No-IMG

د جاسوسو، مزدور کړیو او ذلیلو فیسبوکیان ځواب

وروڼو خوېندو!

د اشغالگرانو سياسي، نظامي، استخباراتي او فرهنگي حضور او شتون؛ زموږ رسمي او حكومتي معيارونه هم د استعمار په خم كي رنگ او بدل كړل.

نن هغه اتل گڼل كېږي چي د پرديو ذليل جاسوس، مزدور او نوكر وي؛ د هغوى د گټو لپاره د خپل ولس په خلاف جنگېږي،

 څومره چي زيات رذيل او ذليل وي همدومره ئې مقام لوړ وي!!

او هغه رټل كېږي، وژل كېږي، د تروريست، اشرار، جاسوس په نامه يادېږي چي د هر اشغالگر په وړاندي ودرېدلى او د هېواد د آزادۍ او خپلواكۍ لپاره ئې قراباني وركړې او جنگېدلى!!

د حقيقي معيارونو له مخي جاسوس هغه دئ چي د اشغالگرانو په خدمت كي وي؛ نه هغه چي اشغالگران ئې د دښمن په توگه په تور فهرست كي نيسي او پر سر ئې جائزې ټاكي؟

جاسوس هغه دئ چي اشغالگران ئې د اقتدار پر كرسۍ كښېنوي؟

هغه چي د جاسوسانو د سالار په توگه ئې ټاكي؟

دا نن او د اشغال په دوران كي يوازي هغه څوك په لوړو دندو او مخصوصاً د امنيتي ځواكونو په رأس كي نصب كېږي چي يا دوه تابعيته وي،

يا ئې كورنۍ په بهر كي مېشت وي، يا ئې مېرمن مسيحي او يهودي وي،

يا د استخباراتي شبكو په لاس روزل شوى وي.

عجيبه دا ده چي د جاسوسانو سالاران؛ د پرديو رذيل او ذليل مزدوران؛

نن د وطنپالني ادعاء كوي!!

او هغو مجاهدينو ته د جاسوس خطاب كوي چي د هر اشغالگر خلاف جنگېدلي!!

لږ صبر وكړئ؛ كله چي اشغال پاى ته ورسېږي، افغانان د خپل برخليك ټاكلو مجال ترلاسه كړي، آزادي او خپلواكي ئې په برخه شي،

 هغه مهال به وگورئ چي له اصلي جاسوسانو سره څه كېږي او له حقيقي مجاهدينو او آزادي غوښتونكو سره څه.

إن شاء الله هغه ورځ حتماً او ژر راتلونكې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟