No-IMG

ولي لاهم حکمت یار د تخریب اصلي ادرس دی؟!

بد رد ویلو پر ځای به نن په سړو دماغو یو څو خبرې او حقیقتونه سره شریک کړو.

د محسن داوړ او ځینو نورو لخوا حکمت یار خلاف سپکې سپورې کومه نوې خبر نده.

لږ ماضي ته سر ورښکاره کړئ، د داوړ او نورو داوړ رنګو کورنۍ او فکري استادان یې وګورئ دوی ټول دلته د خاد جهنمي ادارې مشر داکتر نجیب او بیا د ببرک کارمل فکري ملګري پاتې شوي.

دا خلک ځانونه د پښتنو خواخوږي، سر پرېکړي یاران معرفي کوي خو تاریخ ښیي چې په بده ورځ دوی تل د پښتنو د سر سخت دوښمن ملګري پاتې شوي.

ناحقه تور نه لګوم، ځکه دا کار له اسلام او انسانیته وتلی کار بولم، بلکې تاسې ته څو بېلګې وړاندې کوم.

کله چې روسانو په افغانستان یرغل راوړ نو د تیغ اصلي ادرس یې په ټول افغانستان کې د پښتون سینه څیرل او نسل وژنه وه. همدا نشنلیان او داوړ رنګو د روسانو مخالفت پرځای د روسانو ملګري پاتې شول.

د هغو پښتنو مجاهدینو چې د ټول افغانستان اکثریت یې څنګ کې وو ودریدلو پر ځای د روسانو او کمونستانو شا ونیوله. په کمونستانو کې هم بیا د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین په مشرۍ د خلق ګوند چې د پښتنو پکې اکثریت وو، څنګ نیولو پر ځای دوی د ببرک کارمل او د هغه مرید داکتر نجیب په مشرۍ د پښتون ضد پرچم ګوند یاران شول. بیا همدې نشنلیانو په ډیره نامردۍ سره له روسانو او د هغوی افغان کمونستانو پر مټ په ټول افغانستان کې د پښتنو نسل وژنې ته کار و وې.

اوس چې امریکا او ناټو په افغانستان یرغل راوړ او دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې امریکا د ټروریزم په نوم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې صرف د پښتنو نسل وژنه اصلي هدف وګرځاوه. دې خلکو په همدې سخته ورځ یوځل بیا د پښتنو ملاتړ پر ځای د امرالله صالح او دته ورته کسانو لمنې ته ځانونه وغورځل او دوی سره یې راشه درشه وه.

موږ خیر ګیله نکوو دوی څه د دوی پلارانو دلته د پښتنو خلاف د روسي یرغل مهال همداسې نامردي کړې وه، مګر کله چې همدې پنجاب او امریکا په وزیرستان کې د ضرب غضب تر عنوان لاندې د زمکې او هوا له لارې هلته د پښتنو قتل عام پېل کړ؛ ور شئ د همدې داوړ او نورو یارانو په ټویټر کې د هغه وخت ټویټونه وګورئ دوی په وزیرستان کې د پښتنو خلاف د ډرون حملو تر ټولو سر سخت ملاتړي پاتې شوي. همدې نشنلیانو او په سر کی یې اسفندیار ولي خان چې ویډیو یی اوس هم یوټیوب کې شته د پښتنو په یاده سیمه کې د پنجاب پوځي عملیاتو د شدت چیغې وهلې.

تاسې خبر یاست همدا د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون تحفظ مومنټ (PTM) د همدې نشنلیانو، افراسیاب خټک او داوړ رنګو د شعارونو او ظلم ملاتړ زېږنده ده. دا نن چی پي ټي ایم کوم مسنګ پرسنز او معیبو ته د حق اواز اوچتېږي دا په هغو عملیاتو کې شهید او ورک شوي چی همدې نشنلیانو یی ملاتړ کاوه.

روسانو محال مهاجرت کې زموږ هغه پیغورونه لاهم ندی هیر چې همدې نشنلیانو به له روسانو را کډوال شوي افغان مهاجرینو ته په سوزنده کمپونو کې د لاسنیوي او مېلمه پالنې پر ځای پیغور ورکاوه چې ښځې مو پرې ایښي دلته راغلي یاست.

د کارمل او روسانو په اشاره به یی د پښتنو مهاجرو کیمپ کی بمونه الوزول بیا به یې بیرته همدا پاتی مهاجر د بم الوزونې په تور پاکستاني تهاڼو کې زنداني کول.

دې خلکو لپاره له هماغه وخته په قامت دنګ، د تورې ږیرې څښتن، په ونه لوړ ځوان انجنیر ګلبدین حکمت یار د سترګو اغزی وو.

دوی ترې ځکه نفرت کاوه او کوي یې چې همدې ځوان په خامه ځوانۍ د سرې یږې خلاف په خپل ملکوتي غږ سره دا ویده ملت له خوبه را پاڅوه او د روسانو خلاف د خپلې خاورې په ننګ یې واحد صف ته را وبوله.

هو، دوی له حکمتیاره ځکه نفرت لري چې حکمت یار یو قوي اسلامپال دی او دوی په پښتنو کې د پښتنو د فطرت خلاف سیکولریزم او بی دینۍ ترویج داعیان دي. دوی د پښتنو پیغلو له سره د وقار او عزت پړونی د ترقي په نوم غورځول غواړي. حال دا چې ټکنالوژي او ترقي د پښتنو په خپل لباس (پړوني، لونګۍ، څپلۍ...) کې هم ممکن ده.

دا خلک د پښتو په نوم د پښتو له فطرته ځکه بې خبره دي چې، ټول پښتانه اسلام د پښتو یو نه بیلېدونکی اصل بولي. پښتنو له خدای او د هغه له رسول سره پدې دین داسې قسم کړی که ټول عرب او عجم یې ترک هم کړي؛ نو دوی به یې ساتنې او پالنې ته ژمن پاتېږي.

پښتنو کې دا د لمر په شان منل شوې حقیقت دی چې هر پښتون چې اسلام ته شا کړه، له خدایه منکر شو، د خدای حبیب لاره یې پرېښوده نو له شک پرته هغه نه پښتو ته ژمن پاتېدای شي نه پښتون ته، نه پلار او نه هم ملګرو ته.

موږ اسلام د پښتونولۍ یو اصل بولو او کوم پښتون چې اسلام پرېښود هغه د پښتونوالې ماتونکی بې پښتو عهد شکن شخص بولو.

اخر کې د تکرار احسن په رسم بیا هم وایم چې حکمت یار د روسي یرغل خلاف زموږ د ملت ځوان قائد، هیرو او په خپل وخت کې یو زړور سپهسالار وو او دا ښېګڼه هېرول یې ناسپاسي ده.

حکمت یار په افغانستان کې د دین ستیزو کړیو خلاف اوس هم یو قوي نه ماتېدونکی سنګر باله شي. هو په ځینو وړو مسایلو به ځیني اختلافات وي؛ خو یاد ساتئ چې لویو ارمانونو کې همدا سړی؛ شریک همسنګر دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

جلال نورزئی

آپریشن ضرب عضب

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟