No-IMG

حکمتيار: ريښتيني افغانان دې راوړاندي شي او سوله د جنگ غوښتونكو له يرغمل وژغوري

د محترم حکمتيار صاحب د جمعې ورځي خطبه، 25 ميزان 1399

 

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم

يٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللّٰهَ حَقَّ تُقَاتِهِۦ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسۡلِمُونَ* آل عمران: ۱۰۲  صدق الله العظيم

د قطر مذاكرات سره له دې چي تر یوې میاشتي زیاته موده ئې ونیوله؛ لا په ټپه ولاړ دي، داسي معلومېږي چي په نږدې راتلونكي كي د يوه مثبت انكشاف طمع نشي ترې كېدى؛ دلائل هم څرگند دي:

۱.       دواړه طرفونه ډېر سره لري دي، ځيني لوري داسي دي چي د جنګ دوام غواړي، د صلحي مخالف دي، له صلحي وېرېږی او پوهېږي چي په صلحي سره ډېر څه له لاسه ورکوي؛ هڅه کوي خنډونه را ولاړ کړي.

۲.       د مذاكراتو بنسټ په سمه توگه نه دئ اېښودل شوى. په دې مذاكراتو كي چي يوازي د دوو لوريو (د كابل حكومت او طالبان) تر منځ دي، په داسي مسائلو بحث كول چي په ټول ملت پوري مربوط دي؛ نه اصولي كار دئ او نه نتيجه درلودى شي؛ نتيجه به ئې يوازي د وخت ضياع وي. دلته بايد يوازي پر هغو قضاياوو بحث پيل شوى وى چي په همدغو دواړو ډلو پوري په مشخصه توگه تړاو لري؛ لكه اوربند او يوه داسي نوي حكومت ته د قدرت انتقال چي طالبانو ته هم د منلو وړ وي. دا ځكه چي طالبان اوسنى حكومت د اشغال زېږنده گڼي، په بهرنيو ځواكونو پوري تړلى او د اشغال كورنۍ برخه؛ اشغال هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي دا برخه ئې هم پاى ته ورسېږي. شتون ئې د اشغال له دوام پرته بل تعبير او معنى نه لري!! اشغال هغه مهال په واقعي معنى پاى ته رسېدى شي چي دا حكومت خپل ځاى داسي حكومت ته پرېږدي چي افغانانو ته د منلو وړ وي.

طالبان او وسلوال مخالفین نشي كولى د اوسني حكومت په شتون كي اوربند ته غاړه كښېږدي؛ يوازي دومره كولى شي چي حكومت اصولاً تعويض ته چمتو شي؛ بل حكومت ته د قدرت له انتقال سره توافق وكړي؛ خپله استعفاء اعلان كړي او د ډاډمنو تضميناتو ترلاسه كولو وروسته له اوربند سره خپل توافق اعلان او عملاً ئې پيل كړي.

په دغو مذاكراتو كي بايد يوازي پر هغو دوو اساسي قضاياوو بحث پيل شوى وى؛ چي په دوى دواړو پوري په مشخصه توگه اړه لري. نور مسائل لكه راتلونكى نظام او څرنگوالى ئې، اساسي قانون، د هېواد د راتلونكي نظام نوم، په دې نظام كي د حنفي فقه مقام او قانوني حيثيت، د امريكا او طالبانو ترمنځ معاهده، د كابل حكومت او امريكا تر منځ امنيتي تړون، او دې ته ورته قضايا نه په جنگ كي د دوو ښكېلو ډلو ذاتي اړوند قضايا دي او نه دوه لوري كولى شي او حق لري چي په خپلو كي پرې معامله وكړي!

دا ستر ستر او مهم ملي قضايا او د هغوى په اړه بحث او وروستى تصميم؛ دې دواړو ډلو ته نشی پریښودل کېدی، په دې اړه ولي بايد له هغه حكومت سره خبرې پرې وشي چي ختمېدونكى دئ او خپل ځاى به بل حكومت ته پرېږدي؟!! دا مسائل داسي مقتدري مرجع ته ضرورت لري چي د ټول ولس استازيتوب كولى شي، غړي ئې بايد د ولس له لوري غوره شوي وي، غونډه ئې بايد داسي مهال دائره شي چي جگړه پاى ته رسېدلې وي، اقتدار د يوه داسي حكومت په لاس كي وي چي نه په جگړي كي ښكېل وي او نه په اشغالگرو ځواكونو پوري تړلى وي.

د قطر په غونډو کي په دغو مسائلو بحث نشي کېدی، نه یوازي دا دوه لوري بلکي که نور لوري هم سره راغونډ شي؛ له هېواده بهر د یوه محدود ټولګي، د څو سیاسي ګوندونو او د څو جنګي لوريو تر منځ په دغسي مسائلو نه معامله کېدى شي او نه دا قضایا هغوی ته پرېښودلی شي.

متأسفانه د قطر د مذاكراتو بنسټ داسي كېښودل شو چي پلاوي د اصلي قضيو پر ځاى په نورو او بې گټو بحثونو مصروف كړى شول، د ناستي اصلي مسائل اوربند او نوي حكومت ته د قدرت انتقال وو.

د كابل حكومت او امريكا تر منځ امنيتي تړون؛ يو دوه اړخيز تړون وو؛ د کابل لاسپوڅی حکومت یو لوری او امریکا بل لوری؛ امریکا لومړی د خپلي خوښي حکومت رامنځته كړ او بیا ئې د خپلي خوښي تړون پرې امضاء کړ؛ امریکایانو د خپل شتون په دوران كي هم پر امضاء شوي تړون عمل نه دئ كړى او د كابل حکومت ترې شکایت لري؛ د امريكا له وتلو وروسته به هغه څه ارزښت لري؛ طالبان به ئې ولي مني او كه ئې احياناً ومني؛ دا منل هغه ته ارزښت نشي وركولى.

همداراز د امريكا او طالبانو معاهده يوه دوه اړخيزه معاهده ده؛ موضوع او تعهدات ئې هم په همدغو دوو لوريو پوري ربط لري، په نورو افغانانو پوري نه ارتباط لري او نه ورته كوم ارزښت.

د دې معاهدې اصلي مادې او مواد دا وو: د دوى تر منځ اوربند چي عملي شو، نن امریکایان په واضح الفاظو وایي چي زموږ په ځواکونو باندي بریدونه پای ته رسېدلي او له تړون وروسته زموږ یو سرتېری هم ندی وژل شوی، په څوارلسو مياشتو كي د بهرنيو ځواكونو وتل چي لړۍ ئې عملاً پيل شوه، طالبان به له هغو ډلو سره تعلقات نه ساتي او پناه به نه وركوي چي امريكا ئې تروريست گڼي.

دا او دې ته ورته مهم ملي مسائل به ولي په بين الافغاني مذاكراتو كي څېړل كېږي او ولي به د هغوى لپاره دوه اساسي مسائل: اوربند او نوي حكومت ته د قدرت انتقال؛ وروسته اچول كېږي؟!! 

د كابل حكومت غواړي په اقتدار كي د مزيد پاته كېدو فرصت او چانس ترلاسه كړي، په مذاكراتو كي ځنډ او خنډ او كومي نتيجې ته نه رسېدل ورته مفيد برېښې. دوى ته چی جنګ ډېر څه ورکړي، مجلل قصرونه، پراخ امکانات، اشرافي ژوند؛ هغوی د جنګ دوام غواړي، او په سوله كي خپل ضرر او تاوان ويني، د دې پروا ئې هم نشته چي په نتیجه کي ئې جګړه تشدید شي.

اوس دا وخت رارسېدلى چي نور لوري؛ هغه افغانان چي سوله او د جگړي پاى ته رسېدل غواړي؛ راوړاندي شي او سوله د جنگ غوښتونكو له يرغمل وژغوري.

طالبانو ته هم په كار ده چي د وضعيت حساسيت او د كابل حكومت عزائمو ته په پام سره داسي تگلاره غوره كړي چي د جگړي په عاجل پاى ته رسېدو منتج شي، د كورنيو او بهرنيو جنگ غوښتونكو توطئې شنډي شي، هم افغان ولس ته ثابته كړي چي سوله غواړي او هم نړۍ والو ته.

طالب باید پدې تورن نشي چي د جنګ باعث شو، باید وښیي چي له جنګه ستړي دي او خاتمه ئې غواړي، د اقتدار لپاره ندي جنګېدلي، او په مذاکراتو کي د عدم توافق عامل دوی ندي.

په دغو ورځو كي او د قطر د مذاكراتو په تړاو؛ ځيني خبيث، منحط او د پرديو مزدور سېکولران؛ د پرديپالو رسنيو له لاري؛ كله له يوه اړخ او كله له بل اړخ؛ پر اسلام لگېږي؛ كله وايي اسلامي اقتصاد مبهم دئ او كله وايي اسلامي نظام غير واضح او غير عملي غوښتنه او شعار دئ؛ مذهب نه يوازي ستونزي نشي حل كولى بلكي د جنگونو عامل دئ، اسلامي حكومت يوه مبهمه غوښتنه او اصطلاح ده، په تېرو څوارلس سوو كلونو كي په خپله مسلمانان پرې متفق او متحد نشول؛ په قرآن او سنت كي ئې واضح تعبير او تفسير نه مومو!! مسلمانان د مذهبي اختلافاتو له كبله په خپلو منځونو كي جنگېدلي!!

دوى وايي: د سولي په مذاكراتو كي بايد دا غوښتنه ونشي چي بحثونه او مذاكرات د كوم مذهب پر بنسټ وي او پرېكړي د مذهبي لارښوونو له مخي وي!!

دا جسارتونه داسي منحط او ناپوه غربپال او سېکولران كوي چي نه په دين پوهېږي او نه په سياست، کمونستانو هم په دومره  جسارت او سپین سترګتوب په اسلام باندي له تېري ډډه کوله؛ اما دغو سېکولرانو ټولي سری کرښي ترپښو لاندي او ترې تېر شول، د افغانانو په ارتباط داسي فکر کوي چي ګواکي د غیرت رګ ئې مړ شوی، سېکولران د امریکایانو د مټو په زور مغرور دي؛ هر څه ویلی شي. دوى مزدور مبلغين دي، د پرديو لاوډسپيكران، خبري ئې د خپل ذهن زېږنده هم نه دي، پردي او زموږ د ملت او هېواد دښمنان ئې په خوله كي وركوي!!

د اسلام سياسي نظام په اړه بحث؛ كافي وخت ته ضرورت لري؛ په يوې خطبې كي ئې رانغاړل گران كار دئ؛ إن شاء الله په دې اړه به مفصل بحث كوو

په اختصار سره بايد عرض كړم چي اسلام؛ د سياسي نظام، حكومت، د واكمنو دندي، د هغوى مواصفات، د ملت په وړاندي د هغوى مسئوليتونه، د دوى په انتخاب كي د ملت ونډه او دنده، د فرد او اجتماع د حقوقو په تأمين كي د حكومت وظائف او مسئوليتونه، د زعيم د نصب طريقه، د هغه د عزل شرائط، او په خلاصه توگه د نظام او حكومت د ټولو ابعادو په اړه دومره مشرح، مفصلي او څرگندي لارښووني كړې او داسي عادلانه اصول او قوانين ئې وضع كړي چي د نړۍ په هېڅ نظام كي به ئې بېلگه ونه مومو.

اسلام له موږ واحد ملت جوړ كړى، نه مو مذهبي جگړي درلودې او نه قومي جگړي؛ تل مو په واحد افغانستان كي د وروڼو په څېر ژوند كړى، تل مو په گډه د هر يرغلگر په وړاندي له خپل هېواد دفاع كړې. تل بهرنيانو خپلي جگړي پر موږ تحميل كړې. زموږ سېکولران ئې استخدام كړي؛ او د افغانانو په ضد ئې جنگولي.

موږ پرون د شیعه او سني تر منځ جګړه نه در لوده، دا هم یو وارداتی جنګ دئ، له بهره را انتقال شوی، پرون مو د شمال او جنوب ترمنځ جنګ نه درلود، دا هم له بهره را وارد شوی، د قومونو ترمنځ مو جنګونه نه درلودل؛ دا ټول په بهر كي مهندسي شوي، زه د شمال یم؛ په داسی کلي کي اوسېدم چي یو ګاونډی مي تاجک وو، بل ترکمن، بل له ازبکستان راغلی وو، څلور خواوي مو همداسي له مختلفو قومونو او ژبو چاپېره وو یو مختلط کلی، جومات مو يو وو او د وروڼو په څېر اوسېدلو؛ همدا د ټول شمال وضیعت دئ، موږ یقیناً مذهبی جنګونه نه درلودل؛ دا له بهره را وارد شوي، مذهبي جنگونه مو نه درلودل؛ د نورو مذهبونو پلويان په افغانستان کی په عزت سره اوسېدلي، تکیه خانې او درمسالونه ئې درلودل؛ د خپل مذهب مطابق ئې لمونځونه او عبادتونه کول او چا هم په سپک نظر نه ورته کتل، هغه څه چی په نورو هېوادونو کی ئې بېلګي او مثالونه نشو موندلی، په تهران کی د اهل سنت يو مسجد نشئ موندلی، اما په کابل کی تاسو د اهل تشیع ګڼ شمېر مساجد او تکیه خانې وینئ، یقیناً دلته سني او شیعه په ډاډ او اطمئنان سره اوسېدلي او کله هم ندي سره جنګېدلي.

تل بهرنیانو خپلی جګړي پر موږ تحمیل کړې، په یوه قرن کي موږ درې ستري جګړي د دریو لويو طاقتونو له لوري لرلې، بهرنیان راغلي؛ جنګونه ئې پر موږ تپلي؛ هر ځل چي راغلي بې دینه سېکولران ئې استخدام کړي، او د افغان ولس په خلاف ئې جنګولي، او تل خداى پالو او دین دارانو د هغوى مقابله کړې؛ د آزادۍ په جنګ کي هغه څوک په لومړۍ کرښي کي ودرېدلی چي پر خدای ئې ایمان درلود.

دين تل او د تاريخ په هر پړاو كي؛ انسانان متحد كړي؛ له جگړو ئې ژغورلي، له قومونو ئې ملتونه او له ملتونو ئې امتونه جوړ كړي، تشتت ئې له منځه وړى، حكومتونه ئې جوړ كړي، نظام او قانون ئې پلی كړى.

زموږ هېواد ئې يوه څرگنده بېلگه ده: په يوې پېړۍ كي درې زبرځواكونو پر افغانستان بريد وكړ؛ درې ستري جگړي؛ دريو دين ضد ځواكونو پر افغانانو تحميل كړې، افغانان نورو هېوادو ته د جنگ لپاره نه دي تللي، په خپلو منځونو كي ئې هم جگړي نه درلودې، تل مؤمنو افغانانو په گډه او د اسلام تر بيرغ لاندي؛ له خپل هېواد دفاع كړې.

راشئ په دې ارتباط د قرآن لارښوونو ته غوږ شو چي موږ ته وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (102) وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آَيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (103)* آل عمران

اې مؤمنانو! له الله هغسي ووېرېږئ لكه چي له ده د وېري تقاضاء ده او مه مرئ مگر دا چي مسلمانان وئ. (10۲) او ټول د الله په رسئ منگولي ولگوئ او مه متفرق كېږئ او پر تاسو باندي د الله هغه نعمت راياد كړئ چي په خپلو كي سره دښمنان وئ، خو الله ستاسو په زړونو كي الفت واچاوو او د ده په نعمت سره په خپلو كي وروڼه وروڼه شوئ او تاسو د اور د يوې كندي په ژۍ وئ نو له هغې ئې وژغورلئ، همداراز الله تاسو ته خپل آيتونه بيانوي چي هدايت شئ. (10۳)

په دې مباركو آيتونو كي مؤمنانو ته څو مهمي لارښووني شوې:

1. وېره مو بايد له يوه الله وي، له هغه څه ځان وساتئ چي الله ناراضه كوي، له الله تعالى ستاسو وېره بايد داسي وي لكه له ده سره چي ښايي، تل او د ژوند ترپايه بايد د الله لارښوونو ته منقاد وئ، مرگ او ژوند مو بايد په اسلام او د مسلمانۍ په حالت كي وي.

2. يوازي يوازي هم او ټول په گډه هم د الله په رسۍ منگولي ولگوئ، ستاسو د وحدت مزى بايد د الله دين وي، ټولي اړيكي مو بايد د الله د دين په بنسټ تنظيم او ټينگي شي، د الله دين د وحدت او يووالي ضامن دئ، په دين باندي په تمسك سره متحد كېږئ.

3. كه د الله په دې رسۍ ستاسو منگولي سستي شوې؛ نو متفرق كېږئ، له اختلافاتو سره مخامخ كېږئ او د اختلاف عواقب مو په خپلو سترگو ليدلي، هغه له مسلمانېدو مخكي وخت درپه ياد كړئ، هلته چي په سخت اختلاف اخته وئ، مدينه د اور يوې كندي ته ورته وه، د دې كندي پر ژۍ ولاړ وئ؛ هره شېبه د دې وېره وه چي د يوې تباه كوونكې جگړي په اور كي وسوزئ.

4. خو الله تعالى خپل لوى او ستر نعمت، د دين عظيم نعمت ئې ستاسو په برخه كړ، د دې الهي نعمت په وجه له اختلافاتو او د اور له هغي كندي وژغورل شوئ، ستاسو زړونه سره نږدې شول او وروڼه وروڼه شوئ

يعني دين د يووالي ضامن دئ، انسانان متحد كوي، هغوى ته وايي: ټول يوه رب پيدا كړي يئ، د پیدایښت  ماده مو يوه ده، له دې کبله هم یو له بل توپیر نلرئ، له يوې خاوري ئې پيدا كړي يئ، نسل او نسب مو يو دئ، جد مو آدم او نيا مو حوى ده، په رگونو كي مو يوه وينه ده، هېڅوك او هېڅ قوم پر بل نه فضيلت لري او نه لوړوالى، هېڅوك حق نه لري بل تحقير كړي او تر ځان ئې ټيټ وگڼي، او ځان د بل په نسبت لوړ وبولي، دين له قومونو ملتونه جوړوي او له ملتونو ستر امت؛ د قومي تعصباتو او نژادي توپيرونو جرړي باسي، فكري اختلافات له منځه وړي، د ټولو قبله يوه كوي؛ بېلي بېلي قبلې په يوې قبلې بدلوي

سېکولرانو ته وایو: آيا تاسو هم كوم دین لرئ، كوم مذهب او پیشوا لرئ؟ حقيقت دا دئ چي تاسو نه دين لرئ او نه مذهب، ستاسو دین به دا وي چي انسانان بېل بېل پیدا شوي، په افریقا کي یو نسل، په چین کي بل نسل، استرالیا كي بل، په هند کي بل، اروپا او امریکا کي بل، تور یو نسل او سپین بل نسل، او ټول له بيزوگانو پيدا شوي!! ستاسو مذهب همدا دئ؟ هو همدا دئ؛ دا خو د اختلاف او تفرق مذهب دئ او تعصب زېږوي، دا د یووالي نظر نه بلكي د بېل والي او تفرق نظر دئ، د نړۍ او تاريخ اكثر جنگونه له قومي او نژادي تعصب راولاړ شوي؛ دين دا تعصبات او له هغه راولاړ شوي جنگونه تحريم كړي. سېکولرانو! تاسو هېڅ نه لرئ؛ ما ته ووايئ: د نظام په ارتباط ستاسو رأیه څه ده، هغه مفکر مو چي د نظام په ارتباط ئې ستاسو مقبوله رأيه وړاندي کړې او تاسو پرې باور لرئ؛ په اصطلاح؛ ستاسو پیغمبر؛ هغه څوک دئ؟ هېڅ هم نه لرئ؛ تاسو مزدوران يئ؛ په سر کي مو مغز نه بلكي بوس او ايرې دي.

اما دين تل او د تاريخ په هر پړاو كي؛ انسانان متحد كړي؛ له جگړو ئې ژغورلي، له قومونو ئې ملتونه او له ملتونو ئې امتونه جوړ كړي، تشتت ئې له منځه وړى، حكومتونه ئې جوړ كړي، نظام او قانون ئې پلی كړى؛ د فرد او اجتماع حقوق او وظائف ئې مشخص كړي.

محكمه او قاضي؛ د دين د سياسي قاموس دوه مهم اصطلاحات دي، په اسلام كي د قضاء اهميت او مقام دومره لوړ دئ چي خليفه او اميرالمؤمنين احضارولى او محاکمه كولى شي

سبحانك اللهم بحمدك نشهد أن لاإله إلا انت نستغفرك و نتوب إليك

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟