No-IMG

د (CIA) د وفادار جاسوس رحمت الله نبیل په ځواب کې!

څارنوال سلیمان الکوزی

 

افغانستان ته د امریکایي او ناټو اشغالګرو ځواکونو د تیري په پایله کي چي کومه اداره رامنځ ته شوه زیات شمېر چارواکي یې د بهرنیانو په خوښه او یا هم د دوی په موافقه ګمارل کیدل او لا هم کیږي په ځانګړې توګه د درې امنیتي ادارو مسئولین د بهرنیانو له خوا ټاکل کیدل او ټاکل کیږي او دا ادارې د دوی په ټیکه رسیدلي او خپل پدري حق یې بولي که دا موضوع څوک نه مني نو څو تکلیفه به لري: په عصبي ناروغۍ به اخته وي، داسې محسن به وي چي خپل ذهني توازن یې له لاسه ورکړی وي، صغیر به وي او یا خو به هم د واشنګټن د شرابو په نېشه کي غرق وي؛ رحمت الله نبیل یو هم له همغو افرادو څخه دئ چي امریکایانو لکه کارتون په دولتي پوستونو کي یو ځای او بل ځای نصب کړی او د خپلو موخو لپاره یې کارولی.

نبیل د اشغال په لومړیو کې د ولسمشر ماڼۍ د امنیتي څانګې مسئول وو چي وروسته د خپلو بادارانو په واسطه د امنیت رییس وټاکل شو؛ کلونه کلونه یې د امریکایي او ناټو ځواکونو په مرسته د خپلو افغانانو په کورونو چاپې و وهلې، سپین سرې ښځې، سړي، ماشومان او ځوانان یې یا په شهادت ورسول او یا یې د زندان تورو تمبو شاته واچول.

ښاغلی نبیل!

کله چي تاسو د افغانستان د ملي امنیت ریاست رییس واست د وطندوستۍ احساس او ضمیر مړ وو که ژوندی؟ علیا مصالح مو په یاد وو او یا مو پیژندل؟ کله چي د امریکایي چاپو په لړ کي ستا د کلي او کور میرمنې د بې عزته کیدلې په امریکایی سپیو داړل کیدلې ستاسو غیرت، شهامت او وجدان چیرته وو؟ ته په کابل کي د امنیت رییس وې خو په وردګو کي امریکایانو ستا په کلیو او بانډو چاپې وهلې، ظلمونه او وحشتونه یې کول، بوډا مورکۍ یې په سپي تلاشي کوله؛ زما ښه په یاد دي تلویزون ته ناست وم خبر خپور شو چي امریکایي ځواکونو ستا د ولایت په نرخ ولسوالۍ کې په یو کور چاپه وهلې وه نارینه یې ورته په شهادت رسولي وو او ښځې یې په سپیو داړلې وې چي ټولې شدیدې ټپیانې شوې وې.

ښاغلیه! علیا مصالح همدا وو چي د اشغالګرو تر څنګ ولاړ وې؟ علیا مصالح همدا وو چي اشغالګرو ستا په کور کلي بمبارۍ کولې او تا یې تماشا کوله؟ نه پوهیږم چي تاسو علیا مصالح څه شي ته وایاست؟

شل کاله مو د امریکایانو په جاسوسۍ کې داسې تېر کړل چي خپل هېواد کې خپل هېوادوال څنګه او په څه شکل په امریکایانو و داړۍ، څنګه یې سپک کړۍ او څنګه یې بې عزته کړۍ دا ټوله خوش خدمتي مو خپلو بادارانو ته وکړه او لا هم لګیا یاست.

ټول هېوادوال د خبر وي چي رحمت الله نبیل اوس هم د امنیت ملي په هغه برخه کې فعال او رغنده حضور او فعالیت لري چي امریکایان ورته د افغان وژنې او یا په بله معنی د ځانګړو ترورونو پروژې ورکوي او په ښاغلي نبیل جاسوس نمبر یک باندې یې تطبیقوي؛ د نبیل دا کیسه هغه وخت رسوا شوه کله چي د وردګو د شورا رییس داکتر ضیاءالدین کمال او د ده د اکا زوی د طالبانو له لوري په پلازمینه کابل کي ونیول شول او تر تحقیقاتو وروسته یې له منځه یوړل طالبانو تر دې وروسته دوه تنه هغه کسان هم ونیول چي عملاً یې په کابل کي ګڼ شمیر تروریستي بریدونه ترسره کړي وو؛ د نبیل لا هم په افغان وژنه زړه نده یخ شوی، نه به یخ شي، نه به پښیمان شي، نه به حیا وکړي، نه به شرم وکړي، نه به له الله و ویریږي او نه به له خپلې جاسوسۍ لاس په سر شي ځکه نبیل امریکایی استخباراتو د همدې کار لپاره روزلی، تربیه کړی، ګڼ شمیر مصارف یې ورباندې کړي، ضمیر او وجدان یې ورنه اخیستی او نبیل پخپله خوښه خپل غیرت، شهامت، افغانیت او اسلامیت په امریکایانو پلورلی.

جناب نبیل! له تاسو پوښتنه کوو تاسو په دا شل کاله کي پاکستاني چارواکو ته داسې واضح او ښکاره خبرې کړي؟  کومې چي حکمتیار صاحب ورته کړي دي یوه کوچنۍ جمله یې دلته رانقلوم ( سناتور مشتاق احمد خان: داسي ويل کيږي چي پاکستان غواړي ياغوښتل چي افغانستان پنځمه صوبه (ولايت) کړي؟

حکمتيار : افغانستان روسيې خپله پنځمه صوبه نکړه، امريکا او ناټو نه کړه نو پاکستان به ئې څنگه او ولي پنځمه صوبه کړي؟

پاکستان چي د کشمير خپل کړي او يا ئې مسله حل کړي غټه خبره ده) واضح خبره ده چي ځواب مو منفي دئ ځکه تاسو پلورل شوي افراد یاست له هېواده د دفاع په موخه وطندوسته شخصیتونه دفاع کولی شي تاسو خو دې هېواد ته هیڅ پرې نښودل په هرڅه مو معامله وکړه آن د ډیورنډ فرضي کرښه مو هم خرڅه کړه.

درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟