سيرت محمد صلی الله عليه وسلم
د حضرت عمر رضی الله عنه دژوند یوه په زړه پورې کیسه
أمیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه غوښتل چې أم کلثوم د ابوبکر صدیق رضی الله عنه له لور سره نکاح وکړي، نو عایشې رضی الله عنها ته یې کس ورولیږی، هغه ډیره زیاته خوشاله شوه، ژر ورغله تر څو پر خپلې کشرې خور زیری وکړی چې أمیرالمؤمنین یې ځان ته غواړي... خو د أم کلثوم ځواب حیرانونکی وو: زه په عمر څه وکړم؟!!! هغه یو ځیږ طبع، سخت دریځه، او غوسه ناک انسان دی!!! په سر کې یې د رعیت له خیال او فکر پرته نور څه نشته!!! او زه ځوانه یم، زه غواړم له یوه همځولي سره واده وکړم، داسي ځوان چې مینه ناک وي او پرهیزګاره وي.
عائیشې رضی الله عنها ام کلثوم سخته ملامته کړه، ورته ویې ویل چې هغه یو ستر شخصیت دی، عمر! د مسلمانانو امیر!!!
ام کلثوم ته غوسه ورغله او ویې ویل: که ما مجبوروې او...
نور ولوله
د مینې پیغمبر ﷺ
رسول الله ﷺ سره مې ولیدل، زه جُنُب وم، ورسره روان وم، هغه زما لاس په لاس کې نیولی و، لاس مې ورو ورنه خلاص کړ او ورنه ولاړم، غسل مې وکړ، بېرته ورته راغلم، ورسره کېنستلم، راته کړه یې: ابو هر (ابو هریرة) چرته وې؟
مال یا رسول الله! ستا سره چې مخامخ شوم هغه مهال زه جنب وم، نو ستا سره کینستل مې ښه ونه ګڼل، رسول الله ﷺ راته وفرمایل: مومن نه پلیتیږي. (إنَّ المؤمنَ لا ينجَسُ). صحيح ابن حبان. 1259.
د الله جل جلاله ستر پیغمبر محمد رسول الله ﷺ څومره مینه ناک او خوږ دی! خپل ملګری او شاګرد یې (ابو هریرة) له لاسه نیولی او د ناز خطاب ورته کوي! (یا أبا هِر) وروسته د هغه د اندېښنې په اړه ورته فرمایي: مومن نه پلیتیږي!(إنَّ المؤمنَ لا ي...
نور ولوله
د مسؤلیت احساس
امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یو سړی راغی، ورته ویې ویل: ستا حکومت کې څه کار راکړه، عمر ورته وویل: قران لوستلی شې؟ سړي وویل: نه، عمر ورته وویل: څوک چې قران نه شي لوستلی هغه ته زه دولتي وظیفه نه ورکوم، نو سړي د دندې ترلاسه کولو لپاره د قران کریم زده کړه پیل کړه.
کله چې سړي ښه ډېر قران زده او یاد کړ وځنډیدی او عمر ته نه ورغی، یوه ورځ عمر رضي الله عنه هغه چرته ولیدی، ورته ویې ویل: ته ولې ناوخته شوې؟! هغه ورته وویل: قران مې چې زده کړ نو الله له عمره او د عمر له دروازې بې پروا کړم! بیا یې دا ایت ورته تلاوت کړ: { وَمَن يَتَوَكَّل عَلَى اللهِ فَهُوَ حَسْبُه } یعني څوک چې پر الله توکل وکړي هغه یې بس او کافي دی. المحرر الوجيز في تفسير ...
نور ولوله
حافظ ابن حجر رحمه الله چې د ښار قاضي القضات وو
حافظ ابن حجر رحمه الله چې د ښار قاضي القضات وو، ښکلې جامې په تن پر آس سپور په ښار کې تیریده...
یوه یهودی چې غوړي یې پلورل، په بد حال کې وو. غوړې پړې او خیرنې جامې یې وې... د قاضي پر لور ورمنډه کړه، د اس جلو یې ترې ونیو او ورته ویې ویل: قاضي صاحب! تاسو دا وایاست چې پیغمبر مو فرمایلي: دنیا د مومن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت ده...!
مګر دا څنګه دوزخ ده چې ته پکې ژوند کوي؟؟
او دا لا څنګه جنت دی چې زه پکې شپې سبا کوم؟؟
ابن حجر رحمه الله ځواب ورکړ: کوم نعمتونه چې ماته الله تعالی په جنت کې تیار کړي دي د هغو په نسبت دا ژوند لکه د زندان داسي بریښي...
او کوم عذابونه چې ستاسو کفارو لپاره هلته ت...
نور ولوله
زه شاهدي ورکوم چې زه د الله رسول یم؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وخت وفرمایل "أشهد أني رسول الله" زه شاهدي ورکوم چې زه د الله رسول یم؟
پر حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه د یوه یهودي پور باندي وو، د پور د ادا کولو نیټه د خرماوو د محصولاتو وخت ټاکل شوې وه، جابر رضي الله عنه ته معلومه شوه چې باغ یې دومره خرماوې نه دي کړې ترڅو د یهودي قرض ور ادا کړي نو اندیښمن وو، فکر یې وکړ چې له چا څخه مرسته وغواړي، حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ته یې خپله ستونزه بیان کړه هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړ، خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم پخپله د یهودي کور ته ورغی او ورته ویې ویل چې سږ کال د جابر د باغ حاصلات ډیر کم دي نو که دې د هغه قرض د راروان کال تر حاصلاتو پورې وځنډاوو... یهودي وویل یا ابا القاسم نشم کولای زه مې قرض غواړم... رسول ...
نور ولوله
د الله په نزد تر ټولو غوره مومن هغه دی چې اسلام کې ډېر ژوند وکړي
رسول الله ﷺ فرمایي:
د الله په نزد تر ټولو غوره مومن هغه دی چې اسلام کې ډېر ژوند وکړي، ځکه هغه د الله پاکي بیان کړې وي، د هغه لویي یې بیان کړې وي او "لا اله الا الله" یې وېلې وي. قال رسول الله ﷺ : ليس أحد أفضل عند الله من مؤمن يعمر في الإسلام ، لتسبيحه ، و تكبيره ، و تهليله. رواه احمد وابو یعلي
حدیث کې په اسلام کې د ډېر ژوند کولو او بوډاتوب فضیلت بیان شوی دی او وجه یې دا ده چې هغه د الله جل جلاله ډېر ذکر او ډېر عبادتونه کړي وي.
...
نور ولوله
هغه کوچۍ چی پیغمبرعلیه السلام یی هم وخنداوه اوهم یی وژړاوه
زلمی زابلی
کله ناکله ساده توب هم ښه وي :
هغه کوچۍ چی پیغمبرعلیه السلام یی هم وخنداوه اوهم یی وژړاوه
يوه ورځ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم
طواف کاوه ديوه کوچي اواز يي واوريد
ويل يي :ياکريم
رسول الله ص هم وويل : ياکريم
کوچی دميزاب په لورشو بيايي وويل : ياکريم
رسول الله ص ورپسي وويل : ياکريم
کوچي درسول الله صلی الله عليه وسلم پسي مخ راوګرځاوه ویی ویل :اي دښکلي نوراني مخ ،اودمتوازن ښکلي قدلرونکيه ځوانه ،
په ماملنډی وهي ؟
والله ج که ته ددي ښکلي مخ ااوښايسته قددرلودونکي نه وای ، خپل ګران پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته به مي ستاشکايت کړاي واي
رسول ا...
نور ولوله
پیامبر اکرم ص در دفن جنازه خادمش (ثعلبه) به نوک های پایش راه میرفت، چرا ؟؟؟
ثعلبه (رضی الله عنه) همیشه خدمت رسول الله (صلی الله علیه و سلم) را میکرد، روزی پیامبر اکرم (صلی الله علیه و سلم) او را به حاجتی فرستاد از پیش خانه مرد انصاری میگذشت ناگهان نظرش به خانمی افتید که مصروف شستن لباس است، خیلی عمیق و طولانی بسوی او نگاه کرد، در این هنگام ترسی در قلبش پیدا شد که نشود وحی به پیامبر اکرم (صلی الله علیه و سلم) نازل شود وقضیه من افشاء شود، دو باره نزد رسول الله (صلی الله علیه و سلم) بر نگشت بلکه راه کوهی که بین مکه و مدینه قرار داشت؛ در پیش گرفت و در آنجا تقریبا چهل شبانه روز را سپری کرد .........در این هنگام بود جبرئیل (علیه السلام) نزد پیامبر اکرم (صلی الله علیه و سلم) تشریف آورد و گفت: ای محمد! پرودگات به تو سلام فرستاد و گفت : یکی از جمله امت های تو بین دره ای کوه ها است، که بسیار وقت است به من...
نور ولوله
د يوې ښځې د عزت په خاطر
رسول صلى الله عليه وسلم د بني قينقاع سر جنګ وکړ.
د ښځې نه د دفاع په خاطر مرګ هم شهادت دی .
د يوې ښځې په خاطر معتصم بالله تر سنده لښکر وليږه.
په يوه ښځه باندې د تهمت او تور په خاطر الله عزوجل يو سړي ته اتيا دوري سزا وټاکله. او له دې وروسته بيا د تهمت تړونکي انسان شهادت هيڅ نه قبليدونکی دی .
د ښځې لپاره تر څو هغه لکه ملکة په کور کې ناسته وي او د بچيو تربيت وکړي سړی مجبور دی چې روزي ورته را وګټي .
او د ښځې د ښه اسوده ژوند په خاطر ميړه مجبور دی چې مهر ورکړي .
سړيو ته د ښځو سره د ښه برخورد اخلاقو او سلوک امر شوی ....
نور ولوله
جليل القدر صحابی حضرت خُبيب رضی الله عنه
په مکه مکرمه کې مسجد تنعیم ته نژدې دا مسجد پر هغه ځای ودان شوی چیرته چي جلیل القدر صحابي خبیب بن عدی رضی الله عنه د مکې د کفارو له خوا په دار کړل شو.
خُبیب رضی الله عنه د اوس قبیلې سره تړاو درلود، د احد او بدر په غزاګانو کې یې ګډون درلود، د المنذر بن عمرو په سریه کې اهل نجد ته ولاړی تر څو دهغوی قوم ته قرانکریم ور زده کړي خو هغوی غدر وکړ او ترې چاپیره شول ډیری صحابه یې شهیدان کړل او خبیب ورسره اسیر شو چې وروسته یې د مکې پر مشرکینو وپلوری(د اهل نجدو د غدر بیلګې موږ اوس هم ولیدې)
عقبه بن حارث چې پلار یې په بدر کې ورته وژلی وو غښتل یې د پلار په کسات کې یې ووژني نو تنعیم ته یې راوست او چي دار یې تیار شو خبیب رضی الله عنه د دوه رکاته لمانځه غوښتنه وکړه، چي اجازه یې و...
نور ولوله
رسول الله سره د عمر مینه
د مکې د فتحې پر مهال عباس رضي الله عنه ابو سفیان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوست، چې هغه یې وبښي او اسلام ومني. عمر بن الخطاب رضي الله عنه کوښښ کوه چې له رسول الله نه د ابو سفیان د وژلو اجازه ترلاسه کړي، نو عباس عمر ته وویل: عمره ساړه یې خوره، په الله مې قسم که ابو سفیان د بنو عدي (د عمر قبیله) له پښې سره اړیکه لرلی که تا دا خبره کړې وی.
خو عمر رضي الله عنه عباس رضي الله عنه ته وویل: ګوره عباسه! لیږ اتیات کوه، په الله قسم کوم چې ستا د اسلام منلو پر مهال زه ستا په اسلام منلو دومره خوشاله شوم چې زما د پلار خطاب په اسلام منلو به دومره نه وم خوشاله شوی! ځکه زه پوهیدلم چې ستا په اسلام منلو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خطاب له اسلام منل...
نور ولوله
تر ټولو غوره خیرات
یوه سړي رسول الله ﷺ نه پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره خیرات او صدقه کومه ده؟ هغه ﷺ ورته فرمایل: پر خپل هغه خپلوان صدقه کول چې په زړه کې دښمني درسره لري؛ تر ټولو غوره خیرات او صدقه ده. قال رسول الله ﷺ أفضل الصدقة على ذي الرحم الكاشح. رواه أحمد وأبو داود والترمذي والدارمي
یعني پر هغه خپلوان او تربور صدقه کول ترټولو غوره صدقه ده چې هغه په ښکاره دښمني پټوي خو په زړه کې یې لري. دا خیرات ځکه ترټولو غوره دی چې یو خپلوي پالنه ده او بل شیطان ته لته ورکول او د هغه ترټل دي. فکر کوم ډېر کم خلک به داسې خیرات ته زړه ښه کوي...
...
نور ولوله
داستان جالبی ازیکی ازرهروان راه حق و یکی از شاگردان مکتب پیامبر ص
افراهیم صارم
*داستان جالبی ازیکی ازرهروان راه حق ویکی ازشاگردان مکتب پیامبر ( صلی الله علیه وسلم ).*
آن داستان ابو دجانه _رضی الله عنه _ با درخت خرمای همسایه یهودی اش هست ...
عادت ابو دجانه این چنین بود که در نماز پشت پیامبر اکرم _صلی الله علیه و آله و سلم_ ایستاد می شد..
اما بمجرد اینکه نماز پایان می یافت باعجله از مسجد بیرون میشد، این کار ابو دجانه نظر پیامبر اکرم _صلی الله علیه و سلم_ را جلب کرد، روزی اورا ایستاد کرد و پرسید:
ای ابو دجانه آیا تو حاجتی نداری که از الله بخواهی؟
ابو دجانه: آری دارم ای رسول خدا!...
نور ولوله
گوشه ای از زندگی نظامی رسول الله ص که خیلی ها خوش ندارد گوشهای شان آنرا بشنود!
مُثنی مُحمدی
در مدینهء منوره سه قبیله از یهود (بنی قینقاع، بنی نضیر ، بنی قریظه) زندگی می کردند و با پیامبر (صلی الله علیه و آله و سلم ) عهد بسته بودند، یکی از آن سه قبیله بنی نضیر بودند.
بنو نضیر عهد شانرا با رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) شکسته و با نیرنگ میخواستند رسول الله و همچنان یاران شان ، ابوبکر، عمر و علی رضی الله عنهم که به هدف گفتگو در یک امری با یهود به محله شان تشریف برده بودند را به قتل برسانند، اما خوشبختانه قبل از اینکه موفق به عملی کردن پلان شوم شان شوند، الله عز و جل رسول الله را از این پلان باخبر ساخته و آنها با عجله به مدینه منوره برگشتند.
بعد از این عهد شکنی آشکار رسول الله (صلی الله...
نور ولوله
د رسول الله ﷺ د لیدلو تنده
ابو هریرة رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ په داسې وخت کې له کوره ووت چې هغه وخت کې به دی نه له کوره ووت او نه به یې چا سره لیدل، نو ابو بکر ورته راغی، ده ورته وویل: ابو بکر! د څه لپاره راغلې؟ هغه ورته وویل: د دې لپاره راووتلم چې رسول الله ﷺ سره ووینم، د هغه مخ ته وګورم او پر هغه سلام وکړم!
عَنْ أَبِي هُرَیرَة رَضِيَ اللّٰهُ عَنهُ قَالَ: خرَجَ النَّبيُّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ في ساعَةٍ لا يخرُجُ فيها ولا يلْقاهُ فيها أحدٌ، فأتَاهُ أبو بكرٍ، فقال: ما جاء بِكَ يا أبا بكرٍ؟ فقال: خرجْتُ ألْقى رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ، وأنْظُرُ في وجْهِه، والتَّسليمَ عليه. أخرجه الترمذي (2369) واللفظ له، والحاكم (7178)، والبيهقي في شعب الإيمان.(460...
نور ولوله