سيرت محمد صلی الله عليه وسلم
د اسلامي لښکرو نقشه
دا نقشه د اسلامي لښکرو هغه مختلف مسیرونه او تګلوري په نښه کوي چې کله ابوبکرالصدیق رضی الله عنه د روم د امپراتورۍ د شام پر مهمو ښارونو لکه دمشق، بصره، حمص او فلسطین یرغل وروړ نو خپل فوځ یې پر څلورو برخو وویشه. د لښکرو دغه ویش په تبوک کې وشو. د یزید بن ابي سفیان تر قومانده لاندې یې درې زره سپاهیان د دمشق پر لور سوق کړل، چې وروسته یې یې د مرستې لپاره ۴۰۰۰ نور سپاهیان ورولیږل چې تعداد یې ۷۰۰۰ شو.
دوهم لښکر چي تعداد یې د دریو او څلورو زرو تر منځ وو د شرحبیل بن حسنه تر قومانده لاندې د بصرې پر لور وکوچید.
دریم لښکر چي تعداد یې څلور زره وو د ابوعبیده بن الجراح تر قومانده لاندي د حمص ښار پر لور روان شو.
څلورم لښکر چي تعداد یې ...
نور ولوله
د رسول الله ص ماشومتوب
حلیمه سعدیه د رسول الله ﷺ دایه وایي: چې کله د دریو میاشتو شو پر پښو دریدای شو، څلور میاشتنۍ کې په دیوال پسي دریدای شو او پل یې واخیست، پر پنځمه میاشت یې پر خپلو پښو ګرځیدل زده کړل. شپږمه میاشت یې سم چابک تګ کاوه.
اوومه میاشت کي خبرې کول شروع کړل، او پر اتمه میاشت یې سمې فصیحې خبرې کولې.
صلى الله عليه وسلم
مأخذ: شواهد النبوة ل عبدالرحمن الجامی رحمه الله
...
نور ولوله
د احد غره کې د المهاريس کنده
المهاريس چي مفرد یې مهراس دی هغه چور یا کندې ته وایه شي چي د بارانونو اوبه پکې جمع کیږي.
د احد غره د لویو ګارو تر منځ دغه کنده چې په اړه یې دا مشهوره ده چي ددغې کندې په اوبو رسول الله ﷺ د احد د غزا به ورځ د خپل شهید شوی غاښ او ژوبل مخ مبارک سپیڅلې وینې ووینځلې..
کله چې حضرت علي کرم الله وجهه دغه اوبه ورته راوړې نو رسول کریم ﷺ پرته له دې چې د اوبو خوند وڅکي خپلې سپیڅلې وینې یې پرې ووینځلې.
په سیرت کې چې سړی دداسي پیښو تصویر په ذهن کي جوړ کړي نو د بدن ویښتان یې شخ-شخ ودریږي
زما ځان، اولادونه او مور او پلار دې ترې صدقه شی
...
نور ولوله
د خير البشر محمد ص پاک وجود قبر
د بشریت د ستر لارښود ﷺ او د هغه د دوو یارانو رضی الله عنهم د قبرونو او د أم المؤمنین عائشه رضی الله عنها د حجرې د تخمیني شکل یو انځور ګورئ!
په لومړي قبر کي د خیرالبشر ﷺ پاک وجود دفن شوی دی.
دوهم قبر د خلیفة الرسول ابوبکر صدیق رضی الله عنه دی.
په دریم قبر کې امیرالمؤمنین عمر ابن الخطاب رضی الله عنه مدفون دی.
کله چې عمر رضی الله عنه وفات او د امنا عائشه رضی الله عنها په حجره کې دفن کړل شو نو زموږ ټولو مور بي بي عایشې رضی الله عنها د حیا له کبله چې له عمررضی الله عنه څخه یې ان په مرګ درلوده د حجرې په منځ کې دیوال جوړ کړ .
...
نور ولوله
گلچینی از مکارم اخلاق پیامبر اکرم صلی الله علیه وسلم
شیخ قریب الله مطیع
اخلاق رسول گرامی صلی الله علیه وسلم با همسایگان
دین مقدس اسلام پیروان خود را به صلح و صفا وحدت و همبستگی صداقت و داشتن روابط حسنه فردی و اجتماعی دعوت و عادت میدهد، تا هیچ کس با داشتن نیروی ایمان نتواند بر حریم همسایگان تجاوز نماید. اما این صفات و خصال عالی در عهد جاهلیت کمرنگ شده بود. جعفربن ابى طالب رضی الله عنه زمانی که همراه عدهاى از اصحاب رسول گرامی صلی الله علیه وسلم به سرزمین حبشه مهاجرت نموده بود نجاشى در ضمن سوالها از وى پرسید: چرا از آیین نیاکان خود دست برداشته و به آیین جدید گرویدهاید؟ جعفر رضی الله عنه در پاسخ گفت: ماگروهى نادان و بت پرست بودیم. از مردار اجتناب نمىکردیم. پیوسته گرد کارهاى خلاف و منکر بودیم. همسایه نزد ما از ه...
نور ولوله
مدینه منوره؛ د نړۍ پر مخ زما زړه ته نزدې او خوښ ځای
هغه ځاي چې زمونږ پیغمبر رسول الله علیه افضل الصلاة السلام ته ډير ګران او ځوښ ؤ ، هغه مدینة چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام حرامه ګرځولي، هغه مدینة چیرته چې په زرګونو صحابة خښ دي .
هغه مدینة منورة چې د فضیلت باره کې یې لسګونه احادیث راغلي.
د سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه نه ورایت دي چې ما د رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام نه واوریدل چې فرمایل یې :
د مدینې د خلکو سره چې څوک هم چل او فریب کوي (یا هغوی په تکلیفوي) ، هغه به داسې ویلې شي لکه مالګه چې په اوبو کې ویلې کیږي .
بخاري : ۱۸۷۷
بل ځای رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي :
ایمان مدین...
نور ولوله