No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏گزارش: ازسه سال به این سو نزدیک به ۶۰۰ بست در وزارت معادن خالی استند.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د راتلونکي زیږدیز کال په جنوري میاشت کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله، له ایرلند سره د درېیو یوې ورځنیو لوبو کوربه وي.

دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال سوپر لیګ سیالیو برخه ده، د جنوري په ۱۸، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه به ترسره شي.

: ‏د افغانستان اړوند یوولس لرغوني آثار د بریتانیا موزیم لخوا، لندن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شول.

یاد سفارت پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، دغه آثار د بریتانیا پوله ساتو پولیسو لخوا نیول شوي وو  او ژر به افغانستان ته واستول شي.

: ‏ثبت ۲۱۳ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا در یک شبانه‌روز در افغانستان.

: ‏د فاریاب قیصار ولسوالۍ ودانۍ ته نېږدې موټربم چاودنې درې پولیس سرتېري ټپيان کړي.

د فاریاب والي، نقیب الله فایق وايي پېښه تېره شپه شوې چې طالبانو غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موتر د ولسوالۍ له ودانۍ سره وجنګوي، خو موخې ته له رسېدو مخکې چوولی او ملکي کسانو ته ډېر مالي زیان اوښتی.

: ‏اسدالله خالد: په وار وار مو ویلي دي چې ښایې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر کم شي، خو دا هم امکان لري چې شمېر یې زیات شي. تر اوسه مې دا احساس نه دی کړی چې څوک به له افغانستانه وځي، خو دا خاوره زموږ ده او موږ یې ساتنه کوو.

‏ډاډه نه یوو چې د دوحې خبرې به پایله ولري، خو موږ یې مخالف نه یوو، هر غږ چې د سولې لپاره وي، د افغانستان اردو یې ملاتړ کوي.

: ‏یک منبع: شب گذشته در نتیجۀ حمله تهاجمی طالبان در ولسوالی جرم ولایت بدخشان، ۱۲ پولیس محلی به‌‌شمول فرمانده سیدعمر، جان باختند و ۱۰ تن دیگر آنان زخمی و نیز ۴تن دیگر به طالبان، تسلیم شده‌اند.

منبع افزود که "۲ تانک نیروهای امنیتی حریق شده و طالبان تجهیزات پاسگاه را، باخود برده‌اند."

: ‏د پروان سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قومندان، نورخدا د ناپېژاندو وسله‌والو برید کې ژوند بایللی دی.

د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار وايي چې پر ښاغلی نورخدا تېره شپه کورته پر لاره د کاپیسا مرکز ګلدان سیمه کې برید شوی دی.

: ‏دفاع وزارت د طالبانو له شتونه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ له پاکولو خبر ورکوي.

یاد وزارت خبرپاڼه کې وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه د دغې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سیمې پاکې کړې او یو شمېر طالبان هم وژل شوي دي.

: ‏فردوس فرامرز سخن‌گوی پولیس کابل می‌‌گوید که شب گذشته در حملۀ افراد مسلح در منطقۀ کمپنی در ناحیۀ پنجم شهر کابل، دو تن از نظامیان جان باختند و یک تن دیگر، زخم برداشته‌‌است.

: ‏ولسمشر غني د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له رییس سره لیدلي. د ارګ د معلوماتو له مخې،دانیال مدهاني په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د سوېډن کمېټې د برنامو او پلانونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي او ولسمشر غني په افغانستان کې د سوېډن کمېټې د کړنو او فعالیتونو قدرداني کړې ده.

: ‏د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیسار وایي، د سولې پروسې بریالي کېدل به په خپله خوښه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل یقني کړي. فلیپو ګرانډي د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله سره لیدنه کې ویلي هیله لري، پاکستان او ایران د سولې پروسه کې اړینه همکاري وکړي.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو او د دې پروسې پر بېلو اړخونو مفصلې خبرې اترې شوې دي.

: ‏د ولسي جرګې د مهال ویش له مخې نن د ملي دفاع، لوړو زده کړو او عدلیې وزارتونو ته نوماند وزیران، د رایې اخیستو په موخه وکیلانو ته خپل راتلونکي پروګرامونه وړاندې کړل.

: ‏فنلنډ وایي له افغانستان سره د مرستې لپاره لا ډېر سخت شرایط وضع کېږي. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې ویلي دي نړیواله ټولنه به له افغانستان سره د مرستو لپاره تیاری ولري خو ددې مرستو د ترسره کولو شرایط هم خورا سخت دي.

: ‏د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره د سولې پروسه ګډوډوي. هغه دغه راز څرګنده کړې چې له نړیوالو متحدینو سره د افغان دولت ملګرتیا د دوه اړخیزو ګټو پر اساس ده او دا ملګرتیا به دوامداره وي.

: ‏وزیر دفاع ترکیه: ما از حق و حقوق جمهوری تُرک قبرس شمالی محافظت کرده و به هیچ عنوان از آن نخواهیم گذشت.

: الهام علی‌اف، رئیس جمهور آذربایجان از شهرهای آزاد شده از اشغال فضولی و جبرئیل بازدید کرد.

مهربان علی‌اف، همسر وی در صفحه اینستاگرام خود تصاویری که رئیس جمهور آذربایجان سوار بر خودرو از این مناطق بازدید می‌کند، را منتشر کرد.

براساس این گزارش، علی‌اف از پل تاریخی خداآفرین در استان جبرئیل نیز بازدید به عمل آورده است.

وی با اشاره به خانه‌های خرابه اطراف، گفت: این منازل هم متعلق به هموطنان آذربایجانی است که از طرف دشمن وحشی تخریب شده است.

رئیس جمهور آذربایجان همچنین با نشان دادن رود ارس، افزود: اینجا مرز آذربایجان-ایران است، مرز دوستی است.

: در پی آزادسازی اراضی جمهوری آذربایجان از اشغال ارمنستان و درست در حالی که الهام علی‌اف، رئیس‌جمهور این کشور طی بازدید از پل خدا‌آفرین در محدوده مرز ایران، به تهران «پیام دوستی» می‌دهد، تصاویری از سوی ایران منتشر می‌شود که تعجب بسیاری را برانگیخته است.

علی‌اف در این بازدید صراحتا می‌گوید که «ارس، مرز دوستی ما و ایران است» و همان زمان ایران، تصاویر بازدید او را ثبت و منتشر می‌کند. فارغ از اینکه تصاویر فوق از سوی کدام ارگان نظامی و با چه هدفی ثبت شده و منبع انتشار آن کجا بوده، نکته قابل توجه نفس این اقدام بوده که جای سوال دارد.

حساب‌های کاربری نزدیک به سپاه پاسداران بصورت هماهنگ اقدام به انتشار تصاویر مربوط به بازدید الهام علی‌اف از داخل مرزهای خود کرده و نوشتند «رئیس‌جمهور آذربایجان در تیررس تک‌تیراندازان ایران بود».

حتی برخی از کاربران به تمجید این اقدام پرداخته و نوشتند که رئیس‌جمهور آذربایجان کاملا تحت نظر نیروهای نظامی ایران بوده و هر حرکت او را در این بازدید ثبت کرده‌اند.

: ‏امریکایي رسنۍ وایي ټرمپ د ایران پر هستوي تاسیساتو د برید امکان ارزولی دی. امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وایي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ له خپلو لوړپوړ سلاکارانو سره په ګډه د ایران پر هستوي تاسیساتو د برید ټول امکانات ارزولي دي.

: ‏د امازون مالک او بنسټګر جیف بیزس ویلي له هغو بنسټونو او ډلو سره ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي چې د اقلیم د بدلون په برخه کې فعالیت کوي. دده په وینا ۷۹۰ میلیونه ډالر له هغو شپاړسو نړیوالو ادارو ته ورکوي چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په برخه کې کار کوي خوندي کړي.

: ‏د مکسیکو په لویدیځ کې د ګازو د یو ټانکر او یو بل مسافر وړونکي موټر ترمنځ ټکر شوی دی چې په پایله کې یې ۱۴ کسان مړه شوي دي. راپورونه وایي، دا پېښه د تپید ګوادالاجارا سیمه کې رامنځته شوې ده.

: ‏هندوستان ټایمز ورځپاڼې د امریکایي رسنیو په حواله راپور ورکړی دی چې بایډن تمه لري د پنټاګون مشرۍ ته یوه ښځه غوره کړي او میشل فلارنوې چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې یې د دفاع وزارت کې مهمې دندې ترسره کړې دي د دې څوکۍ لپاره غوره انتخاب بلل کېږي.

: ‏وروسته تر هغه چې امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې ټرمپ ښایي ډېر ژر له افغانسان څخه خپل ټول سرتېري وباسي د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه د ځواکونو وتل به په لوړه بیه تمام شي. هغه زیاته کړې، ناټو به له امریکا پرته هم په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

: ‏روزنامه امریکایی نیویارک تایمز گزارش کرده‌‌است که قراراست دانلد ترمپ، رییس‌جمهور ایالات متحده، دستور خروج هزاران نیرو را از افغانستان، عراق و سومالیا پیش از ماه جنوری سال آینده، صادر کند.

: ‏هم‌‌زمان با پخش گزارش‌‌ها از خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، آنگرت کرامپ کارن بائر وزیر دفاع آلمان می‌‌گوید که هر گونه تصمیم‌‌گیری دربارۀ خروج نیروها از این کشور، باید براساس شرایط موجود باشد.

‏بر بنیاد گزارش خبرگزاری رویترز، وزیر دفاع آلمان می‌‌افزاید که "مذاکرات صلح در حال انجام در افغانستان تاکنون نتایجی را که همه آرزو می‌کنیم، به همراه نداشته‌‌است."

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟