No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالبان وایي نړیوال دې جینوا کنفرانس کې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرستې وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه هیوادونه دې له طالبانو سره په همغږۍ خپلې مرستې وکړي څو ددغو مرستو د حیف و میل کېدو مخه ونیول شي او د څو مشخصو کسانو جیبونو ته لاړې نه شي.

‏طالبان وایي له ټولو مرستندویانو مننه کوي خو هغه مرستې، چې د افغانانو په نوم تېرو کلونو کې شوي ټولې ضایع شوې دي، بې وزله افغانانو ته نه دي رسیدلي دي، نو پکار ده، چې دا ځل کېدونکې مرستې له طالبانو سره همغږې شي څو عامو افغانانو ته ورسیږي.

‏ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس جوړ شي خو کابل نیوز ته رسیدلي معلومات ښيي چې دا کنفرانس به په انلاین ډول ترسره کیږي.

:‏د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، پاکستان له افغانستان وروسته هغه هيواد دی چې افغانستان کې تر ټوله ډير د سولې پلوی دی.

‏عمران خان چې نن يې ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره ګډې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، اسلام اباد به هر هغه څه چې په توان کې لري تر سره کړي څو په افغانستان کې د تاوتريخوالی کچه راټيټه شي.

:‏د امریکا نوی ولسمشر به د زلمي خلیلزاد ماموریت تمدید کړي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن د بهرنۍ پالیسۍ ټيم پر دې ټینګار کوي چې باید د زلمي خلیلزاد ماموریت ادامه ولري او په افغانستان کې دې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

‏د افغانستان د چارو شنونکو بیا ویلي دي چې بایډن هم له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ملاتړی دی خو هغه به په دې کار کې د ټرمپ په څېر بېړه نه کوي.

کابل نیوز څو ورځې مخکې خبر خپور کړی و، چې سپینې ماڼۍ خلیلزاد ته دنده سپارلې څو بین الافغاني مذاکراتي د جنورۍ تر نیمايي یوې نتیجې ته ورسوي.

: دوحه کې نن د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته ترسره کیږي.

کابل نیوز ته رسیدلي معلومات ښيي، چې تر اوږده خنډ وروسته د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونه به نن عمومي جلسه دایره کړي.

ویل کیږي، چې د دواړو ټیمونو ترمنځ اختلافي موارد هم په بشپړه توګه حل شوې دي.

:‏عمران خان: پاکستان په دې کې ونډه درلوده چې طالبان له امریکا سره خبرو ته کېناستل او وروسته له هغې چمتو شول چې له افغانانو سره خبرې وکړي.

:‏تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۲۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوې.

:‏د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره په ارګ کې ولیدل او دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.

: ‏ولسي جرګه کې د بدخشان استازې، نیلوفر ابراهیمي وايي چې طالبانو تېره شپه د یاد ولایت پر مایمۍ ولسوالۍ برید کړی او نن سهار یې د یادې ولسوالۍ مرکز نسکور کړی دی.

:‏وزارت دفاع ملی می‌گوید که شب گذشته یک گلوله هاوان بر خانه‌یی درمنطقۀ تلوکه شهر کندز فرود آمده‌است که درنتیجۀ آن ۷غیرنظامی، به‌شمول زنان و کودکان، جان باختند و ۶ غیرنظامی دیگر زخمی شده‌اند.

:‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندز ښار کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د ملکي وګړو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پخوانی ولسمشر دا ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي.

:خلوصی آکار، وزیر دفاع ملی ترکیه با عبدالله عبدالله، رئیس شورای عالی مصالحه ملی افغانستان در مقر این وزارت‌خانه در آنکارا دیدار و گفت‌وگو کرد.

وزارت دفاع ملی ترکیه طی بیانیه‌ای اعلام کرد که طرفین پیرامون تحولات اخیر در افغانستان بحث و رایزنی کردند.

براساس این بیاینه، آکار در دیدار مذکور بر ادامه حمایت ترکیه از تلاش‌ها برای برقراری صلح پایدار در افغانستان تاکید کرد.

گفتنی است عبدالله عبدالله، شورای عالی مصالحه ملی افغانستان شام چهارشنبه در راس یک هیئت بلندپایه برای رایزنی با مقامات ترکیه وارد آنکارا شده است.

:‏د افغانستان لپاره د امریکا نومول شوی سفیر ویلیم راجر وایي طالبان به درنو تلفاتو سره سره بیا هم خپلې جګړې ته ادامه ورکړي. نوموړی وایي امریکا دوه انتخابه لري یو دا چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي او بل دا چې په افغانستان کې یوې خونړۍ، بې پایه او بې بریا جګړې ته ادامه ورکړي.

:‏د پښتونخوا سیاسې څېرې او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې ده. هغه ویلي په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان او پاکستان دواړو کې دناورین او خونړیو پېښو لامل دي.

:‏په اوسني وضعیت کې له افغانستان د سرتېرو ایستل له هېڅ منطق سره سر نه خوري. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له افغانستان د سرتېرو ایستل یوه ستراتيژيکه او ستره تېروتنه بللې ده.

:‏د خیبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې په یو برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل دي. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د جنوبي وزیرستان په پش زیات سیمه کې شوې ده.

:‏د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دوام سره هم‌مهاله تاوتریخوالی زیات شوی او د افغانستان په څېر دوی هم له دې وضعیته ناراضه دي. هغه ډاډ ورکړی دی چې هېواد به یې د تاوتریخوالي کمښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

:‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې د اسراییل له لومړي وزیر سره یې د ایران پر وړاندې پر کارنده مبارزې خبرې کړې دي. پومپیو خبرداری ورکړی دی چې امریکا به پر ایران نور بندیزونه هم وضع کړي څو دا هېواد له ترهګریزو کړنو لاس پر سر او د اټومي وسلو له جوړولو راوګرځي.

:‏خبرگزاری رویترز گزارش کرده‌‌است که آسترالیا روز پنج‌‌شنبه می‌‌گوید که ۱۹ سرباز فعلی و پیشین این کشور به اتهام کشتن ۳۹ غیرنظامی محلی افغان، زیر پیگرد قانونی قرار خواهند گرفت.

:‏د اسټرالیا دفاع وزارت منلې، چې اسټرالیايي ځانګړو ځواکونو" ۳۹ افغان ولسي وګړي" وژلي دي.

د اسټرالیا دفاع وزارت موندنې وايي، کره شواهد په لاس ورغلي چې ښيي د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو د افغان جګړې پر مهال ۳۹ افغان ولسي وګړي بې قانونه وژلي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟