سيمه هر ډول د تګ راتګ بنديزونه ولګول او اخر ځل د زرګونو فوځيانو په ملګرتيا دوی په دې غره کي محاصره او ونيول. ما اورېدلي چي د دوی دريو هر يوه پر سر سل هندۍ کالداري انعام هم ايښوول سوی وو. ياد عکس له پانسۍ څو ساعته د مخه اخيستل سوی دئ، ددوی نومان داسي ښ...
نور ولوله

زموږښاغلي مېرمن عينو

د #کندهار ښار ختيځ ته نږدې يو کارېز دئ چي د عينو کارېز ئې باله او اوس ئې د کاريز پر مځکه ځيني مېني وداني سوي دي. د مشرانو د شفاهي رواياتو له مخه؛ چي کله #احمدشا_بابا د پاني پت ميدان څخه د لښکر سره مل د هند له سفره بريالی افغانستان ته راوګرځېد[۱۷۶۱ع]، نو ماښام ناوخته کندهار ته نژدې ئې امر وکړ چي شپه همدلته وکړي او سبا د ورځي بايد په ښه شان او شوکت ښار ته ننوزي. لښکرکوټ ته په نږدې کلي کي د يوې مېړنۍ افغاني [عينو] کور چي مېړه ئې همدلته د بابا په لښکر کي وو، د مېرمن عينو مېړه د شپې په پټه تر نور لښکر د مخه خپل کور ته ولاړ. د کور دروازه ئې و ټکوله، مېرمن عينو دروازې ته ورغله او پوښتنه ئې وکړه: «څوک يې؟» سپاهي ځواب ور کړ: «زه يم...
نور ولوله

نړيوال تاريخ: د نړيوال تاريخ بوږنونکی عکس

دا عکس د  عراق نامتو لرغونپوه [ ډاکټر_عبدالله] او نامتو شاعري [بانو امل الجبوري] دئ چي د  لندن په يوه  نندارتون کي ناڅاپه هغه وخت په ژړا سوه چي نندارتون کي ئې د خپل هيواد غلا سوي اثار وليدل!. کله چي په ۲۰۰۳ ع کال کي  امريکا،  ناټو او اروپايي يرغلګرو پر عراق بريد وکړ، په  بغداد کي د نړۍ په کچه لوی  ميوزيم ئې په لاسي ډول چور او پاته ئې په دريو ورځو کي په ايرو بدل کړ. دغه اثار چي په بمباريو کي ورک سوه، شمېر ئې ۱۷۰۰۰ ته رسېږي، کله چي لويديځو يرغلګرو پر عراق د يرغل نيت وکړ، د عراق پخواني مشر [ صدام_حسین] په امر د "نمرود" ګنج، د زرګونو ټوټو په ګډون، ګڼ تاریخي آثارو او د سرو زرو د سکو لويه خزانه د بغداد د مرکزی بانک په...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک