No-IMG

محسن داوړ ته

عبدالله حلیم

 

آیا حزب اسلامی محسن داوړ ته کومه چونډۍ لګولې چي غصه ده او د حزب خلاف تبلیغات کوي؟ ولي د کابل حکومت او ډهلي په ننګه او د هغوی د رضایت تر لاسه کولو لپاره له حزب اسلامي سره دښمني کوي؟ آیا PTM او قیادت ئې پر هغوی پوري تړلی تحریک دئ چي له افغانانو او په ځانګړي توګه له بر پښتنو سره جنګېږي؟ آیا د دوی سرې خولۍ همغه د نشنلیانو سرې خولۍ دي؟ همغه چي د پیدایښت له ورځي تر ننه تل د اسلام او پښتون ضد ځواکونو په چوپړ کي پاته شوي؟ د شوروي اشغالګرو ځواکونو خلاف, د آزادۍ او خپلواکي هغه ستر او تاریخي جهاد چي مؤمنو افغانانو پیل او بریا ته ورسلو, په ترڅ کي ئې یو نیم ملیون افغانان و وژل شول، شپږ ملیون افغانان بهر ته مهاجر شول او ډېری ئې پاکستان ته کوز او صوبه سرحد کي مېشت شول، لر پښتون هغوی ته خپله غېږ پرانستله او د دوی په خوا کي ودرېدل او د مېړانې او حمایت داسي تاریخ ئې پرېښود چي بېلګه او ساری ئې نشو موندلی, خو همغه وخت هم د پښتون تر نامه لاندي, پښتون او پښتنو پلورونکو د شورویانو حمایت کولو، د مهاجرینو خلاف ئې مظاهري کولې، له اسلام آباد ئې غوښتل چي مهاجرین وباسي, ویل ئې: مهاجرینو موږ ته اقتصادي او امنیتي ستونزي رامنځته کړې، چاودنې ئې کولې، مشران ئې په کابل کي ناست وو، تروریستان ئې روزل او د چاودنو لپاره ئې پاکستان ته لېږل!! د شوروي د ځواکونو د راتلو سره ئې په پاکستان کي سره بیرغونه خوځول او سرې خولۍ ئې په سر کولې!! منتظر وو چي له طورخم هم راواوړي کراچۍ ته ورسېږي. بیا کله چي امریکایي ځواکونه افغانستان ته راغلل او لاس پوڅي حکومتونه ئې په کابل مسلط کړل د سرو خولیو وال یو ځل بیا فعال شول، خپله قبله ئې بدله کړه، د امریکا نوکري ته ئې ملا وتړله, کابل ته ولاړل، د قبایلو او سرحداتو وزارت میلمانه شول، له کابل ئې د اسلام آباد لوري ته ډزي کولې، غربیانو د دې خدمت په بدل کي له یوې خوا د انتخاباتي کمپاین مصارف ورکړل او له بلي خوا ئې د اسلام آباد حکومت کي شریک کړل, دا خرچه ئې هم د پښتنو خلاف جنګ په بدل کي تر لاسه کړه!

دا بد ضمیره پښتون پلورونکي دي ته هم نه ګوري چه په کابل کي داسي مفسد او لاس پوڅي حکومت ته اقتدار سپارل شوی چي د هغه له کبله هره ورځ تر درې سوه زیات افغانان په خپلو وینو کي رغړي, جنګونه ټول د پښتنو سیمو کي او ډېری قربانیان ئې هم پښتانه دي!! خو ضمیر پلورونکي د څو ډالرو لپاره د همدې حکومت ملاتړ کوي!! ملاتړ په داسي حال کي چي د دې حکومت بېړۍ سورۍ او د غرقېدو په حال کي ده، بهرني حامیان ئې هم تري ستومانه دي، شتون ئې د خپلي ماتي ستر عامل ګڼي او د لري غورځولو پرېکړه ئې کړې.

لر پښتنو ته مو سپارښتنه دا ده چي صالح، مؤمن او غیرتي قیادت غوره کړی, نور په آزمویل شوو، ناکامو، بدنامو او د پردیو مزدورو قیاددونو پسي مه ځئ. دوی ستاسو په نامه له ډهلي، کابل، مسکو او غربي هېوادونو ډالر تر لاس کړي، تاسو ئې پلورلي ئی او خپله پړسېدلي، خانان او بډایان شوي!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟