شعر و ادب
محترم مشر ته!
حامد
دا ستا له مخور مخ دبلا مخونه ګرځي
له سپوږمۍ د څوارلسمي دا د چا مخونه ګرځي
غزل ئې دبلبل، په قفسونو به څه باک کړې
شاهین د جګو غرو نه د عنقا مخونه ګرځي
مېړه مړ کړه مېړانه یې نو مه وژنه ظالمه
د بې ننګو له وفا نه د جفا مخونه ګرځي
وژمې د سپیده چاود به شي نسیم به را بهر شي
وچ بوټي د سحرا نه د بورا مخونه ګرځي
چاپېره د جاهل له محفلونو به جدا شي
د جهل له فضا نه خامخا مخونه ګرځي
سرحد ته د تېري چي رسیدلي پای به مومي
د ظلم له تیارو نه د سبا مخونه ګرځي
حامد به د کم رنګ...
نور ولوله
د شهید (هنیه رح) په یاد - استاد فضل ولي ناگار
استاد فضل ولي ناگار
قدسیان یې د تقدیس زمزمې لولي په ترتیل
د وخت له ابرهه سره جنګیږي ابابیل
شفقه لږ را ټیټ شه، ورنه پور که رنګیني
دا دنګې منارې د اقصی نه مني تنزیل
په ټنډه د نړۍ رنګونه نقش شول د تکبیر
تاریخ د قربانۍ نه لري بل داسې تمثیل
د قدس د قاتلانو لمن وینځي په زمزم
لمبه شئ سپینو ستورو په افق مه کوئ ډیل
پګړۍ زموږ د پت شوله لا هسکه له پامیر
پرې سیوری وزرونه د رحمت د جبرائیل
یا شور د زولنو یا سپینې کرښې د تکبیر
سنت راته کنعان فرض دی د ستر احد تکمیل
یو خوب و د خلیل د شازلمي ذبیح د هوډ
تعبیر یې شو پوره په وینو سرو د اسمعیل
دا هسک د نړۍ بام چ...
نور ولوله
د غزې پیغام
استاد فضل ولي ناګار
په بوتکدو به د توحید روښانه لمر ولګي
که سپین سپین ستوري د غزې په سره ټټر ولګي
له روهه بار کړئ زر د مستو تکبیرونو کاروان
چې په تیارو د مقدس کور کې سهر ولګي
استشهادي لښکرو پورته کړئ بیرغ د مهدي
چې بیا دنیا ته زور د الله اکبر ولګي
په اوږو بار یې ګرځوي له شرمه زوړند زوړند
په ثمودي تندر دې دا بې ننګه سر ولګي
د شیطان ښکر، د دجال څنګ، مجرمانه خاموشي
اور دې په هر «تغریب» ځپلي ګونګ رهبر ولګي
ای شازلمیه د دعا د پیغمبر تعبیر یې
ستا توپاني پرتم به لا په بحر و بر ولګي
له ګنهګارې غاړې یې تاو شول د مظلوم اسویلي
اور ب...
نور ولوله
کوثر
مستیار
زما یاران زما په څنګ کي ستر منار شي د کوثر
د صدف له غېږ ګوهر شي بیا افکار شي د کوثر
دا کاروان به تر منزله لدې شوق سره رسیږي
که یقین مو ددې لاري انتظار شي د کوثر
تر پېچمو لارو سختو که هوډمن پاته باقي شوو
هر مثال د تورو شپو به مو سهار شي د کوثر
لا به څومره زمانه د چل او فرېب غشي را ولي
دلته نظم د ملګرو دوی ته وار شي د کوثر
د سختیو په بدل کي د تقدیر کرښي همداسي
هر یو ستوری ددې لاري ستر بهار شي د کوثر
د تاریخ ځلانده ستوري زمانې داغلي ټول دي
د تاریخ په زړه کي نقش&nbs...
نور ولوله
اتل د جهادو
مزلونه دي طی کړي
سنګرونه فتح کړي
نوم نښان خوی د زمرو
ته اتل د جهادو
نظام د زور واکانو
پردیو غلامانو
مات کړی دي صلیب او کمونیزم په ګونډو
ته اتل د جهادو
ستر برم دي برقرار دی
اغیار پر دې اقرار دی
نسلونو ته دي برېښود ستر پیغام د اولنو
ته اتل د جهادو
اخلاق دي نبوي
څېره دي نوراني
نظمونه درته لیکو په امید ستا د لیدو
ته اتل د جهادو
...
نور ولوله
حکمتيار سوچه افغان ده
حکمتيار سوچه افغان ده
حکمتيار پاک مسلمان ده
حکمتيار مومن ده
حکمتيار پوهنتون ده
حکمتيار متعهد ده
حکمتيار مجاهد ده
حکمتيار عالم ده
حکمتيار معلم ده
حکمتيار مفسير ده
حکمتيار مدبر ده
حکمتيار محدث ده
حکمتيار مهندس ده
حکمتيار هدفمن ده
حکمتيار غيرتمن ده
حکمتيار مکتبي ده
حکمتيار مذهبي ده
حکمتيار سیاسي ده
حکمتيار انقلابي ده
حکمتيار متقي ده
حکمتيار مسلکي ده
حکمتيار لوب...
نور ولوله
بسوی خدا ميروم – حکمتيار
مرا بگذار بسوى خدا مى روم
به ميقات موسى به سينا مى روم
اگر در رهش صد بار بيفتم به رو
به صد شوق، چون طفل نو پا مى روم
اگر پاى يارى نكرد در سفر
به سينه فتاده چو دريا مى روم
وگر باد تندى پر و بال بشكست
به بازوى همت به بال هما مى روم
اگر همسفر بگذاشت در نيمه راه
خليل گونه تنهاى تنها مى روم
من از رهزنان كمين كرده غافل نيم
اگر روزها نشد، به شب ها مى روم
من از پيچ و خمهاى ره وافقم
كه از طور در نقش پاى موسى مى روم
ز فرعون چه بيمى، ز هامان چه باكى!
اگر در مصافش به اذن خدا مى روم
...
نور ولوله
روسان چا وایستل ؟؟؟
عبدالمالک بېکسيار
روسان نیم تلې څپلۍ
روسان شلېدلي ګرېوان
روسان پر خړ خيرن واسکټ دپاسه
د سرې زړې خمتا درې کونجه پیوند
روسان د کلي د ماشوم لیندې زموږه له کلا وايستل
او ما لیدل چې روسان چا واېستل .
روسان نهرو ویالو
روسان ګونګي مازیګر
روسان نالوستي ګودر
روسان پر پورې غونډۍ ښخ شهید غاټول واېستل
روسان له دوړو ډک پکول واېستل
ټولې نړۍ ورته کاته چې روسان ډلې ډلې
او وارخطا وارخطا
له څرخي پله نه را وچتې شور غوغا وایستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .
روسان د میندو ښېرو
روسان د خویندو سان...
نور ولوله
غزل
چې پېڅکه د ټیکري ځان پسې بیا راټولوي
نو زړونه د میینو خامخا راټولوي
مچۍ د شوخ نظر مې په ګلمخو باندې ګرځي
خواږه له دې ګلونو نه په غلا راټولوي
په یوه وړوکي سوال یې د مخ رنګ وتښتبده
په څومره نزاکت د زړه درزا راټولوي
لګیا ده په خواره اوربل کې لاس وهی توبه
د چا لپاره دا خوره بلا را راټولوي
کوم ښکلی چې یې سیوری د سر هم ولي په کاڼو
شرر ورته په لپو کې دعا راټولوي
...
نور ولوله
د غزې شهيدانو ته !
فضل مولا توره کی
ستا له جسده بوی د مشک او د عنبر راځي
ستا جنازې ته د ملکو لوی لښکر راځي
د انسانانو غوښې هر خواته خورې پرې دي
که دا محشر نه دی نو څرنګه محشر راځي
دغه پېغور قسم زړه سوځوي هډ سوځوي
چې د صلیب له ګنده ذهن نه بهر راځي
(محمد) ومړ ترېنه پاتې شوې لورګانې ټولې
(صلاح الدين) چې نشته دوی کې به څه نر راځي
د حرمينو شریفينو بې وجدانه پاچا
تا کې به کله ننګ غيرت د پيغمبر راځي
ټول زهر وخورئ دعربو بې ضمير واکمنو
ورک کړی عقل به مو کله بيا په سر ...
نور ولوله
مهاجر
فضل مولا توره کی
مهاجر به خپل وطن ته درنه ولاړ شي
دا بنګلې او دا قصرونه به ټول شاړ شي
دی اثر د دعا هر څه چې آباد دي
که ښېرا ته شول دا هر څه به لتاړ شي
بیا به مروړې په ارمان دواړه لاسونه
د ژوند ټولې اسانتياوې به کباړ شي
مه نازېږه په ورېښمينو تورو زلفو
دا به سپينې د لمڅي په شانته جاړ شي
بې معنا به شي شعار دلر او بر بیا
چې خبره د کوتک او د څوباړ شي
رحمتونه شي ستانه له له هغو خلکو
چې يې زړونه بې رحمۍ کې له کاړ شي
د افغان مثال د باز او د ګربت دی
چې ښکاره شي پټ په سوړو کې خراړ شي
په نفاق شقاق نفرت کې( توره کيه)
خوږ ګنی پيکه بې خون...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
ته موده کیږي غلې غلې مې پوښتنه کوې
ته موده وشوه چې د خیال مې پلټنه کوې
ته له مودو مودو په ماپسې څارنه کوې
له مودو اورم چې حجرو کې مې ستاینه کوې
خو ،
ته د نظر د څرخیدو ادکاري پیژنې ؟
ته که له ناز د هر قدم ریا کاري پیژنې
ته په هر تال او په هر راګ که د مستۍ پوهیږې
که له خپل زړه نه تر بل زړه په رسنۍ پوهیږې
ته که نغمې د اسویلیو او زګیرویو اورې
ته که چمبه د کوم مین زړه په بلیو اورې
ته که تصویر د هر یو توري کې لیدلی شې ځان
ته که د خیال هرې تابلو کې هیرولی شې ځان
بیا خو منمه چې حجرو کې هم د سر ژڼی یې
د زندګۍ په لذتونو بختور ژڼی یې
د نظر وړ یې ، په یوې تتې شان مسکا...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
چې اننګو کې مې د رنګ په رفت آمد پوهیدې
ښه وې شاعر وې ، د جزباتو په ابجد پوهیدې
چې به خمار شوې زمزمې به دې کړې وا په نڅا
ملنګه ته د زندګۍ په شد او مد پوهیدې
ما له دې ویرې ستا په لورې ځکه نه درکتل
چې ته له ځان د بغاوت په ښه او بد پوهیدې
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
که ډکه د ژوندون له اضطرابه زه هم یم
خو چوپه ستا پشانته پرې کتابه زه هم یم
تا څه زړه غورځولی په یو څو سپینو ویښتو
راتیره د ځوانۍ له ښکلي بابه زه هم یم
مطربه ته یواځې ویښه نه تیروې شپه
بې خوبه هره شپه دې له ربابه زه هم یم
راتیره شوم پرې داسې لکه نه یې پیژنم
تربت به هغه هم وي خو بې تابه زه هم یم
تا ووې چې مستۍ کې زه نامي یمه د چم
مشهوره خاموشۍ کې خو جنابه زه هم یم
یتیمه ، بیا ورور مړې او بیا بوره اخیر کونډه
بس تیره له تا ژونده ، نه عذابه زه هم یم
ما هم بلینډه راوړه د تیارې په بغاوت
ملګرې تر رڼا دې انقلابه زه هم یم
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
بلينډه بدرۍ
د رواج د برم ناز دی ، که ادا ده ، خو پرما ده
ستا که جرم دی ، امتياز دی ، که ګناه ده ، خو پرما ده
ترې انکار کومه تښتم د ماحول له ډم نيلامه
د هوس د بولۍ ساز دی ، بس نڅا ده خو پرما ده
ستا په ځوانو خاطرو کې دا مستي ده که جزبه ده
د هر کيف څومره انداز دی ، يا ښکلا ده خو پرما ده
ګوت څنډنه تشه ماته بده زه او سپيره زه يم
له هر لوري که اواز دی ، که فتوا ده خو پرما ده
بلينډه دې د تيارو يم زندګي مې در روښانه
همدا څومره لوی اعزاز دی چې رڼا ده ، خو پرما ده
...
نور ولوله