تاريخي ليکنې
د بُت لمانځلو تاریخ
قال الله تبارک وتعالی: وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا.( نوح : ۲۳)
ژباړه:او وئې ویل: خپل معبودان مه پریږدئ،مه له کوم(ود) لاس اخلئ او مه له کوم(سواع) او مه له کوم(یغوث) او (یعوق) او نسر.
له کومې ورځي چې سیدنا حضرت آدم علیه السلام په زمکه کې میشت شو اونسل ئې په خوریدوشو،د ټولو عقیده دتوحید اوبندګي وه.
د سیدنا حضرت آدم(علیه السلام) داولادي په سلسله کې څو پیړي نه مشرک و اونه کافر، شیطان هڅه کوله چې دالله سبحانه وتعال بندګان ګمراه کړي خو کامیابه کیدی نه شو تردې چې د دوی معروف،مشهور نیکان خلک وفات شول چې هغوي په خدمت، دعوت، ښونه، روزنه، تقوی او بندګي کې د...
نور ولوله
زموږښاغلي؛ غازي مير زمان خان کونړۍ
د غازي مير زمان خان نوم په افغانستان کي د انگريزانو سره د افغانانو په دريمي جگړې پوري مهم تړاو لري. هغه د انگريزي استعمار په وړاندي قبايلو پښتنو [ازاد سرحد] سيمه کي د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي لرلې او د خپلو جنگياليو ملگرو سره په مرسته يې د ډيورند کرښي په اوښتو هلته په وسلوالو مبارزو کي عملي ونډه اخيسته.
ميرزمان خان ١٨٦٩ع کال کي د کنړ د لمټک کلي ږېږېدلی او غور نيکه محمد عمر خان ئې د سپين غره د تيرا د سيمي قبيلوي مشر وو چي د قبيلوي شخړو او اختلافاتو له امله يې خپل کلی [کوټ] پرېښود او د کنړ د لمټک سيمي ته ولاړ.
د ډيورنډ کرښي غاړو ته د غازي ميرزمان خان شهرت هغه وخت سو چي په ١٩٠٨ع کال کي د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهوري او تاريخي غزا...
نور ولوله
د احمدشاه بابا د ترکيې عثماني خليفه سلطان عثماني ته د وروری ليک
تاريخي سند:
د وروری هغه ليک چي احمدشاه_بابا د ترکيې عثماني_خليفه سلطان_مصطفی_ثالث عثماني ته د خپل سيال [افغان امپراطور] په توګه لېږلي او په متن، مهر/لاسليک څخه يي وروسته د شاه افغان ذکر کړي دي. ۱۷۵۴ع
احمدشاه بابا دې ليک کي په ایران، بخارا، پنجاب او هند کي د خپلو فتوحاتو تفصیلي یادونه هم کړې ده او هم ئې د پاني پت ټول داستان له تاریخونو او ارقامو سره بیان کړی او هم ئې د خپلو جنګي وسایلو يادونه کړې چي د احمد شاهي اردو د (خمپاره) په نوم د جنګي وسلي ذکر هم پکښي سوی دئ چي ایراني تاریخ پوهانو دا یو ډول بم ګڼلی دئ او د اژدر نوم یې ورکړی چي بیا وروسته نورو ایراني تاریخ پوهانو لکه رشیدي، اژدرها او ستر مار بېلابېل تعبیرونه ورکړی دئ.
...
نور ولوله
د کندهار نړيوال هوايي ډګر پرانيستل، ۱۹۶۰ع
زموږ د ملي هويت د ودانيو څخه يوه د کندهار د هوايي ډګر وداني ده چي د معمارۍ په خورا عصري هنر د امريکايي مهندسينو لخواد ١٩٦٠ع کلونو په لومړيو کي د ١٥ ميليون ډالرو په لگښت جوړه سوه.
په لوړو تاقونو سره د کندهار هوايي ډگر جوړولو موخه د کراچي او ډيلي هوايي ډگرونو د يوه سيال رامنځته کول وه چي د اروپا او ختيځي آسيا ترمنځ تلونکي راتلونکي الوتکي پکښي لنډمهالي ناستي وکړې.
پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه وتوانېد چي له روسانو او امريکايانو څخه په يوه وخت د افغانستان په ګټه کار واخلي چي له همدې امله د دغه هوايي ډگر د جوړولو کار امريکايي کمپنۍ موريسن کنوډسن شرکت ته وسپارل سو.
ټاکل سوې وه هلته يو مېلمستون جوړ سي چي ١٠٠ خوني به ولري او د بېلگي په...
نور ولوله
افغان عارف، خطيب، ليکوال او شاعر خواجه عبدالله انصاري
د ابو ايوب انصاري له اولادې ۱۰۵۰ع کي هرات ږېږېدلی عبدالله انصاري د اسلامي تاريخ صوفيانه او موزون نثر مخکښ بلل کېږي، هغه لومړی شخص وو چي شعر او نثر يې گډ کړل.
په مسجع خواږه نثر يې ليکني وکړې او بيا نورو هم د ده د لاري پيروي وکړه.
همدارنګه هغه هرات کي د فني نثر بنسټ کښېښوده چي وروسته بيا شېخ سعدي ارتقا ورکړه او گلستان يې په همدې بنسټ وليک.
خواجه عبدالله انصاري که له يوې خوا مفسر، محدث، عالم، عارف، صوفي او د طريقت خاوند و، له بلي خوا نوميالی ليکوال او ښه شاعر هم وو چي خپل آثار يې په عربي او دري ژبو ليکلي دي چي ځيني يې په دې توگه دي:
د قرآن عظيم تفسير
طبقات الصوفية
مناز...
نور ولوله
د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع
بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي]
په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي.
د خپلواکۍ په جګړه [۱۹۱۹ع] کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پ...
نور ولوله
زرګر
پخوا به پښتني سيمو کي د کاله څو ډلي په کليو ګرځېدل او خپل ټاکلی کار ئې مخ ته وړی.
۱- طبيبان/او يا هم نايان به د ماشومانو په سنتولو ...
۲-سيدان به په غنمو ټولولو پسي... چي صحراوو کي ئې [من] بولي...
۳-اهنګر به د لوښو رنګولو او رغولو د پاره
۴-زرګر به د زرو پلورلو او جوړولو دپاره...
۵-منجاری/سوداګر چي په يوه خورجين کي به ئې ښاري سودا وه...
۶-پښ/اوستاکار به د لورونو، تېشو او بېلچو د تېرولو د پاره په خپلو موسمونو کي کلي...
نور ولوله
د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع
بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي]
په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي.
د خپلواکۍ په جګړه [۱۹۱۹ع] کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پ...
نور ولوله
سردار شېرعلي/ والي شيرعلي خان؛ ۱۸۸۰ع
د امیر شېرعلي خان د وفات څخه وروسته د هغه زوی یعقوب خان په ۱۸۷۹ع کال کي د خپلي کابينې په ترڅ کي د کندهار والي شېرعلي خان [د امير شېرعلي خان د اکا ارواښاد مهردل_خان_مشرقي زوی] وټاکه.
روايت دئ چي کله د امير یعقوب په امر د کندهار د واليتوب د پاره شېرعلي خان ټاکل کېده، انګرېزانو هم په دې پروګرام کي شرکت لاره [دې وخت کي انګرېزان د دوهم افغان انګرېز جنګ پر وخت کندهار کي وه] او پروګرام کي شربت او پتاسې پر سپين ږيرو او مشرانو د مبارکۍ د پاره وويشل سوه، خو شېرعلي خان د انګرېز تر حمايه لاندي يو کال ناکام ولايت وکړ او وروسته د تل له پاره د افغانستانه ووت او په کراچي کي میشت، مړ او پسي ښخ سو. د کندهار ټولي سيمي د انګرېزي پوځ له خوا ساتل کېدې او اصلي واک د برتانوي سياسي افسر (اوليور سېنټ جان) په...
نور ولوله
تاريخي يادښتونه؛ د تاريخ غله
د کابل موزیم تر ۱۹۹۱ع کال پوري د سلو زرو په شاوخوا کي تاریخي ارزښتمندي ډبري، د ګاډو ټولګه، د ډېرو کلونو په اوږدو کي د افغانستان واکمنانو ته د مختلفو هیوادونو له خوا ډالۍ او نور ډول-ډول اثار ساتل. په دې ټولګه کي ګران بیه او مردک ضد ګاډۍ هم وې چي جوزف اسټالین [د شوروی د وخت مشر] او د دوهمی نړیوالی جګړې ګټونکو محمدظاهرشاه ته سپارلي وې. [اندریا برونو او سیون کنراد] دوه تنه د (یمیویژن اژانس) انځورګرانو ددې ګاډیو راپور جوړ کړی چي پوهاوی ئې دردونکی دئ.
راپور ليکي: "د کابل ميوزيم مخ ته؛ هغه ځای چي په هغه کي ګاډي ساتل کیدلې، د روسانو د تیري په موده کي ویجاړ سو او په ۱۹۹۱ع کال کي [یونسکو] د طبعي پیښو څخه ددې تاریخي اثارو د ساتلو لپاره یو نوی ځای جوړ کړ خو کال وروسته د کورنيو حګړو پر مهال ددغو ...
نور ولوله
تاريخي يادښتونه؛ افغان یهودان ۱۹۰۰ع
Jews in Afghanistan around 1900.
تاریخ ليکي چي له ميلادي کاله ۵۲۰ کاله پخوا د پارس اوسني ايران ختيځ لوري ته اتيا زره يهود د غزنه او ګور غور په سيمو کي د بخت النصر د لښکر سره مشت سول، کرار کرار دوی د تجارت په برخه کي په افغاني ټولنه کي ستر ځای وموند، د شلمي پېړۍ په سر کي، درې ځایه [بلخ، کابل او هرات] د دوی شمېر اته زره تنه ښوول سوی دئ.
افغانستان کي د یهودو بحث هغه وخت نړيوال سو چي په ۱۹۴۶ع کال په غور کي يوه یهودي هديره کشف سوه چي عبري او پارسي ډبرليکونه ئې ۷۵۲ع کال ته رسېدل، دې خبري افغاني يهود وهڅول چي له نړيوالو یهودي ټولنو سره نږدې سي.
ورپسې په ۱۹۵۰ع کال کي یهودو ته د وخت د دولت لخوا رسمي اجازه ورکول سوه چي اسرايلو ته کډه...
نور ولوله
په وردګو د روسانو د لوی یرغل د (۴۰) کلیزی په یاد
محمد شفیق صادق
لومړی په تنګي یرغل:
د ۱۳۵۹ کال د زمري دوهمه نیټه د روژې دوولسمه نیټه وه ،د اوړی ګرمې ورځې وې ، کروندګر سهار وختي او ځینو بیا له پشنمي وروسته د غنمو د ریبدلو او راوړلو په موخه پټیو او ځمکو ته روان ؤ ، ، هیچا هم د کوم ناورین تمه نه درلوده ، ماشومان په خواږه خوب ویده ؤ ، ناڅاپه د سیسۍ د غونډیو له آخوا د سختو توپونو ډزو د تنګي درې لومړئ برخه ولړزوله ، د غرونو څوکې د توپونو په دوړو او دودونو پټې شوې، د نیم ساعت لپاره دا ډزی روانې وې ، ناڅاپه څو توپ لرونکي هلیکوپتر په هوا راښکاره شول ، د رارسیدو سره سم یې ددوآب په کلي او شا او خوا سیمو د توپونو او راکټو ډزې پیل کړې ، د خلکو منډې را مندې...
نور ولوله
لږ به له تاريخ څخه خبر شئ
په لرغوني روم کې مالګه د ډېر ارزښت، اهميت او درناوي وړ وه او ان د وزن په حساب به له سرو زرو سره معامله کېدله. د را اېستلو او چاڼ کولو ځای يې ډېر کلک او امن ساتل کېده.رومي چارواکو به د خپلې امپراتوري د سرتېرو تنخوا هم په مالګه ورکوله، د انګرېزي د Salary کلیمه چې د تنخوا او معاش مانا لري له مالګېSaltڅخه اخيستل شوې ده.
او د Soldier کليمه چې د سرتېري مانا لري هم د لاتيني sal dare له ويي اشتقاق شوې ده چې مانا يې( د مالګې د ور کېدلو والا ) راغلې ده.
د نمک خوړلو کليمه هم د ژمنتيا او باور مانا ورکوي.
...
نور ولوله
نړيوال تاريخ؛ بغداد چي بغداد وو
بغداد د عراق اوسنۍ پلازمېني ته وايي چي د نړۍ ښکلی او خونړی ښار هم ګڼل کېږي.
بغداد [په فارسي ژبه د خدای سوغات معنی لري] د ساسانیانو د واک پر مهال [۱۷سوه کاله د مخه] یو کوچنی کلی وو چي هغوی ډېر حساب نه پر کاوه. په ۶۵۰ع کال د عرب اردو له ساساني حکمرانانو دغه ځای ونيو. په ۷۶۲ع کال د عباس خلیفه المنصور د دجله د سیند نژدې خپل مقر بغداد ښار تاسیس کړ. خلیفه المنصور دغه ښارته د مدینة_السلام نوم ورکړ. په دې وخت کي بغداد د عباسی دولت مهم مرکز سو. دغه ښار په ۹۴۶ع کال د فارس پوځ لخوا ونیول سو خو پکښي تر عربو ښې او جالبي ودانۍ، پلونه، کتابتونونه او نور معاصر اثار ودان سوه. په خواشينۍ سره چي په ۱۲۵۸ع کال د چنګیزخان لمسي هلاکوخان پوځ پر عراق برید وکړ او بغداد یی د بغداد په اوسېدونکو داسي وران...
نور ولوله
کندهار، موذن خانه، ۱۹۰۸ع کال
د احمدشاه_بابا په دوره کي د افغانستان مشهورو او لويو مساجدو ته ځانګړي موذن خانې جوړي سوې چي پکښي يوازي اذان کېده او دولت به د هيواد نامتو قاريانو او موذنانو ته تنخوا ورکوله او دا به اکثره د کورنۍ پر بنسټ وې، یعني چي يو څوک به مړ سو بيا ئې هغه ځای زوی ته ورکاوه، د کندهار د خرقې شريفي موذن خانه تر ټولو د ودانۍ له اړخه ښايسته او لوړه وه او اذان به ئې د ښار ټولو برخو ته په اسانۍ رسېده[البت سپيکرونه هغه وخت نه وه]، دغه موذن خانه د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي د مسجد په سرای ګډه سوه او اوس وجود نه لري.
د کندهار د موذن خانې مسولين بيلابېل وه خو د ملا عبدالرحمن په نامه کس د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي موذن وو.
دې البوم کي د...
نور ولوله