No-IMG

امريکايي رسنۍ: ټرمپ به پدې اونۍ کي د افغانستان په اړه ستر اعلان وکړي

‏ویل کېږي چي جنرال میلر او خلیلزاد د سلا مشورو لپاره په واشنګټن کي دي.

‏د امریکا جنګي ماشین سخت وارخطا دی.

‏د امریکا جنګ طلبه اخبار، وال سټریټ ژورنال، پخپلي تازه سرمقالې کي له ټرمپه د جنګ د دوام خواست کوي.

‏دامریکا ددفاع سرپرست وزیر،کریسټوفر میلر،په افغانستان کي ګردو امریکايي عسکروته یو یادداشت (میمو) استولی دی.هغه لیکي:

‏«دجنګونو ختمول سازش اوملګرتیا ته اړتیا لري.موږ لدې ستونزي سره پوره ډغري وهلي دي.موږ خپل ګرده کوښښ وکړ.نولهذا،اوس ددې وخت رارسېدلی دی چي خپلو کورونو ته راستانه سو

‏کریسټوفر میلر لیکي: ټوله جنګونه باید ختم سي. دا یو اوږد جنګ وو، او موږ زیاتي قربانۍ ورکړيدي. زما په شمول زیاتره خلګ لدې جنګه ستومانه سويدي. موږ د ابدي جنګونو شوقیان نه یو. دایمي جنګونه زموږ د فطرت سره مغایرت لري. ابدي جنګونه زموږ د اسلافو د عقیدې خلاف دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟