سيرت محمد صلی الله عليه وسلم
د کوچي سختي او خلیفه نرمي!
عرب کوچي ابو بکر صدیق رضي الله عنه ته راغی، ورته کړه یې: د احرام په حالت کې مې ښکار وواژه، څه وکړم؟ د ابو بکر څنګ ته أبيّ بن كعب رضي الله عنه ناست و، هغه ته یې وویل: ستا څه نظر دی؟ کوچي ورته وویل: زه تا ته د پوښتنې لپاره راغلم، ته د رسول الله ﷺ خلیفه یې او ته له بل چا پوښتنه راته کوې؟! ابو بکر کوچي ته وویل: تا ته ولې عجیبه ښکاري؟ د ښکار په اړه الله جل جلاله وایي: پر هغه دې ستاسو دوه عادلان سړي پرېکړه وکړي. (يحكم به ذوا عدل منكم)، نو زه خپل ملګري سره مشوره کوم، په کومه خبره چې موږ دواړه متفق شوو، هغه به تا ته ووایو. الدر المنثور في التفسير بالمأثور للامام السیوطي رحمه الله 581/2
دېته ورته د عمر بن الخطاب رضي الله عنه کیسه بل پوسټ کې، باذن الله تعالی
...
نور ولوله
موږ ته د احمد ﷺ لیک راغلی د روم د ستر پادري اسلام منلو او شهادت کیسه
رسول الله ﷺ د روم پاچا هرقل ته د اسلام منلو په نیت لیک ولیږه، دا لیک یې د مشهور صحابي دحیة بن خلیفة الکلبي رضي الله عنه په لاس هغه ته ولیږه. هرقل چې د رسول الله ﷺ لیک ولوست او رسول الله ﷺ په اړه یې د هغه له دښمن ابو سفیان نه هم معلومات ترلاسه کړل، نو دحیة رضي الله عنه ته یې وویل: په الله قسم کوم چې ستا ملګری د الله له لوري رالیږل شوی پیغمبر دی، دا هغه پیغمبر دی چې موږ یې انتظار کوه او زموږ په کتاب کې د ده په اړه معلومات راغلي دي. خو زه له خپل ولسه ډاریږم، کنه اوس مې د ده پیروي کوله.
د روم پاچا هرقل دحیة الکلبي ته وویل: ته د روم ستر بشپ او پادري "ضغاطر" ته ورشه، هغه زما نه ځواکمن دی، رومیان زما په نسبت د هغه خبره ښه مني او د خپل ملګري ک...
نور ولوله
د عمر بن عبد العزیز زوی چا وواهه
د عمر بن عبد العزیز رحمه الله تعالی کوچنی زوی کوڅه کې له ماشومانو سره لوبې کولې، یوه ماشوم وواهه او ټپي یې کړ، هغه ماشوم خلکو ده ته راوست، په دې وخت کې بهر شور واوریدل شو، چې ورووتل یوه ښځه وه، هغې نارې وهلې: دا ماشوم زما زوی دی، یتیم دی او زه کونډه یم، عمر رحمه الله ورته وویل: ده ته له بیت الماله میاشتنی معاش ورکول کیږي؟ هغې وویل: نه، عمر خپلو کسانو ته وویل: د ده نوم ولیکئ او له بیت الماله میاشتنی معاش ورته ولګوئ.
عمر ته یې خپلې مېرمنې فاطمې وویل: الله تعالی دې دی څنګه او څنګه کړي، دا هلک به بل ځل بیا ستا زوی وهي. عمر ورته وویل: افسوز ستا پر حال! تاسو هغه وبیروه. (که هغه زموږ ماشوم وواهه، موږ هغه نه یو ډول غچ واخیست، هغه داسې چې دی مو هم ...
نور ولوله
رسول الله ﷺ به له څه شي زیاته پناه غوښتله؟
رسول الله ﷺ به لمانځه کې دا دعا کوله چې یا الله! له ګناه او پور نه پناه غواړم. (اللَّهُمَّ إنِّي أعُوذُ بكَ مِنَ المَأْثَمِ والمَغْرَمِ) چا ورته وویل: یا رسول الله! ته هر وخت له پوره ډېره پناه غواړې؟! هغه ﷺ ورته وفرمایل: سړی چې پوروړی شي نو خبرو کې دروغ وایي او چې کله وعده وکړي مخالفت یې کوي. عَنْ عَائِشَة رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهَا قَالَتْ: أنَّ رَسولَ اللَّهِ ﷺ كانَ يَدْعُو في الصَّلَاةِ ويقولُ:اللَّهُمَّ إنِّي أعُوذُ بكَ مِنَ المَأْثَمِ والمَغْرَمِ،فَقالَ له قَائِلٌ: ما أكْثَرَ ما تَسْتَعِيذُ يا رَسولَ اللَّهِ مِنَ المَغْرَمِ؟قالَ:إنَّ الرَّجُلَ إذَا غَرِمَ حَدَّثَ فَكَذَبَ،ووَعَدَ فأخْلَفَ. صحيح البخاري:الرقم2397
رسول الله ﷺ ځکه هر وخت...
نور ولوله
هغه صحابي چې پوره کال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه
طارق حکيم
دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و.
یوه ورځ مدینې ته یو کوچي ګبین راوړل، دی ورغی ګبین یې ترې واخیستل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور دروازه یې وټکوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل، دا مې تاته ډالۍـاخیستې، رسول الله ص کور ته ننوت، نعیمان کوچي ته وویل، پیسې درته راوباسي، که یې راونه ویستې دروازه وروټکوه، لږه شیبه وروسته کوچي دروازه په زوره زوره ووهله، او چیغې یې کړې:
- یا مې ګبین راوړی، یا پیسې
رسول الله صلی الله علیه و...
نور ولوله
عمر ابن الخطاب رضی الله عنه ژوند ۵۸۱ ـ۶۴۴ م
•دوهم راشد خلیفه
•او هغه څوک چي لومړی ځل په امیر المومین سره ونومل شو
• د دعوت په لومړیو کلونو کي یې پر الله او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان راووړ
• له رسول الله ﷺ سره یي په ټولو غزواتو کي ګډون کړی وو
• رسول الله ﷺ ته یې خپله لور حفصه رضی الله عنها ور په نکاح کړې وه
•په میړانه او عدل کي یې ډیر شهرت وموند، تر دې چي د فاروق لقب یي خپل کړ ( یعني د حق او باطل بيلونكی)
•درسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت له ورځې څخه یې اسلامي هجري تاریخ تأسیس کړ
...
نور ولوله
اې ونې ! رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم دې غواړي!
شاکر مموزی
حضرت جابر رضي الله تعالی عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم راته وفرمایل : اې جابره ! هغه ونه وینې ؟
ما ورته وویل هو !
بیا یې راته وفرمایل هغې ونې ته ورشه او ورته ووایه چې رسول الله (صلی الله علیه وعلی آله وسلم ) دې غواړي ورشه !
جابر رضي الله تعالی عنه وایي ما له ځان سره وویل چې ونه ده نو څنګه دې ورتګ ورته ووایم خو بیا مې وویل په الله قسم چې رسول الله له ځانه نه غږیږي نو د ونې خواته ورغلم او ونې ته مې وویل اې ونې ! رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم دې غواړي!
حضرت جابر رضي الله تعالی عنه قسم خوري چې په هغۀ الله مې ...
نور ولوله
رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وخت وفرمایل "أشهد أني رسول الله" زه شاهدي ورکوم چې زه د الله رسول یم؟
پر حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه د یوه یهودي پور باندي وو، د پور د ادا کولو نیټه د خرماوو د محصولاتو وخت ټاکل شوې وه، جابر رضي الله عنه ته معلومه شوه چې باغ یې دومره خرماوې نه دي کړې ترڅو د یهودي قرض ور ادا کړي نو اندیښمن وو، فکر یې وکړ چې له چا څخه مرسته وغواړي، حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ته یې خپله ستونزه بیان کړه هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړ، خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم پخپله د یهودي کور ته ورغی او ورته ویې ویل چې سږ کال د جابر د باغ حاصلات ډیر کم دي نو که دې د هغه قرض د راروان کال تر حاصلاتو پورې وځنډاوو... یهودي وویل یا ابا القاسم نشم کولای زه مې قرض غواړم... رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا تکرار کړه خو یهودي بیا منفي ځواب ورکړ دریم ځل رسول الله صل الله علیه وسلم ورته وویل: د جابر قر...
نور ولوله
د ﺗُﺴْﺘَﺮْ پر فتحه د انس رضي الله عنه ژړا
روایت_کا چې کله به انس بن مالک رضي الله عنه ته د ﺗُﺴْﺘَﺮْ فتحه وریاده شوه نو ژړل به یې! تستر یا شوشتر د ایران خوزستان کې یوه سیمه ده، دا سیمه د مجاهدینو له اوږدې محاصرې وروسته د مسلمانانو لاس ته ورغله. دا هغه مهال د اسلام ستره فتحه وه او مجاهدینو خورا زیات غنیمتونه ترلاسه کړل، چې خبره داسې ده نو بیا انس د هغې په یاد ولې ژړل؟! ځکه چې لاندې راځه
د مجاهدینو څو پیاوړي ځوانان د تستر کلا ته ننوتې ویالې ته ولویدل، هلته ورننوتل، نورو مجاهدینو ته یې دروازه خلاصه کړه، هغوی ورننوتل او له لاس په لاس خورا خونړۍ جګړې وروسته کفار مات او مجاهدین بریالي شول، دا د ویالې له لارې ننوتلو کار له سهار مهال لیږ مخکې پیل شو او له لمر راختلو وروسته فتحه ترلاسه او جګړه ارامه شوه، دا خورا خطرناکه او سخته جګړ...
نور ولوله
حیاناک پیغمبر صلی الله عليه وسلم
ابو سعید الخدري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ له په پرده کې ناستې پېغلې ډېر حیاناک و. عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: كان رسول الله ﷺ أشدَّ حياءً مِن العذراء في خدرها. متفق علیه
د حدیث دا جمله (في خدرها)، یعني کله چې پېغله واده او په لومړۍ شپه له خپل نابلده خاوند سره په ځانګړې پرده کې یو ځای شي، نو ډېره زیاته شرمېږي. ټولو انسانانو کې پېغله طبعا له هر چا زیاته شرمېږي خو دې ځانګړي حالت کې لا زیاته شرمېږي، رسول الله ﷺ له داسې پېغلې هم زیات حیاناک و!
البته دا ټوله حیا یې د شرعي حقوقو په چوکاټ کې وه، د حق په دفاع، د حقوقو په ساتنه او په حق بیانولو کې یې داسې حیا نه کوله چې د دې وجیبو د ترسره کولو لاره کې...
نور ولوله
رسول الله صلی الله وسلم د خپل مخالف جهت مشر ته په درنه سترګه کتل
مونږ د اسلام له روح ډېر لرې یو حتی بعضې هغه هم چې مدرس ملایان دی.
مبارزه دا نده چې خپل مخالف له منځه یوسې او نه دا بریالۍ لار ده.
بریالیتوب د مخالف حذف نه بلکې قانع کول دی.
ته هله بریالی یې چې وتوانیږې خپل مخالف په خپل نظر قانع کړې.
د الله جل جلاله د رسول صلی الله وسلم مبارزه له منطق، استدلال او مباحثې شروع شوې.
وسلې ته لومړی د هغې مخالف لوري لاس کړی او د دوی د وژلو په هڅه کې شوي.
رسول الله صلی الله وسلم او ملګرو یې د ځان په دفاع کې وسله اخیستې.
دا د دوی مخالفین وو چې دوی یې جلا وطنۍ ته اړ کړل، له خپل کور او کلي یې پ...
نور ولوله
د بدر د غزا په اړه
چي سړی لږ د بدر د غزا په اړه سوچ او تخیل وکړي، هغه شیبې محسوسې کړي چي د رسول الله ﷺ لښکر له مدینې څخه د بدر وادي ته را داخلیږي...
له همدې ریګي غونډیو (کثیب الحنان) سره تیریږي، د کوم ځای په اړه چي الله تعالی فرمایي: (إذ أنتم بالعدوة الدنيا وهم بالعدوة القصوى والركب أسفل منكم ولو تواعدتم لاختلفتم في الميعاد ولكن ليقضي الله أمرا كان مفعولا ليهلك من هلك عن بينة ويحيا من حي عن بينة وإن الله لسميع عليم )
ددې ریګي غونډۍ پر برابر هاخواته عدوة الدنيا واقع ده، چیرته چې رسول الله ﷺ او لښکر یې د شپې لپاره تم شول.
...
نور ولوله
کاش د احد غر خبرې کولای
د احد غره که خبرې کولای شوای نو دې تلپاتي صحابي به د رسول الله ﷺ په اړه هغه ټولې کیسې کړې وای چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې یې مشاهده کړې وې.
احد به راته د رسول الله ﷺ د میړانې استقامت او ایثار هغه کیسې کړې وای چې د احد په غزا کې یې له خپل دین او اسلامي ریاست په دفاع کې تر سره کړې.
د هغه ﷺ له مبارک جسد څخه را بهیدلې وینې به یې یادې کړې وې
احد به موږ ته د حق او د باطل تر منځ هغه خونړۍ معرکه په خورا ښه توګه بیان کړې وای.
د غشو شڼا، د تورو خرپا او د کفر د لښکرو د سرکوبي بیان به یې کړی وو. ویلي به یې وو چې څنګه د اسلام لښکر د تجاوزګرو مشرکینو په دفاع کې لکه بنیان مرصوص محکم ودریدل، څرنګه یې په دې لاره کې سرونه نذرانه کړل...
نور ولوله
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ولادت با برکت ځای ..
هغه کور چي سردار کونین ﷺ پکې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او نړۍ یې منوره او رنګینه کړه، په (پخوانی) شعب بني هاشم کې چې اوس ورته شعب علي وایي او مسجد الحرام ته نژدې ختیځ لوري ته واقع دی.
له باب سلام دروازې څخه بهر هغه مکتبه ښکاري چیرته خیرالانام سترګې غړولې.
ابو وليد پخپل كتاب "اخبار مكة" کي کاږي چي مولد النبي یعني هغه کور چي رسول الله ﷺ پکې زیږیدلی هغه کور بیا د محمد بن يوسف چي د حجاج بن يوسف ورور ملکیت وو. عقيل بن ابي طالب دا سرای د رسول الله ﷺ له هجرت وروسته د ځان کړی وو.
وروسته دا کور محمد بن یوسف واخیست او پخپل سرای یې ورګډ کړ.
خیزران چې د دوو خلیفه ګانو موسی او ها...
نور ولوله
(کهف بنى حرام) او يا هم د (سجدې) غار
هغه غار چې د رسول الله ﷺ د ډیرې اوږدې سجدې شاهد وو!
کله چې الله تعالی خپل حبیب ﷺ ته زیری ورکړ چې په خپل امت به یې خوشالوي او له امت سره به یې سخته او (بده)معامله نه کیږی. له دې زیرې وروسته رسول الله ﷺ دومره اوږده سجده وکړه چې معاذ بن جبل رضی الله عنه وایي زه وویریدم چې روح یې نه وي ترې وتی!!!
دا غار یا سمڅه د مسجد نبوي شمال لویدیځ ته د (سلع غره) په یوه نسبتا لوړه برخه کی واقع دی، ځینی مؤرخین وایي چي دا سبع مساجدو څخه اووم مسجد دی چې له نورو مسجدونو څخه فاصله لري او جنوب لوري ته په سلع غره کې د شعب بنی حرام سره واقع دی.
مدینه
اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد
...
نور ولوله