No-IMG

سږکال د نړۍ تر ټولو معياري او ښه پوهنتونونه کوم پوهنتونونه دي؟

د The Times Higher Education  نړيوالې موسسې د سږ کال لپاره د نړۍ په ۹۳ هېوادونو کې ۱۵۰۰ پوهنتونونه له هره اړخه څېړلي او بيا بې د معمول په ډول درجه بندي کړي دي، په دې درجه بندي کې د نړۍ تر ټولو ښه او ټاپ پوهنتونه په لاندې ډول دي.

لومړی نمبر: اکسفورډ پوهنتون (برتانيا)

دويم نمبر: سټنفورډ پوهنتون (امريکا)

درېیم نمبر: هارورډ پوهنتون (امريکا)

څلورم نمبر: کليفورنيا اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي (امريکا)

پنځم نمبر: ماساچوسټس اينسټييټوټ اف ټيکنالوجي (امريکا)

شپږم نمبر: کمبرېج پوهنتون (برتانیآ)

اووم نمبر: کليفورنيا برکلي پوهنتون (امريکا)

اتم نمبر: یلي پوهنتون (امريکا)

نهم نمبر: پرېسټن پوهنتون (امريکا)

لسم نمبر: امپريال کالج لندن (برتانيا )

يوولسم نمبر: د شيکاګو پوهنتون (امريکا)

دولسم نمبر:جان هاپکېنکز پوهنتون (امريکا)

ديارلسم نمبر: پينسلوانيا پوهنتون (امريکا)

څوارلسم نمبر: د زوريخ ETH پوهنتون (سويټزرلېنډ)

پنځلسم نمبر: د کليفورنيا لاس اينجلس پوهنتون (امريکا)

په دې ليست کې د افغانستان نوم هم نشته، زموږ د ګاونډيو هېوادونو څخه د ايران (کردستان د طبي علومو پوهنتون په ۳۵۰ نمبر دی،بابل نوشېروان  پوهنتون په ۴۰۰ وم نمبر ، شريف د صنعتي علوم پوهنتون په۵۰۰ نمبر پورې.

ډ پاکستان د پښتونخوا د (عبدالولي خان پوهنتون مردان ) په ۶۰۰ نمبر پورې،  قايداعظم پوهنتون هم تر له ۵۰۰ تر ۶۰۰ يم نمبر پورې، کامسېټ پوهنتون اسلام اباد په ۸۰۰ يم نمبر، د فيصل اباد زراعتي پوهنتون تر ۱۰۰۰ نمبر پورې درجه ترلاسه کړې.

د هند:  اینډين اينسټيټيوټ اف ساينس په ۳۰۰ وم نمبر،اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ يمې درجې،اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي روپار په ۴۰۰ يم درجه ، او اينډين ايسنټيټوټ اف ټيکنالوجي اينډور په ۵۰۰ يم نمبردی، بنارس پوهنتون بيا په۸۰۰ يم نمبر پورې قرار لري.

دا چې د پوهنتون د درجه بندي په برخه کې کوم معيارونه او د کوالټي اشورېنس کوم شاخصونه په نظر کې نيول کېږي په راتلونکي پوسټ کې به رڼا پرې واچوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟