No-IMG

په والله لومړى ځل دى چى له مجبوريته دا انځور پورته کوم !!

قاضي محمد نذير حکيم

 

آزادي يعني د پښتنو حقوق  ـ  پدى نه تر لاسه کيږي چې چاته خوله واچوې هغه ، هم داسې چا ته چي ستاسي پښنو او  پښتونوالې يى تل مرهونه ده  !

 آزادي  دښځواو نرانو  په اختلاطي مظاهرو نه  ترلاسه کیږي  !

تاسې به تل غلام پاتې کېږۍ ، ځکه چې تاسې  دپنجاب عسکري کوۍ ، او دهغوی سلطه مو منلې ، او ان ملکي او نظامي  وظیفې پکې اجرا کوۍ ، پارلمان ته یې ورځئ او مشروعیت مو ورکړی !

 خیبر او نورې افغاني سیمي چي  ددوی دي، له افغانستان سره مو خیانت کړی، افغانستان مو نه بخښي، تاسې دپنجاب معاش اخلۍ او په معاش یې دال خوري !

کله چې روسې په افغانستان حمله وکړه ، ستاسي پلرونو  ورته په طورخم کې چکچکې وهلې ، او سره بیرغونه يې ورته رپول ،  مګر ګلبدين حکمتيار صيب ورته  داسې غاښونه ورمات کړل ، چې اوس یې هم له درده خوب نشي کولای !

کله چى آمريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ ـ همدا تاسې د خپلو پلرونو په پل قدم کيښود ـ همدا تاسى ـ ( د سب سى پهلى پاکستان ) شعارونه په خپلو مظاهرو کى زمزمه کول ـ تر څو د آمريکايانو  فشار له ځانه لرې کړې ـ ټول فشار پر مظلومو افغانانو واچوي ـ او همدا ستر خيانت مو وکړل !

   د کراچي بحرې  او د جيکپ آباد ـ غوندې سترى آډي مو آمريکايې ځواکوانو ته وسپارلې ـ هغوى لدى آډو نه افغانستان باندى ستره کربلا  راوسته !

مګر تاسي  هغه وخت د افغانستان بچاو پر ځاى پاکستان بچاو ـ شعارونو پورته کړل !

  کاش  ؟؟؟؟ تاسو کې د نومياليو پښتنو زرمه حصه  غیرت وايي ، نو تاسې به خامخا د پنجاب د آسارت نه ځانونه خلاص کړى واې ـ خو ستاسي غيرت  اوس همدا ستاسې انځورونه په ګوته کوي  !!!

#بي ننګي مو تل په برخه شه چى د خپلو محسنو پښتنو بي عزتي او سپکاوي کوي #

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟