No-IMG

بې خيري – فضل مولا توره کی

چې حاکم دملک غدار شي خير يې نشته 

که دې ورور شي يا دې پلار شي خیر يې نشته

چې د بل په اشارو ټیټ او پاس کېږي

که څښتن د ارگ سپېدار شي خير يې نشته

بیت المال ۔ د غنيمت مال ورته ښکاري

چې کوم ځای کې غل واکدار شي خير يې نشته

که سیندونه شي ښوروا او غرونه غوښې

چې پیشو پرې څوکیدار شي خير يې نشته

چې یې ښځه ۔ بچي بل وطن کې اوسي

که هر څومره وفا دار شي خير يې نشته

چې د بل ملک تذکره لري په جېب کې

که دقام سپه سالار شي خير يې نشته

کړوسي به مو هم خلاص له سوده نه شي

آی۔ام۔اف۔ نه چې قرضدار شي خير يې نشته

خيرات واخلي ستا په نوم خپله يې وخوري

غل ډاکو چې دچا يار شي خير يې نشته

ښځه خپل کور کې درنه لکه دغر وي

نا محرم چې يې همکار شي خير يې نشته

خپل حيا۔ عزت۔ پرده به کلکه ساتې

گاونډی چې دې بدکار شي خير يې نشته

کړه خبره مختصره ( توره کيه ) !

چې خپل خپلو ته اغيارشي خير يې نشته

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک