No-IMG

ډاکټر صفت الله قانت؛ د یو جامع دعوت څلویښت کلن وقف

قانت صیب او د خان لالا میراثه نهضت:

د قانت صیب کورنۍ, محترم والد یې خان لالا، ماماګان یې محمد خطاب او حاجي نور خطاب د ننګرهار تر ټولو ځواکمن قومندان ؤ.. دوی ټول په مجموع کې یوه مجاهده کورنۍ ده. دغه عزیزه کورنۍ له شهید مولوي حبیب الرحمن سره د پېژندګلوۍ او بلا خدماتو له نهضت سره له پیله غوټه کړې وه. د قانت صیب والد خان لالا په ظاهر یو کلیوال انسان ؤ، مګر په ناسته پاسته کې یې انسان پوهاوه چې دغه سپین کلیوال انسان له جهاد او اسلام سره څومره مینه لري!!

له اسلام او تحریک سره د قانت صیب له وخت مخکې اړیکې او د دې سپیڅلې لارې د ولاء او دوستۍ ډېر څه یې د خان لالا په توجه او د خان لالا په ایماندارۍ کې ریښې درلودې.

همدا وجه وه چې قانت صیب یې له ماماګانو سره بې کچه مینه درلوده او له حاجي خطاب سره زما انډیوالي _چې تر نن یې دوام کړی_ په دې کې د قانت صیب د معمارۍ لاس ؤ، ځکه هغه به همېشه په خوږه لهجه ماته ویل: چې ماما به مې دا وکړي، او ماما مې دا وویل او..

 

په یو نابالغ پړاؤ کې بالغ ځوان:

د هجرت د بګنوونکو کلونو په تریخ پړاؤ کې چې مجاهدینو پکې په ورسک کې سیاسي کیمپ درلود زه له مکې راغلی کله کله د خدای بښلي مجاهد صیب کور ته د مسایلو یا هم د اکاړې لپاره ورتلم. د متواضع دېرې په کټونو به مې کله کله د خبرو بحث ته یو ځوان راننوت او پخپله ارامه لهجه به یې زمونږ د لاپو شاپو اکاړه ټکنۍ کړه, په دې خاطر چې زه د لنډو په پاچاهۍ کې د یوې سترګې لیکوال وم, نو مجاهد صیب دې خدای وبښي زما د ارامولو په خاطر به یې ویل:

دا ځوان صفت الله قانت نومېږي، پېښور ته د درس لپاره راغلی ویښ او ژوندی ځوان دی. ډېرې خبرې د جمعیت او حزب په پرتله به روانې وې او خدای بښلي قانت به په جرئت په دې تعدد او پرتلو وروخوت او زمونږ لپاره به یې نیوکه ځکه د تحمل نه وه چې مونږ یو څو درجې د ده (قانت صیب) نه پورته له چا څه اورېدل او څه خپرول.

د یو نامقدس تاسف څپو زمونږ غوږونه له هغه څه سره چې دغه ځوان به ویل نااشنا کړي ؤ.

‌په دغې سیاسي نابالغه زمانه کې د همدې مجاهد صیب په کور کې له خپل دوست ډاکټر صفت الله قانت صیب سره په ځنډ اشنا شوم، په ځنډ ځکه چې پر اختلاف او تعدد نيوکو یې همېشه دې سوچ ته وړم چې دا نیوکې ستا د سویې نه دي اوس چې قانت صیب په یو غمجن تور ماښام کې له مونږ نه مخه ښه کړې په احترام یې همدا خبره وایم چې "قانت صیب په یو نابالغ پړاؤ کې یو د بالغ سوچ لرونکی ځوان ؤ".

 

اسلامي پوهنتون؛

دویمه جولانګه:

وروسته چې پېښور او مهاجرین د هجرت د تعلیم و تربیې ډګر شو, د ځوانانو اول کاروان په اسلامي پوهنتون کې داخل شو.

دا هاغه وخت ؤ چې د شوروي اتحاد د تجاوز قهرجن قرنطین او وحشت پېښور او بلوچستان په مهاجرینو ډک کړ. او په مجموع کې ولس خپله راتلونکې او سبا د رهبرانو او ډلو په تعدد کې ضایع ګڼله.

مولوي سدوزي خدای بښلي د بلوچستان او پېښور مهاجر علماء په ځان راټول کړل او په یو قهریدلي دعوت کې یې رهبران اتحاد ته اړ کړل او استاذ سیاف د دغه اتحاد مشر شو.

همداسې په بل مخ کې چې د هجرت د لوی ماحول د ځوانانو یوې کمکۍ ډلې په اسلام اباد کې د تحصیل چانس پیدا کړ, په هغوی کې هم د مولوي سدوزي په شان ځینې راپورته شول چې د لوی شوروي ماتول او ویستل واحد صف غواړي او تر هغه هم مخکې په افغانستان کې د اسلامي حکومت دعوت باید له یو ممبر نه تنظیم شي، که مشران دې ته چمتو نه وي نو مونږ ځوانان خو یې باید له یوې متحدې هستۍ پیل کړو. هغه ځوانان چې د دغه دعوت اساس یې کېښود اوس هم د جمعیت اصلاح هغه ستره دعوتي میراثه په اوږو لري چې یو او تر ټولو پکې مخکښ همدا زمونږ ډاکټر صفت الله قانت ؤ.

د اسلام اباد اسلامي پوهنتون چې د هجرت د دوران باایمانه ځوانان پکې په تحصیل بوخت وو او بیا یې تر څنګ سید جمال الدین لېسې, د دعوت او جهاد پوهنتون, مجاهد لېسه او اسلامي پوهنتون زمونږ خلکو ته هاغسې ځوان نسل راکړ چې که څه هم هغوی په خپلې ایماندارۍ د ناروا سیاسي اخ و ډب جریان متوقف نه شوای کړای, ولې د داخل نه يې په ځوان نسل کې د همغه دعوت او ایماندارۍ پاتې ارمانونه ځوان نسل پړاؤ په پړاؤ بدرګه کوي.

 

صفت الله قانت؛

زما یو صمیمي دوست:

د جمعیت اصلاح مشران چې زه یې له پیله په دعوت کې شریک وم دوئ او په نورو ډلو کې د هجرت د دوران زیات ځوانان چې زه یې پېژنم او پرې حساب کوم، دا ټول د دعوت هغه لښکر دی چې په موټر کې ورسره مخامخ کېږم، په روغتون کې يې وينم، په جومات او فاتحو کې ورسره مخ کېږم.. او هومره زیات او مینه ناک دي چې کله کله مې همدا وسیع پېژندګلوي او اشنایي کړوي، په تېره چې د ناببره پېښو په لړ کې یې واورم چې پلانی شهید شو او پلانی مړ شو، او چې ژوندي یو دا ملاماتوونکې سلسله به مونږ نور هم وژړوي.

یو په دغه لښکر ځوانانو کې ډاکټر صفت الله قانت ؤ.

لکه چې ومې ویل د ژوند له پیله له ډاکټر سره ملګری راغلی وم، سوچ او جذبات مو شریک ؤ، د ذوق او سلیقې ډېر مشترکات مو درلودل، بلکې ما د خپلو لیکنو او څېړنو په اړه د هغه ملاحظات او نیوکې د قدر وړ ګڼلې, بلکې حساسې لیکنې مې کله کله د مشورې لپاره مخکې له دې چې نشر شي ده ته لېږلې.

د اوږده معرفت او اوږدې انډیوالۍ خبره مې له دغو دواړو عزیزانو (مولوي سرافراز او ډاکټر صیب صفت الله) سره هومره اوږده او بربنډه وه چې زه په اویا کلنې کې فکر کوم چې د پلار له جومات نه مې د ابدرې په لاره یوازې روان یم.

 

قانت؛

د یوه سپین سیاسي بنډار سمبول:

زه له پېښور نه د ارباب روډ د فعال فرهنګي مرکز له جلساتو او نشراتو نه نیولې بیا تر جلال اباد او کابل پورې د جمعیت اصلاح له مشرانو سره په داسې یو طبیعي رنګ کې راغلی یم چې همېشه هغوئ زه د خپلې مجموعې یو فوق العاده غړی منلی وم، هومره چې له دغو عزیزانو سره د سیاست په مسایلو او د وچکۍ تبې نیولي افغانستان د بابېړیو په هکله سپین او بنډاري غږېږدم فکر نکوم چې په بل ماحول کې به مې د ذهن غزونې او د وخت سوچونه دغسې ډاګيز له بل چا سره مطرح کړي وي.

ما د جمعیت اصلاح په مینځ کې هیڅ مهال د بېګانګۍ احساس نه دی کړی او زما د دغې رابطې او اعتماد اتیا سلنه د قانت صیب ملګرتوب د هغه غوښتنو او د هغه ټیلفوني اړیکو تنظیم کړی ؤ.

د ډیرو اشخاصو سره متوازنه رابطه او ډیرو مهمو مسایلو په اړه د یو جدي موقف ډیر ضروري مسایل ما له قانت صیب سره په مشورو تنظیم کړي دي.

د ارباب روډ د امریکایي اشغال ضد جلسو نه نیولې بیا د انجینر صیب احمدشاه په مشرۍ کابل کې د اشغال ضد فعالیتونو پورې او بیا د سولې د محورونو د توحید په اړه په تیرو څو کلونو کې بلا جلسې او بلا جرګې کړي او په دې ټولو کې خدای بښلی قانت د یو خواخوږي داعي رول اجراء کاوه.

له سید اکبر اغا سره د ګډ کار، له ډاکتر زاخیلوال او ډاکتر فاروق وردګ او حرکت نجات افغانستان تر مسلسلو جلسو پورې، په دې ټولو کې قانت صیب طراح او رابطه نیونکی ؤ.

 

قانت د خاطرو یو کلیکسون:

د پیښور د خاطرو له ښار نه نیولې بیا د جلال اباد په ښار کې د بې شماره جلسو، کنفرانسو, بلکې سفرونو چې تر مکې او مدینې او تر استمبول او قونیې د حاجي صیب غفور په ملتیا وغزیدل.

تر هغې جدې او د پوهاند زبیر تر کوره، په دې ټولو کې د خدای بښلي قانت خاطرې مې یو کلیکسون تصویرونه په ځان کې ساتلي.

وروستی سفر پکې د لغمان د تېرې اونۍ غونډه وه چې خدای بښلی پکې اوږده علمي مقاله وړاندې کړه.

د کچرو پر لار روان یو:

یو مهال په پېښور کې اتحاد مات شو ماته قانت صیب وویل: وضعیت څنګه دی?!

ما هغه ته د 'کړو کنډاو' د لارې قیصه وکړه چې په لاره کې د کچرو لار او د جره ګانو لار جلا کېږي بیا بیرته یو ځای کېږي، د کچرو په لار د قافلو او د کچرو فضوله جاتو لاره د تلو ویستلي وي نو ما ورته وویل چې کله د کچرو په لار تللی یې..?!

هغه وویل هو.. نو ما ورته وویل چې په سیاسي انداز مونږ د کچرو پر لار روان یو.. په پاتې ژوند کې هر محال چې قانت له ما پوښتي چې وضعیت څنګه دی.? نو ما به په خندا ورته ویل چې قانت صیب د کچرو پر لار روان یو.. ته یې بوی او دوړه نه وینې..?!

دا زما او د قانت صیب تر مینځ یو سمبولیک راز ؤ چې د ډلو او بې اتفاقیو او ګډوډیو په اړه به مو په سمبولیکه بڼه یو بل ته ځواب وایه..

دوکتور صفت الله قانت؛

د یو څلویښت کلن جامع دعوت وقف:

اوس چې قانت صیب په رښتیني لاړ دا پکې باید په ریښتیا ووایم چې زه په تېرو څلویښتو کلونو کې یوه ورځ هم د قانت صیب د کار او کردار په اړه په دې غلط فهمۍ کې ونه لویدم چې دا کار او دا خبره به یې د ریا لپاره ویلي او يا کړې وي په داسې حال کې چې زمونږ سیاسي ماضي له دغو ریاکاریو او ځان ښودنو نه ډېره پرېوتې او د پردیو استخباراتو کوربتوب ته لاړه.

د خدای په خاطر یې وایم هومره چې ما قانت صیب د خپل تخلف سره پیوند مومن بې ریا ملګری پیژانده زه یې د مثال له ویلو نه عاجز یم.

او هومره چې دې عظیم انسان ماته د متقابل احترام او د خپلې مینه ناکې ملګرۍ څه راکړي زه یې په ژوند پوروړی پاتې شوم او په لنډ فرصت کې چې لرمه یې فکر نکوم چې اسامه او عبدالحی ته به یې د پلار پورونه ور اداء کړم.

آ د چا په مینه یې چې مسته ځواني وخوړله او تر پروني روغتون پورې یې لالهانده اسکیرلی داعي راغلی هماغه خدای ته د بشپړ اجر او ثواب پخاطر ورغی.

الله دې ترې راضي شي، عزیزانو بچیانو ته یې له لوی خدای نه زغم او اجر غواړم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟