سيرت محمد صلی الله عليه وسلم

کله چې نبي علیه السلام په پيغمبري مبعوث شو

ژباړه : عطاءالله حنيف   کله چې نبي علیه السلام په پيغمبري مبعوث شو او وحې پرې راغله نو ابوالعاص دې وخت کې په سفر وتلی وو، کله چې سفر نه بيرته را ستون شو نو میرمن ېی زینب ایمان راوړی وو زینب خپل خاوند ته وویل: ماسره ستا لپاره یو غټ زیرئ ده! ابوالعاص پاڅیده ، هیڅ یې ونه ویل دیته وایی ( احترام) زینب حیرانه ورپسې شوه ورته یی وویل: پلار باندې می وحې راغلې ، نبي شو او ما اسلام قبول کړ! ابوالعاص وویل:  زه به دې یو ځل خبر کړي وم! زینب:  نو زه خو می په پ...
نور ولوله

د زینب رضی الله عنها د خاوند ابوالعاص د مړ کېدو انځور

په ادبي او هنرې ژبه ابوالعاص په خپله بستره کې پروت دی، احساسوي چې په لړو کې ژوند کوي، نه په ژوندیو کې او نه په پاتې شونو کې حساب دی، ترې چاپېره خلک ویني او په عین وخت کې هغه ملګري هم ویني چې په تلپاتې سفر ترې تللي دي. د هغې امامه لور، حسن او حسین ترمنځ يې توپير نشته چې په اننګیو یې اوښکې بهیږي او هغه دواړه ورته له درد نه په ډک نظر ورګوري، علي بن ابي طالب پرې ورټيټ شوی دی په ډېر لطافت يې پوښتي چې صحت يې څنګه دی. ماضي یې له حاضر سره ګډه شوې ده، مړي له ژوندیو او ژوند له مرګ سره ګډ شوی دی، په وجدان کې یې د فاطمې غږ وشرنګېده، علي بن ابو طالب ته سپارښتنه کوي او خپل روح خدای ته سپاري، ورته وایي د زینب خوږه لور دې د هغې له مړینې وروسته په نکاح کړي، دې غږ ورته انرژي ورکړه، مړاوې سترګې يې...
نور ولوله

د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه زوی عبدالله څنګه مین شو؟

حمید ماشوخیل   اور په ټوکو بلوې په رښتیا لګي ژړولي دي ډېر خلک په خندا عشق د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه زوی عبدالله څنګه مین شو؟ جعفر بن ابي طالب په موته کې مړ شو، مېرمن يې عاتکه بنت زید ترې پاتې شوه، عاتکه پېغله، ښایسته او خوش اخلاقه وه، نو عبدالله بن ابي بکر پرې جرګه وکړه. او په نکاح يې کړه، ډېره مینه یې ورسره پيدا شوه، کله چې مسلمانان د هوازن جګړې ته چمتو شول، عبدالله هم له جنګیالیو سره ووت، سخته جګړه يې وکړه، ټپونه يې وخوړل، کله چې مدینې ته راستون شو، عاتکې ورته ډېره پاملرنه وکړه، څو يې ټپونه ښه شول. د خپل زړه دروازې يې د خپلې میرمنې عاتکې په لور پرانستې،  په عبدالله کې د ابوبکر د کورنۍ زړه سوی و، نو پرې مین ش...
نور ولوله

د مکې فتحه - شپږمه برخه

((په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله علیه السلام د خپلو ملګرو سره د مکې په لور خوځيږي، قریش چې اورونه ویني وارخطا کیږي، فکر کوي چې د خزاعیان په مکه برید کوي، خو ابوسفیان وايي دا خزاعیان نه دي، د عباس بن عبدالمطلب غږ اوري، له ځان سره يې په قچره سپروي چې رسول الله علیه السلام ته یې بوځي، ابوسفیان خو پوره یویشت کاله له رسول الله علیه السلام سره دښمني وکړه، ایا اوس به يې رسول الله علیه السلام وبخښي؟! نور يې تاسې خپله ولولئ.)) عباس ابن عبدالمطلب مسلمان شوی و، خپل اسلام يې له خلکو پټ کړی و، څو په مکه کې د رسول الله _ﷺ_ استخباراتي دنده پرمخ يوسي. د بدر په ورځ رسول الله _ﷺ_ امر وکړ که عباس د مسلمانانو په لاس زنداني شي، بايد ونه وژل شي. دا نه چې د هغه تره و، رسول الله _ﷺ_ د...
نور ولوله

د مکې فتحه - پنځمه برخه

(دا برخه ډېر په زړه پورې ده،  په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په رمضان کې مکې ته روان شو، په لاره کې ګرمي زیاته وه، امر يې وکړه چې روژې وخورئ، دا به هم ولولئ چې عمربن الخطاب رضی الله عنه، د خ ټولو قومندان وټاکل شو، د حدیبې سوله يې په یاد شوه، اوس ورته د لمر په څېر روښانه شوه چې د حدیبې سوله لویه سوبه وه..... ) مسلمانان په رمضان کې روان شوي وو، رسول الله _ﷺ_ روژه ونيوله او خلکو هم روژه ونيوله، په لاره کې ورسره د بنواسد او د سليم قبيلو مسلمانان يو ځای شول، کله چې کديد ته ورسېدل، روژه يې ماته کړه ځکه چې ګرمي ډېره سخته وه، رسول الله _ﷺ_ ته خبر ورسېده چې خلکو روژه وخوړله، مازيګر د خپلې سپرلۍ په شا کيناست اوبه يې راوغوښتې، اول يې خپله وڅښلې او ...
نور ولوله

نعم البدعة هذه - د عمر رض ښه بدعت

کله چې عمر رض ولیدل چې په نبوي جومات کې ګڼ شمیر خلک هرې خوا ځانته د تراویح (قیام اللیل) لمونځ کوي، نو ويې ویلي چې ایا دا به ښه نه وي چې دا ټول د یو امام شاته راټول شي او په ګډه لمونځ وکړي. ابي بن کعب رض یې د خلکو امام وټاکه او ویې ویلي چې دا ښه ده چې خلک په ګډه قیام اللیل وکړي، خو هغه خلک چې اوس ویده دي د دغو نه چې جومات کې راټول شوي، غوره دي، ځکه هغوي د شپې په اخره برخه کې راپاڅیږي او لمونځ کوي. علماء وایې چې عمر رض خپله هم کور کې د تهجدو په وخت کې تراویح کولي. د عمر رض د خلافت په وروستیو کلونو ډیر خلک تراویح ته راتلل چې ډیر شمیر کې یې ښځې وي. عمر رض یو امام سړیو ته وټاکه او یو یې ښځو ته او د تراویح شمیر یې د اتو رکعاتو څخه شلو ته لوړ کړ تر څو خلکو ته اسا...
نور ولوله

د مکې فتحه - څلورمه برخه

(( په دې برخه کې به له حاطب بن ابی بلتعه سره د کړي کار په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند ووینئ، له هغې سر بېره به دا هم ولولئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی ابوسفیان بن الحارث له شل کاله دښمۍ وروسته رسول الله علیه السلام ته راځي چې مسلمان شي، رسول الله علیه السلام ورسره څه کوي؟)) رسول الله _ﷺ_ ته يې ليک راوړه، رسول الله _ﷺ_ حاطب راوغوښت، عمر ورسره ناست دی، ورته يې ليک وښود او ويې ويل:   ــ دا ليک پېژنې؟   ــ بلې. عمر په جديت وويل:   ــ ای د الله رسوله پرې مې ږده چې سره يې له تنې جلا کړم سړی منافق شوی دی....
نور ولوله

د مکې فتحه - دریمه برخه

رسول الله _ﷺ_ چې به د کومې غزا نېت وکړ، نو خلک به يې پرې نه خبرول، کله چې يې په مکه باندې د برېد نېت وکړ، ابوقتاده يې د اته کسيزې ډلې په مشرۍ چې محکم بن جثامه هم پکې و، د اضم  درې ته ولېږلو، څو خلک ګومان وکړي چې رسول الله _ﷺ_ دغه اړخ ته مخه کړې ده، نو ځکه يې خپل اسخباراتي مامورين دې خوا ته راستولي دي. ابوقتاده او ورسره ملګري يې روان شول، په دوی باندې عامربن الاضبط الاشجعي تېرېده، نو سلام يې پرې وکړ، ټولو ترې لاس ونيوه، خو محکم ورباندې د خپلې شخصي موخې په خاطر بريد وکړ، مړ يې کړ او سپرلۍ يې ترې واخيسته،  بيا روان شول، څو چې د اضم درې ته ورسېدل، بېرته مدينې ته راوګرځېدل چې رسول الله _ﷺ_ وويني. رسول الله _ﷺ_ عائشې ته وويل:...
نور ولوله

د لور او زوی منځ کې عدل

    انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست و، چې یو کوچنی زوی یې ورته راغی، هغه یې ښکول کړ او په غېږ کې یې کېنوه، وروسته یې کوچنۍ لور ورته راغله، هغه یې ورونیوله او څنګ ته یې کېنوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل: د دواړو (زوی او لور) منځ کې دې عدل ونه کړ.    عن أنس رضي الله عنه أن رجلاً كان جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم فجاء بني له فقبله وأجلسه في حجره، ثم جاءت بنية فأخذها فأجلسها إلى جنبه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم :  فما عدلت بينهما. رواه البيهقي     یعني لکه څنګه چې دې زوی ښکول او په غېږ کې کېنوه، لور به دې هم ښکول کړې او په غېږ کې کېنولې وه او دا به عدالت او اولاد سره عادلا...
نور ولوله

د مکې فتحه

( په دې برخه کې به ولولئ چې ابوسفیان مدینې ته رسیږي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره سوله وغځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو یارانو سره کیني،او بیا بېرته مکې ته راستنیږي، راځئ وګورو چې په دې سفر کې ابوسفیان څومره بریالی شو) ابوسفيان او غلام يې روان دي. غواړي چې مدينې ته د خزاعه له رسېدو وړاندې ورسيږي. ابوسفيان تمه لري چې تړون به نوی کړي او موده به یې وغځوي، ځکه چې که رسول الله -صلی الله عليه وسلم- په مکه باندې د بريد نېت وکړي، نو دوی به يې مخه ونه نيولی شي، يوازې سوله او تسليمېدنه ورپاتې پاتې ده. د خزاعه پلاوی له مدينې راستون شو، کله چې عسفان ته راورسېد، د ابوسفيان او د هغه له غلام سره مخ شول، نو ورته يې وويل...
نور ولوله

محمد رسول الله او ملګري يې

ليکوال: عبدالحميد جوده السحار ژباړن: شرر ساپی   د مکې فتحه لومړۍ برخه (( په دې برخه کې به ولولئ چې د حدیبې د سولې پر بنسټ خزاعه قبیله له رسول الله صلی الله علیه وسلم او بنو بکر له مشرکانو سره ودرېدله، بنو بکر له قریشو مرسته وغوښته او ۲۰ خزاعیان یې ووژل، نو په دې سره قریشو سوله ماته کړه، ابوسفیان مديني ته په لاره دی چې له رسول الله علیه السلام سره د سولې نيټه وغځوي، په لاره د امیه بن ابي الصلت په اړه فکر کوي چې د ابوسفیان ملګری و، د راهبانو جامې یې واغوستې او انتظار يې ویسته چې راتلونکی نبي همدی دی، نو کله چې په رسول الله علیه السلام وحې راغله، امیه ضد واخیست، ابوسفیان ته يې وویل، ما ټول عمر خلکو ته ویلي چې زه پيغمبر یم، که اوس ...
نور ولوله

د لور او زوی منځ کې عدل

    انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست و، چې یو کوچنی زوی یې ورته راغی، هغه یې ښکول کړ او په غېږ کې یې کېنوه، وروسته یې کوچنۍ لور ورته راغله، هغه یې ورونیوله او څنګ ته یې کېنوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل: د دواړو (زوی او لور) منځ کې دې عدل ونه کړ.    عن أنس رضي الله عنه أن رجلاً كان جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم فجاء بني له فقبله وأجلسه في حجره، ثم جاءت بنية فأخذها فأجلسها إلى جنبه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم :  فما عدلت بينهما. رواه البيهقي     یعني لکه څنګه چې دې زوی ښکول او په غېږ کې کېنوه، لور به دې هم ښکول کړې او په غېږ کې کېنولې وه او دا به عدالت او اولاد سره عادلا...
نور ولوله

واکمنو ته

    عائشة رضى الله عنها وایی: زما په دې کور کې مې له رسول الله ﷺ اوریدلي چې فرمایل یې: یا الله! چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما پر امتیانو سختي کوي؛ ته له هغوی سره سختي وکړه. او چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما له امتیانو سره نرمي کوي؛ ته له هغوی سره نرمي وکړه. ‏     عن عائشة رضى الله عنها قالت: سمعت رسول الله ﷺ يقول في بيتي هذا: اللهم من ولي من أمر أمتي شيئاً فشق عليهم فاشقق عليه، ومن ولي من أمر أمتي شيئاً فرفق بهم فارفق به. رواه مسلم     که څوک د رسول الله ﷺ له ښېرا ویریږي، هغه به د ولس له فرد فرد سره پام کوي او هغوی سره به له یوه ذره سختي کولو هم ډاریږي، نو د ولس هر وګړي سره سختي او هغوی ته زحمت ورکول خطرناک کار دی. بنا...
نور ولوله

سختي مه کوئ

   ابو موسى الاشعري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ به چې کوم صحابي کوم کار ته لیږه ورته فرمایل به یې: خلکو ته زېري ورکړئ، یعني د خوشالي خبرې ورته وکړئ، (له دینه یې) په نفرت کې مه اچوئ، خلکو ته اساني جوړه کړئ، سختي مه کوئ. ‏قال أبو موسى الأشعري رضي الله عنه: كان رسول الله ﷺ إذا بعث أحدا من أصحابه في بعض أمره قال: بشروا ولا تنفروا، ويسروا ولا تعسروا. رواه الأئمة أحمد والبخاري ومسلم    د روایت اسلوب راښیي چې رسول الله ﷺ دا خبره یوه یا دوو ملګرو ته نه وه کړې، بلکې د هغه عام چلند داسې و، چې کله به یې هم کوم ملګری د کوم کار لپاره لیږه هغه ته به یې دا توصیه کوله، توصیه دا وه چې خلکو سره په اړیکو کې هغوی ته ښې خبرې کوئ، دین ته یې هڅوئ او داسې چلند مه غوره کوئ چې خلک له دینه نفرت وکړي. داراز خلکو...
نور ولوله

د خلکو څخه داسې پوښتنې وکړئ چې په نیک کارونو کې یو بل سره سیالي وکړي

ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو مازیګر رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ نه پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک روژه وو؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، زه روژه یم. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا د جنازې لمونځ کړی؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما کړی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا یو غریب او بیوزله ته ډوډۍ ورکړي؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما نن یو بیوزله ته ډوډۍ ورکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک د یو مریض (ناروغ) پوښتنې ته ورغلی؟ ابو بکر رضي‌ الله عنه ځواب ورکړ چ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک