سيرت محمد صلی الله عليه وسلم

د اهل کار موندلو هڅې؛ د یوه صحابي د زوی کیسه

یزید بن ابي المهلب چې د خراسان والي وټاکل شو خپلو ملګرو ته یې وویل: داسې سړی راپیدا کړئ چې ټول خویونه یې غوره یي، نو د مشهور صحابي ابو موسی الاشعري رضي الله عنه زوی ابو بردة الاشعري چا ورته یاد کړ، هغه یې راوغوښت او راغی، یزید ته هغه له رنګه ښه سړی ښکاره شو، چې خبرې یې ورسره وکړې نو په باطن کې له ظاهره ډېر غوره وخوت، یزید ورته وویل چې زما له حکومتي چارو فلان کار درته سپارم، خو هغه معذرت وغوښت او یزید یې معذرت ونه مانه. ابو بردة الاشعري رحمه الله ورته وویل: اې امیره! زه یو داسې حدیث درته بیان نه کړم چې ما له خپل پلاره اوریدلی او هغه له رسول الله ﷺ نه اوریدلی؟ امیر ورته وویل: راته بیان یې کړه، هغه وویل: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چ...
نور ولوله

د قیادت پر وړاندې د سپاهي مسؤلیت!

اسلامي قیادتونه د مسلمانو ملتونو لپاره د اطمئنان پنډ څلي دي. همدا شان د اسلامي دعوت په خپراوي کې د ملاتیر حیثیت لري. د هغوئ بقا اسلامي دعوت له انقطاع ژغوري. ملتونه له تشتت او بېلوالي ژغوري او همدا شان د هغوی په یووالي کې خورا ګټور تمامیږي. هغه مسؤلیتونه چې د اسلامي حرکت یو لاروی ئې د خپل قیادت پر وړاندې لري خورا زیات او درانده دي. دلته یوازې یو مسؤلیت د رسول الله له مطهر سیرت د بېلګې په توګه را اخلو: د مکې قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت تصمیم ونیو، هغوی مصمم ؤ چې هر څومره زر دا روښانه څراغ تت کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شوم پلان پر وړاندې خورا حکیمانه تصمیم ونیو. هغه مب...
نور ولوله

ربذة؛ دا د مدینې څخه څو کیلو مټره لرې پرته سیمه ده

سلمان افغان   دلته جلیل القدر صحابي أبو ذر رضي الله عنه وفات شوی، او همدلته خاورو ته سپارل شوی أبو ذر رضي الله عنه خپلې ښځې او غلام ته وصیت وکړ چې زه مړ شوم، کفن کې مې ونغاړئ او د لارې پر سر مې کېږدئ، هره قافله، او هر څوک چې اول له دې ځای تېرېدل ورته ووایې: دا أبو ذر دی لومړني خلک چې له دې ځای تېرېدل د ابن مسعود رضي الله عنه قافله وه، ابن مسعود رضي الله پوښتنه وکړه دا څوک دی؟ دوی ورته وویل: د أبو ذر رضي الله عنه جنازه ده ابن مسعود رضي الله عنه وژړل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره ورته را یاده شوه چې ویلي و...
نور ولوله

هغه صحابي چې پوره کال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه

طارق حکيم   دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و. یوه ورځ مدینې ته یو کوچي ګبین راوړل، دی ورغی ګبین یې ترې واخیستل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور دروازه یې وټکوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل، دا مې تاته ډالۍـاخیستې، رسول الله ص کور ته ننوت، نعیمان کوچي ته وویل، پیسې درته راوباسي، که یې راونه ویستې دروازه وروټکوه، لږه شیبه وروسته کوچي دروازه په زوره زوره ووهله، او چیغې یې کړې: - ...
نور ولوله

په نبوي سیرت کې د دیپلوماسي څیره

رحمت الله فیضان   لغت پیژندنه او تعریف ديپلوماسي: دیپلوماسي په اصل کې یو ناني کلمه ده چي  د سیاسي رهبرانو ترمنځ  د روابطو جوړولو او د ملتونو ترمنځ د مذاکراتو د رهبري لپاره کارول کیږي ، همدا راز دیپلوماسي د مختلفو مقاصد لپاره استعمالیږي لکه خارجي سیاست ، د سیاست علم ، د ملتونو ترمنځ د روابطو قواعد ، د هیوادونو ترمنځ اړیکي ،له خلکو سره داسي روابط جوړه ولو چي له تا و تریخوالي پرته مقصود حاصل شي ،سیاسي مذاکرات ، د بهرنیو امورو کنټرول او اداره دا ټول د دیپلوماسي مختلف تعریفونه دي، که وغواړو چي له دیپلوماسي څخه یو مشخص تع...
نور ولوله

زه له الله څخه شرمیږم چې، هغه پر ما دومره کرم وکړ او زه دې ورباندی بخیلي وکړم

یوه ورځ عمر بن عبیدالله(چي په سخا کي یې ځانګړی شهرت درلود)بهرته  راوتلی وو. پر لاره پر یوه باغ تیریدی چي، یو ځوان  یې ولیدی چي د باغ د دیوال بیخ ته ناست دی  ډوډۍ خوري. په دې کې یو سپی ددې ځوان خواته راغی، پر پښو یې سر کیښود او ورته کتل یې...ځوان یوه ګوله سپي ته وراچوله او یوه به یې پخپله خوړله...  عمر ورته کتل؛ د ځوان دې کار ته فکر یووړ... ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: دا سپی ستا ده؟ : نه! :نو بیا ولې یوه ګوله خپله خورې او بله سپي ته وراچوي؟! : زه له خدایه شرمیږم، چې ډوډۍ خورم بل څوک راته ګوري او  په ډوډۍ یې راګډ نه کړم.....
نور ولوله

د رسول الله ﷺ د مینې کیسه او قصیده

   عربې شاعرې نه پوښتنه وشوه چې ټولو سړیو کې کوم یې ډېر درته ګران دي؟ هغې ول اووه کسان ډېر زیات راباندې ګران دي، چې هغه مې پلار، ورور، مېړه، زوی، خُسر او لمسی دي. شاعرې د اووم سړي یادونه قصیده کړه، چې زه یې له ژباړې سره راخلم.    دا شپږ یې چې یاد کړل، پر اووم چوپ شوه! غریو ونیوله، په ژړا شوه، د اوبو د سېل غوندې اوښکې یې له سترګو روانې شوې. د خبرو توان یې نه لاره لیږ ځنډ نوره هم چوپ پاتې شوه. موږ ورته وویل: اووم څوک دی، ته خو له هغه نه چوپ شوې؟ هغه د یادولو وړ نه دی؟! ثم أتتها عبرة فاغرورقت بالدمع عيناها كسيل ينزل فأمسكت عن الكلام فترة يغلبها ال...
نور ولوله

واکمنو ته

   رسول الله ﷺ د خپل حکومت په زمانه کې یو صحابي معاذ رضي الله عنه یمن ته د والي په حیث ولیږه، هغه ته د څو ګټورو نصیحتونو په لړ کې یې دا نصیحت هم ورته وکړ چې د مظلوم له ښېرا به ځان ساتې، ځکه د مظلوم ښېرا عامه او عادي ښېرا نه ده، د مظلوم ښېرا ته الله تعالی دومره اهمیت ورکړی چې ده ته د رسیدا په لاره کې یې ټول خنډونه او حجابونه ختم کړي دي، مطلب څنګه چې د مظلوم له خولې وځي؛ دستي الله ته رسیږي. یوه بل روایت کې راغلي چې د مظلوم له ښېرا ځانونه ساتئ، ان که دا مظلوم کافر وي هم.     عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ بَعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ، فَقَالَ:  اتَّقِ دَعْوَةَ ال...
نور ولوله

ولس سره د عمر رضي الله عنه نرمي

    د کومو مېرمنو به چې خاوندان په کور نه وو ، هغوی ته به عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورغی ، دروازه کې به یې سلام ورته وکړ او ورته وبه یې ویل : چا خو به کوم تکليف نه یې درته رسولی، بیا به یې ورته وویل : د کور سامان مو که کم وي/نه وي زه یې له بازاره درته راوړم ، هسې نه ستاسو غلامان/مینځې/هلکان بازار کې څوک خطا کړي. نو هغو مېرمنو به خپلې غلامان/مینځې/هلکان ورسره ولیږل.     عمر رضي الله عنه به  بازار ته روان شو، تر شا به ګڼ شمېر غلامان/مینځې/هلکان ورپسې روان وو او ټولو ته به یې پخپله سامانونه واخستل، که هغو مېرمنو کې به چا څه نه لرل هغو ته به یې هر څه پخپله واخیستل او وروبه یې لیږل. الریاض النضره...
نور ولوله

کاش چي د اُحد غر خبرې کولای

د احد غره که خبرې کولای شوای نو دې تلپاتي صحابي به د رسول الله ﷺ په اړه هغه ټولې کیسې کړې وای چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې یې مشاهده کړې وې. احد به راته د رسول الله ﷺ د میړانې استقامت او ایثار هغه کیسې کړې وای چې د احد په غزا کې یې له خپل دین او اسلامي ریاست په دفاع کې تر سره کړې. د هغه ﷺ له مبارک جسد څخه را بهیدلې وینې به یې یادې کړې وې احد به موږ ته د حق او د باطل تر منځ هغه خونړۍ معرکه په خورا ښه توګه بیان کړې وای. د غشو شڼا، د تورو خرپا او د کفر د لښکرو د سرکوبي بیان به یې کړی وو. ویلي به یې وو چې څنګه د اسلام لښکر د تجاوزګرو مشرکینو په دفاع کې لکه بنیان مر...
نور ولوله

د اسلامي تاريخ تر ټولو ترخه خدای په اماني

" اي معاذه! کيدای شي راتلونکی کال ته ما و ونه وينې او شايد ته زما د قبر او مسجد په څنګ کې تېر شي . د دې خبرې په اوريدو سره معاذ رضي الله عنه سلګيو او ژړا واخست هغه مبارک عليه افضل الصلاة والسلام ورته وفرمايل، معاذه! مه ژاړه “ مسند أحمد، ابن حبان، بيهقي، طبراني او البزار. کله چې معاذ د يمن والي مقرر شو ا وهغه مخ په يمن روانيده رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام ورته مخه ښه کې دا پورته کلمات وفرمايل. الله صل و سلم و بارک علی نبينا محمد عليه افضل الصلاة والسلام.. سبا...
نور ولوله

عادلانه چلند

    رسول الله ﷺ فرمایي: مومن سړی دې له مومنې مېرمنې (د هغې د کومې بداخلاقي له امله) کرکه نه کوي، که د هغې له یوه خوی نه کرکه ولري بل خوی به یې خوښ شي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ: لاَ يَفْرَك مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَة إِنْ كَرِه مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَر. رواه مسلم     انسان طبعاً ملایکه نه دی چې ټول اخلاق به یې 100% غوره او ښه یي او داسې هم نه ده چې یو انسان دې لکه شیطان 100% کې بداخلاقه او بې خیره یي. که کوم انسان کومې بداخلاقۍ ولري هغه دې له نظره وغورځول شي او سترګې دې پرې پټې شي، ځکه هغه حتماً ښه اخلاق هم لري او هغه ښو اخلاقو ته دې وکتل شي. دا چلند حدیث کې هم بیان شوی او دا چلند عادلانه دی. په ځ...
نور ولوله

تر ټولو لوړ درجه اخلاق

د رسول الله ﷺ خاص خادم انس بن مالک رضې الله عنه وایي: زه له رسول الله ﷺ سره روان وم، هغه نجراني څادر اغوستی و، چې هغه ډېر سخت او زیږ و، لاره کې عرب کوچي ورته راغی، هغه له څادره ونیو او د ځان لور ته یې په سختې سره ورڅنډ واهه، ما چې ورته وکتل د کوچي په سخت څنډ وهلو سره د څادره سختې څنډې د رسول الله ﷺ په غاړه کې نښه کړې وه! بیا کوچي ورته وویل: محمده! ستا سره چې د غنیمت کوم مال دی له هغه نه څه شی ماته راکړه. رسول الله ﷺ چې هغه ته وکتل ورته ویې خندل او چا ته یې امر وکړ چې ده ته د غنیمت له ماله څه ورکړي. متفق عليه ...
نور ولوله

د اسلامی سیاسي نظام بنسټونه

زلمی زابلي   درود په پاک پیغمبر حضرت محمد (ص) یاالله ج: ته مو دخپل پاک نبی حضرت محمد (ص) په روی نور افغانانو ته دا توان ورکړی چه خپل وطن په ګډه سره خپله اباد کړی، د شرق اوغرب د ظلم او مداخلی څخه مونور خلاص کړی  امین  د اسلامی سیاسی نظام بنسټونه :،  تعریف:   یولړقواعد او مقررات دي، چې دشریعت له اړخه درعیت، حکومت او زمامدارۍ اړوندی کړنې ، ُتنظیموی چه د خلکو او ټولنی د  دنیا او آخرت د  فلاح  او کامیابۍ ضمانت کوی دًکابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی ، د اسلامی نظام په اړوند ، یو اثر چاپ کړی چه د  ( نظ...
نور ولوله

بې لارې خلکو سره د عمر چلند

    عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته به د شام یو سړی راتلی، څه موده رانغی، هغه یې چا نه پوښتنه وکړه، ورته وویل شول: هغه بدل شوی (ګمراه او بېلارې شوی) عمر هغه ته لیک ولیکی، چې هغه کې یې وعظ او نصیخت ورته لیکلی و. کله چې هغه ته د عمر رضي الله عنه لیک ورسید هغه په ژړا شو او له خپلې ګمراهۍ توبه ګار شو.       نو عمر د خپل مجلس خلکو ته وویل: خپلو وروڼو سره داسې چلند کوئ، کله چې ستاسو کوم ورور وښویېږي؛ لارې ته یې برابر کړئ، الله نه دعا ورته وغواړئ چې د توبې توفیق ورکړی. د هغه پر ضد د شیطان ملګرتیا مه کوئ. حلية الأولياء 97/4 ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟