تاريخي ليکنې
نن د افغان انګلیس لومړۍ جګړې او افغانستان د خپلواکۍ جګړې یو ستر ملي مشرغازي عبدالله خان١٨١تلین دئ
نن د افغان-انګلیس لومړۍ جګړې او افغانستان د خپلواکۍ جګړې یو ستر ملي مشرغازي عبدالله خان١٨١تلین دئ.
عبدالله خان د امير دوست محمد خان له تسليمېدو وروسته افغان پوځ منظم او د انګرېزانو پر وړاندي يې د ملي مبارزې ستره لويه جرګه وکړه.
اڅکزی د انګرېزانو سره د مهرو بي بي جګړه کي شهيد سو...
غازي عبدالله خان څوک وو؟
غازي عبدالله خان د احمدشاهي دفتر د مشر [شېردلخان عرض_بيګي] لمسی او د [ سربلند_خان] زوی دئ چي دافغان انگرېز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲ع) د ملي مبارزينو د پاڅون په هغه غونډه کي ئې مشرتوب کاوه چي ډېر تاريخپوهان ئې د کابل بېړنۍ لويه_جرگه بولي. دغه جرګه د انگرېزانو او شاشجاع پر خلاف جوړه سوې وه او وروس...
نور ولوله
د کابل ښار تاريخي دېوالونه
د کابل ښار تاريخي دېوالونو ته سفر
د کابل ښار د ارتل پول څخه تر بالاحصاره پوري له پخو خښتو او خټو څخه جوړ ښامار شکله دېوال غځېدلی چي له بده مرغه ډېري برخي ئې اوس تللی او يوازي يو کلوميټر پاته دئ.
د ۶۴دقيقو په وخت تلونکې لار مو د غره سر ته رسوي، که څه هم زه سخت ستړی سوم خو يخ او واوره انسان اړوي چي تګ وکړي.
دغه دېوال په تيرو ۳۰ کالو کي ٦٠٪ لاندي سوی او کورونه پر جوړېږي، ځيني برخي ئې د وروستيو اورښتونو له امله نړېدلي وې او پکښي انساني هډوکي هري خواته ښکاري، د غره په سر کي د يوه ځوان له خولې چي د جمهوريت پر مهال يوې جاپانۍ کمپنۍ دغه دېوال د چين د دېوال غوندي جوړاوه او د لسو کالو د سيلانيانو د تکټ ګټه ئې غوښتل خو دولت کي چارواکو ترې نيمه برخه غوښتل او...
نور ولوله
سلطان ابراهیم غزنوي
جمیل بشیر
سلطان ابوالمظفر ظهیرالدوله رضی الدین ابراهیم د سلطان مسعود زوی او د سلطان محمود غزنوي لمسی وو، چې په کال ۴۲۴ ه ق کې د افغانستان هرات کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. نوموړی د سلطان مسعود غزنوي نهم زوی وو، چې له خپل ورور فرخ زاد سره دطغرل د واکمنۍ پر مهال د برغند په بند کې بندي وو، طغرل د دوی مړینې ته کس استولی وو، خو هغه ځنډ وکړ او طغرل مړشو، پدې توګه دوی یې له شره خلاص شول. سلطان ابراهیم د خپل ورور فرخ زاد له مړینې سره سم په کال ۴۵۰/۴۵۱ ه ق کې د غزنويانو د پاچاهي پر تخت کېنوست. نوموړی یو مدبر او مدیر پاچا وو، چې له سلطان محمود او سلطان مسعود څخه وروسته یې په هند کې فتوحات وکړل او دغزنوي سلطنت لړۍ یې تر بنارس، قنوج، او تانیسر پوري وغزوله، نوموړي د سلطنت د پراختیا تر څ...
نور ولوله
اورته/وړۍ اوبدل
افغانستان او پښتونخوا کي د وړيو د لاسي لمڅی اوبدلو صنعت لرغونی تاريخ لري، د پښتنو لمڅيو له ځانګړو انځورونو او ښکليو رنګونو څخه د تبت د نساجۍ کولتور ځانګړتياوې ليدل کيږي. ممکن پخوا پښتنونخوا کي د کوچيتوب په لومړي وخت کي له بادونو او بارانونو څخه د پناه وړلو او د ځان د تودولو په موخه وړۍ اوبدل، ورپسې د جامو د اوبدلو مهارت له بنسټيزو اړتياوو څخه يو مهم صنعت وګرځېد.
د وړيو اوبدولو بهير ډېر پېچلی دی، دوه تنه اوبدونکي په ګډه په يوه مياشت کي يوازي د وړيو يو عام لاسي ګيټ بشپړولی سي.
کندهار، ږوب، فراه، هلمند، قلات، روزګان، پښين او نږدې سيمو کي دې ته اورته وايي، تاسي يې څه بولی؟
...
نور ولوله
د بشریت په تاریخ کې د يوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ د اولګا و
د بشریت په تاریخ کې د بوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ، د تاریخ په پاڼو کې تر ټولو سخت غچ د اولګا (Revenge of Olga ) و.
په 945 م د کییف حاکم (ايګور روريك) د یوې قبیلې په لاس ترور شو، دا قبیله (الدريفليان) نومېده چې په شرقې اروپا کې اوسېده، د کییف حاکم یې لومړی ژوندی ونیوه، بیا یې دوه ونې یو بل ته په ډېر فشار رانېږدې کړې، د دواړو ونو په منځ کې یې وتاړه، بیا یې ونې پرېښودې، د اولګا مېړه ټوټه ټوټه شو.
د حاکم له وژلو وروسته یې مېرمن د قدرت واګې په لاس کې واخیستې، نو دریلفیان قبیلې خپل مخور خلک ورولېږل چې د دوی له مشر سره د واده کولو قناعت ورکړي، دا واده یوازې د واکمنۍ لپاره و.
اولګا ترې د...
نور ولوله
د افغانستان امیر عبد الرحمن په ږوب کي
د افغانستان امیر عبد الرحمن په ۱۸۶۷ م کې وزیرستان څخه په سلیمان غرونو کې د شیرانو یو کلي کې ایسار شو. دی لیکي:
“هلته تش دوه کورونه وو، وریژې يې نه لرلې او یوه پسه، څلور چېلۍ (اوزې) او درې چرګان يې خرڅولو ته ساتلي وو. ما سره ۳۰۰ کسان پاتې وو، نور رانه بنو ته تللي وو. مونږ دا څاروي له کلي والو وپېرل او څه نا څه ګوزاره مو وکړه. په بله ورځ د ژوب کاکړو یو کلي ته ورسېدو. هلته مو اوړه، کؤچ، غوښه او پخ شوي خواړه واخیستل چې دوه ورځو لپاره بس وو او په راتلونکي کې به مو هم دغسې کول.
وړاندې یو کلي “دیهه برنګ” کې مو خواړه او نور توکي واخیستل. خلکو راته هر ډول شیان د پلورلو لپاره راوړل او ټینګار يې کوو چې ترې واخلو. ما ورته...
نور ولوله
د تاريخ له عجايبو؛ د لرغوني مصريانو هديرې
په مصري ادبياتو کي وينا ده چي:
"کله چي د مصريانو د هدیرې په لټه کي یاست، نو پوه سه چي د لویانو ذهنونه ننګوې...".
د لرغوني مصريانو اټکل ۳۰۰۰کاله وړاندي وه چي د انساني ژوند د تمدن ځانګړی طلايي پېر ګڼل کېږي.
لرغوني مصريان عربي تاريخونه فرعونيان هم بولي چي د مصر دغو فرعوني واکمنانو لویي ماڼۍ او محلونه درلودل او د ډېر شان او پرتم خاوندان ول.
تاريخونه وايي چي هر فرعون چي به مړ سو، د هغه شتمني بايد د هغه سره په قبر کي پټه سوې وای، نو له دې امله چي غله ئې شتمني غلا نه کړي، د هغوی قبرونه په عوامو د مصري ريګونو په ډېر کښتو برخو کي ايښوول کېدل، دلته د احرام مصر سره نږدې...
نور ولوله
د بلقیس کیسه
لیکوال: عبدالحمید جودة السحار
ژباړن: شرر ساپی
په یمن کې خلک په سختې تنګسیا کې وو، ظالمان او سرکښان پرې واکمنان شول، له دوی نه اطمنان او سکون کډه وکړه، یو اشاره، یا یو سترګک د سر د پرېکولو لپاره کافي و، یو سرکښه پاچا ورباندې حاکم و چې زړه یې ډبره وه، زړه سوی يې نه پېژانده، خپل ولس ته يې ډول ډول شکنجې ورکړې، سبک سپاند يې کړل، د خلکو له زبیرګو او د وینو له بهولو یې خوند اخیست، په انارسیزم (نرګسیت) اخته پاچا و.
په سبا دولت باندې د ذلالت او سپکاوۍ ورېځې ګورې شوې وې، بلقیس دا هر څه وروسته له هغې په ځير څارل چې پلار يې مړ شو، ډېره پرې ودرېدله، د ورځو په تېرېدو يې د دې سرکښه پاچا سره کینه زیاتېدله، دا ولس د دومره ف...
نور ولوله
د تاريخ له عجايبو؛ د نړۍ لومړني اورجينل خلګ/او لومړنی ښاري دولت
له ننه شپږ نيم زره کاله وړاندي د اوسني عراق جنوب کي سومریانو يو ستر ښار ودان کړ چي د نړۍ لومړی متمدن ښار ګڼل کیږي[۶۵۰۰-۴۰۰۰ق-م].
سومریان د دوو رودونو (فرات او دجلې) تر منځ اوسېدونکی توکم وو. دوی د بابل په لرغوني ښار کي اوسېدل چي یو غني کلتور بنسټگر بلل کېدل. د سومري واکمنۍ له ړنگېدا وروسته ددې واکمنۍ سیمي د آشوري او بابلي واکمنیو برخه وگرځېده.
سومري توکم داسي قوم و چي د نننۍ نړۍ له هيڅ قوم سره ئې ورته والی نه درلود. د هغوي ژبه هم ځانته ژبه وه.
سومر د يو پخواني او لرغوني تمدن نوم دی. دوې همدغه تمدن خلکو ځان ته ونسانگيگا ويل چې مطلب يې [تور سرکي خلک] و.
دوی د نړۍ يو له لومړيو مدنيتونو څخه دي، ...
نور ولوله
مسیحي إرهاب وحشتونه او مذهبي جنګونه
سلمان افغان
په 1570م کال کې د فرانسې بادشاه نهم شارل په فرانسه کې د پروتستانتي مسیحي مذهب لرونکیو د وژلو امر صادر کړ، د دې امر څخه وروسته د پاریس ښار په سرکونو او لویو لارو کې د دې مذهب لرونکو عامه حلاله شروع شوه
په یوه ورځ یې د پاریس ښار په یوه وړه ناحیه کې درې زره کسان په ډېره وحشتناکه طریقه ووژل، داسې چې حاملې ښځې به یې راوړلې خېټې به یې د دوی څیرې کړې، بچي به یې ترې را وویستل، ماشوم به یې په دېوال وویشتلو، د دې سره به د ماشوم سر په منځ وچاودېدو دا د دې لپاره چې د فرانسې په نورو ښارونو او کلیو کې ترې د دې مذهب لرونکي عبرت واخلي
په دې طریقه به دوی هره ورځ د شپږ زرو څخه تر اته زرو پورې کسان وژل، چې په شلو کلونو کې یې څلور ملیونه خلک ووژل
دغه کار د...
نور ولوله
د کونړ سید محمود پاچا څوک وو؟
"سیدمحمود پاچا چې د کونړ په پاچا او نواب سره یې شهرت درلود د سید بهاالدین پاچا زوی او د سید نظیف الله پاچا لمسی دی. نوموړی د پشد د سیمې سید و چې د نسب شجره یې د حضرت پیغمبر لمسي حضرت امام حسین (رض) ته رسیږي. دی د سید جمال الدین افغان تربور کیږي نوموړی د سوات,بونیر او کونړ په سیمو کې د ۱۸۸۳ نه تر ۱۸۸۶پورې نوابي او پاچا هي درلودله.
سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۶م کال پوری د کونړ حاکم و او دغا زي محمد اکبر خان سره يي نږدې اړيکي درلودې او د هغه د لور(درانۍ بي بي) سره يي واده هم کړی و.کله چې د۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت او ځواک په سر شخړې روانې وې نو سيد محمود پاچا د اميرشير علی خان ډیر ټینګ پلوی واو په ۱۸۷۰م کال کې چې کله امير شير علي خان خپله ديارلس کس...
نور ولوله
په افغانستان کي د هندوانو او سیکهانو تاريخچه
عبد الباري جهاني
په افغانستان کي هندوان، د احمدشاه بابا له زمانې څخه ډېر پخوا، ان تر پنځو سوو کالو مخکي، د دې هیواد په مختلفو سیمو، په تېره بیا کندهار، ننګرهار، پکتیا، اوروزګان او نورو سیمو کي اوسېدلي دي. د خوست او اوروزګان د ولایتونو هندوانو خو داسي پښتو ویله چي د محل له اوسېدونکو سره یې هیڅ توپیر نه کېدی. سیکهان هم له څه باندي دوو سوو کلونو راهیسی د افغانستان په بېلو بېلو سیمو، په تېره بیا کابل او ننګرهار کي هستوګنه لري او زیاتره په تجارت، صرافی او بزازي لګیا وي.
د هندو او سیکه مظلومانو سراومال، د ۱۹۹۲ کال څخه وروسته، هغه وخت له جدي ګواښ سره مخامخ سو چي د حکومت، یا بهتره ده ووایو د بې حکومتۍ او چور او تالان، چاري د مجاهدین کرام لاسته ولوېدې. ...
نور ولوله
د افغانستان د پلار اعليحضرت احمدشاه بابا لنډه پېژندنه
حبيب الله ابدالي
احمد خان يې اصلي نوم وو. احمدخان د شاه زمان او زرغونې انا زوي او سدو خان لمسی وو. امحدخان په وړکتوب کي هم د رهبری نښي درلودې، نه/ ۹ کلن د خپل ورور سره د صفويانو په اخرو کي د قندهار په زندان کي بندي وو چي د پارس نوي پادشاه نادر افشار د زندانه خوشي او ځان سره پارس ته بوتلی، هلته د نادرخان څنگ ته لوي سو او نادرخان پکي د رهبری نښي ليدلې.
اخمدخان د نادرخان د اردو د افغاني لښکر چي په ۴۰۰۰ افغان جنگيالي سمبال وه مشر/ جنرال وو. نادر خان اخر د خپلو د خوا ووژل سو، کله چي احمدخان خبر سو ژر تر ژره يې ځان ور ورساوه، نادرخان وژل سوی وو مگر د هغه کورنی يې د خطره خلاصه کړل، او د نادرخان لمسي شاه روخ په کوهنور الماس و نازاوه...
نور ولوله
د غازی محمدجان خان وردگ مختصره پیژندنه
زلمی زابلي
د عيسوي حساب ۱۸۷۹ كال و، په دغه كال كې د كورنيو جگړو ځپلي او استعمار ټوټې ټوټې كړي افغانستان د پايتخت كابل په عسكري منصبدارانو كې د محمدجانخان وردك په نامه چه د توپچي يو مسلکی جنرال و ، وروسته بيا د غازي محمد جانخان په نامه مشهور شو .
له خپل ملك او خپل ولس سره یی بې اندازې زياته مينه لرله.... دا وخت د غربي استعمار ښامار د هند لویه او پراخه ځمکه له خپل ستوني نه تيره کړی وه او خوله يې د گران افغانستان لور ته هم را اچوله پېښور او كويټه يې ترې شكولي وو او خيبر او بولان د هضمولو په هڅه كې وو..... د افغانستان په زړه كابل كې د سرو گوره گانو فوځونو غوبل جوړ كړى وو، د ټول ملك د تباهۍ او د ټول ملت د ابدي غلامۍ او مريې توب سخت خطر وو...
نور ولوله
د علامه سید جمال الدین افغان راڅرګندېدل
زلمی زابلي
علامه سید جمال الدین افغان هغه مذهبی لوړ شخصیت و، چې د افغانستان په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره په خپله نیکه مشوره امیر شېرعلي خان ته لارښوونه وکړه چې په حکومت کې صدراعظم، وزیران او قضايي سیستم فعال کړي، همدا رنګه یوه یوولس کسیزه ډله یې وټاکله چې د حکومت پر ټولو کړنو نظارت وکړي، دا په واقعیت کې د مشروطه شاهي نظام پیل ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د سیاسي ګوند یا سیاسي ګوندونو د نه شتون له امله د امیر شېر علي خان لومړۍ دورې تر سلطنت پورې د ډموکراسۍ څرک نه لګېده، چې د علامه سید جمال الدین افغان په رهبرۍ له ( ۱۸۶۲-۱۸۷۸م) کلونو چې د امیر شېر علي خان طلايي دوره هم ورته ویل کېږي، د علامه سید جمال الدین په رهبرۍ اصلاحي پروګرام پيل کړ چې پ...
نور ولوله