No-IMG

د "منظور" له جوړ شوي سټیجه د "پشتین" د ارمان خلاف چیغې

پاکستان کې د پنجاب له اسارته تنګ پښتانه د کمزوري کولو په موخه په ډېر هنر په مذهبي او سیکولر ډلو و ویشل شول.

هغوی چې مذهبي او اسلامپال وو مدرسې والاوو ته یې مولانا فضل الرحمن، پوهنتون او اکاډمیک ټیپو ته یې قاضي حسین احمد او چې سیکولر وزمه وو هغوی ته پېښور کې د باچاخان زامنو او کوئټه کې ورته محمود خان دام کېښود.

منظور پشتین واحد ځوان وو چې دا د ضعف ټکی یې درک او پسې یې حجره او جومات کې د هر فکر څښتن پښتانه په واحد صف کې راټول او صرف د قام نجات ته منسجم کړل.

دا هغه څه وو چې د پنجاب سټراتیژستان یې په واقعي مانا و ویرول او پاکستان کې د پښتنو په نوم مذهبي او سیکولر ګوندونو خلاف یوه نوې پدیده وه چې د دوی له لوبو او دسیسو وتلې کمان ثابت شو.

متاسفانه نن یې وینو چې داوړ، علي وزیر، افراسیاب خټک، بشره ګوهر او یوشمېر نور سېکولر ټیپه ځوانان او زړې پرزې د پي ټي ایم له سټیجه په خپلو دین ستیزه څرګندونو او افغانستان کې صرف د روسي او امریکایي اشغال افغان حامیانو په مکرر ملاتړ سره په لوی لاس کوښښ کوي چې نور پښتانه چې د پښتنو اکثریت جوړوي، له ځانه بېزار او دا له پیړیو وروسته راغلی فرصت په سیند لاهو کړي.

د دوی دا هڅې که دوام و مومي نو پښتانه به یوځل بیا په هماغه مذهبي او سیکولر ډلو و ویشل شي چې له امله به یې قام له ناکامه هغو زړو ګنده ګیرانو ته محتاج شي، کوم چې هغوی د ISI لوبېدلي او ازمایل شوي خلک دي او پنجاب ترې هیڅ ډول اندېښنه او ویره نلري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟