No-IMG

په نړۍ کې تر ټولو بد چانسه سرتېری!!

 کيونګ جونګ يانګ Yang Kyoungjong د کوريا ۱۸ کلن سرتېری و، په ۱۹۳۸ زېږدي کال کې چې کله جاپان کوريا لاندې کړه ، جاپاني سرتېرو کيونګ جونګ يانګ اجباري عسکري ته اړ کړ.

د جاپان پوځ کيونګ له شوروي سره د مقابلې لپاره نوموړی جنګي جبهو ته ولېږه، يو څه موده وروسته د روسي سرتېرو له لوري ونيول شو، روسي پوځ په ۱۹۴۲ زېږدي کال کې نوموړی له نازي جرمني سره د مقابلې لپاره ختيځ جرمني ته ولېږه، له بده مرغه کيونګ په ۱۹۴۳ زېږدي کال کې جرمني سرتېرو ونيو او په همدې کال جرمني سرتېرو نوموړی له متحدينو سره د مقابلې لپاره د نرماندي سواحلو ته ولېږه، بيا هم کيونګ په ۱۹۴۴ زېږدي کال کې د متحدينو له خوا ( امريکایی ځواکونو ) له خوا ونيول شو .

په ۱۹۴۵ زېږدي کال کې د انګرېزي سرتېرو له خوا ازاد شو. نوموړي پاتې عمر تر ۱۹۹۲ زېږدي کال پورې د امريکا په Illinois کې تېر کړ.

د (My Way) په نامه فلم هم د همدې ځوان په ژوند جوړ شوی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟