شعر و ادب
غزل – بلينډه بدرۍ
پښتنې که مسلمانې هم نه وای حجاب به یې کولو ،
او هغه چې د حجاب مخالفې دي پښتنې ندي .
ځه ، ستا پشانې نه وي چې په سر ېې تش رومال
مخ پټې وي روانه آن صحرا کې پښتنه
سرتوري ؟ دا ته څه وایې ما هیڅ لیدلې نده
کابل کې پښتنه ته وا پکتیا کې پښتنه
ته څه رنګه پښتون یې ای ته څرنګ مسلمان
اوسیږي وږې تږې دې چې خوا کې پښتنه
تیارې به دې له ژونده کړي روښانې په ځلا
ته یو ځل خو روانه که رڼا کې پښتنه
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
د هوس کیف دې اراده کړه تر شهرت روانه
دا قافله ده ګوره لرې له مالت روانه
څه په مغرورو نظرونو پلونه ږدي تیریږي
څه د نازونو مکیزونو په زینت روانه
معاشره له ډیر نفرته زاره چاودې اوسي
چا ویل دنیا ده سراسر په محبت روانه
د یو نظر په څرخیدلو دې خویږي پلونه
پر تا څه وشو ؟ تر دې دمه سلامت روانه
کاش تا لیدلای بیا زما د بدرنګیو دوران
په جزبو سویه پټی سترګې تر جنت روانه
چې ترئ تم شوې ترې نغمې او هم سندرې لاړې
بدرۍ چمبه پر لاس ها ښار کې په جرت روانه
...
نور ولوله
موږ ګټلي دي جنګونه
عبد الباري جهاني
له یوه میدانه وزو بل میدان ته ور ګډیږو
موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو
د نیکه نکل روان وي چي پلار تاو کړي خپل برېتونه
لا د پلار کیسه توده وي چي زوی خپل کوي نکلونه
ماشوم ویني په قلا کي توري، غشي، توپکونه
له یوې توري تر بلي د منزل پر لور خوځيږو
موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو
نه منزل چاته معلوم دی چیري ځو پر کومه لار ځو
د نیکه وصیت مو خوښ دی که پر لاره به د پلار ځو
پر خپل ځان باندي تاویږو بس په رسم د پرکار ځو
چي منزل له ټولو ورک وي کومي لاري ته سمیږو
موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو
د سړیو غلبلې سي انګولا سي د لېوانو
په ت...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
د رواج د برم ناز دی ، که ادا ده ، خو پرما ده
ستا که جرم دی امتياز دی ، که ګناه ده ، خو پرما ده
ترې انکار کومه تښتم د ماحول له ډم نيلامه
د هوس د بولۍ ساز دی ، بس نڅا ده خو پرما ده
ستا په ځوانو خاطرو کې دا مستي ده که جزبه ده
د هر کيف څومره انداز دی ، يا ښکلا ده خو پرما ده
ګوت څنډنه تشه ماته بده زه او سپيره زه يم
له هر لوري که اواز دی ، که فتوا ده خو پرما ده
بلينډه دې د تيارو يم زندګي مې در روښانه
همدا څومره لوی اعزاز دی چې رڼا ده ، خو پرما ده
...
نور ولوله
د مینې پيغمبر
خوږه مور یې سر ته ناسته
ګلابي ماشوم یې غیږ کې
د ښکلا سیند یې لیمو کې
ثوابي ماشوم یې غیږ کې
په لیمو کې الله لولي
کتابي ماشوم یې غیږ کې
***
نه زیارت ترې پاتې شوې
نه ترې پاتې کوم ملا دی
مخ یې ژیړ لکه د زرو
زړه یې داغ لکه لاله دی
بس سلګې دي او زګیروي دی
یو یې ځوی دی بل الله دی
***
هر طبیب وایې مورجانې
دا ماشوم ورسو کور ته
څو دانې رزق یې پاتې
زر دی وبې سپارې ګور ته
مور یې سوړ اسویلی وکړ
ماشوم سترګې کړې راپورته
***
بیا یې تړمې اوښکې توی کړي
...
نور ولوله
شعر څه ته وايي؟
بلينډه بدرۍ
ماسره مرکه
په لفظونو د یوې صحنې رسمولو ته
شعر الهام دی ؟
نه کمال او هنر دی .
ښه شعر څه معیار لري ؟
چې د صحنې رسمول یې داسې کړي وي چې لوستونکی یې صحنه ژوندۍ ویني .
کمزوری شعر څنګه وي ؟
که د شعري جوړښت له مخه کمزوري مراد وي نو د دنیا په هیڅ ګوټ کې داسې شاعر نه مومو چې د شعرونو پیل یې دې کمزوریو سره مخ شوی نه وي ،
او بل د خیال او بیان کمزوري ، زمونږ په ټولنه کې دې ته کمزوري ویل ناسمه فتوا ده .
شعر اصلاً کمزوری نه وي ، فرق د زوقونو په اخذ او د فکرونو د تجروبو په تله کې دی
ځکه چې...
نور ولوله
اذان
وزرماتی زړه مې بیا د ځان په ویر دی
تړل شوی د خپل عقل په زنځیر دی
په یوه دانه غنم چې جنت بایلي
زما قام کې د ادم دغه تاثیر دی
نور په واک کې د دنیا مزي را لنډ کړي
د پښتون فکر لا ږیره کې راګیر دی
د قیامت له نښانو څخه یې بوله
پښتنو که وویل دغه زموږ پیر دی
له دېواله سر راهسک کړي راته ګوري
ګاونډی مې بې ادبه دی ، شریر دی
دا چې ورور د ورور پر ستوني چاړه کاږي
له ادمه تر...
نور ولوله
او روسان چا واېستل ؟
عبدالمالک بېکیسیار
روسان نيم تلې څپلۍ ،
روسان شليدلي ګريوان ،
روسان په خړ خيرن واسكټ دپاسه،
دسرې، زړې خمتا درې كونجه پيوند،
روسان د كلي دماشوم ليندۍ
زموږ ه له كلا واېستل،
او ماليده چې روسان چا واېستل ،
روسان نهرو ويالو ،
روسان ګونګي مازديګر ،
روسان نالوستي ګودر ،
روسان په پورې غونډۍ خښ
شهيد غاټول واېستل ،
روسان له دوړو ډك پكول واېستل ،
ټولې نړۍ ورته كاته چې روسان ډلې ډلې ،
او وارخطا وارخطا،
له څرخي پله نه راوچتې شور غوغا واېستل ،
او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!
روسان د ميندو ښېرو ،
...
نور ولوله
انسان
پر خدای باندې چې ګران دی انسان مه خپه کوه
د مینې لوی جهان دی انسان مه خپه کوه
راوتی له جنته ته یې دلته را پیدا کړې
غجب رنګین داستان دی انسان مه خپه کوه
چې موسک یې په موسکا موسکا یې هره پاڼه ښکل کړه
ګل ګل دی او جانان دی انسان مه خپه کوه
که نن د دې خاورینې ځمکې ګل دی شبنم ورکړه
ځي ستوری د آسمان دی انسان مه خپه کوه
د خپل بري خبره ترېنه پټه پټه ساته
حسود خو هم انسان دی انسان مه خپه کوه
د مینې د ښکلا په کې بې شمېره نښې ګوره
مېږی که سلیمان دی انسان مه خپه کوه
چې نه نړوي پولې او چې حد یې وي ساتلی
هندو که مسلمان دی انسان مه خپه کوه
که روغ دی که رنځور دی، که پاچا دی که مزدور دی
یو ن...
نور ولوله
غزل - بلينډه بدرۍ
الهامونه راوریږي څه ماحول شاعرانه دی
څه غزل غزل شیبې دي خیال مې ټول شاعرانه دی
له خوږلوټي نازه زه هم لکه ناوې یمه ناسته
موده پس هغه راغلی کور کهول شاعرانه دی
ننداره ده له بلیو چټې پیغلې دي ورپټې
څه اتڼ د څڼیورو ، او هم ډول شاعرانه دی
ملنګي درباندې عشق ده ښه له زړه در پیرزو کړې
له مریو ډک دا هار دې پر کچکول شاعرانه دی
خاطرې له تاهم داسې دي راتاوې بدرۍ ګلې
له سپوږمۍ چې څنګه تاو د ستورو شپول شاعرانه دی
...
نور ولوله
زه بیا تا له درځمه
یا الله زه بیا تا له درځم
د ګناه پیټی په اوږو
امیدوار دې د رحمت
راغلی یم په امیدو
یم ښپیمان په خپلو کړو
زه بیا تا له درځم
شیطان مې مخ
بل خوا له واړو
زه لیرې لاړم په تیارو
عمر مې تیر کړ په غفلت
هغه کړم منع د درتلو
ربه نن بیا تا له درځمه
زه په ژړا او په توبو
زړه مې بند په شهواتو
د ګناه کړۍ
په لاسونو خپو
تا له درځمه خو غورځیږم
ربه خلاص مې کړه
له ځنځیرو
زه بیا تا له درځم
زه بیا تا له درځم
په غورځیدو په پاڅیدو
کله په منډو کله په ګونډو
چې د وخت لمن کې
نخښې پریږدم
...
نور ولوله
نو را دې شي نو...
چې د څو شپو پر ځای پاخۀ راشي، نو را دې شي نو
کۀ ستا یادونه میلمانۀ راشي ، نو را دې شي نو
پۀ دواړه مخ دې ماشوم یاد پۀ خندا ښکل کړم، چې ځي
خو پۀ ژړا بېرته لۀ ورۀ راشي، نو را دې شي نو
ځینې بۀ دومره پۀ خوند، شونډو کې خبره کوي
چې ورته خولۀ کې دې اوبۀ راشي، نو را دې شي نو
خوږو خبرو کې یاران، دومره یو،بل وچېړي
چې ستغې، سپورې یې پۀ خولۀ راشي، نو را دې شي نو
تربیه غوره ده، مکتب او مدرسې نه، ګنې
کله ترې خوی کې، ځینې خرۀ راشي، نو را دې شي نو
څوک دې کیسه کې نۀ دي، دومره کۀ نور هم وژاړې
چې دې پۀ اوښکو کې باڼۀ راشي، نو را دې شي نو
ما پۀ ترخو، ترخو خبرو کړي، ښۀ سپکه وړۍ
بیا چې حالاتو کې خواږۀ راشي، نو را دې ...
نور ولوله
عبدالباري جهاني: څرنګه شعر ولیکو؟
شعر له موزونو او منظومو کلماتو څخه جوړ کلام وي، چي د ټولني واقعیتونو او د شاعراحساساتو ته انعکلس ورکوي. او همدغه موزونیت دی چي شعر له نثر څخه بېلوي او کلمات یې په غوږونو کي شرنګی کوي او زیاتره ښه لګیږي. خو توپیر یې د رباب او سارنګ له شرنګ سره دادی چي رباب او سارنګ ژبه نه لري. پښتو رباب، فارسي رباب، اُردو رباب او... رباب نسته. موږ نه پوهیږو چي رباب او سارنګ څه وايی؛ ځکه چي هغوی ژبه نه لري او یوازي شرنګ او سُرلري. هر څومره چي د موسیقۍ د پارچي سُر او تال برابر وي په هغه اندازه پر غوږونو ښه لګیږي.
خو شعر په مشخصه او ټاکلې ژبه لیکل کیږي او په هغه ژبه خپلو اورېدونکو او لوستونکو ته پیغام ورکوي. اورېدونکی او لوستونکی باید لومړی پوه سي او بیا نو واه واه ورته ووايی او یا منفی نظر ورکړي. زما په عقید...
نور ولوله
درنه لاړم...!
زما برخه وي تل خواره درنه لاړم
د کلونو انتظاره درنه لاړم
بېرته ژوند چېرته لۀ سره پېلومه
شاته نېمه پېړۍ یاره درنه لاړم
زخم،زخم څڅېدلی دې پرېږدمه
جوړ مې نۀ شوې د زړۀ ښاره درنه لاړم
پۀ زړو سترګو مې ګوره زاړۀ پلونه
چېرته ورک پۀ ورکه لاره درنه لاړم
خلک شپو پسې پۀ تمه د سبا وي
زۀ ماښام پسې سهاره درنه لاړم
چې خبره بېخوندئ ته جوړېدله
او مزه یې تله، لۀ کاره؛ درنه لاړم
ستا پراخه حوصله ده کرار کېنه
زۀ کوچیه سپینه یاره درنه لاړم
...
نور ولوله
غزل
ځواني د مني ګل دی ګل د مني وي څو ورځې
دي ډېرې لنډې لنډې تر زرینو کمڅو ورځې
د شپې اوښه را درومي د چوپیا په رنجو بار ده
په کار ده چې ور تېرې کړو د یار په نغمو ورځې
دا ومنه چې مړه یې مور و پلار دي که ژوندي وای
د دې یتیم وطن به نه وې شپې په سلګو ورځې
دا شپې ورځې په تار د دعا وپېیه ملنګه
چې راشي پر دې خوار وطن د مینې د ښو ورځې
د ژوند پر زخم زخم د ګلونو پټۍ کېږدئ
روانې به تر څو وي پر ښیښو پر ازغو ورځې
دا مینه ولې نه کوئ دا څه په کې تاوان دی
چې تېرې مو کړې شپې اوس تېروئ په کینو ورځې
په اوښکو دې لمده نه وي پاپا د ماشومانو
خوږې یې شه تر شاتو او تر کوچو شیدو ورخې
کاروان له شومه دمه را روان دی ...
نور ولوله