تاريخي ليکنې

د ظلم په وړاندي د افغان سياسي مخکښ ميرويس خان نيکه د پاڅون ۳۱۳ کاليزه

 کله چي ۳۱۰ کاله پخوا ګرګين په کندهار کي ظلمونه پيل او د ښار اوسېدونکي ئې د ژوند څخه بېزاره کړه نو د يوې خوا دښمن زيات زور لاره او د بلي خوا پښتنو مشرانو د ميرويس_نيکه ملا وتړله. شفاهي روايتونه وايي ميرويس_نيکه کندهار کي جرګه راوغوښتل او له هغوی سره ئې مشوره کول. کله چي نيکه د اولس له ښكاره ملاتړه خوشاله سو؛ خو بيا ئې هم خلكو ته وويل:”سمه ده، تاسو پر خپلو كړو ژمنو ولاړ و اوسئ او پر ما باور وكړئ، چي له دښمنانو به كسات اخلم”. ميرويس نيكه هم د خپلو چارو د سمبالښت په اړه اندېښنه درلوده او د وخت دوديزه چاره، فال كتو ته ئې مخ واړاوه. ميرويس نيكه د فال كتو لپاره د رحمان_بابا رح) ديوان وټاكه چي د دښمن په مخالفت به د دوی اقدام بريالی او که نا بريال...
نور ولوله

تاريخي يادښتونه؛ د سلطان محمود غزنوي مقبره، غزني افغانستان

* په۹۷۱ع کال کي د افغانستان په غزني کي له پښتنې مور [فرخزاده] او ترک پلار [سبګتګين] څخه نامتو واکمن محمود غزنوي وزېږېد، له ۲۷کالو واکمنۍ وروسته ۱۰۳۰ع کال کي د يوې جګړې په ترڅ کي د ۵۸ کلونو په عمر ومړ ماپښين د کابينې په مخ کي ومړ او د هغه د وصيت سره سم د هغه په باغ کي ښخ او په غزنوي دفتر کي هغه په [امير ماضی] ياد سو. د غزنوي محمود مقبره لومړی تېمورشاه بابا جوړه کړه، خو يوې زوروري زلزلې ونړوله، بيا وروسته انګرېزانو اتلسمه پېړۍ کي پر افغانستان د يرغل پر مهال، زيارت ونړاوه او د انګرېزي فوځ د پنجاب فرقې د جټانو کنډک د زيارت لويه دروازه وکښل او هند ته ئې يوړل چي د سومنات دروازه ده، خو وروسته ښکاره سوه چي دا د سومنات دروازه نه وه. دغه دروازه اوس د هند په اګره کي د مغليه انګوري باغ سومنات ګېټ کي ...
نور ولوله

عبراني ژبه

د عبراني تورې د ”ايبري” نه راوتلی دی چې جمع يې ” ايبريم” او د حضرت ابراهيم عليه السلام يو صفتي تورې دی. تشريح يې ” هغه څوک چې پورې راووتل” کيدېشي. د اسماني کتابونو لکه زبور، تورات او د انجيل د لومړيو صحيفو ژبه عبراني وه. په انجيل کې عبراني ته د ” يهودا” ژبه وايي ځکه هغه وخت ياني په اتم ق م پېړۍ کې دا د يو ملک نوم و. ځينو نورو ځايونو کې دا د ” کنعان ژبه ” هم بلل شوې ده. عبراني د نړۍ تر ټولو زړو ژبو نه يوه گڼل کېږي چې ريښې يې سامي ژبو کې ورگډې شي. د دې تر ټولو زړې ليکلي بېلگې د ميلاد نه يو زر کاله پخواني دي. خو د دې ويونکي ورو ورو نورو ملکونو ته کډه شول او بيا د دې ژبې حال هم هغه شو، لکه چې اوس په پ...
نور ولوله

شیخ قاسم افغان

صفيه حليم   د هندوستان په اتر پردیش صوبه کې “چونار”(چنار) یو مشهور تاریخي ښار دی. هرکال په زرګونو خلک هلته د “شاه قاسم افغان” زیارت له ورځي. شیخ قاسم غوریه خیل د محمد ذاهد زوی په ۱۵۴۹م کې د پیښورسره نزدې په “بوډنۍ” کلي کې وزیږېدو. د ده نیکه خواجه میرداد یوعالم او زیارت يې په باجوړ کې دی. د ده مور بي بي نیک بخته د اشنغر د مامدزو سردار شیخ الله داد لور وه. شیخ قاسم د څو میاشتو و چې پلار او دوه ترونه يې د “شیخ تپور” په جنګ (۱۵۵۰م) کې شهید شو. د ده پالنه او روزنه د ده نیا “بی بي ښارۍ” وکړه. په ځوانۍ کې د پیښور د دوآبې نتهو ګګیاڼي بنوزي لور “بي بي توتیا&r...
نور ولوله

د چین لوی دیوال (Great Wall):

دا د چین یو تاریخي دیوال دئ چې پر چین را چاپیر سوئ  او د سمینټو، غټو خښتو او خاورو څخه ساختمان سوی دئ. دا دیوال د چین د امپراطورۍ د ساتلو په خاطر د دښمن د حملې د دفاع لپاره جوړ سو چې 21,196 کیلو میټره غټ او اوږد دﺉ؛ 9.1 متره برداره، او پینځلس متره جګ دﺉ او یو څه وخت وروسته پکښي خښته هم کار سوه. همدا دېوال کي 7000 برجونه، پوستې او د عسکرو تم ځایونه موجود دي. د دې دېوال په جوړولو کښي په زرهاوو کاریګران د ډیر کار، مریضیو او یا هم د غټو ډبرو د لویدلو د لاسه مړه سوه چې ټوله یې په همدې دېوال کې دفن سوي دي. تر ټولو عجایبه یې دا ده چي دا ټوله د انسانانو پواسطه بېله کوم ماشیني اسانتیاوو څخه جوړ سوی دﺉ چې په همدې خاطر د نړۍ لومړۍ عجایبه ګڼل کیږي...
نور ولوله

په افغانستان کي طبیعي ګاز

۱۹۴۹ع کال کي د افغانستان دولت په لومړي ځل د شبرغان په دريو برخو کي د طبعي ګازو سپړني پېل کړې او مالومه سوه چي يوازي شبرغان۳۰۰ میلیونه بېلره طبعي ګاز لري، د ناسا ادارې د وروستي رپورټ پر بنسټ افغانستان سل ځايه تيل لري چي مایع ډول ۵۶۲ بیلیون متر مکعب کېږي. پوهان نظر ورکوي چي په سيمه کي له ايران او ازربايجان وروسته ښايي طبعي ګاز افغانستان کي ډېر وي. له تيري نيمي پېړۍ دغه ادارې د ملي اقتصاد وزارت په چوکاټ کي په بیلابیلو نومونو لکه د کانونو ماموریت، دکانونو مدیریت او د کانونو لوی مدیریت په نومونو فعالیت درلود او بالاخره د ارواښاد محمد هاشم خان د صدارت په دوران کي د کانونو خپلواک ریاست په بڼه رامنځته او په ۱۳۱۸ل کال کي د رحیم الله خان تر ادارې لاندې د کانونو وزار...
نور ولوله

د کابل تاريخي دېوالونه او يوه فولکوريکه کيسه

د کابل ښارد ارتل پله څخه تر بالاحصاره پوري له پخوا او خامو خښتو او خټو څخه جوړ ښامار شکله دېوال غځېدلی چي له بده مرغه ډېري برخي ئې اوس تللی او يوازي يو کلوميټر پاته دئ. کابل ته د اسلام تر راتګ وړاندي د يفتليانو دوره کي د هغوی د کابل واکمن زنبورک_شاه په امر د دښمنانو په وړاندي د کابل ښار د شېر دروازې څخه د کابل ساتلو په نيت يو لوی دېوال جوړ کړ چي دغه دېوال اوس هم د (کوه زنبورک) په نامه ياديږي. زنبورک امر وکړ چي ښار ته دي دوې لويې دروازې جوړي سي چي یوه يې د کابل ښار لويديځ ته چي اوس د دهمزنګ په نوم او بله د ښار جنوب شرق ته چي اوس د بالاحصار په نوم ياديږي، ورغول سي.  روايت دئ چي دغه دېوال د کابل ښار زرګونو خلکو په بېګار ا...
نور ولوله

د پښتون تاريخ د ورانېدو خطرناکي هڅي

پښتني سيمي د جغرافوي وېش پر اساس پر يوه څلور لارې د پراته وطن په څېر د لرغونو تمدونونه مرکزونه او برخي پاته سوي دي، د پښتنو د خپلو تاريخپوهانو په قلم پښتني وطن کي ډېر لږ څه معرفي سوي دي، د بده مرغه د پرديو تعريفونو پښتني اولسونه له خپلو تاريخي اثارو داسي ياغي کړل چي اکثره ورته د بوتانو او پردو خلګو د اثارو په سترګه ګوي او په ورکولو کي ئې ثواب لټوي. د جنوبي پښتونخوا د لورلایي په موساخيلو وطن کي څو ستر غارونه او سمڅي سته چي لرغونپوهان ورته ۵زره کاله پخوانی عمر ټاکي. دې ډبرينو غارونو کي پر دېوالو ډول ډول حيوانات نقاشي سوي چي ځيني ئې ډېر جالب سبک لري چي ممکن يو وخت ورته د عبادتونو په سترګه کتل کېده او دغه غارونو د هغه وخت د انسانانو عبادتتونونه ګڼل کېږي...
نور ولوله

د بُت لمانځلو تاریخ

قال الله تبارک وتعالی: وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا.( نوح : ۲۳) ژباړه:او وئې ویل: خپل معبودان مه پریږدئ،مه له کوم(ود) لاس اخلئ او مه له کوم(سواع) او مه له کوم(یغوث) او (یعوق) او نسر. له کومې ورځي چې سیدنا حضرت آدم علیه السلام په زمکه کې میشت شو اونسل ئې په خوریدوشو،د ټولو عقیده دتوحید اوبندګي وه. د سیدنا حضرت آدم(علیه السلام) داولادي په سلسله کې څو پیړي نه مشرک و اونه کافر، شیطان هڅه کوله چې دالله سبحانه وتعال بندګان ګمراه کړي خو کامیابه کیدی نه شو تردې چې د دوی معروف،مشهور نیکان خلک وفات شول چې هغوي په خدمت، دعوت، ښونه، روزنه، تقوی او بندګي کې د...
نور ولوله

زموږښاغلي؛ غازي مير زمان خان کونړۍ

د غازي مير زمان خان نوم په افغانستان کي د انگريزانو سره د افغانانو په دريمي جگړې پوري مهم تړاو لري. هغه د انگريزي استعمار په وړاندي قبايلو پښتنو [ازاد سرحد] سيمه کي د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي لرلې او د خپلو جنگياليو ملگرو سره په مرسته يې د  ډيورند کرښي په اوښتو هلته په وسلوالو مبارزو کي عملي ونډه اخيسته. ميرزمان خان ١٨٦٩ع کال کي د کنړ د لمټک کلي ږېږېدلی او غور نيکه محمد عمر خان ئې د سپين غره د تيرا د سيمي قبيلوي مشر وو چي د قبيلوي شخړو او اختلافاتو له امله يې خپل کلی [کوټ] پرېښود او د کنړ د لمټک سيمي ته ولاړ. د ډيورنډ کرښي غاړو ته د غازي ميرزمان خان شهرت هغه وخت سو چي په ١٩٠٨ع کال کي د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهوري او تاريخي غزا...
نور ولوله

د احمدشاه بابا د ترکيې عثماني خليفه سلطان عثماني ته د وروری ليک

 تاريخي  سند: د وروری هغه ليک چي  احمدشاه_بابا د ترکيې  عثماني_خليفه  سلطان_مصطفی_ثالث عثماني ته د خپل سيال [افغان امپراطور] په توګه لېږلي او په متن، مهر/لاسليک څخه يي وروسته د شاه افغان ذکر کړي دي. ۱۷۵۴ع احمدشاه بابا دې ليک کي په ایران، بخارا، پنجاب او هند کي د خپلو فتوحاتو تفصیلي یادونه هم کړې ده او هم ئې د پاني پت ټول داستان له تاریخونو او ارقامو سره بیان کړی او هم ئې د خپلو جنګي وسایلو يادونه کړې چي د احمد شاهي اردو د (خمپاره) په نوم د جنګي وسلي ذکر هم پکښي سوی دئ چي ایراني تاریخ پوهانو دا یو ډول بم ګڼلی دئ او د اژدر نوم یې ورکړی چي بیا وروسته نورو ایراني تاریخ پوهانو لکه رشیدي، اژدرها او ستر مار بېلابېل تعبیرونه ورکړی دئ. ...
نور ولوله

د کندهار نړيوال هوايي ډګر پرانيستل، ۱۹۶۰ع

زموږ د ملي هويت د ودانيو څخه يوه د کندهار د هوايي ډګر وداني ده چي د معمارۍ په خورا عصري هنر د امريکايي مهندسينو لخواد ١٩٦٠ع کلونو په لومړيو کي د ١٥ ميليون ډالرو په لگښت جوړه سوه. په لوړو تاقونو سره د کندهار هوايي ډگر جوړولو موخه د کراچي او ډيلي هوايي ډگرونو د يوه سيال رامنځته کول وه چي د اروپا او ختيځي آسيا ترمنځ تلونکي راتلونکي الوتکي پکښي لنډمهالي ناستي وکړې. پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه وتوانېد چي له روسانو او امريکايانو څخه په يوه وخت د افغانستان په ګټه کار واخلي چي له همدې امله د دغه هوايي ډگر د جوړولو کار امريکايي کمپنۍ موريسن کنوډسن شرکت ته وسپارل سو. ټاکل سوې وه هلته يو مېلمستون جوړ سي چي ١٠٠ خوني به ولري او د بېلگي په...
نور ولوله

افغان عارف، خطيب، ليکوال او شاعر خواجه عبدالله انصاري

د ابو ايوب انصاري له اولادې ۱۰۵۰ع کي هرات ږېږېدلی عبدالله انصاري د اسلامي تاريخ صوفيانه او موزون نثر مخکښ بلل کېږي، هغه لومړی شخص وو چي شعر او نثر يې گډ کړل. په مسجع خواږه نثر يې ليکني وکړې او بيا نورو هم د ده د لاري پيروي وکړه. همدارنګه هغه هرات کي د فني نثر بنسټ کښېښوده چي وروسته بيا شېخ سعدي ارتقا ورکړه او گلستان يې په همدې بنسټ وليک. خواجه عبدالله انصاري که له يوې خوا مفسر، محدث، عالم، عارف، صوفي او د طريقت خاوند و، له بلي خوا نوميالی ليکوال او ښه شاعر هم وو چي خپل آثار يې په عربي او دري ژبو ليکلي دي چي ځيني يې په دې توگه دي:  د قرآن عظيم تفسير طبقات الصوفية مناز...
نور ولوله

د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع

بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي] په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي. د خپلواکۍ په جګړه [۱۹۱۹ع] کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پ...
نور ولوله

زرګر

پخوا به پښتني سيمو کي د کاله څو ډلي په کليو ګرځېدل او خپل ټاکلی کار ئې مخ ته وړی. ۱- طبيبان/او يا هم نايان به د ماشومانو په سنتولو ... ۲-سيدان به په غنمو ټولولو پسي... چي صحراوو کي ئې [من] بولي... ۳-اهنګر به د لوښو رنګولو او رغولو د پاره ۴-زرګر به د زرو پلورلو او جوړولو دپاره... ۵-منجاری/سوداګر چي په يوه خورجين کي به ئې ښاري سودا وه... ۶-پښ/اوستاکار به د لورونو، تېشو او بېلچو د تېرولو د پاره په خپلو موسمونو کي کلي...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک