No-IMG

شمشاد راډیو تلویزون د درواغو، قومي او سیاسي تعصبونو د نفاق هنداره!

انجنیر غلام ولي ستانکزی

 

تصویري، غږیزې او ټولنیزې رسنۍ چي د یو هېواد عامه ذهنیت مثبت لوري ته په اړولو کي ستر او اساسي رول لري باید د هیڅ سیاسي او قومي اړخ په پلوۍ خپرونې ونکړي؛ د اسلامي او افغاني دود او دوستور مطابق خپرونې ولري خپلې خپرونې داسې عیارې کړي چي نه د قومونو ترمنځ، نه د مذهبونو ترمنځ، نه د سمتونو ترمنځ او نه هم د سیاسي ګوندونو ترمنځ د نفاق او لرې والي سبب وکرځي.

متاسفانه د شمشاد راډیو تلویزون همیشه د یو قوم او د یوې خاصې کړۍ په نفع خپرونې او پروګرامونه جوړوي، د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال هم د یو مشخص ټیم لپاره په غیر مستقیم ډول خپرونې درلودې، د نجیب د تلین د لمانځلو پر مهال یې ټوله توجه د کمونستانو په طرف وه او د مسلمانانو په ضد او منفي نشرات یې کول او هڅه یې دا وه چي د مجاهدینو مخالفت کمرنګه او ضعیف وښيي دا کار د افغان مجاهد ولس په منځ کي بشپړ منفي اثر غورځولی؛ ولسونو ته د شمشاد په شان پردیپاله او کمونست پلوه رسنۍ د منلو او زغملو وړ نده.

د شمشاد راډیو تلویزون مسئولین باید سر خلاص کړي چي دوی د یو اسلامي او مجاهد پرور ولس په منځ کې فعالیت لري نو باید خپل ټول نشرات په پوره بیطرفۍ سره د اسلامي او افغاني کلتور مطابق عیار کړي.

هیله ده شمشاد خپل راپورونه اصلاح او بیا یې تکرار نکړي.

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟