No-IMG

يو ميګاپیکسل څه مانا؟

د‌ عکاسي او کامرو مينه والو ته!

يو ميګاپيکسل  د يو ميليون پيکسلو لنډ نوم دی،  او له يوه ميګا پيکسل څخه مانا دا چې يو ميليونه پيکسلونه.

پيکسل د عکس اخيستلو کوچنی يونټ او واحد يا پيکچر ايليمينټ دی ، د هرې کامرې په شاتنۍ برخه کې له لينز او نورو ورهاخوا په اخر کې يو تقريباً مربع شکله او مستطيله شکله سېنسر وي او په هغه باندې دا پیکسلونه نصب وي چې هريو يې له يو بل سره تړلي او هر پيکسل د عکس اخيستلو په وخت کې يوځای راخلي او د هغه ځای رڼا، رنګ او نورې ځانګړې را نيسي،او د ټولو پيکسلونو له معلوماتو يو عکس جوړېږي ، چې کامره یې له پروسسينګ (طی مراحل) وروسته تاسې ته درښيي، هرڅومره چې زيات پيکسلونه وي هغومره به عکس ډېر په جزياتو ليدلی شئ، ځکه هر پيکسل به خپل کار کړی وي او چې زوم یې کړئ ډېر باريک شيان به هم په عکس کې په نظر درځي.يو ميګاپیکسل دا مانا چې په سينسر باندې ۱۱۵۲ افقي او ۸۷۶ عمودي پیکسلونه وي چې د دواړو له ضربولو څخه تقريباً يو ميليون پیکسله يا يو ميګاپيکسل جوړېږي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟